د کابل پوهنتون یو شمیر کوڅه ډب ځوانان بیابیکاره شوي او په فیس بک یې یوه پاڼه پرانیستې چې د روان کال د غوايي په اوویشتمه نیټه دکابل پوهنتون په انګړ کې دلاریون بلنه ورکوي. دغه ډله ځوانان چې ځانونه د( جنبش ضد تفکر طالبانی وطالبان) په نامه راپیژني پلان لري چې د (تظاهرات در دفاع از زبان فارسي وهویت درتذکره) تر نامه لاندی په کابل پوهنتون کې یو لاریون وباسي.
مرد اریا چې ددغې پاڼې یو تن ګډونوال دې خپل نظر دا ډول څرګندوي (کامیابی و پیشرفت ما تااکنون بخاطر ی بوده کې ما قبیله یی نیستم و مانند اقوام متمدن بوده ایم. یګانه مشکل کنونی ما سمت ګرایي است که انشاالله با کمی کوشش ان هم ازبین میرود وما همه متحد درفضای صلح به یک نام فارس خواهم بود انشاالله. کسانی که فارس های ایران و تاجکستان را ازما جدا میدانند دشمنان ما وملت ماست و نوکران خارجی و پاکستانی هستند. کامګارباشید)
مسعود آستانه ددغې پاڼې یو بل ګډونوال وايي :(ما همیشه همین را میخواهم. ما فارسی زبانیم وهویت شناخت یاتذکره خویش را با زبان خود میخواهم……… برای ما ضروری است ازنیکان و هویت خود دفاع کنیم)
پایلې:
ددې خبر په اوریدو سره انسان ته دا درک پیدا کیږي چې له بده مرغه زموږ په ټولنه کې دبیلابیلو قومونو ترمینځ دومره واټن موجود دی چې ځینې خلک حتی دخپل هویت بدلولو ته تیاردي. ملی یووالی ورځ تر بلې یواځی په شعار کې پاتی کیږي او له هر ې خوانه د بدبینیو، نفرتونو او تعصبونو بوی راځي. له بلې خوانه ډیره مایوسه کونکي خبره خولاداده چې دغه دنفرت او تعصب خبرې له یو علمي او اکاډیمیک چاپیریال څخه راپورته کیږي. کابل پوهنتون په ډیرې خواشینۍ سره په دې وروستیو کې د قومي او ژبني تعصباتو په مرکز بدل شوی. د دانشګا او دانشکدې پرسر لانجې او اوس دا بل شرم (هویت افغان رانمیخواهم) له همدې مرکز څخه راپورته شوي. زموږ تحصیل یافته طبقه له بده مرغه دومره د پردیو دکلتور تر یرغل لاندی راغلی چې اوس پخپل ویاړلي هویت (افغان) باندی شرمیږي او دا غوره ګڼي چې ورته ایرانې او یاتاجیکې وویل شي. زموږ په خلکو کې دبهرنیو بې سارې نفوذ هروخت زموږ ملي یووالي ته ګواښ دی او هره ګړۍ کولی شي چې د افغان قومونو ترمینځ کورنۍ جګړې پیل کړي.
څه باید وکړو؟
زما په آند دا یوه کوچنۍ ډله ده او په هیڅ صورت د ټول تاجک، هزاره او ازبک قوم استازیتوب نشي کولی. موږ باید د تعصب ځواب په تعصب ورنکړو. دغه خلک دعیسوي پاپ تیری جونز په څیر دخپل ځان مشهورول غواړي او بس خو باید چپ هم پاتې نشو.
د کابل پوهنتون له منسوبینو څخه هیله کوم چې راولاړ شي او ددغه لاریون مخه ونیسي! دکابل پوهنتون افغان محصلینو، استادانو او چارواکو هڅه وکړۍ اوخپل پوهنتون له بدنامۍ څخه وژغورﺉ!
دکورنیوچارو د وزارت له منسوبینو څخه هیله کوم چې دلاریون کولو اجازت ورنکړي ځکه چې دغه لاریون په ښکاره توګه زموږ د ملي ګټو او ملي یووالي سره په ټکر کې دی.
په پای کې پخپلو پښتنو مشرانو غږ کوم : د خدای لپاره بس دی همدومره غفلت راویښ شۍ نور….. یو موټې شۍ او کنه نو پخپل هیواد کې به دذلت او سپکاوي سره مخ کیدونکي یاست.
د یو موټي افغانستان په هیله
لر او بریاوو په هیله یم
محترم شيرزاد صاحب او تولو افغانانو ته خبل سلامونه وراندي كومه وروسته له سلام خخه له شيرزاد صاحب خخه يوه جهان مننه جه داسي يوه ملي موضوع يي تر بحث لاندي نيولي او خبل علمي نظريي بيان كري.
زه هم به خبل وار سره داسي وايمه جه دغه خلق نه دتاجكانو او نه دازبكانو او نه دنورو قومونو نماينده كي كوي او نه يي كوي شي مكر دو به خبله خرخ شوي خيري دي خو بيا هم بايد موضوع ديره جدي وبلل شي حكه دغه لاريون به يو بازار كوخه او نورو حايو كشي نه بلان كيز دا به يو تعليمي مركز كشي ترتيبيزي نو بايد اول دكورنيو جارو وزارت داسي اجازه ورنكري او به كلكه سره مخه ونيسي او كه بياهم كوشش كيزي بايد حه عاملين يي له اشد مجازات سره مخامخ شي او همدارنكه دكابل بوهنتون اداره او استادان بايد داسي خلق وبيزني او برنزدي جه داسي عمل وكري او حتى بايد له بوهنتون خخه وشرل شي حكه دغه يوه ملي موضوع ده او همدارنكه خلق بايد لوي خارنوالي ته ور معرفي شي جه بايد تحقيق وشي جه دوي دجاه لباره دغه كار كوي كه داسي ونشي نوبيا يقين لرمه جه ملت به بته خوله باتي نشي او دداسي خاينانو جواب به خبله ووايي خو له هغه مخكي بايد حكومتي اركانونه خبل مسئوليت درك كري
به درناوي
دي يوه اباد او سمسور او واحد افغانستان به هيله
عبد الرحيم خان بكتياوال
سعودي عربستان – جده
سلامونه محترم شیرذاد صیب، ډیر ښه موضوع ته دی پام شوی، خدای دی درسره ښه وکړی. ما دغه مطلب د فیس بک څو ګروپونو کی خپاره کړل، او هیله مند یو چی دا ګونګسی به له منځه ولاړ شی. زه ځینی سایټونو ته لکه خاوران او جاویدان ته ننوځم، نو هلته چی ګورم نو ټول ایران پلویان او متعصبین دی او ما یواری هم په کی ونه لیدل چی پکښی یو بیطرفه مطلب وی. خدای مو له دی ایرانایزیشن نه په امان کی وساتی.
سلام علیکم: من تمام مقاله ئی شما را خواندم متاسفانه که پشتو را خیلی خوب نمیدانم که به پشتو نظر میدادم. به هر حال فقط میگویم که اکثریت نزدیک به کل پشتون ها همیشه حرف از پشتونوالی زده اند و پشتون پاکستانی و پشتون افغانستانی بین شان فرقی ندارد و هیچ کس تا حال اعتراضی نداشته اما چرا شما فرق بین فارسی زبانان ایرانی و افغانستانی یا تا جکستانی … میگذارید در حالیکه در هیچ کدام زیانی به شما متوجه نیست؟؟؟ و این شما هستید که نفاق بین ملت این سرزمین با رفاقت با پاکستانی های خون ما را خوردند می اندازید
سلامونه دوستانو :
دغه لوبه دکابل پوهنتون دمحصيلينو له خوا څخه نده بلکه لوړپوړي پاړسوبان چارواکي پکې لاس لري .
دا هيواد دپښتنو ده دپښتنو به وي او هر وخت به دخپلې ژبې څخه دفاع کوي .
ساحل منګل پکتيا
سلامونه اونېكۍ هېلۍ :
زما په شخصۍ نظر د ټوله د پښتنو بۍ اتفاقۍ او كمزورۍ د چه داسۍ تفرېق وېنو مونږټوله آفغانان ېو او هوېت به مو هم په آفغان باندۍ هېڅوك هم دۍ هوېت ته تغېر نشۍ وركولاېې ټوله آفعانان (پښتانه ) به ېې دخپل د سر په قربانۍ باندۍ دفاع كوۍ
وسلام
ترټولو مخكۍ ټولو افغانانو ته سلامونه او نېكۍ هېلۍ :
ډېر افسوس كووم كله چه داسۍ بې معنااو فضولې خبرۍ د ورځ پاڼو له لارۍ وېنم ټوله افغانان په كووم حالت كۍ قرار لرۍ په كوومو مصېبتوباندۍ اخته ېو د افغانانو قتل عام ،بې روزګارۍ ، داخلې او خارجۍ لاس وهنۍ،د افغانانو تر منځ تاعصب ،د پښتنو ترمنځ قومۍ شخړۍ ، په هر نامه باندۍ د بې ګناه وګړو له كورونو څخه د شپې لخوا اېستل ،د خارجېانو لخوا د افغانانو كلتور او آناعناتو ته په سپك نظر كتل ،د دېنۍ عالمانو په كورونو چاپه وهل ،د معارف كمزورتېا او په داخل كۍ د بې كارۍ لوړه كچه داټول هغه څه دې چۍ ټوله افغانان ېې د آور په لمبو كۍ سوځۍ او د دې ټولو پر سربېره داسې ېو غېر افغانې عمل او ېو غېرۍ آناعنتې عمل واقعآ ټوله آفغانان ځوره وۍ او باېدپه داسۍ حالت كۍ دا سۍ قومۍ تعصب ته لمن نه ووهو ځكه چۍ دا هېڅ امكان نلرۍ او په دۍ باندۍ غور او خبرۍ كوول زما په نظر د وخت ضېاع ده او متعلم خو باېد له سېاست څخه ډېر لرۍ وۍ او خپل قېمتۍ وخت په خپل درس او د ټولو افغانانو په خدمت كۍ تېر كړې
د ټولو افغانانو د ېوالۍ او د كامېابې په هېله .
وســــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــلام
نورالدېن دوتاڼې له كوټه ( پاكستان ) څخه
سلام شیرزاد صاحب
به نظر بنده این اشخاص نمایندگی از هیچ کدام قوم ننموده صرف یک عده کسانی متعصب و مذدور بیگانه ها میباشند که چنین حرکت های احمقانه ای را به راه می اندازند .و بنده این این اشخاص می خواهم بپرسم که آیا کشور ما دیگر مشکلات ندارد که به آن چشم بیندازیم و راه های حلی برای شان داشته باشیم آیا ما حرکت های خودرا جهت آبادانی و پیشرفت کشور نداشته باشیم؟ و منحیث جوانان این کشور وظیفه ایمانی و وجدانی مانرا با چنین حرکت هایی اداء نماییم. بیایید از خود خودگذری نشان داده واین مسئله را بپذیریم که ما همه فرزندان این وطن هستیم و همه افغان هستیم وهمه مارا بنام افغان بشناسند و بنامند و نگذاریم که دیگران از نیرو و فکر ما جوانان استفاده سوء نمایند و مارا به نام های پشتون، تاجیک، هزاره، ازبک ویا غیره و غیره از هم جدا ساخته و به جان هم بیاندازند.
یک مسئله را در اخیر عرض مینمایم اینکه دولت چندین ملیون دالر را جهت این پروسه به مصرف رسانده آیا این مسئله که دوباره دولت به چاپ مجدد تذکره نماید چه ضربه اقتصادی را میبیند؟ آیا با پولی که دوباره به چاپ این تذکره به مصرف میرساند جهت اعمار چندین پروژه عام المنفعه که برای مردم مفید باشد به کار نمیرود؟ پس بگذارید که این پروسه به مؤفقیت به پایان برسد و یک فداکاری را به تاریخ به جابگذاریم تاباشد یک پله را جهت یک پارچه گی و افغان بودن مان برداریم ویک مشت آهنین بر دهان دشمنان وطن مان بکوبیم تاباشد پندی برای این کور دلان وطن.
سلام به همه کسانیکه پیروحق اند..
همه میدانیم که پرداختن به عصبیت گامهای فاصله گرفتن ازاسلام است.همه میدانیم که به افغانهادرشرایط کنونی اسلام که مایه ی وحدت است ضرورت جدیست..وتنهاصاحبان تدین ناجیان برحق این خاک خواهندبود..شمای که ازپشتون .فارسی وهرقوم دیگری دفاع میکنیدوبدینوسیله انسانهای دیگررامورداهانت قرارمیدهیدوازخوداقوام برترمیسازیدودرین بدی حتی ازریختن خون هم میهن مسلمان خویش اباندارید..بدانید که..نه تنهاازمحدوده ی دین خدابیرون میشویدکه بدترین اعمال(فعل یهودبرتردانستن خودوقوم)رامرتکب میشویدکه عنقریب اسباب سیاه رویی تان درتاریخ کشورمسلمان نشین افغانستان ودرپیشگاه باری تعالی درروزمحشرخواهدبود..پس ازخدابترسیدوازآزارهرچه بیشتراین ملت فقیردست بدارید..
There is no Border Between Afghanistan, Afghan is the nation and Afghanistan is the country name, also we will never Accept this line.
دا د هغو ی "دانش ګایان دي" چې داسې ناوړه فکرونه په سر کې ګرځوي. له نورو څخه یې څه ګیله پکار ده. رښتیا چې هم په …………..هر څومره کتابونه بار کړې بیا هماغه……..دﺉ.
یاره بسمله په دغه شعر کی دی ثابته کړه چه تاسې رښتیا هم دسرو خلقیانو له جملو څخه یی،هیله ده په بل کوم ځای کی دخپل دغه ناولی هویت (خلقی توب) ځخه منکر نه شې.دهغه ستا شعر یوه دوه بیته دادې،((سرې سکروټې ووري هم په ورځو هم په شپو لو دی
موږ یې دخلقي او دطالب په نوم پکو کړلو
نورو مزې وکړې زموږ خوارو په سرو لودی