کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په افغانستان کي د ايران افغان ښوونځيو په اړه

په افغانستان کي د ايران افغان ښوونځيو په اړه

کاکاجان : موږ په افغانستان کې د ایران افغان ښونځیو جوړول غندو


په لرو بر بریښنا پاڼه کې مې ولوستل چه ایران په افغانستان کې د افغان ایران په نامه پنځه ښوونځی جوړوی . ددې عنوان په لیدلو سره مې دا خیال ته ورسیدله چه نور ایران د خپلې یوه ایالت په شان د افغانستان هر اړخیزه اشغال ته ملاتړلې ده . ایران همدا اوس په افغانستان کې پراخ کلتوری تبلیغاتی حضور لری ، ایران همدا اوس د افغانستان د ښوونځیو ددرسی نصاف او پلان په جوړولو کې مشاورین څه چه امرین لری او همدا اوس هغه پدی توانیدلی دی چه زموږ د ښوونځیو د تعلیمی نصاب څخه ټولې هغه برخې او پااړکی لرې کړی کوم چه د ایران په هکله د افغانستان ريښتنی هویت او تاریخی لوړې لاسته راوړنې څرګندوی . ایران همدا اوس په افغانستان کې د افغانستان د جمهور ریس خخه رانیولې بیا تر وزیرانو او والیانو پورې زیاتره لوړ رتبه دولتی چارواکی د غیر قانونی بډو او پیسو په ورکولو سره اخیستی او خړسترګی کړیدی.
ایران زموږ تاریخی اتلان غلا کوی او پخپلواتلانو کې یې شمیری د هغه ډلې څخه یو هم افغان سیدجمالدین افغان دی ، همدارنګه دوی د بوعلی سینا، فردوسی ، جامی اونورو تاریخی ویاړونه د افغانستان نه بلکه د ایران بولی . دوی غواړی د افغانانو په لاس د قاجاریانو ماته او دافغانانو د امپراتوری لمنه د ایران په خاوره باندې له زموږ تاریخونو څخه وباسی.
ایران همدا اوس په هیواد کې دپدرام په شان او شمالی ټلوالې ځنې وطنفروشه کړی د افغانستان عملی تجزیې ته په پښو درولې او ورسره ښه په ښکاره باندې ددې پروسې تمرینونه کوی . ایران زموږ په هیواد کې د سونی په ضد د شیعه هزاره ولسونو په منځ کې په زهرجنو او انشقاق راوستونکو تبلغاتو کې پراخه ونډه لری . حال داچه دوی پخپله په ایران کې خپلو څلویښت سلمه سونیانو ته هیڅ حق نه ورکوی .
ایران هر وخت چه وس یې رسیدلی په تنګ وخت کې زموږ دولس په ستونې مرګونی چاړه راکاږلې ده او دا یې ثابته کړیده چه هغه موږ ته د موقع په انتظارناست دښمن دی. د بیلګې په توګه نن څخه څو کاله د مخه د ژمی د سختو سړو په موسم کې د یو زیات شمیر افغانانو راشړل وو، چه هغو زیاترو د سړو له کبله خپل ژوندونه د لاسه ورکړل. حال دا چه ایرانی واکمن پدې باندې ښه پوهیدل چه هغه افغانانو په افغانسشتان کې کومه سرپناه نه درلودله. که د ایرانیانو منظور کرکه او دښمنی نه وای نو دا کار به هیڅ مسلمان او هیڅ بشر نه واای کړی، خو دوی پرته لدې چه څه بښنه وغواړی دا کاریې وکړ. همدارنګه موږ ولیدل چه همدا سږ کال ایران زموږ په مظلوم ولس باندې د ژمی په سختو سړو کې د تیلو راتلل بند کړل او زموږ مظلوم ولس د یو عالم مرګونو ستونزو سره لاس او ګریوان شولو. چه بیا هم د سړو له کبله ډیر خلک او ماشومان مړه شول. ددې سره سره چه له کلونو راهیسې په ایران کې دننه زموږ زرګونه بې ګناه او بې پناه ځوانان په ډیر بې رحمانه توګه وژنی او اعداموی ، ایران همدا اوس زموږ زرګونه بې ګناه افغانان پخپلو جیلونو کې د مرګ په جزا باندې محکوم کړی او هره ورځ د خپل مرګ د رارسیدلو لپاره شیبې شمیری. ایران همدا اوس زموږ په هیواد کې په زرګونو نورو هغه خیانتونو کې ښکیل دی چه زموږ ملی توامیت او زموږ ملی هویت یې د پوښتنو سره مخامخ کوی
د پورتنیو په شان نور په زرګونو پټې او ښکاره دسیسې شته دی چه د ایران دولت زموږ په هیواد کې دد وستی تر نامه لاندې په لار اچولی دی نو ځکه موږ افغانان په افغانستان کې دزموږد ګانډیو هیوانو په تیره بیاهم د پاکستان او ایران دواړو له خوا د داډول ښوونځیو جوړیدل غندو خو ددې په مقبل کې د ترکیې ، هند ، جاپان اونورو هیوادونو له خوا د هیواد په دننه کې د داډول ښوونځیو دجوړولو کلک ملالتړ کوو ځکه چه هغوی زموږ سره د ځمکې د توامیت له امله کومې ستونزې نلری او هغوی د تیرو پیړیو په اوږدو کې تراوسه پورې زموږ سره رڼې تاریخی اړیکې لری .
هیله چه نور افغانان به هم په افغانستان کې دننه دایران له خوا دښونځیو جوړول وغندی . او دمیډیا دلارې به دا غږ د چارواکو تر غوږونو پورې ور ورسوی .
مننه

تبصره نسته

  1. هوکی!اوس ايران اوافغانی خرڅ شوی سم په ډاګه دغه د ډين او کلتور زيندۍ کوونکی له شعيه متعصيبواخوندانو سره دامريکاپه خوښه په وطن کی دمکتبونو په جوړلو مو له دين او افغانی کلتور نه اوښتو ته مجبوروی.اوايران افغانی مهاجرته په ايران کی دزده کړی حق نه ورکوی.

  2. ايران که کومه شومه موخه نه لري نو د پوهنې له وزارت سره دې مرسته وکړي، پنځه نه سل ښوونځي دې جوړ کړي خو د ايران افغانستان نوم دې نه پرې ږدي. د پوهنې له محترم وزارت څخه په کلکه غوښتنه کوو چې يواځې د مالي مرستې له صورت پرته دې دغه کار ته اجازه نه ورکوي.