کور / نثر / داحمد فاني پرکتا ب مخ کتنه (زړه په لاس کي )

داحمد فاني پرکتا ب مخ کتنه (زړه په لاس کي )

درنو ! دکندهار په موجوده ځوانو شاعرانو کي احمد فاني هغه څوک دى چي دسيمي ډېر لږ فرهنګپال خلګ به يې دشاعرۍ ، ليکوالۍ او په ځانګړي ډول دناول ليکني په برخه کي ترې ناخبره وي


زه دنوموړي پر بيو ګرافي يا ببلو ګرافي باندي نه ږغېږم ځکه چي ماته دهمدې پروګرام په لړ کي دنوموړو مسائلو دڅېړنو په اړوند دنده نه ده را کول سوې بلکه ، دلته زما دنده يوازي دنوموړي پر چاپ سوي کتابګوټي (زړه په لاس کي ) دمخکتني خبره غوره ده ښايې دکتاب مخکتنه به په دې اړه وي چي دنوموړي کتاب په زخامتي ، اندازه ګېري ، او دهمدې کتاب پرټايټل دکاغذ پر برېښ او نورو ….. باندي دليکني دتورو کاورل وي
ولي پردې بنسټ چي زه صحاف نه يم چي نوموړى اړخ درته وږغېږم خو، اړينه بولم چي دهغه دکتاب دشعر پر محتوي دخپلو نيمګړو معلوماتو له مخي رڼا واچوم البته دا رڼا به کېداى سي په ځينو مواردو کي زما شخصي تحليل وي او نور درانه به يې له خپلي زاويې څېړي


دنوموړي شاعرانه سبک چي موږ ګورو هغه پخپله شاعرانه انځور ګرۍ کي دشاعرانه تشبيهاتو ، تخيلاتو رنګينيو ظرېفو کلماتو او ډلو تشبيهاتو په پرتله پيغام ته ډېره مخه کړېده هغه پيغام چي دمفاهمي په پوهه کي نژدې دڅلورو اساساتو ،هدف ، اړيکي ، ځان ښودني او غوښتني برخي تشکيلوي
کله چي دپيغام همداتوکي سره يو ځاى سي دا پخپله يو شاعرانه مهارت غواړي او کله چي شاعرانه مهارت دکلام له اساسي اجزاوو سره ګډېږي داجوتېږي چي هلته درنګينۍ په پرتله پيغام ښه اغيزه کوي او شاعر دسوچه رنګينۍ له اړخه دمتوازني شاعرۍ ولور ته را بولي يا پدې مفهوم چي نه شاعرانه فورم له فهمه غور ځول سوي وي او نه دټولنيز تر ميم په لټه دپيغام انتخاب له ياده وتلى وي
پخواني خلګ څه ښه وايي :
يو طرف مي يار لونګين مي پردا بل طرف
اې وړکې مخ پلو را واوړه
دنوموړي په شعر کي همدا خبره کرټ له ورايه ښکاري دټولنيزو موجوده پديدو او شاعرانه ظرافت تر منځ يې يو ډېرښه انځورڅرګند کړيدى دشاعرانه فنونوداصولو له درې ګوني حالته يې دتشبه کارونه داسي کړېده لکه چي وايي :
سترګي چي بېباکه اړوي جانان
تل په تو مانچو لوبي کوي جانان
يوه خبره دځوانۍ په ا لاباله مسير کي دناز او مکېز په انداز دځوان دسترګو اووښتون او په دوهم نيم بيتي کي بيا زموږپه ټولنه کي دتوپک دفرهنګ يا دونه
چي ددې دواړو يادونوترڅنګ يې په نوموړي بيت کي دشعري نحوي قواعدو له توکو يوه تشبه په ښه توګه راوړېده
په لمړي نيم بيتي کي دتشبه جز مشبه به(سترګي) او دوهم نيم کي دتشبه بل جز مشبه (تومانچې) په تمثال سره پېيلي دي
يا لکه داچي :
دا لمر مخى يار په نور پالي ستوري
بيرته يې بيا خپله ورانوي جانان
دنوموړي په شعر کي دبديع دعلم څرک تر ستر ګو کېږي او دهغه له اجزاوو يې تجنيسونو ته مخ ور ښکاره کړيدي لکه يو ځاى چي دساري په ډول دمرکب تجنيس بېلګه لري :
چي ښه او بد مي پکښي وينمه هنداره لرم
ومخته زه دمحمد دا سپينه لاره لرم


يا لکه :
له دې غريب سره غم خپل دى همېشه اوسېږي
خپل لکه اوښکه ځيني ځي ورسره نه اوسېږي
دنوموړي په شعر کي دبيان په علم پوري اړوند داستعارو څرک له ورايه وينو داښاغلي په شعر کي استعارې دلفظ په اعتبار داسي ليکي :


تاريخ به نور څه نوي په کوم وياړ ددوى ليکلي
که يې ليکلي وي ، وي به شهيدان ددې اولس


دشاعرانه بيتونو لمني ته په کتو دفاني په شاعرانه لمنه کي پخپله دمبالغې نښي هم ستر ګکونه وهلي دي په ځينو مواردوکي دغلوتر پړاوه ځانه رسوي هغه رسم چي عقلادې ته جوړچي کېدونکى وي او يوڅوک يې ومني ولي صنعاً يې دپيښي احتمال ډېرکم او يا نه وي غلو ده دى پدې شاعرانه افراط کي دمبالغې ترپړاوه ځان رسوي او دغلو اصطلاح داسي را وړي :


اوښکي دي احمد فاني وچېږي نه
دغه دزم زم اوبه وياله لري


عقل دامني چي له اوښکو دي وياله جوړه سي هغه پدې معني چي اوبه او اوښکي دواړي دشفافيت ، نرمواله او بهېدو په ځانګړنو کي سره مشترکي دي ځکه يې نودبهيېدو احتمال سته ولي اوښکي کله هم دومره نسي کېدلاى چي داوبو دويالې غوندي دي وبهېږي


که دمبالغې په کور کي نور هم کره ګام کښېږدونو بيا داغراق پړاو ته درېږو چي پدې کي نه يوازي دا چي عقلاً دمنني جوړښت نه را منځته کېږي ور سره جوخت عملاً هم دجوړښت امکان پکښي محال وي موږ ددې اغراق په اصطلاح کي يوځل بيا دفاني په شعر کي پاته کېږو:
پر زړه ليکمه ديار دنامه توري دومره ډېر
لري به تنها ټکي لکه ستوري دومره ډېر


عقل دانه مني او عملاً دا خبره صورت ونيسي چي پر زړه دي خط وليکله سي او بيادهغه زړه دتورو ټکو محاسبه دمحاسبې په قانون کي داسمان له ستورو سره مقايسه سي
دادبي صنعتونو او بديع ، بيان او نحوي قواعدو تل ته په کتنه پرهمدې څو بېلګوکه تم سو نو په راکښته حالت کي دځوان فاني په شاعرانه انداز کي دکائناتو، طبيعت او دهغوى دخالق په اړوند له دوو ګونو فلسفي ګروهو (وحدت الوجود او وحدت الشهود) څخه ديوې ګروهي دمنلي او منطقي ګروهي (وحدت الشهود)دفلسفې پيروي سوېده او پدې سره ځان د امام رباني دنظريې پيروي بولي او پر دې باوري دى چي الله دهر شي خالق واجب البقا دايم او همېش دى او پاته مخلوقات ورته دهغه مخلوق په توګه دمرستي او ترحم اړتيا لري چي د(وماخلقت الجن والانس الا ليعبدون ) پر بنسټ انسان دعقل ، کلام ،تميزاود( وخلق الانسان ضعيفا ) په مصداق دالتجا لاس پورته کوي .
لکه چي وايي :
دوى خو يې ګناه بولي دميني ژوند
تې په عبادت کي ربه وشمېره


يا لکه :
دومره مو اوښکي دي توى کړي هرڅه اوښکي بولو
کوو دميني دخپل رب سره سو ګند په اوښکو


دلوريال څښتن ودرګاه ته ترمناجات را لاندي هغه په ژوندانه کي نه دډېر افراط اونه ډېرتفريط پلوي دى بلکه، پدې لټه کي دى چي تل منځلاره غوره کړي :


په ژوند او په خوښۍ کي څه ترخه هم ضروري ده
ددوو ورځو تر منځه يوه شپه هم ضروري دي
دورځي له څراغه څه رڼا اخيستاى نسو
ددې هدف لپاره څه تياره هم ضروري ده


سره تر دې چي په معاصروځوانو شاعرانو کي ښاغلى فاني په پرتله ييز ډول دسبک له مخي خپلواک باله سي خو، ددې تر څنګ به داسي څوک نه وي چي په شاعرانه هنرکي له نورو څخه اقتباس ونه کړي نوموړي په ځينو مواردو کي په پښتو ادب کي دصوفيانه سبک پيرو ملنګ عبدالرحمن بابا له بيته لکه چي وايي :


چي مدام دبل وعيبو ته نظر کړې
خداى له خپله عيبه ولي بې خبر کړې


متاثر دى چي په لږ توپيرانه اندازيې ښاغلي فاني داسي مقتبس دى :


احمد فاني دبل عيب بې هنداري بلاى نسو
خو خپل عيب ته که ګورو آئينه هم ضروري ده
تر دې را وړاندي په خال او خط کي دثاني عبدالحميد ((شهيد مولوي عبدالغفاربريالى)) دشعر تاثر لکه چي وايي :
چي دنازه کاکل پر کږو ورځو غوزار کړي
لکه چي مياشت سي دشپې په غبارکي


او يا هم دځواني مر ګ شاعر عبيدالله ځګرخون دشعر په پيروي لکه چي وايي :
دادي فوج دکاکل پروت دورځو پربام دى:
احمد فاني يې د((مشبه اومشبه به)) په توپيرداسي پل يوني کوي :
شنې سترګي له پاسه لاندي سرې شونډي
ګل باندي دا خپلي پاڼي لوړي دي


ملي حماسه او دتوندو احساساتو خبره چي پښتنو ته په ميراث ور پاته ده تر اقتباسي نوښت وروسته يې نوموړى داسي تر سيموي :


چابه چاړه چابه نيزه ومخ ته وړل ددښمن


خو ، پلان نه يې سنجاوه او په سينه کي يې دملي ويښتابه لپاره ځانو نه تيارول نن دهغو احساساتو پښېماني بيا دپورته نيم بيت دبيرته پورايني لپاره يې په لاندي نيم بيتي کي دا سي کوي :
بېکسه پېغلو به پر درباندي ژړل ددښمن
يا لکه چي وايي :
نن يې په وينو کفاره دقسمو ور کوو
چاچي به تل پر صداقت باندي خوړل ددښمن


دليکني پايلي ته را ګرځو داحمد فاني په اړوند دومره ويلاى سم چي اوس په شعر کي هډو نوې لاره لري او که نوموړى په کميت لږ او په کيفيت همدا سي شاعرانه لاره تعقيب کړي لري به نوي چي هغه به ځانته ديوه مستقل سبک لرونکى سي په شاعرانه اود ژوندانه په ټولو مسئولانه روا اړخونو کي دښاغلي فاني دبر يا په هيله په مينه
ن قرانمل غريبک کتابتون کندهار١٥لېندۍ ١٣٨٩