د کابل په هوايي ډګر کې د يو بل ډول سپکاوي شاهد وم. يو داسې سپکاوی چې د لومړي ځل لپاره مې په هوايي ډګرونو کې وليد، امکان لري دا ډول سپکاوي له هغه راهيسې کېږي له کله راهيسې بسم الله خان هوايي ډګر ته خپل هلکان استولي او د هغې کنترول یې ورکړی دی.
د ايميګريشن په برخه کې په کتار کې زما څلورم نمبر و. په غوصه ناست په فارسي غږېدونکي افسر د لومړي مسافر سره بد چلند وکړ او رخصت یې کړ. د دويم مسافر پاسپورت یې وکوت. دا مهال نو ماته افسر او په غاړه یې خېرن کميس چې په ښي لاس یې (( د افغانستان ملي سرحدي پوليس)) ليکلي و ښکارېده. دويم مسافر سره یې هم په ماته ګوډه پښتو ډېر بد چلند وکړ. په سخته او سپکونکي لهجه یې ورته وويل چې دا په پاسپورت کې د چا انځور دی؟ مسافر ورغبرګه کړه چې دا زما انځور دی او دوبۍ ته داسې مهال تللی وم چې ځوان زلمی وم.
ډېر په بې ادبۍ یې د افغانستان پاسپور وروويشت او ورته یې وويل چې ((ځه ځه ورکېږه، دا پاسپورت کې ستا انځور نه دی)).
له احمق افسر څخه بې سواده مسافر ډېر هوښيار و. ورته یې وويل چې که دا انځور روښانه نه وي نو د ((دوبۍ په ويزه کې مې انځور وګوره، هغه اوسنی دی)). افسر چې په ويزه کې انځور وکوت نو له ډېره خجالته نور هم مسافر ته په غوصه شو او بيا یې پاسپورت وروغورزاوه. مسافر دې ځل د پاسپورت سره د دوبۍ د موټر چلولو لايسنس، د عربي متحده اماراتو د پېژندنې کارت، د دوبۍ د ښاروالۍ کارت، او يو بل کارت هم ورښکاره کړ او په زړوره کندهارۍ لهجه یې ورته وويل چې ((زه هلته په نانبايي کې کار کوم، دا مې نور کارتونه وګوره، په پاسپوټ کې زما عکس دﺉ)). مسافر ته په دې وخت کې شاته کس څه وويل او دواړه سره مسکي شول. د افسر سره چې نورې بهانې نه وې، په سپکو سپورو ويلو یې پيل وکړ او مسافر ته یې مخ پورته کړ: ((چرا خنده مې کنې، هه، چرا خنده کردي)). مسافر ورته وويل چې بيا به یې نه کوم.
په ده پسې د درېم کس وار چې راغی نو د پاسپورت د پرانيستلو سره افسر وويل چې ((اي چي است؟ اي چي است؟ اي چيقسم تاپه است! ايره کجا جور کردي)). درېم مسافر ورغبرګه کړه چې ((زه نو نور والله که پوهېږم خو په غزني کې یې همداسې ټاپه کړې ده)). په دې کې افسر غږ چې ((زن یې اينها را ګايم که ايتو تاپه ميزنه)).
زما نوبت چې راغی او د دواړه مسافرينو سره مې د افسر متعصبانه او سپکونکی چلند وکوت، د پاسپورت د ورکولو سره سم مې په فارسي ترې وپوښتل چې ولې یې د مسافرينو سره بده وضعه وکړه. راته یې وويل چې په پاسپورتونو کې یې ستونزه وه. ما ورته وويل چې که ستونزه وه نو د هغوی سپکاوی یې ولې وکړ. راته یې وويل چې که ته چېرته د دوی غزني ته ورشې نو سر دې غوڅوي. زه پوه شوم چې ده ته ټول پښتانه ترهګر ښکاري، او دا چې زه هم پښتون يم نو ځکه یې يواځې غزني ياد کړ. لکه نوره چاپړوسي یې هم راته وکړه او ویې ويل چې ګوره ته شريف انسان یې تا سره مې له شرافته کار واخيست، او هغوی سره همداسې په کار و. زه نور هم په غوصه شوم. غږونه مو سره لوړ شول او او لوړ رتبه افسران راغلل. افسران د خپل افسر په غلطۍ پوه شول خو څه یې ورته ونه ويل او ماته یې ويل چې ((برو خير است)).
وروسته مې په ټرمينل کې دواړه مسافر هلکان وکتل او ورته مې وويل چې د دوی په سر مې د افسر سره لانجه وکړه. هغوی هم دواړو په ډېره ناهيلۍ وويلې چې ډېر بد او سپک سړی و. ما هم ډاډ ورکړ چې ځﺉ خير دی دا وطن د همداسې متعصبو قومي دلالانو او مافيا په لاس کې غورځېدلی دی، خدای به له خيره رڼا راولي.
د غزني د دې دوه زلميانو سره د کابل په هوايي ډګر کې دا ډول سپکونکی چلند د واکمنې متعصبې مافيا انځور دی چې هر پښتون ورته ترهګر ښکاري. له دې ځوانانو او د دوی له کورنيو دې څوک دا تمه نه کوي چې د خپلو حقوقو او انساني کرامت د پايماليدو له کبله به ټوپک ته نه لاس کوي.
څلور کاله وسوه چي ګران هيواد ته نه يم تللی ، د ګران هيواد له غېږي ليري والی مي هره ورځ ځوروي .
څلور کاله مخکي مي د کورنۍ د ځينو چارو د پاره دوه پرله پسې سفرونه وکړه چي دواړه ځله په ډېره خوښي خو د ځينو منظرو په ليدلو د اوښکو په بدرګه د کابل پر هوايي ډګر ور کښته سوم ، ځکه چي زه به د نړۍ د ډيرو پرمختللو هيوادونو پر سر تېرېدم او د نړۍ پر مختللي هوايي ډګرونه به تر شا پرې ايښي وه ، په داسي وخت چي نو سړی تر يوې ښايستې پردۍ نړۍ تېر سي او يوې د خاورو او دوړو ډکي ( خپلي نړۍ ) ته ورسيږي هم خوشاله وي او هم دردمند.
هغه وخت د کابل پر هوايي ډګر کار روان و ، چي تر خپل طبعي حالت زيات دوړو ، خاورو او بې نظمۍ پر سر اخستی و ، زه هم په کتار کي ودرېدم ، په يوه زړه کړوپه غرفه کي د افغانستان د کورنيو چارو وزارت سرحدي پوليس افسر ناست و چي بهرنيانو سره يې ډېره روانه انګريزي ، د پارسيبانانو سره يې پارسي او پښتنو سره يې په خپله مورنۍ ژبه خبري کولې ، ما ليدل چي سرحدي پوليس له خلکو سره څونه ښه سلوک کوي ، ددوی د سلوک معيار د عربي او يو شمېر لويديځو هيوادونو د سرحدي پوليسو په پرتله ډېر خوږ و .
هغه وخت هر چا په خلاصه پښه د کابل کندهار پر لار په ۳۰۳ موټرونو کي سفر کاوه . د هر چا سره دا هيلي وې چي د افغانستان په حالاتو کي ورځ په ورځ بهتري راځي ، دا هر څه به ورځ په ورځ نورهم ښه سي خو له بده مرغه زما په ګډون د مليونونو افغانانو دا خوبونه سرچپه وختل ، يو څو کسانو د ټول ملت پر شتمنيو خېټه واچوله او د ځينو ځان غوښتونکو پښتنو په ګډون يې له نړيوالو سره د پټو معاملو پر اساس اوس پر ټول ملت خپله سرداري کوي چي له بده مرغه ددې هيواد مطلق اکثريت اوسيدونکي ددې لوبي قرباني دي .
نن می دلر اوبر دنظر پاڼی په برخه کی دیوه کس په لیکنه چی دبسمل په نامه خپره شوی ده ستر ګی ونښتلی نوری خبری یی په هر صورت بلکی هلته یوه جالبه جمله استعمال شوی ده ،چی بسمل کښلی دی چی زما جګړه پکتیانی جګړه ده نو که افغان وی اوس دی ځان ټینګ کړې،زما سر خلاص نه شو چی دغه پکتیانی جګړه څرنګه جګړه ده؟ داسی خو نه ده چی خپله دپکتیا ځخه تښتیدلې وی او لافی او شافی دپکتیا وهی؟هیله لرم په دی باب یوځه رو ښنایی واچوې چی دانور هیواد وال هم دپکتیانی جګړی فن او تاکتیک زده کړې