کور / کیسه / بګرامۍ

بګرامۍ

کټ مې د ويالې په غاړه واچوه او پرېوتم يوه ښه شېبه لا تېره نه وه چې سيلۍ او د باران غټ غټ څاڅکي شول ، زه لا پروت وم او پورته شنو شنو منډتو او زردالانو ته مې کتل چې يو شړپ مې تر غوږو شو ، ما فکر وکړ چې ځه کومه منډته او يا کوم وچ ښاخ په اوبو کې راپرېوت ٠ دهمدې سوچونو سره جوخت مې پام شو چې يوه وړه او ښکلې کورکوړۍ کوتره کله د ويالې يوې لورې او کله بلې ته تروره تروره الوزي ، وزرې وښوره وي ، سونګ سونګ وکړي او بيا خپله نازکه سينه په ځمکه داسې سخته راکاږي چې ان وړې وړې بڼکې ترې توې شي ، او بيا په ناهيلې بڼه ما ته راوګوري ، له همدې سره د کورکوړۍ په درد پوه شوم او ناڅاپه مې منډه کړه د سترګو په رپ کې مې ځان د ويالې کوز سر ته ورساوه د کورکوړۍ سورکاټی بچی مې له اوبو راپورته کړ ، هر څه چې مې واړوه راواړوه سا په کې نه وه پاتې ، پرېشانه راغلم او بېرته د بوڼ په کټ کې پرېوتم ، د کورکوړۍ تشې ځالې ته په کتلو مې سترګو ته يودم بګرامۍ نېغه ودرېده ٠ همداسې د پسرلي شپې وې د کنړ سيند ښه مست و چې د کابل نه يوه کډه دشپې تر ثمرخېلو راورسېده ، کليوالو جاله وان له کوره راوويست او ورته يې وويل دغه کابليان مېلمانه هجرت کول غواړي جاله وتړه او دوی کامې ته پورې باسه چې په ګوشتې او ګړو کښته لاړ شي ، جاله وان سم له واره جاله وتړله او مېلمانه يې په کې سپاره کړل ، جاله چې څنګه د سيند منځ ته شوه ، د لېوني سيند څپو جاله پورته کړه او بېرته يې را ايله کړه پدې کې د بګرامۍ د لاسونو، نه شپږ مياشتينی ماشوم ايله شو ، بګرامۍ او خاوند يې چېغې کړې جاله وان يې ژر پر خوله لاس کېښود او ورته يې وويل چپ شئ له کنړي چا مړي ندي ګټلي ، پام کوئ چې بل غږ پورته نه کړئ دغلته خوا کې مو د روسيانو نظامي بيس دی ، اوس به موږ ټول په ټانګ او ماشيندارو غلبيل غلبېل کړي٠ بګرامۍ او خاوند يې د جاله وان ماما په خبرو دم دروت شول ٠
د بګرامۍ پر مخ غټې غټې اوښکې رابهېدې او په شونډو يې فقط همدا توري اوختل چې : الله ستا مال و او ستا په لاره ولاړ ، الله ته يې له برکته افغانستان ازاد کړې ٠