ښه ژوند مو درلوده، قناعت مو له ژونده لاس چا پیر کړی وه او کله کله به یې په تندي ښکل کړو، نه پوهېږم د مینې خونړی توپان له کوم لوري راوالوت او د زړونو لو یې ګډ کړ چې په اول ځل یې زما زړه سوری کړ،نه رښتیا ښايي چیرته یې زما د ځوانۍ عکس لیدلی وي یایې یې د ټیلفون نمره خوښه شوې او که څه بلا؟ یو بل شک هم لرم معمولا اوسنۍ جینۍ یو بل خوی هم لري د شهرت مینه والې دی او دا مطبوعاتیان ډیر خوښوي او مینه ورسره لري.
که څه هم افغانستان ته د تیلفوني شبکو د راتګ له پیل څخه تر اوسه پورې همدا یوه د ټیلفون نمره لرم، چې په دفتري او شخصي چارو کې ترې کار اخلم. داچې په دفترکې د ټیلفون له زنګونو نه تنګ یم نو کله چې کورته ورسیږم د خپل عادت له مخې ټیلفون له جیبه لرې کوم او ځان ته ډاډ ورکوم چې اوس خو نو رسمیات ختم شول. ډیری ملګري او دوستان هم هر وخت ګیله من وي چې ټیلفون نه پورته کوې او کله چې خپل ټیلفون راواخلم نو خامخا پکې یو دوه درې ټیلفونونه راغلي وي، چې وګورم او د ځینې ملګرو نومرې وپیژنم نو بیا ورته کله نا کله زنګ وهم او چې واېې نه پیژنم نو بیا له ځان سره وایم چې که د چا کاروي نو بیا زنګ وهي.
تیره اونۍ مې چې کله ټیلفون کوت د یو نمبر نه په پرلپسې توګه څو ځله مس کالونه راغلي وه ما پرې غوږ وانه ګراوه دې لړۍ څو ورځې دوام وکړ یوه ورځ نوی د خوب بستر ته چې لاړم ټیلفون د وړوکي میز په سر ایښی وه چې دوه ځلې پرلپسې مس کالونه راغلل ټیلفون زما وړوکی زوی کاروان د خپل عادت له مخې چې په ټیلفون کې مسیج هم راشي نو دی منډه ور واخلي او ټیلفون ماته راوړي ، نن هم چې ټیلفون راوړ چې وامې کوت هماغه نمبر وه له ځنډ پرته مې زنګ پسې وواهه خو کله چې زنګ ورغی ټیلفون یې بند کړ.
سبا چې کله دفتر ته ورسیدم د دفتر همکار مې د ټیلفون د یو نمبر نه شکایت وکړ او وی ویل چې دلته یو کس دی او ماته هر وخت زنګ وهي ماته هم دغه د خپل ټیلفون کیسه رایاده شوه ما هم خپله کیسه ورته کوله چې پدې وخت کې یو ځل بیا زما ټیلفون ته یو لنډ لیکلی پیغام(مسیج) راغی پیغام په درې ژبو په لاندې ټکو لیکل شوی وه.
(سلام، لطفا به من به شماره ….. تماس بگیرید ـ سلام، مهرباني وکړئ زما سره اړیکه ونیسئ ـ او Please call me back)
پیغام مې چې ولوست همکارې ته مې مخ واړاوه ما ویل اوس یې خوند وکړ خبره له مس کالونو نه مسیجونو ته ورسیده هغې ویل څه خبره ده ما ویل داسې پیغام راغلی، شیبه مو سره وخندل خو کله مې چې زنګ پسې وواهه زنګ ورته خو ټیلفون چا نه پورته کاوه همکارې مې ویل چې دا نمبر یې ته ماته راکړه نمبر مې چې ورکړ د دفتر له ټیلفون نه یې چې زنګ ورته ووهه یوې جینۍ چې ډیرې مودبانه خبرې یې کولې اوله غږ نه داسې مالومیده چې ښايي عمر یې هم د پنځلسو او شپاړسو کلونو تر مینځ وي ټیلفون پورته کړ زما همکارې ورته وویل \” شما کی هستید چرا برارد من را ازار میدهید ومسیج برایش روان میکنی\” هغه ورته وویل \” من فلانی ………..هستم وبراردت هم برای من مسیج روان میکند .
دی سره د ټیلفون خبرې خلاصې شوې یو ساعت مو په دفتر کې ټوکې ټوکالې سره وکړې همکارې مې ماته ویل چې داد څه کړي پدې زاړه صورت اوس ستا دا کارونه وګوره ما هم ورسره وخندل او ورته وامې ویل زړه مې ځوان دی ودریږه چې هلکانو ته زور وښیو او پدې سره مو یو ساعت سره وخندل .
یوه ورځ بیا د خپلو ماشومانو سره مکروریانو ته د خپل یوه دوست کور ته روان وم چې د لارې په سرکې زنګ راغی دانو هغه وخت دی چې مامې خپله میرمن هم پدې راز خبره کړې وه او ورته ویلی مې وه چې یوه جینۍ کله نا کله زنګ راته وهي او ته دې خبره یې، چې پدې وخت کې زنګ راغی تر سلام او کلام وروسته ددې لپاره چې زه په فارسي ژبه ښې خبرې نشم کولی لکه فارسي ژبي کسان یې چې کوي نو ماته یې وویل چې ته پښتو خبرې کوې ما ورته وویل هو! نو راته وي ویل چې زه هم پښتو خبرې کوم ما ورته وویل ډیره ښه ده اوس د الله مل بیابه سباخبرې کوو.
ورځې تیریدې کله نا کله به د هغې له لوري مس کال راتله مابه ورته زنګ واهه خو لا مو خبرې د نورو ځوانانو په څیر دومره ژرد مینې په خبرو نه څرخیدې ځکه ماخو واده درلود او هغې هم پدې برخه کې ډیره دلچسپي نه ښوده ټولې خبرې مو په عمومیاتو را څرخیدې یوه ورځ چې په ټیلفون مو خبرې سره کولې ما ورته وویل یوه پوښتنه کوم خو رښتیا به راته وایې، راته وې ویل سمه ده ما ورته وویل لومړی خو دا ووایه چې دا زما د ټیلفون شمیره دې له کومه کړه راته وویل ستا شمیره مې په دواخانه کې له یوې مجلې نه تر لاسه کړه چې په مجله کې ستا د نوم تر لاندې لیکلې وه ما ویل سمه ده اوس د نو زما کره ادرس پیدا کړیدی او لدې سره مې خپل ځان په لنډو ټکو ورو وپیژنده.
اوس نو زموږ مینې زور واخیست او یو او بل ته مو په زړونو کې د خبروتلوسه ورځ تر بلې زیاتیده که څه هم جینې له غږ نه وړه ښکاریده خو مودبانه خبرو یې د روان ژوند د استقبال زیري ته له ډیر مخکې نه خپله غیږه پرانیستې وه، زموږ خبرې به معمولا د مازدیګر قضا او نږدې ماښام تر مینځ تر سره کیدې پاتې د نه وي چې میرمنې به مې هم زه کله ناکله څارلم که څه هم زموږ په کور کې زما او میرمنې تر مینځ لا له وړاندې دا فیصله شوې وه چې دا به زما ټیلفون نه اوچتوي چې څومره زنګونه ورته راشي خو پدې ورځو کې به چې کله ماته کوم زنګ راته نو دې به غلی غلی څارلم او کله کله خو به یې دا پوښتنه هم رانه کوله چې د چا ټیلفون درته راغلی وه.
یوه ورځ چې کله لمر په ډوبیدو وه او شپې هم ورو ورو خپله توره کمپله خپره وله موږ یو بل ته په ټیلفون خبرې کولې دې راته وویل کیدای شي د خپل ژوند په اړه معلومات راکړې ما ځان ګول ووهه او ورته وامې ویل معلومات ته څه اړتیا ده ته خو ما په بشپړه توګه پیژنې دې وویل بیا هم ما بیا ځان تیر کړ خو چې ډیره کلکه شوه ورته وامې ویل نوم مې پلانی دی او پلاني دفتر کې کار کوم دفتر مو په نوی ښار کې دی وی ویل نه د شخصي ژوند په اړه بیامې وویل ساده راته ووایه پوه نشوم راته وې ویل د کورنۍ په اړه ما ویل هو کورنۍ لرم مور پلار ورونه او خویندې ټول لرم دی ویل واده لرې؟ ما وویل واده، واده به له کومې شي چې هرې جینۍ ته د واده خبره وریاده کړې په من تیږه د ولي او لس ګزه ګام اچوي نو واده به له کومه شي او بیا مې ور زیاته کړه چې که اوس دا تاته د واده خبره در یاده کړم ته به څه غبرګون وښیې؟ دې سره یې په کټ کټ وخندل او ټیلفون یې بند کړ.
دوه ورځې تیرې شوې د ټیلفون یې څه درک نه لګیده بس نوې یاري وه زما هم د زړه سودا ورته ډیره شوه په ذهن کې به مې ډول ډول سوچونه راتلل په زړه کې به مې دا خبره هم تیره شوه وخت خراب دی هسې نه دا اوس دربانې تاوان نشي موږ لدې یوې ښځې نه پوزې ته راغلی یو بیابه مې ویل دا څه خبره ده په زرګونه کسان له انجونو سره ټوکې ټکالې کوي یو یې ته دوه ورځې پس چې ټیلفون رخ شو نو غلي غلي لکه په غوږ کې چې راته خبرې کوي راته وي ویل چې مزار ته تللی یم او پردی کور دی ته هم لږ ګذاره کوه هر وخت خبرې نه کېږي ما ویل سمه ده بښنه غواړم .
درې ورځې وروسته یې یو ټیلفون راغی د حال احوال پوښتنه مو سره وکړې دې وویل مزار ته د ماما د زوی واده ته تللې وم او دادې اوس راغلم د کار کسب په اړه مې چې ترې پوښتنه وکړه ویل په زرغونه لیسه کې د دولسم ټولګي زده کوونکې یم ما ویل ښه ده خو دادې وانه ویل چې څووم نمره یې په خندا یې وویل اول ما ویل ګمان نه کوم خو که له اخرې خوا اول یې منم یې دی ویل نه چې رښتیا خبره یې دریم نمره یم او همدې سره یې راته وویل ښه ماښام.
موږ چې په کلي کې ژوند کوو څو ورځې وړاندې زما کشران ورونه په غنمو باندې د اوبو لګولو دپاره کروندې ته تللي وه ماښام له لمانځه وروسته یې ځنډ وکړ زه له لمانځه وروسته د پسرلي ښکلې هواته ناست وم چې د تره زوی مې راغی او ویل یې چې تمیم په پټیو کې اوبه لګوي او لاسي ګروپ غواړي کله چې له کوره بیرته راووت پلارمې ورته ویلي وه چې ټیلفون ورته وکړه چې راشي کورته ناوخته ده ما چې ټیلفون را واخیست د یو شمیر امنیتي دلایلو له امله کله نا کله ټیلفوني شبکې له ستونزو سره مخ وي نو خپله پسې ور روان شوم هلته چې ورسیدم د شپې شاوخوا اته بجې وې زه په یوه سنګکاري دیوال باندې کښیناستم چې د ماخستن اذان وشو لږ شیبه نور هم ناست وم ورونو مې د اوبو ماشین مړ کړی وه او کورته یې د تلو چمتووالی نیوه ما ویل راځه تر څو د ماسختن لمونځ وکړه څلور رکعته فرض لمونځ مې وکړ چې د تیلفون مس کال راغی زنګ مې وواهه روغبړ مو وکړ په ټیلفون کې د ټلویزیون غږ راته چې د ګنجینه د برنامې نه د رحیم مهرزاد غږ پورته کیده ما ویل ټلویزیون ګورې دې ویل هو ما ورته وویل په ټلویزون کې د کومه برنامه خوښېږي، ویل همدا برنامه، ما ویل ولې ګډون نه پکې کوې؟ ویل اجازه نه لرم، ما ویل ولې دا څنګه اجازه ده چې ګورې یې او ګډون نه پکې کوې، ویل له بلې خوا، ما وویل له کومې خوا بله خوا یې لا څنګه وي؟ ویل یوه خواده نو، چې ډیر ورته کلک شوم ویل زه نامزاد لرم هغه اجازه نه راکوې !!!!!! ما ویل ډیر ښه مبارک شه، زه هم واده لرم.