دلراوبر يادونه : د نظر له خاوندانو هيله کوو چي د لاندنۍ ليکني په اړه خپل علمي نظريات د تبصرې په توګه وليکي .
د کلونو کلونو را هيسې د نوروز ورځ په افغانستان کې په شاندارو مراسمو سره لمانځل کیږي . په دې ورځ نه یوازې داچې د خوښۍ معمولي کړنې تر سره کیږي بلکې ځینې داسې عملونه تر سترګو کیږي چې غیر مسلمانان به یې هم ونکړې بد بختانه چې په افغانستان کې د کلونو را په دېخوا ځینې ناوړه دودونه په خلکو حاکم دي . د مسلمانانو لپاره دوه لويې خوشحالۍ شته چې هغه یو لوی او بل کوچنی اختر دی . او پرته د یادو ورځو د نورو غیرې شر عي ورځو لمانځل د مسلمانانو سره نه ښايي .
د نوروز کلیمه اصلا فارسي دی چې د نوې ورځې مانا لري ، اسلامي تاريخ پوهان په دې آند دي چې د نوروز نوم د نو بهار څخه په ناسمه بڼه را انتقال شوی دی نو بهار د زر دشتي مجوسیانو لومړنۍ آتشکده وه ، چې په ۵۸۳ م وړاندې زردشت او ذوالقرنین له مړېنې وروسته د بلخ په تاریخي ولایت کې جوړه کړې وه ، چې دآتش کده د نوبهار بلخ په نوم نومول شوې وه او بیا یې هغه اختر ته هم دانوم ورکړ کوم چې هر کال به یې د اور د عبادت د لومړی ورځې په توګه نمانځه . دغه اختر به نهه ورځې دوام درلود . او په یادو ورځو کې به ټولې هغه محرمات ځان ته حلال ګڼل کوم چې د زردشت او ذوالقرنین په دین کې حرام ګڼل شوې وو او د اتلسمې پیړۍ وروسته د نو بهار اختر په نوروز اختر بدل کړ .
د نوروز د حراموالې په اړوند یو څو دلیلونه ګرانو لوستونکې ته وړاندې کړم . رسول الله صلی الله عليه وسلم فر مایي هر هغه څوک چې د بل ملت سره مشا بهت وکړي له همغه قوم څخه ګڼل کیږي بل ځای فر مایې د قیامت په ورځ به سړی د هغه چا سره وي چې په دونیا کې ورسره مینه وي . د فقهې عالمانو د نوروز په ورځ د اختر په نیت د نویو جامو اغوستل ، ځانګړې ډوډۍ تیارول ، سوغات استول ، حلاله ، مبارکي ورکول ، بلنه ، نذر منل ، په اتفاق سره حرام ګڼلي دي .
هر څومره چې ددینی عالمانو د نوروز د ورځې په اړوند څیړنه کړې د نوزوز ورځې نمانځل یې نا روا ګڼلي دي . د نوروز د حرام والې یو ثبوت داهم دی چې د نوروز په ورځ ځانګړی عبادت نشته لکه د جمعې او اخترونو په ورځو کې شته دی . زموږ ځیني مشران چې ځان د جهاد ټيکه داران بولي په ډېر جرآت سره دغه ورځ نمانځي او په مراسمو کې ګډون کوي . ددینی عالمانو څخه مو هم ګيله وشي چې ولې دوی ؟ چوپ خولې پاتې دي دا خو یو اړینه خبره ده د افغانستان د علماو شورا باید د حکومت څخه په کلکه غوښتنه کړې وای چې د نوروز ورځ و نه نمانځي خوزه نه پوهيږم چې ولې دوی چوپ دي .
څومره فحشا او ناوړه کړنې چې د نوروز په ورځو کې تر سره کیږي په یو کال یې سابقه نه ليدل کیږي ، موږ باید ناوړه رواجونه ختم کړو دا باید و نه وایو چې دا رواجونه زموږ پلار نيکه تر سره کړي . پرته له دې چې کال نوی کیږي نورد نوروز راتلل هیڅ مانا نلري . په افغانستان ډېرې داسې کړنې تر سره کیږي چې د اسلام سره په ټکر کې دي . د ټولو هغو کسانو څخه په درنښت هیله کوم چې نوروناروا رواجونو ته د پای ټکی کيږدي .
salamona
Grana wrora deera pa zara pore khabra dee karee da teer kal nawrooz na makhkee pa jalalabad ke ghlamayekeramo 1 qarqa taqseem karee was che da Quraan pa hawlo sar yee nawroz wrazee lamnzal harm garza walee woo kho badbakhtana zamong afghanan wron pree amll na kawee Allah dee mong toloo ta hedayet da neeke wakee (AMEE)
ګرانه روره زما په خپل نظر د نوروز ورځ لمانځلو کې ماته کومه بدي نه ښکاري خو پدې شرط چې څوک په کې د اسلام خلاف کوم عمل تر سره نه کړي. هو داسې خلک شته چې د نوروز په ورځ داسې کارونه کوي چې زمونږ د دین خلاف دي. خو ددې پر ځای چې دې ورځې لمانځل منع کړو (چې هغه پدې وخت کې ناشونې ښکاري) ښه به وي پدې ورځې کې د اسلام خلاف کوم عمل تر سره کیږي د هغه عمل مخ نیوی وکړو. په درنښت
په سلامونو او نیکو هیلو مو لمانځم، لمړی خو زه ښاغلي آصف خیل صیب ته دا وایم چې : هغه حدیث شریف چې ده د هغه په استناد نوروز حرام ګڼلی داسې ده "من تشبه بقوم فهو منهم" او مانا یې هم کټ مټ همغه ده چې آصف خیل صیب لیکلې . خو د هر شي د حرمت لپاره اصول شته او په دې حدیث کې خو په واضیحو ټکو نوی کال ندی یاد شوی نو څنګه مو دا فتوی د دې حدیث په استنا صادره کړې ؟ رابه شو شباهتونو ته : آیا زما اوستا کالي او ګیره اسلامي دي او که غربي ؟؟؟ آیا کافران هم په هغه موټر کې چې ته سپریږې ، نه سپریږي ؟؟؟ آیا هغه لمانځني چې زه اوته یې کوو لکه د نوی ماشوم لپاره عقیقه او داسې نور له کفارو سره زما اوستا په ورته والي دلالت کوي ؟؟؟ وروره ! زه فکر کووم چې د هر حدیث او آیت لمړی باید شان نزول پیدا کړو بیا یې د چارو په حرمت کې وکاروو کنه نو له دې حدیث څخه ستا د انګیرني پر بنسټ نو یادې شوې ټولي پدیدې حرامي دي ځکه چې کافران هم همدا کار کوي لکه ته چي یې کوې. دوهمه خبره دا چې د هرې نوې پدیدې د رامینځ ته کیدلو لپاره هم په اسلامي او هم مدني ټولنو کې د لمانځني کلتور شته، دبیلګې په ډوول د نوی ماشوم لپاره عقیقه کوول د یوې نوي پدیدې لمانځنه نده ؟؟؟ له نوي دندې نیوني څخه وروسته د افغانستان د معمول رواج سره سم دوستان میلمانه کوول هم له غربیانو سره مشابهت نده ؟؟؟ او په سل هاوو داسې نوري پدیدې . وروره راځه چې دا د فتوی حق هغو کسانو ته ورکړو چې ریښتیا هم د فتوی وړتیا ولري او د احساساتو له مخې هر څه او ناڅه حرام یا حلال نه کړي او راځی چې دې دردیدلي ملت هم کله کله د دې موکه ورکړو چې یو څو شیبې د غم او درد په ځای ښادي احساس کړي.
د یوه سرلوړي او واقعي اسلامي افغانستان په هیله
سلامونه
ګرانو وړونو زه چی څومره معلومات لرم د نوروز لمانځل په ډیر احادیثو کی ممنوع علان شویدی نو باید ونه لمانځل شی .
بل اوس ګورو چی په ملک کی سور اور بل دی په هر کور کی غم دی نو موږ ټول افغانان د وروی له مخی خوښی ونکړو بلکی دا ورځ هسی یو عادی ورځ وکڼو
٣٥ کاله چې افغانان يو بل سره وژني، سړکونه، پلونه، مسجدونه او روغتونونه مو ورانيږي، ښوونځي او مدرسې مو نړول کېږي، په مسجدونو کې مو ځانمرګي کېږي، خو ملايانو د دغو قاتلانو پر ضد يوه فتوا هم صادره نکړه، بلکې خپله هم د يوې او بلې ډلې ملاتړ کوي، خو پر دربدره ملت يې بيا د خوشحالۍ يوه شېبه هم نه لوريږي.
د نوروز د ورځې لمانځنه په افغانستان کې د يوې ديني ورځې يا اختر په څېر نه لمانځل کېږي، بلکې د پسرلي د لومړۍ ورځې په خاطر چې ژمى تير شي، دښتې زرغونې شي، ونې وغوړېږي، دښتونه سمسور شي، بزګران په خپلو کروندو کې نويو کښتونو ته ځان اماده کړي ځکه يې خلګ له بزګرانو سره په مشارکت لمانځي.
په افغانستان کې دغه ورځ ٣٥ کاله دمخه هم لمانځل کېده خو يوه ملا صاحب يې هم د حراموالي فتوا ورنکړه. زما په اند د دې ورځې د حرمت فتوا له پنجاب نه په ډيرو کمزورو دلايلو صادره شوې ده، که احياناً پنجاب هم دغه ورځ لمانځلاى نو بيا به په دې ورځ کې ملايانو ته هيڅ بدي نه واى.
خو ناروا کړنې هره ورځ ناروا دي، هغه که نوروز وي که اخترونه، که محرم وي، که ميلادالنبي، که پنجشنبه وي او که جمعه په ټولو ورځو کې ناروا کارونه ناروا دي. په درنښت
ګرانو وړونو سلامونه وړاندی کوم؛
د نوروز، نوی کال ، نوی پسرلۍ او دنوی کال لمړي ورځ د پخواه زماني نه زمونږ په هیواد کي په عنعنوي او دودیزه توګه ددولت د واکدا رانو او دمحلی خلکو لخواه په شاندارو رسمي او غیر رسمي مراسمو سره نما ځل کیدله . د هیوادپه غربي او شرقی ولایتو نو کی دغه ورځ بیا د بزګرا نو او دهقانانو د ورځی په نا مه مشهوره وه . په شمالی ولایتونوکي سر بیره پر دی چه ددهقان دورځی په نامه یاد یدله د جنډی د پورته کولو د ورځي نوم یي هم در لود چه تر اوسه پوری دا پر وسه دوام لرې. . په کند هار ، هلمند، فراه ، نیمروز، زابل، پکتیا، ننګرهار او ځنیو نورو ولایتونوکي په دغه ورځ دو لتې چارواکو بز ګرانو او کروندګرو ته اصلاح شوي زراعتی تخمونه او کیمیاوی سرۍ ویشلي او د کر هڼی وزارت بیا د سیمي دچاپیر یال خلکوته نوی میوه داره او بی میوي نیا لګۍ ور کولي تر څو محیط او شاه وخواه سر سبزه شنه ننداره وګرځي . ددی ورځې په راتلو سره د افغانستان نوی کال پیل کیږي . او نوی کلیزه او نوی میاشت د افغا نانو د لرغوني تاریخ په په څپو کي نوي پړاو پرانیزي . نوي خوشالی ، نوی هیلې او نوي زمزمي منځ ته راځي، چه دا ټوله د افغانانو په عنعنوی او دودویز کلتور کي د امید نوي څپه پرانیزې .
دنوی کال نو ي پسرلي لمړي ورځ د مسلمانانو د عقیدو سره هیڅ تړاو نه لري. .که څوک په قصدی ډول سره ددی ورځې په نامه د اسلام ضد عمل وکړي دا بیا د هغه خپله ګناه ده. ولی دا ورځ هيڅکله د چا مذ هب او عقیدی ته تاوان نه رسوي .که مونږ د اسلام دسپیڅلي دین ټول شر طونه په ښه توګه سره سر ته ورسوو او دیو ه صادق مسلمان افغان په صفت پا تي شوو . نو نوروز هیڅکله مونږ بیراهۍ ،فحشا او نابودي ته نه وړي . ولی زمونږ په هیواد کي ډیر نور مضخرف، ناوړه او نا جا یزه کارونه سر ته رسیږي چه دولتي او غیر دولتي ارګانونه ورته هيڅ عکس العمل نه ښیي. مونږ د خلکو ټول حقوق پایما ل کړه. کورونه می ور ویجاړ کړه ،غوږونه او پزی مي ور پری کړي د څار ویو په شان می حلال کړل او په مر میو آو ځانمر ګي بمونو می سوری سوری او ټوټه ټوټه کړل او اوس بیا د نوروز د روا او ناروا خبری کوو .
داسی ما لو میږی چه مونږ نن خپلي ټولی غټي ستونځي حل او فصل کړي او یواځي بیا د نوروز یا پسر لی ورځ غټه ستونځه و مخ ته پرته ده. یو کیسه می یاد ته راغلل وایي : ډیر پخواه یوه تبلیغي یو سړي پر لاره کی را ګیر کړي او ور ځنی يي وپو ښتل چه د شها دت کلیمه را ته ووایه، مقابل کس ور ته وویل چه زه خو هندو یم نو تبلیغي وویل چه ته باید مسلمان شي او یا مړشي . هندو چه شاه وخواه وکتل چه سړیه ګیر خوراغلی نو یی ژر وویل چه زه مسلمان کیږم ولی ما ته کلیمه او د مسلمانی نور شر طونه را وښییه ؛تبلیغي چه خپله امی او ساده سړی وو او د مسلماني شر طونه یي نه وه زده ، نو يی مخ هندو ته ورواړوي چه ځه ورک شه زما فکر دي را خراب کړي ،او هندو په خپله لار ولاړي .
ګرانو وړونو که غواړي د یو ه مسلمان په توګه خپله ایماني او وجداني وظیفه سر ته ورسوي نو بیا ځان ښه ملا کړي او بیا خپله لیکنه و ویب پاڼو ته وسپاري . په هر شی کی اسلام مه ګډوي او دحرام او حلال فتواوی په خپل سر مه ورکوي، چه دا به په خپله تا سو ته د ثواب پر ځاي ګناه در په بر خه کړي.
والسلام
زرنګ
ګرانو وړونو سلامونه وړاندی کوم؛
د نوروز، نوی کال ، نوی پسرلۍ او دنوی کال لمړي ورځ د پخواه زماني نه زمونږ په هیواد کي په عنعنوي او دودیزه توګه ددولت د واکدا رانو او دمحلی خلکو لخواه په شاندارو رسمي او غیر رسمي مراسمو سره نما ځل کیدله . د هیوادپه غربي او شرقی ولایتو نو کی دغه ورځ بیا د بزګرا نو او دهقانانو د ورځی په نا مه مشهوره وه . په شمالی ولایتونوکي سر بیره پر دی چه ددهقان دورځی په نامه یاد یدله د جنډی د پورته کولو د ورځي نوم یي هم در لود چه تر اوسه پوری دا پر وسه دوام لرې. . په کند هار ، هلمند، فراه ، نیمروز، زابل، پکتیا، ننګرهار او ځنیو نورو ولایتونوکي په دغه ورځ دو لتې چارواکو بز ګرانو او کروندګرو ته اصلاح شوي زراعتی تخمونه او کیمیاوی سرۍ ویشلي او د کر هڼی وزارت بیا د سیمي دچاپیر یال خلکوته نوی میوه داره او بی میوي نیا لګۍ ور کولي تر څو محیط او شاه وخواه سر سبزه شنه ننداره وګرځي . ددی ورځې په راتلو سره د افغانستان نوی کال پیل کیږي . او نوی کلیزه او نوی میاشت د افغا نانو د لرغوني تاریخ په په څپو کي نوي پړاو پرانیزي . نوي خوشالی ، نوی هیلې او نوي زمزمي منځ ته راځي، چه دا ټوله د افغانانو په عنعنوی او دودویز کلتور کي د امید نوي څپه پرانیزې .
دنوی کال نو ي پسرلي لمړي ورځ د مسلمانانو د عقیدو سره هیڅ تړاو نه لري. .که څوک په قصدی ډول سره ددی ورځې په نامه د اسلام ضد عمل وکړي دا بیا د هغه خپله ګناه ده. ولی دا ورځ هيڅکله د چا مذ هب او عقیدی ته تاوان نه رسوي .که مونږ د اسلام دسپیڅلي دین ټول شر طونه په ښه توګه سره سر ته ورسوو او دیو ه صادق مسلمان افغان په صفت پا تي شوو . نو نوروز هیڅکله مونږ بیراهۍ ،فحشا او نابودي ته نه وړي . ولی زمونږ په هیواد کي ډیر نور مضخرف، ناوړه او نا جا یزه کارونه سر ته رسیږي چه دولتي او غیر دولتي ارګانونه ورته هيڅ عکس العمل نه ښیي. مونږ د خلکو ټول حقوق پایما ل کړه. کورونه می ور ویجاړ کړه ،غوږونه او پزی مي ور پری کړي د څار ویو په شان می حلال کړل او په مر میو آو ځانمر ګي بمونو می سوری سوری او ټوټه ټوټه کړل او اوس بیا د نوروز د روا او ناروا خبری کوو .
داسی ما لو میږی چه مونږ نن خپلي ټولی غټي ستونځي حل او فصل کړي او یواځي بیا د نوروز یا پسر لی ورځ غټه ستونځه و مخ ته پرته ده. یو کیسه می یاد ته راغلل وایي : ډیر پخواه یوه تبلیغي یو سړي پر لاره کی را ګیر کړي او ور ځنی يي وپو ښتل چه د شها دت کلیمه را ته ووایه، مقابل کس ور ته وویل چه زه خو هندو یم نو تبلیغي وویل چه ته باید مسلمان شي او یا مړشي . هندو چه شاه وخواه وکتل چه سړیه ګیر خوراغلی نو یی ژر وویل چه زه مسلمان کیږم ولی ما ته کلیمه او د مسلمانی نور شر طونه را وښییه ؛تبلیغي چه خپله امی او ساده سړی وو او د مسلماني شر طونه یي نه وه زده ، نو يی مخ هندو ته ورواړوي چه ځه ورک شه زما فکر دي را خراب کړي ،او هندو په خپله لار ولاړي .
ګرانو وړونو که غواړي د یو ه مسلمان په توګه خپله ایماني او وجداني وظیفه سر ته ورسوي نو بیا ځان ښه ملا کړي او بیا خپله لیکنه و ویب پاڼو ته وسپاري . په هر شی کی اسلام مه ګډوي او دحرام او حلال فتواوی په خپل سر مه ورکوي، چه دا به په خپله تا سو ته د ثواب پر ځاي ګناه در په بر خه کړي.
والسلام
زرنګ
که څه هم داسلام له نظره حرام بلل شوی.خوله ډير پخوا دادافغانانودملی دوداوبزګردورځی په نامه نمانځل کيږی.خواوس محال به مشکله وی چی داورځ ونه نمانځل شې.
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته،
لیک د استاد حماد
د نوروز لمانځل
ليکوال: مولوي عبدالهادي حماد
د نوروز تعريف:
نوروز فارسي كلمة ده د نوى ورځي په معنى ده د مؤرخينو له آنده نوموړي كلمة د نوبهار څخه را اوښتي ده يعني په لومړيو كي نوبهار وو د وخت په تېريدو سره په نوروز باندي بدل سو. نوبهار : دغه لفظ په لومړيو كي د هغه آتشكدې نوم وو چي د زردشت اوذوالقرنين تر مړينى وروسته (۵۸۳) كاله ترميلاد وړاندي په بلخ كي جوړه سوه او په نوبهار باندي ونومول سوه بيا د مجوسيانو لخوا د هغه ورځي لپار نوم كښيښودل سو چي دوى به د دغه آتشكدې د پيل د ورځي د درنښت په موخه لمانځل ، د اور عبادت به يې پكښي كاوه اواختر به يې ورته وايه يا په بل عبارت دوى و دغه ورځي ته پدې موخه ارزښت وركاوه اولمانځل يې چي د اور د عبادت لومړى ورځ وه ، د دوى دغه لمانځني اوخوشالۍ به نهه ورځي وي اودوى به په دغه ورځو ټول هغه حرام شيان ځان ته حلال بلل چي د زردشت او ذوالقرنين په دين كي پردوى باندي حرام سوي وه…
د نوروز تاريخ : د نوروز د تاريخ په اړه اسلامي مؤرخين وايي : چي نوروز د اور عبادت كونكو اومجوسيان (۴۸۳) كاله ترميلاد وړاندي پيل كړى چي هركال به په آذربايجان ، ايران اوبلخ كي به د اور د عبادت كونكو لخوا لمانځل كيدى. (۱)
يادونه : د اور د عبادت لومړى بنسټ ايښودونكي سيسان نوميده چي په ايران كي د نيشاپور دحواق د سيمى وو . البته مؤرخين پدې خبره كي سره په يوه خوله نه دي چي اورپرستانو به دغه ورځ له څه وجي لمانځل ځيني پدې آند دي چي اور پرستو دغه كار پدې موخه كاوه چي دغه ورځ د زردشت د زيږد ورځ ده اودوى به هم دده دزيږد ورځ لمانځل لكه نصرانيان چي هركال د عيسىٰ علیه السلام د زيږد ورځ دډسمبر د مياشتى پر پنځويشتمه نېټه د كرسمس په نامه لمانځي.
ځيني بيا پدې آند دي چي د اورعبادت كونكو په دغه ورځ د اور عبادت پيل كړي دى په دې موخه دوى دغه ورځ لمانځي. ځيني بيا پدې آند دي چي پدغه ورځ د اور عبادت كونكو د لومړى ځل لپاره د نوبهار په آتشكده كي اور بل كړى اوسجدې كول يې ورته پيل كړه نو دا چي د دوى د لويي آتشكدې د عبادت د پيل ورځ ده نو ځكه دوى په دغه اختر جوړول پيل كړه. لنډه دا چي د نوروز ورځ زيات تاريخي قدامت لري ځكه نوبهار د (۴۸۳) قبل المسيح څخه تر (۲۶۰) قبل المسيح پوري د مجوسيانو عبادت ځاى وو. خو د وخت په تېرېدو سره (۲۶۰) كاله ترميلاد وړاندي د هندوستان يو بودايي پاچا امپراتور اشوك پرافغانستان باندي يرغل وكړى اوترخپل ګورت لاندي يې راوستى د نوبهار آتشكده يې بنده كړه اومتوليان يې ووژل. بيا نوموړى پاچا په لسګونو لوى اوكوچنى بتان په دغه آتشكده كي و د رول چي تر (۶۵۲ ـ م) پوري چي د (۳۲هـ) سره سمون لري همداسي د بودايانو عبادت ځاى وو . (۲)
كه څه هم اشوك پاچا دغه آتشكده په بت خانه بدله كړه خو بيا هم مجوسيان دپاچا په پټه دغه ورځ په خپلو كوچنيو اوپټو آتشكدو كي لمانځل او د اختر خوشالي به يې كول.كله چي په (۳۲ هـ ) كال كي په بلخ كي د اسلام سپېڅلى دين وځليدى يعنى د حضرت عثمان رضی الله عنه په خلافت كي داحنف بن قيس تميمى رضی الله عنه په لاس باندي بلخ فتحه سو او د اسلام پياوړى مركز يې ترې جوړ كړى نوموړي بت خانه يې خپله په هغه مسلمان سوو بودايانو ماته كړه چي نوى د اسلام د مبين دين په خوند پوه سوى وه د اسلام د دغه ځلا سره په حق پوهيدونكى افغاني ملت وټولو دينونو ته په ريښتياني ډول سره شاوروګرځول او د اسلام سره يې خپله مينه ښكاره كړه د نوروز ټولى لمانځنى يې ترشاكړي بلكى كومي ورځي چي اسلام سپېڅلى ورته ښودلي وي هم هغه يې لمانځلى آن تردې چي د (۳۲ هـ ) څخه تر (۴۴۷ هـ ) پوري په ټول افغانستان كي د نوروز ورځ نه چاپيژندل اونه يې لمانځل. كله چي په (۴۴۷ هـ ) كي داهل تشيعو نوموتى متعصب معزالدولة ديلمي واك ته ورسيدى يوخو يې د حسن حسين د مياشتى لسمه يعنى د حسنينو دشهادت په ورځ د تورو كالو اغوستل ، د بازار بنديدل او د مارش په ډول دغه ورځ په توره ورځ لمانځل دود كړل.
تاريخ الخلفآء په (۲۷۴) صفحه كي ليكى چي ديلمى وخطيبانو ته امر وكړى چي پر معاوية ، ابوبكر عمر اوعثمان رضی الله عنهم اجمعين باندي په خطبة كي لعنت ووايي (العياذ بالله) او بل يې دا كار وكړى چي يوه ودانۍ يې د عراق په نجف ښار كي د حضرت علي رضی الله عنه د مزار په نامه او يوه ودانۍ يې په بلخ كي د ده مبارك د زيارت په نامه جوړه كړه او د نوبهارورځ يې په نوروز بدله كړه او د دغه ورځي لمانځل يې بيا راژوندي كړل ، په زيارت كي يې د جنډۍ پورته كيدل دود كړل او دا خبره يې مشهوره كړل چي كوم ړوند سړى په دغه مراسمو كي ګډون وكړي بنا به سي بالاخرة دغه ورځ لمانځل عامه سوه په ټولو حكمتونو كي پرخپل ځاى پاته سوه آن تردې چي د افغانستان د ملي ورځو څخه وګرځول سوه.
په اسلام كي د نوروز منعه : د كال لومړي ورځ چي په معاصر وخت كښي په ميلو او جشنونو لمانځل كيږي داپه حقيقت كښي لكه چي ومو ويل ذردشتيانو او مجوسيانو د اسلام د سپينو فلوشو د ځليدوڅخه وړاندي راپيل كړي ده كوم وخت چي د اسلام سپېڅلي دين وځليدى. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم داسي دوې ورځي وليدى چي يوه د نوروز په نامه وه اوبله د مهرنجان په نامه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د دغه ورځو لمانځلو څخه خلګ منعه كړه او دوى ته يې وفرمايل چي الله جل جلاله د دغو ورځو په بدل كي تر دغو غوره ورځي دركړي چي يوه د لوى اختر ورځ ده اوبله د كوچنى اختر ورځ ده ځکه په يوه حديث کي راځي :عن انس قال : قدم رسول الله صلی الله علیه وسلم المدينة ولهم يومان يلعبون فيهما فقال : ماهذان اليومان قالوا کنا نلعب فيهما في الجاهلية فقال رسول الله صلی الله علیه وسلم قد ابدلکم الله بهما خيرا منهما يوم الاضحى ويوم الفطر.(۳)
ژباړه: انس فرمايي : رسول الله صلی الله علیه وسلم چي مدينې ته تشريف راوړى د مدينې خلګو په دوو ورځو کي خوشالۍ کولې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل: دا کومي ورځي دي ؟ دوى ورته وويل : موږ د جاهلية (کفر) په وخت کي په دغو ورځو کي خوشالۍ کولى رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل : الله جل جلاله دغه ورځي په دوو داسي ورځو سره دربدلي کړي چي تردغو ورځو غوره دي يوه د لوى اختر ورځ ده اوبله دکوچني اختر ورځ ده. د پورتنى حديث په تشريح کي اشعة اللمعات ليکي چي دغه ورځي چي د مدينې خلګو لمانځلي يوه د نوروز ورځ وه اوبله د مهرجان ورځ وه.(۴)
همدا ډول ملا علي قاري (رحمة الله عليه) د دغو دوو ورځو په تعين کي فرمايي :وهما يوم النيروز والمهرجان.(۵)
ژباړه : هغه دوې ورځي (چي رسول الله صلی الله علیه وسلم منعه کړي دي) يوه د نوروز ورځ ده اوبله د مهرجان ورځ ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم د داسي کارو څخه خپل امت منعه کړى دى چي دکفارو سره ورته والى پکښي وي لکه نوروز لمانځل ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :من تشبه بقوم فهومنهم .ژباړه: څوك چي د نامسلمانوخلګوسره مشابهت كوي هغه د هغي ډلي څخه دى .نوروزلمانځل نه يوازي چي په ښکاره احاديثو سره يې منعه ثابته ده بلکي د ټولو اهل السنة والجامعة د علماؤ پرې اتفاق دى چي دغه ورځ لمانځل دکفارو دود وو او د کفارو دود راژوندى كول جائز نه دي.
الحمدلله افغاني ولس مسلمان ملت دى دتاريخ په اوږدو کي يې داسلام لپاره ويني توى کړى دى په هغه څه عمل کوي چي خپل سپېڅلى دين ورته لارښوونه کوي پورتنيو لارښوونو ته که ځير سو يو داسي حقيقت راته ښيي چي د نوروز د روا والي لپاره هيڅ لاره نه پکښي پيداکيږي حاصل دا چي په دغه ورځ کي د دغه ورځي په نيت هيڅ عمل نه دى روا که څوک دا وايي چي موږ په دغه ورځ ميلې کوو پدې نيت يې نه کوو چي نوروز دى عمومي د خوشالۍ څرګندتيا کوو دداسي چا په اړه بايد وويل سي چي لومړى خو رسول الله صلی الله علیه وسلم عمومي منعه کړى ده په نيت پوري يې نه ده تړلي اوزموږ د مذهب مخورو علماؤ هم مطلق د منعي پريکړه کړيده دهيڅ نيت لاره يې نه ده پکښي پري ايښي نو موږ که په نيت ځان خلاصوو دا به يوازي ځان ته حيله جوړول وي اوپه حيله جوړولو سره سړى د ګناه څخه نه خلاصيږي. دوهمه خبره دا ده چي که فرضا منعه رانسي اوخلګ دغه ورځ لمانځي نو په چشي يې لمانځي؟ عبادت کوي ؟ اوکه عبث کارونه کوي ؟ که عبادت کوي نو ولي يې په داسي ورځ نه کوي چي الله جل جلاله په هغه ورځ څو چنده ثواب ورکړى لکه د عرفات ورځ ، د عاشورآء ورځ او داسي نوري ورځي.(۶)
اوکه عبث کارونه کوي لکه سروزونه اوريدل ورقي کول اوداسي نور د داسي چا لپاره بيا د جواز پيداکولو اړتيا نسته ځکه دغه په خپل ځان کي حرام دي .اللهم اعصمنا من جميع المعصيات.
پاملرنه ! : بله خبره دا ده چي دا يو څرګند حقيقت دى چي نصارا تر دوه سوه كلنى جګړې وروسته پدې پوه وه چي مسلمانانو ته په نظامي جګړه باندي ماته وركول شوني نه ده موږ ته پكاره ده چي يوه بله جګړه په كار واچو او د هغه جګړې په پايله كي دوى ته ماته وركړو بالاخره دوى د ډيرو څيړنو وروسته فكرې جګړه تثبيت كړه او وې پتيل چي د همدې جګړې له لاري به مسلمانانو ته ماته وركوى او دوى د دغه لاري تر ډيره بريده بريالى هم سوه دوى په دغه جګړه كي د سلاح څخه كار نه اخلي بلكي د شيطانت ، منځني اختلاف اچول او د مسلمانانو د خطاايستلو څخه كار اخلي دوى په پيل كي په خپل شيطانت سره د مسلمانانو خلافت له منځه يو وړى ورپسي…….. لنډه داچي يو كار يې دادى چي دوى په مسلمانانو كي دا شى عام كړى دى چي تاسو به خپل دودونه راژوندي كوى ځكه دا ستاسو تاريخ دى ، دا ستاسو كلچر دى او دا ستاسو ادب دى داخو ښه خبره ده چي موږ خپل ادب ژوندى وساتو خو پوښتنه داده چي كوم ادب وساتو ؟ اسلامي ادب وساتو؟، تراسلام وړاندى ادب وساتو ؟ اوكه ددواړو حالاتو ادب وساتو ؟ كه اسلامي ادب هدف وي نو نوروز لمانځل خو اسلامي ادب نه دى بلكي د اسلام په راتګ سره منعه سو لكه په تاريخ كي چي مو وښودل.
كه تراسلام وړاندي ادب هدف وي نو تراسلام وړاندي خو موږ بتانو ته سجدې كولى بايد اوس يې هم وكړو ، تراسلام وړاندي خو موږ اسلام دين نه مانه بايد اوس يې هم نه ومنو او تراسلام وړاندي خو موږ د مسلمانانو سره جنګيدو بايد اوس هم ورسره وجنګيږو .كه د دواړو حالاتو ادب هدف وي نو موږ ولى د كفري حالت ادب ژوندي كولو ته دومره ليواله يو او د اسلامي ادب پر ژوندي كولو باندي ټوله بنده خوله پاته يو. د بيلګي په ډول زموږ مشرانو لكه ميرويس خان نيكه او احمد شاه ابدالي لنګوټې تړلي اوږيري يې لرلى ولي داسى څوك نه سو پيدا ؟ چي دا خبره وكړى چي لنګوټه او ږيره زموږ عنعنه اوكلچر دى بايد عملي يې كړو او وې لمانځو پرته لدې چي اسلامي ارزښت يې په نظر كي ونيسو ځكه دا خو زموږ كلچر هم دى. نومعلومه سوه چي دا كفري فكري جګړه ده غواړي چي لدې لاري يې د اسلام څخه ليري كړي اوبيرته يې هغه كفري حالت ته ورټيل وهي اوبيا يې ترخپل ګورت لاندي راولي . په فکري جګړې باندي دپوره پوهاوي لپاره دليکوال د فکري جګړي په نامه باندي وپښتو ته ژباړل سوى کتاب مطالعه کړى.
— ————
۱: رواه ابوداؤد کذا في المشکوة جلد (١) صفحه (١٢٦)
۱: اشعة اللمعات علي المشکوة جلد (١) صفحه (٦٤٣)
۱: مرقاة جلد (٣) صفحه (٥٤٣)
۱: دټول کال دنيکو اوسپېڅلو ورځو معلومات لپاره دمؤلف دسپېڅلو ورځو په نامه کتاب مطالعه کړى.
سلامونه ټولو ملګروته په ځانګړي ډول اصف خيل صيب ته ريښتياهم ډيره په زړه پورې موضوغ يې راخيستې ده اوبايد له داسې ناوړه دودونوڅخه پرهيز وکړو يوورور چې نوم يې افعان ځوان دی چې په المان کې اوسي ويلي ووچې نوروز نمانځل حرام نه دي چې حرام نه دي نو ثبوت يې کړه ايا زموږوشريفوعالمانو داپه زرهاوو کتابونه خوشې اوعبث چاپ کړي دي اوبله خبر داچې ديوچاپه سپينه جامه ناوړه تورلګول هم دکفارو کاردی ځکه چې ته په يوه غربي هيوادکې ژوند کوې . په پښتوکې متل دي چې ګګر سري يې ګټي او خوی سري يې خوري . په درنښت
محترمو دوستانو سلامونه قبول كري او خداي (ج) د وكري دكامل صحت لرونكي به ياستي
وروسته له سلامه له محترم اصيف خيل صاحب خخه يوه جهان مننه جه دنوروز به باره كشي يي خبل اسلامي او افغاني ليكنه كري ده او خداي (ج) وكري جه تول افغانان ورباندي عمل وكري او هم زمونزه دين عالمان بايد به دي برخه كشي له حكومت خخه به تينكه غوشتنه وكري جه نوروز ونه لمانحل شي حكه جه دنوروز به باره كشي دستر عالم مولانا صاحب احمد شاه هغه ليكنه جه دبينوا ويب بانه كشي خبره شوي ده به لاندي دول حكم كري
دنوروز لمانحل حرام دي : –
د نوروز مبارکي او د نوروز په مناسبت خوراکونه ، هفت ميو ، لباسونه، ډالۍګانې ، رخصتى کول خپل ورځني کارونه ځنډول او ميلو ته تلل قطاَ حرام دي.
ځکه دا د مجوسيانو سره مشابهت دى او نوروز د مجوسانو اختر دى په دې تفصيلي بحث ابن تيمية(رح) په افتضاء الصراط المستقيم اول جلد او ٢٢٧-٢٢٦- ٢٤٩ ٢٦٩) صفحو کې ليکلي دي د قران او سنت د علماؤ داقوالو له مخې د نوروز لمانځلو حرام والي دلايل :
١:- الله (ج) فرمايلي :ولاتکونو کاالذين نسوا الله فانسهم انفسهم اولنک هم الفاسقون سورة حشر(١٩) اية ترجمه:او تاسو مه کيږى په شان دهغو کسانو چې الله (ج)يي هير کړى دى نو الله(ج) د دوى څخه ځانونه هير کړي دي او داکسان پوره نافرمانه دي . (يهودو و نصارو او مجوسنانو الله (ج) هير کړيدي).
٢:- الله(ج) فرمائي : والذين لا يشهدون الذور زسورة الفرقان ٧٢ اية .تفسير ابن کثير ٣ جلد ٤٥٢،تفسېر قرطبى ١٣جز٦٢ص،مجموع الفتاوي٢٥جز١٤٧ صفحه کې دابن عباس ، مجاهد ربيع بن انس،ضحاک(رض) مفسرينو څخه نقل کړي دي چې معنى ددې ايت داده مومنان دې د مشرکانو اخترونو او ميلوته نه حاضريږي او په هغې کې دې برخه نه اخلي .
٣:- قال رسول الله (ص)من تشبه بقوم فهومنهم.ابو داؤد کتاپ الباس ٤٠٣١ نمبر حديث ترجمه: چا چې مشابهت وکړ ديوقوسره نو هغه دهغوئ څخه دى ابن تيمية(رح) افتضاء الصراط المستقيم ١-٢٣١ ص او فتاوي الجنة ادائمة ٣-٤٢٩ کې ليکلې چ مشابهت په عباداتو ، عاداتو او اخترونو کې هم راځي نو ځکه دنوروز جنشن لمانځل د مجوسيانو سره شباهت دى .
٤:- ابو داؤد حديث نمبر ١١٣٤ نسائي ١٥٥٦ ، مشکاة امصابيح باب العيدين کې حديث ذکر کړى دى چې د جاهليت د زمانې څخه خلکو د نوروز او مهرجان په ورځ لوبې کولې نو رسول الله(ص) ورته وفرمائيل چې الله(ج) ددې دوو ورځو په مقابل کې تاسوته د کوچني او لوى اختر ورځې درکړي دي مرقات شرح المشکوة ٣ ج ٤٩٠ ص کې همداسې ليکلي او وايي چې انبياو ددغه جاهلانو حکماؤ دغه لمانځنه با طله کړيده.
٥:- بيهقي په سنن الکبري ١٤ج ١١٣ص ١٩٣٧٤ نمبر کې ليکلي دي چې عمر فاروق(رض)وايي د مشرکانو عبادت خانو ته د اخترونو په ورځ مه ورځئ ځکه په دوى د الله(ج)غضب نازليږى دا د ورتلو حال دى دلمانځونکى حال به څه وي؟
٦:- بيهقي په سنن الکبري ١٤ج ١١٣ او ٣٧٥ص ١٩٣٧٥ نمبر روايت کړيدى چې عمر فاروق(رض) ووئيل د الله(ج) ددښمنانو څخه ځان وساتئ ددوى په اخترونو او ميلو کې ګډون مه کوئ . .
٧:- په سنن الکبري کې ١٤ج ١١٣ص او ٧٦-١٩٣٧٧ نمبر روايت کړي دي چې هر هغه شخص چې ژونديي غوره کړ ى و د مشرکانو په وطن کې او ددوى نوروز او
مهرجان لمانځي او ددوى سره مشابهت کوي اوپه همدغه ژوندکې مړ شو نو د قيامت په ورځ به د مشرکانوسره پورته شي .
٨:- بيهقي په سنن الکبري ١٤جلد ١١٤ص او ١٩٣٧٨نمبر کي علي(رض) څخه روايت کړي دي چې هغه ته د نوروز په ورځ ډالى وړاندې شوه نو هغه منعه کړه او داسې يې وويل: خپل کارونه: او اسلامي عادات جاري ساتئ هره ورځ نوروز دى ددې حديث راوي ابو اسامه فرمايي على(رض)دنوروز نوم هم بد وګڼلو چې دا نوم نوى ايجاد شويدى بيهقي وايې چې د د کراهت وجه يې داده چې دا ورځ شريعت نه ده خاص کړې او دوى يې د ځان څخه خاصوي .
٩:- شيخ الاسلام ابن تيمية (رض)په مجموع الفتاوي٢٥جز ١٤٧ص کي د عمر(رض) او عبدالله بن عمرو(رض) د رواياتو د ذکر کولو څخه وروسته ليکلي دي چې
څوک نوروزي اعمال ترسره کوي نو د الله(ج) عذاب په ځان وړاندې کوي او بيايې و مجموع الفتاوي ٢٥جز١٤٩ص کې ليکلي دي چې ددغې ورځې په مناسب
چې کومې ذبحې او حلالي کيږي ناجايز او حرامې دي او په ما اهل به لغير الله او ماذبح علي النصب حرمه) کې داخلي دي نو پدې ورځ غسل،ميلې،د ماشومانو د لوبو اسباب جوړول او د هغه شيانو خرڅول او اخيستل د نوروز په ميلو کې استعماليږي ناروا دي بلکې بعضې علماء يې کفر ګڼي ځکه په دې کې د کفر د شعايرو تعظيم او احترام دى .
١٠:- ملاعلي قاري په مرقات شرح مشکوة ١٤ج ٤٩١ص کي وايي چې ابو حفص الکبير الحنفى وايې که چا د نوروز په ورځ يوه هگۍ هم مشرک ته ډالۍ کړه نو
دا شخص په الله(ج) په نزد باندې کافر شو او ټول اعمال يې برباد شول او حسن بن منصور وايي که چا ددې ورځې تعظيم په خاطر څه واخيستل نو کافر دي او که مقصد يې د رزق پراخې وي نو بيا هم مکروه او حرام دي ځکه د کافر و سره مشابهت دى شيعه گان نوروز ددې لپاره هم لمانځي چې په دې ورځ عثمان(رض) شهيد شوي دى او على(رض) ته خلافت په لاس ورغلى دى .
په مرقات شرح مشکوة کې ليکلي دي چې د نوروز په بعضې لمانځونکو باندې د هغوئ ښځې زورورې شي او ورته وايي چې ما ته به هم نن دغسې ميلې جوړوي لکه دا نور خلک او کافران يې چې جوړوي نو دا د هغې خبره ومني . علماء کرامو ته عرض دى چې عوام خلک د لاس يا بيان په واسطه د دغه منکراتو څخه منع کړي .
ترتيب او تحقيق شيخ القرآن والحديث مولانا احمد شاه (خادم الحديث النبويه ) حفظ الله تعالى
شيخ القرآن والحديث مولانا احمد شاه
نو مسلمانانو ورونو شايد جه بورتني ليكنه به مو لوستلي وي جه به ديرو دلايلو سره يي دنوروز لمانحل حرام ثابت كري او باتي شوه داخبره جه به افغانستان كشي جهادي رهبران دا لمانحي هغه ددي به خاطر جه ايران به افغانستان باندي خبل غير اسلامي كلتو مني او هم دغه حكومت او جهادي رهبران ورته لبيك وايي يوازني حل داده جه تول افغاني علماء كرام يي حرام اعلان كري تر خو خبل دين او وطن ته خدمت ثابت شي
به درناوي
عبد الرحيم خان بكتياوال
سعودي عربستان – جدة
زما په اند د نوروز د ورځې لمانځل هیڅ باک نلري. د اورځ د افغانستان لپاره د افتخار ورځ ده. که د افغانستان تاریخ ته ځیر شو، نو دا ورځ اصلا په افغانستان پورې اړه لري، چې له دیروپخوا زمانو څخه د بلخ په لرغوني ښار کې لمانځل کیده او یواځنې هدف یې د سپرلي او د سروګلونو میله ده. اصلا په ایران او تاجکستان پورې اړه نلرې، ولې زمونږ د غفلت له امله نن دا ورځ د ایران او تاجکستان په ناهه په یونسکو کې ثبت شویده. چې د ټولو افغانانو لپاره د شرم ځاې دې.
زه د یو افغان په صفت د دې مضمون له لیکونکې په ډیر درنښت هیله کوم چې د افغانستان په تاریخ او عنعناتو وویاړي نه دا چې له منځه یې یوسي.
او دا هم باید ووایم چې د نوروز ورځ له اسلام سره هیڅ تړاو نلرې. اصلي موضوع د انسانانو اعمال او نیت ده چې له اسلام سره په ټکر کې واقع کیږي نه د نوروز ورځ.
مننه
زما په اند د نوروز د ورځې لمانځل هیڅ باک نلري. د اورځ د افغانستان لپاره د افتخار ورځ ده. که د افغانستان تاریخ ته ځیر شو، نو دا ورځ اصلا په افغانستان پورې اړه لري، چې له دیروپخوا زمانو څخه د بلخ په لرغوني ښار کې لمانځل کیده او یواځنې هدف یې د سپرلي او د سروګلونو میله ده. اصلا په ایران او تاجکستان پورې اړه نلرې، ولې زمونږ د غفلت له امله نن دا ورځ د ایران او تاجکستان په ناهه په یونسکو کې ثبت شویده. چې د ټولو افغانانو لپاره د شرم ځاې دې.
زه د یو افغان په صفت د دې مضمون له لیکونکې په ډیر درنښت هیله کوم چې د افغانستان په تاریخ او عنعناتو وویاړي نه دا چې له منځه یې یوسي.
او دا هم باید ووایم چې د نوروز ورځ له اسلام سره هیڅ تړاو نلرې. اصلي موضوع د انسانانو اعمال او نیت ده چې له اسلام سره په ټکر کې واقع کیږي نه د نوروز ورځ.
مننه
ګرانو ، زه ډیر لنډو ټکو باندی وایم چی داخبری فالتو دی، هغه په دی معنی چی دلته نور ډیر شیان دی چی په روزمره ډول کیږی او باید هر څوم خپل ځان ترینه وساتی، دا یوه ورځ ده په کال کی او هر څوک خپل یه نیت، چی په کو نییت دا ورځ تیروی. او په اسلام کی خوشحالی کول ناروا کار ندی په شرعی چوکاټ کی. هر څوک چی داسی مضمومونه کیکی دا صحیح ده لیکن اول دی ځان اصلاح کی چی دی په ورځنی ژوند کی څه کوی او بیا دی نورو ته نیصحت وکړب
ګرانوملګروسپلامونه هيله ده روغ به وئ وروسته له سلامه ځينوملكرو داوويل چې دنوي كال ورځ ناروا نه ده اودايې هم وويل چې دايوه دخوشحالۍ ورځ ده كه چېرې ځان خوشحاله كول غواړو نوبيا خودې شراپ هم وڅښو ځكه چې شراب هم انسان ته خوښي وركوي چې په همدې ورځ دنوي كال كې ځيني خلك شراب څښي اوان تردې چې ځان پرې لمبوي زه وايم هغه ملګري چې په دين كې علم نه لري لكه ځينو ملګروچې دنوي كال ورځ روابللې ده له سره دې پرې بحث نه كوي اوتې بوتې دې نه ولي په درنښت
زما سلامونه او نیکی ومنی
د نوروز تجلیل کول د خوشحالی راویستل دی
وسلام
asifkhil do you know the nening of nawroz ???
you are un ejucated
you are fulishe
Asalamo Alikum,
waqean chee nawrooz the muslmanano lapara na di , aw ka sook khoshhali lmanzi no the sashi, per dai bayed poh shee chee the omer 1 call yee kam shoo
زه لومړی تر هر څه ټولو ورونو او د لراو بر ويبپاڼی کارکونکو ته خپل سلامونه او احترامات وړاندی کوم چې په دی ليکنه کې يي برخه اخستی .
د محترم اصيف خيل ورور نه په مننه چې داسی موضوع ته یی اشاره کړی ده چې د وخت سره سمه ده. زما په اند اصیف خيل صاحب کله چې هم داسی ليکنی کوی نو يو ايات ، نبوی مرغلری يا حديث ورسره په عربی ژبه کې ليکه ځکه په دی کې يو حکمت دا دی چې خلک جرات نه شی کولای چې د خپلی خیټی نه پری خبری وکړی لکه ځينو ورونو چې دلته ځان معلوم کړی چې دوی تر کومه حده د نبی عليه سلام مرغلرو سره مينه لري او هم ورته احترام لری.
دوهم د هغو ورونو نه مننه چې د اسلام په رڼا کې معلومات یی ليکلی. الله ج دوی سره د ټول عالم اسلام سر لوړي او تاند لري په دواړو دارينو کې.
دريم هغو ورونو ته زما دا پيغام يا خواهش دی چې په هغه مسايلو کې ځان داخل نه کړی د کوم په باره کې چې معلومات نه لری دا ځکه چې کيداشی داسی خلک پيدا شی چې ستاسی په غلطو نظرياتو بسنه وکړي او ستاسی په وجه هغوي هم د نيغی لاری نه بی لاری شي لکه ځيو ورونو داسی معلومات ليکلی چې هغه داسلام سره په ټکر کې دی او اسلام کې هيڅ اثر نه لری . ځينو ورونو د نوروز لمانځل د پخوانيو دودونو نه شميرلی کوم چې د اسلام نه مخکی لمانځل کيده او اوس یی موږ ته په ميراث را پریيښی دی که دوی دا وایی چې دا يو ملی عنعنه ده نو دا بايد هم په ياد وساتی چې زموږ په هيواد افغانستان کې داسلام نه د مخه بودايی دين وه نو هغه هم يوه عنعنه وه خو داسلام د راتګ سره یی هر څه لمځه لاړه . نو اوس په همدی باره کې دغه لاندی ويبپاڼه تاسی ته در پيژنم چې داسی ډیر ناوړه بدعتونه په کې څيړل شوی دي او هم د لاندينی لينک په کلک کولو سره تاسی د نوروز په باره کې نور معلوما ت هم کتلای شي. .
مننه
محترمو ورونو په پورته ليکنه کې زما نه هغه سایټ د ياده ووتلو نو هيله ده چې خوابدی نه وي .
لاندی سايټ او لينک باندی کلک کړي.
په مينه
http://dawat.katib.org/
ان لاين اسلامي لارښود
http://dawat.katib.org/archives/2294
pa deray khwakhogay sara da dua kawam che da nan saba musalmanano de ALLAH mal shi. pa nom ba da deen takadaran aw hafizan wi kho pa amal ba doi na majoosian kha wi, aw deen ba da dunya gaty da para istamalwi. mong la na da pakar che da yo bal deen bandy tankeed wako. kho ba haisiat e musalman da zamong fareeza da che hamesha da islam baray (victory) latawoo, aw da noro deenono, riwajono tareef kawal ya riwajawal makha onisoo. wassalam
asad jalal khan yusafzai