داجوته ده چه افغانانو په تیرو( ۳۰) کلونوکی ډیری زیاتی قرباني ورکړیدی کورونه کلی او ښارونه یی وران د اوبولګولو سیستمونه یی له منځه تللی دی او کور په کور نوی دښمنی را منځته شویدی .
کله یی یوګاونډی ترانزیتی مالونه ایثاروی اوکله یی بیا بل ګاونډی ترانزیتی تیل بندوی ؟
یووایی زماداوبو حقابه راکه خودابل بیاوایی چه پرته له ما ته نشی کولای د خپلو هیوادوالوسره دروغی جوړی خبرو ته کښیني؟
نو زما په هاند ددی دیرش کلنی غمیزی پای ته رسیدلو لپاره یوی قربانی اوسرښندنی ته اړتیاده هغه دا چه د افغانستان دولت د یو سخت ګام په اوچتولو سره د پاکستان اوایران دولتونو سره خپل هر ډول اړیکی ، که سیاسی وی ، اقتصادی وی ، تجارتی وی او یا کلتوری او فرهنګی له مخه وشلوی .
پوهیږم چه دا یو ډیر دستونزو ډک کار دی مګر دا باید هیر نکړو چه آیا موږ نشو کولای ددی هیوادونو په ځای دخپلو نورو ګاونډیو اودنړی دهیوادونو سره خپلمنځی او یوبل ته متقابل درناوی په بنا اړیکی ولرو؟؟؟
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه
د پورتنۍ موضوع په اړه زموږ زرګونه ليکوال ، ژورناليستان ، څېړونکي او اديبان چپه خوله پاته دي ، دغه مرييتوب هر يو په سترګو ويني مګر نه يې يادوي او نه يې زړه کېږي چي نور يې په اړه وږغيږي .
کله چي په خپله کوڅه ، کلي ، بازار او سړک کي تګ راتګ کوو او امريکايي ټانکونه راځي نو موږ پر خپله خاوره دريدلو ته مجبوره کېږو ، مخ به دېوال ته ګرځوو، بايسکل ، موټرګاټ او موټر به له لاري اړوو چي دغه فرعونان په بېغمه زړه تر موږ تېر سي .
دوی چي د قانون جوړوونکي ځانونو ته وايي زموږ د هيواد هيڅ ډول ټرافيکي ، اخلاقي ، ټولنيز او انساني قانون نه مراعتوي ، مګر موږ په دې مکلف يو چي ددوی هر ډول غير انساني قانون مراعت کړو کنه نو وژل کېږو ، بې عزته کېږو او هغه شاعر ، ليکوال ، امر صاحب ، وزير صاحب او ريس جمهور چي دوی غوړ هډوکی ور ته ايښی دی له کاره د ګوښه کېدو د ګواښ سره مخامخ کېږي .
شرم دی د افغانانو په اوسني حالت ، خصوصآ د هغو چي څه کولای سي خو چپه خوله ناست دي .
دوستانو ولی داسامه بن لادن غندنه نه کوي،په ټولو پاڼوکی په دغه باب تبصری او څیړنی شته ولی دلر اوبر پاڼّه کی هيڅ نه معلومیږې؟
د پاکستان په پارلمان کې د اسامه بن لادن فاتحه واخيستل شوه
که څه هم د پاکستان لوړپوړو چارواکو د اسامه بن لادن پر وژل کېدو خوښي څرګنده کړې، خو تېره ورځ ناوخته د دغه هېواد په پارلمان کې د اسامه فاتحه واخيستل شوه،د القاعدې مشر اسامه بن لادن د تېره اونۍ د دوشنبې په شپه د پاکستان په ايبټ اباد ښار کې د ځانګړيو امريکايي ځواکونو له خوا ووژل شو،تېره ورځ، چې کله د پاکستان د ملي اسامبلې (پارلمان) غونډه له غرمې وروسته پيل شوه، نو د جمعيت علماء اسلام د مذهبي ګوند اړوند يوه وکيل مولوي عصمت الله د اعتراض په توګه د خبرو غوښتنه وکړه.کله چې د پارلمان مرستيال فيصل کريم کنډي هغه ته د خبرو کولو اجازه ورکړه، نو هغه پرته له دې، چې خبرې وکړي، د اسامه بن لادن د مغفرت لپاره يې د دعا لاسونه پورته کړی،دغه مهال د پاکستان د پارلمان نورو غړو، چې په کې د مولانا فضل الرحمان ورور مولانا عطاء الرحمان او د شاه جهان يوسف په نوم د دولت يو وزير هم و، لاسونه يې پورته کړل او فاتحه يې وکړه
د پاکستان د رسنيو د معلوماتو له مخې، د اسامه د فاتحې د مراسمو پر مهال د پارلمان لنډمهال مشر فيصل کريم کنډي د يادې فاتحې مخنيوى ونه کړ
د اسامه فاتحه په داسې حال کې اخيستل شوې، چې وړمه ورځ د پاکستان لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني په همدغه پارلمان کې د وينا پر مهال د اسامه پر وژل کېدو خوښي څرګنده کړه، خو په دې يې خپګان ښکاره کړ، چې امريکا د دوى پر خاورې تېرى کړى دى،بلخوا په تېرو دوو ورځو کې د پاکستان په پارلمان او سنا مجلس کې د اسامه د وژل کېدو په اړه تاوده بحثونه روان دي او د حکومت اپوزيسيون د پوځ د مشر، د اى اس اى د مشر، ولسمشر او لومړي وزير د استعفى غوښتنې کوي،په ايبټ اباد کې د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته د پاکستان او امريکا اړيکې ډېرې خرابې شوې او امريکايي سناتوران له خپل حکومت څخه غوښتي، چې له يو مليارد ډالرو زياتې هغه مرستې دې پر پاکستان بندې کړي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره يې هر کال دغه هېواد ته ورکوي،د امريکا په سنا کې د بهرنيو اړيکو د کمېسيون مشر جان کيري تېره شپه اعلان وکړ، چې دى به په راتلونکې اونۍ کې اسلام اباد ته سفر وکړي، څو د پاکستان او امريکا خرابې اړيکې بېرته جوړې کړي.
نوموړي، چې په واشنګټن کې يې له خبريالانو سره خبرې کولې زياته کړه، چې دى به د اسلام اباد سربېره کابل ته هم سفر کوي،بلخوا د اسامه بن لادن زامنو او د کورنۍ نورو غړو يې له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د اسامه بن لادن د وژل کېدو د پېښې پلټنې وکړي،امريکايۍ ورځپاڼې نيويارک ټايمز په خپل يوه تازه راپور کې داسې يو ليک خپور کړى چې د اسامه د کورنۍ له خوا ملګرو ملتونو ته استول شوى دى،په دغه ليک کې راغلي: ((زه عمر اسامه بن لادن او د هغه د کورنۍ نور قانوني ورثه او زامن د خپل پلار له مرګ څخه خبر شوي يو، خو د هغه مړى او يا د مړي تصوير او ويډيو مو نه ده ليدلې، ځکه موږ د هغه پر مړينې بشپړ باور نه لرو.))
په دغه ليک کې د اسامه زامنو له ملګرو ملتونو غوښتي، که چېرې په رښتيا سره اسامه وژل شوى و، نو د وژنې ثبوت دې دوى ته وښودل شي،د اسامه د زامنو په وينا، امريکا له دې خبره وه، چې د اسامه يوه کورنۍ، چې په کې مېرمن او نور اولادونه يې شامل دي، له هغه بېل اوسېده، نو مړى يې ولې دوى ته ونه سپاره؟
په دغه ليک کې پوښتنه شوې، چې که اسامه بې وسلې و، نو ولې ووژل شو؟
د نيويارک ټايمز ورځپاڼه په خپور شوي ليک کې دا هم راغلي، چې د اسامه څلورم زوى عمر بن لادن، چې اوسمهال په غرب کې ژوند کوي ويلي، چې دى د خپل پلار له کړنو سره موافق نه و او د بې ګناه وګړو د وژلو پر مهال يې د هغه پر ضد خپل غږ پورته کړى و،نوموړي په ياد ليک کې ويلي: خو زه د خپل بې وسلې پلار په وژل کېدو اوباما هم غندم او له ملګرو ملتونو غواړم، چې د دې قضيې پلټنه وکړ،عمر بن لادن په دغه ليک کې ګواښ کړى، که چېرې په يوه مياشت کې د ده غوښتنو ته مثبت ځواب ونه ويل شو، نو نړيوالې محکمې ته به رجوع وکړي
هغه کمپيوټرونه چې په ايبټ اباد کې د بن ﻻدن له کوره، د امريکايي ځانګړو ځواکونو لخوا وړل شوي، په کې د يادونې وړ د لوڅو فلمونه موندل شوي دي.
د رسنۍ د رېپوټونو له مخې، ځينې چارواکو، چې نه يې غوښتل نوم يې په ډاګه شي ويلي، چې دا څرګنده نه ده، چې دا فلمونه په بن ﻻدن پورې اړوند وو او که په کور کې نورو اوسيدونکو سړيو ورنه استفاده کوله.تر نيويارک ټايمز د مخه نورو رسينو هم دا خبر خپور کړی و.
د يادونې وړ ده، چې د بن ﻻدن په هکله اوس ټول مالومات د امريکايي سرچينو څخه خپريږي او خپلواکه او نورې بې پرې سرچينې يې د رښتينوالي تصديق نشي کولی.
هغه کمپيوټرونه چې په ايبټ اباد کې د بن ﻻدن له کوره، د امريکايي ځانګړو ځواکونو لخوا وړل شوي، په کې د يادونې وړ د لوڅو فلمونه موندل شوي دي.
د رسنۍ د رېپوټونو له مخې، ځينې چارواکو، چې نه يې غوښتل نوم يې په ډاګه شي ويلي، چې دا څرګنده نه ده، چې دا فلمونه په بن ﻻدن پورې اړوند وو او که په کور کې نورو اوسيدونکو سړيو ورنه استفاده کوله.تر نيويارک ټايمز د مخه نورو رسينو هم دا خبر خپور کړی و.
د يادونې وړ ده، چې د بن ﻻدن په هکله اوس ټول مالومات د امريکايي سرچينو څخه خپريږي او خپلواکه او نورې بې پرې سرچينې يې د رښتينوالي تصديق نشي کولی.