په کویټ کې د افغانستان دسفارت هغه نامشروع کړنې او ملي خیانت چې دافغانستان د ټول ملت سره یې کوي دې ته اړ کړم چې د خپل ملت پر وړاندې ددې سفارت هغه ملي ضد عمل ،چې په تحصیلي بورسونو کې یې تر سره کړې ګرانو لوستونکو سره شریک کړم .
مخکې له دې ، چې په اصلې موضوع خبرې وکړم ،د یادونې یې بولم چې د کویټ هیواد د کال څلور ښوونیز بورسونه د افغانستان دلوړو زده کړو وزارت ته او یو بورس د پوهنې وزارت ته ورکوي ، چې په دې کې دوه د شریعاتو په پوهنځي کې ،یو دادبیاتو پوهنځي ته او بل هم د اقتصاد پوهنځي ته ځانګړي شوي بورسونه دي . پنځم بورس چې دپوهنې وزارت ته ورکول کیږي هغه هم ددیني زده کړې له پاره دی (معهد الدیني ) ،چې تر دولسم ټولګي ده .
د کویټ په پوهنتون کې د قبلیدو لومړی شرط دا دی ،چې کله دې پوهنتون ته څوک ورپیژندل کیږي هغه باید دلومړي کال محصل وي او د درجو سلنه یې له (۸۵) کمه نه وي . خو دلته همدا اوس اوس داسې محصلین شته ،چې دوی اصلا د دولسم ټولګي بری لیک هم نه لري او نه یې ښوونځی لوستی ، ځینې یې له مدرسو راغلي ځینې یې دقومندان زامن دي .
په کویټ کې دافغانستان اوسنی راغلی سفیر اسد الله حنیف ،چې کابو پنځه میاشتې یې د راتګ کیږي ډیر سخت متعصب سړی دی . نوموړی دشمالي ټلوالې او په ځانګړې ډول دولسمشر کرزي دلومړی مرستیال فهیم کس دی ،چې له راتګ سره سم یې دا بورسونه ،چې دقولو ټبرونو حق دی په خپل قوم او کورنۍ یې ولورول او دنورو حق یې غصب کړ . په دې بورسونو کې سفیر داسې انصاف کړی ،چې یوه یې خپله خورزه راوسته او بل یې د ښینې زوی راوست ،چې دواړه د ډیر کم عمر دي او نوې له دولسم ټولګي څخه فارغه شوي او دلته راغلل .
ښاغلي سفیر په دریم بورس افغانی الاصله ایرانی راوست ،چې ټول عمر یې په ایران کې تیر کړي او نیغ په نیغه له همغه هیواده (ایران ) راغلی او دافغانستان مخ یې هم نه دی لیدلی . نوموړی دافغانستان په ژبو خبرې هم نه شي کولای ژبه یې ایرانۍ ده .
په څلورم بورس بیا د سفارت لومړي سکرتر سید نبي اغا چې د تخار دفرخار اوسیدونکی دی خپل خوريی راوست . تر ټولو د شرم کار چې د افغانستان سفارت له خوا او بیا په ځانګړي توګه د سید نبی لخوا تر سره شوی هغه د معهد الدینی په بورس کې و ، چې باید دغه بورس دیوې مدرسې زده کوونکي ته ورکړل شوی وای، چې عمر یې د لسو کالو په شاوخوا کې وای ،چې دا دقبولیدو لومړی شرط هم دی یاني دعمر کموالی خورا مهم دی ځکه چې دلته له سره یعنی له لومړي ټولګي درس پیلوي نو دچا چې عمر دڅوارلس کالو نه زیات وي نه يې قبلوي ،خو دسفارت لومړی سکرتر دې بورس ته یو پنځه دیرش کلن (۳۵) ځوان راوستی و ،چې هغه بیا ونه منل شو او بیرته افغانستان ته ستون شو .
دا و ،دافغانستان دسفیر اسدالله حنیف عدالت او انصاف ،چې په سږني بورسونو کې یې وکړ ، چې ټول یې دخيلې کورنۍ خلک یې راوستل په داسې حال کې چې د راتګ یې د ګوتو په شمار څو میاشتې کیږي .
همدا اوس دکویټ په پوهنتون کې د افغان محصلینو شمیره ۲۳ تنو ته رسیږي ،چې په دې کې نجونې هم دي ،چې په دوی کې یوازې اووه (۷) کسان دزده کړې پاسپورت لري او نور ټول یې په جعلي اسنادو راغلي او ځینو یې هیڅ د ښوونځي مخه هم نه ده لیدلې او یواځې دیني مدرسه یې لوستې او اوس دلته په پوهنتون کې ناست دی .
د کرزي په دا لس کلنه دوره کې تر اوسه هیڅ یو محصل له سویلي او ختیزو لایتونو نه ،نه دی راغلی . همدا اوس یو دپنجشیر ولایت ،چې د ولایت په یوه ګوټ کې غږ وکړې د ټول ولایت اوسیدونکي یې اوري پنځه (۵) کسان دي ،چې دوی ټول په ناقانونه ډول راغلي .
د قومونو انډول په دې ډول دی : پښتون یو (۱) ،تاجک اتلس (۱۸) ، ازبک څلور (۴) .
ددې ټولې بې عدالتۍ ، بې انصافۍ ، ظلم او دمظلومانو دحق خوړلو مسول څوک دی ؟
زما په اند ځواب یې روښانه دی ،چې په لومړي سر کې دافغانستان سفارت او بیا د بهرنیو چارو وزارت چې دا یې دنده او مسولیت دی ،چې له سفارت نه وپوښتي چې دا بورسونه څه شول ،چیرې ولاړل او ولې وزارت ته را وانه ستول شول ؟!! ځکه چې دا بورسونه باید دسفارت له لارې دبهرنیو چارو وزارت ته ورکړل شي ،چې بیا وزارت یې دلوړو زده کړو وزارت ته ورکوي او دلوړو زده کړو وزارت یې بیا په پوهنتونو ویشي ،چې تر اوسه داسې کار ډیر کم تر سره شوی .
دغه پوتنۍ لیکنه یوازې او یوازې د حقیقت دبیانولو او دسفارت دخیانت په ډاګه کولو له پاره لیکل شوې ، دا لیکنه د سفیر او دهغه شاوخواته د راټولو شویو دخیانت په ډاګه کول دي ،چې باید ددې پوښتنه بهرنیو چارو وزارت له سفارته وکړي تر څو دداسې نروا او بې عدالتۍ کړنې بیا تر سره نه شي .
د افغانستان بهرنيو چارو وزارت ته پکار ده چي پخپلو چارو کي اساسي قانون مراعت کړي ، دا مهال د افغانستان په زیاترو کونسلګريو او سفارتونو کي د تعصب له مخي نه په پښتو ژبه فارمونه او سندونه وجود لري او نه له پښتنو سره سم وضعيت کيږي . که د يوه پښتانه پارسي زده نه وي نو پر افغانيت يې شک ښوول کيږي پداسي حال کي چي د کونسل صاحب او سفير صاحب چي ټکی پښتو زده نه وي څوک يې پر افغانيت شک نه ښيي چي دا موضوع په ښکاره د اساسي قانون د شپاړسمي مادې تر پښو لاندي کول هم دي ، هلته ويل سوي چي د افغانستان لومړنۍ رسمي ژبه پښتو او دوهمه دري ده خو لومړنۍ يې د متعصبو غير پښتنو او خاينو پښتنو چارواکو په سبب له پامه غورځول سوې ده چي په دوهم او دريم کړاو کي يې پښتنو ته د پردو په سترګه کتل کيږي .
هر پښتانه ته ښايي چي د خپلو حقوقو غوښتنه وکړي او دغه متعصبين پرېنږدي چي ددوی ژبي ته په سپکه وګوري خو خپله پر نورو وتپي .
که دا ګوډاګی کرزی پر سر د قدرت وو لا به پښتو ښه در ***!!!!! تو لعنت پر دغسي پښتانه…..
*
زما په اند سربیره پردی چی د خاینینونو کرنه افشا کول، دهر افغان که د هر قام او تبر وی،دینی او ملی وجیبه ده، خو د ژبی دخبری راپورته کول، په اوسنی حالت چی هیواد د پردیو دسیسو له کبله دیر حساسه وضعیت سره مخامخ دی، د هر هوشیار او با احساسه افغان په نظر، په اوسنی اور کی چی افغانستان همدا اوس پکی سوزی، پطرول شیندول دی. نور تاسو پوهیزی.
وطنوال صاحب سلامونه ،
موږ ته په دې حساس حالت کي پکار ده چي خپل هويت څرګند کړو او ويې ساتو ، کنه نو د ولسي جرګې د انتخاباتو غوندي به د ۱۱ ولسواليو حق يوې ولسوالۍ ته ورکول کيږي . پښتون که خپل هويت څرګند نکړي او ساتنه يې ونکړي کار يې خراب دی ، ژبه د ملي هويت لومړنی او مهم جز دی څنګه توصيعه کوې چي تر تېر سو !؟
داود اعظمی دکرزی او امریکایانو او په هغو پوری دشورای نظار دډلی خدمتګار دې،نوموړی ته چی دغه جایزه هم ور کړه شوی ده علت یی دکرزی او امریکیانو ښه صفتونه دی چی داود اعظمی هر ه ورځ په راډیو ګانو او نورو رسنیو کی تر سره کوي،داود اعظمی په افغانستان کی دبیګناه خلګو پر وزلو چی دامریکیانو او دکرزی دګو ډاګی حکومت له لوری تر سره کیږي ههمیشه چوپه خوله پاتی شوې دې او تر نن ږرځی پوری یی هیځ نه دی ویلې
دمزاری دشهادت دتلین دلمانځلو ځخه پښتانه عبرت واخلی چی هزاره ګان ځومر په خپلو منځوکی سره په اتفاق او اتخاد دی په دی پښتنو باندی څه بلا نازله شوی ده چی یوه او بل ته په مورچلو کی ناست دې
تبصره ړنګه سوه ، د موضوع سره تړاو نلري
تبصره خپل اصلي ځای ته يووړه سوه .
پښتون له هېواد نه بهر هم ډېر دښمنان لري په آتن کې افغاان سفیرپخپل سر هغه پاڼې په دري ژبه چاپ کړې وې په کومو چې افغانان پخپله خوښه هېوادته ستانه کېږي خوپه کویټ کې دمېشته افغانانو په څېرآتن مېشته پښتانه پټه خوله باتې نشول اِحتجاج مو وکړ سفیرومنله چې له قانون نه سر غړونه شوېده هغه نمنل شوې ژبه اوس دپاټې په سرکې ځای لري:پښتنوپه پټو سترګو وخت تېریږي /دزمان کاروان له لارې نستنېږي
په بهرنيو چارو وزارت کې يو ستر بدلون راوستل پکار دي ، ترڅو چې سقاويزم ختم نه شي دا حالت به همداسې دوام ومومي
په بهرنيو چارو وزارت کې يو ستر بدلون راوستل پکار دي ، ترڅو چې سقاويزم ختم نه شي دا حالت به همداسې دوام ومومي
دا خو اوسنی خبره نه ده چه اورو یی. د افغان حکومت داسی حال څو نور کلونه پاتی شوه یو ډیر بد ترین حال به راپیښ شي. او دا ټولو ته ښه معلومه ده چه نن سبا د کانکور په ازموینه کی سوالونه ټول ایرانی اصله پاړسو کی جوړ شوي دي او له پښتو ژبی څخه صرف دوه او یا دری سوالونه راځي نو که دا بی انصافی دوام ومومي نو هغه شاګردان چه په پښتو ښه لیکل او لوستل کولی شي نو د هغوي لپاره به ډیره ستونزمنه شي. نو لدی ټولو کارونو څخه دا سی بریښي لکه د افغان حکومت، حکومت نه بلکی یوه پروژه ده چه په کوم کی هر کس خپله ګټه او بزنیس ګوري او د ولس په قیصه کی څوک نه دي
ګرانو پښتنو وروڼو که بیا هم موږ خپله ګوته بل چاته نیسو او دټولو مشکلاتو زیږنده یوازی کرزی یا لږکی قومونه وبولو نو داخو بیابیخی زموږ توهین او سپکاوی دی هغه داسی چی ۶ فیصده هزارګان خپلی ټولی غوښتنی په کرزی منلای سی نو بیا ولی ۶۵ فیصده پښتانه دا کار نسی کولای بل داچی ته ۶۵ فیصده قوم د ۶ فیصده قوم څخه ناری او بغاری وهی داد کرزی دهزاره او دسفیرانو ګناه نده دا یوازی او یوازی دپښتون قوم ګناه ده چی یوازی مشکلات بیانولای سو او بس… که ریشتیا هم د (دپښتو خواخوږی) غوندی نور ځوانان او روڼ اندی غواړی چی پښتو او پښتانه جوړ سی نو :
۱: اول دځانه څخه وپوښتی چی ما پښتو ته څه کړیدی؟
۲: دپښتو اوپښتنو دپاره اوس باید څه وکړم؟
اخیرنی خبره می داده چی په هرکار او هره مسله کی پښتو او پښتانه په نظرکی ونیسی نوبیا به هم پښتو جوړیږی او هم پښتانه. نه داچی یوازی خلک توهین کړو او قومونه ګرم وبولو.
په لومړی سرکی د لروبر ویب پاڼی ټولو کارکونکو او لوستونکو ته ډیر ډیر سلامونه وړاندی کوم
وروسته دمحترم ورور ولسمل خخه مننه کوم چی په کویټ کی دافغان سفارت په کړنو یی کران هیوادوال خبرکړل او خپله ملی فریضه یی ادا کړه خو دا اداره دغلمشر (ولسمشر) څخه واخله ترکوچنی غل (مامور)پوری ټوله مفسده اداره ده په افغان ولس تپل شوی اداره ده نه اسلامی اونه ملی منافع پیژنی بس یواځی خپل جیب پیزنی دوۍ د خپلوجیبونو ډکولو لپاره په اسلام هم ننګ نه کوی تاسی وایی چی وزارت یی باید پوښتنه وکړی خو دا به وایو چی افغانان د الله تعالی ددی مفسدی اداری څخه او زمونږ هیواد د یهودو د منګولو څخه خلاص کړی آمین
زما ګرانو پښتنو او اسلامی وړنو !
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ستا سی هر یوه احساسات او د خوږ زړه درونه رشتیا هم زیات د ستایلو وړ دی خو ستا سی محترمینو توجه یوه مثال ته اړوم هیله ده موضوع په کښی حل سی ، د پوټبال په میدان کی که لوبه خرابه سی نو خلګ څه وایی چی یاره د اتوپ ظلم وکی چی ګول یی جوږ کړ او که وایی دا لوبیدونکی یا خو چالاکه او یا ګول کیپر کمزوری وو ، خو ښکاره خبره ده توپ د بحث وړ نه وی نو اوس هم تاسی ولی دا کرزی او کرزی یادوی دا خو د لوبی توپ دی او هیځ نه سی کولای مشکل چی د کوم ځایه راپیښ دی هغه امریکایی ام عیسوی ښکیلاک دی هیله ده همدلته لږ توجه وکړی ، امریکایانو همیشه دا سی پالیسی انتخاب کړیده چی لږکی یی پر سر د قدرت کړیدی او اکثریت یی په ټکولی دی لکه په عراق کی یی همداسی کار کړیدی هلته یی په شعیه ګانو تر یو لک بی ګناه سنیان شهیدان کړل او پاکی معصومی خوندی یی بی عزته کړی همداسی په افغانستان کی ، دا اصلا ۶ فیصده نه دی بلکه عیسوی فیصده دی او ناټو فیصده دی ، که همدانن په افغانستان کی همدا لوبډلی نه وی نو بیا خو دا توپ زموږ په ګول نه ننوځی تر څو موږ تاوانیان کړی . وړونو ! چی تر ځو مو اصلی مرض نه وی پیداکړی هیځکه دوا نه تجویزوو او چی کله مرض کشف سو بیا نو هم علاج اسانه دی هم پرهیز اسانه دی او هم د مشکل حل .
الله دی زموږ خاوره د ظالم د مرداری خیټی نه خلاصه کړی او الله دی د افغان مظلوم خړکی اولس د همداسی لوبونه د تل لپاره به امان کی.
Salamona aw Neekee Heelee,
By reading this article and other like these one beomes very sad,in fact , when I left Afghanistan I was underage and did not know this fire of enemties aginst Pashtoons, but belive it ot not?Pashtoons have more than one enemy Tajiks, Uzbaks and Hazaras are as against Pashtoons as the others, I give u one example of Hazaras in Australia, they have established the Hazara Council Of Australia, meaning if they have to do any kind of councular work they dont go the Afghan Embassy but their council does it for them.
They have got the Hazaragi dialict recogmized as a separate lanuguage .Now when you talk to the best of the best of these people they complain that Pashtoons ruled us for more than 2500 years and all the leaders mainly from Communists onwards were Pashtoons and they sold the country and the people.In my opinion as a young Afghan Pashtoon, unless we unite and have oe leader and under one flag and defend eachother we will suffering more and more, because don't expect from Karzai as his mom is a Shia Hazara thats why he Pashtoon just by name.We need to educate Pashtoons to ask for their rights, when there are 10 Pashtoons 1 Tajik they must talk Pashtoo not Farsi and forget the matter of respect as these people don't know anything as respect they just use Pashtoons and that is it.Pashtoons have got 1 Pashtoo TV they have 24, so for got sake UNITE that is a way forward.If not Pashtoons are linked with Jews and are now called non Muslims.
Allah Pa Amaan.
Ajmal
كرانو دوستانو او ملكرو سلامونه مو قبول كري
له سلامه خخه وروسته له محترم اولسمل او نورو ويشو افغانانو خخه مننه جه داسي افغان دشمنه دسيسي رسوا كوي او هم دا دتولو افغانانو وظيفه ده جه به قدر جه وس ولري خبل ملت او خبل وطن ته خدمت وكري او بايد تول ويش شي ترخو دغسي افغان او اسلام دشمن خلق وشرموي ديو سر لوري او سمسو افغانستان به هيله
به درناوي
عبد الرحيم خان بكتياوال
جدة – سعودي عربستان
We have written an article about this issue and can be read on the following link:
http://wp.me/p134xU-33
زه فکر کوم ددې ټولو ستونزو يوازينۍ لاره په هېواد کې د پښتنو ځوانانو له لوري يو پښتونځوښته حرکت سره حلېداى شي ، پښتانه ځوانان بايد ويښ اوسي ترڅو يو قوي سوچه افغاني دولت جوړو کړو .
افرین شه په همدی پلان چی سفیر صاحب په خپل کور کی د زیات سوچ او فکر نه وروسته د هغه پیسو د بیرته اخذ کولو لپاره په کار اچولی چی دده د تقرر په وخت کی یی نور غلو ته ورکړی
سلام عرض میکنم خدمت تمام برادران عزیز ومحترم خویش. بنده قسمیکه مطلب را خواندم و قسمتی از نظرات را نیز مطالعه کردم اینطور ملاحظه میکنم که هم در مطلب و هم در نظرات خیلی از احساسات شدید و قومی درنظر گرفته شده که اصلا شایسته ما افغانستانی ها نیست . ببینید که دنیا به کجا رسیده وما شما دنبال چه میگردیم . لظف کنید احساساتی قضاوت نکنید و به هیچ قوم شریف کشور اعم از پشتون ، تاجک و هزاره و ازبک و بقیه توهین نکنید . همه ما از یک ملت و خاک رنج دیده استیم پس از همه شما احترامانه تقاضا میکنم که خونسردی خود را حفظ کنید . و در ضمن چرا همه ما باید به اساس یک مطلب که هنوز صحت بودن ان زیر سوال باشد اینقدر برانگیخته و احساساتی شویم؟ و دیگر قسمیکه بنده ملاحظه کردم تناقض های زیادی نسبت به حقایق موجود و این گزارش وجود داره که این خود مشروعیت این مطلب را زیر سوال میبرد. من مطمئنم که شخص نویسنده خیلی با احساسات شدید و نفاق برانگیز خواسته از احساسات شما دوستان نیز استفاده سو کند. بنا از شما هممیهنان گرامی خود خواهش میکنم که همچو منافقین را فرصت ندهید که خلای تفرقه و قوم پرستی را دامن بزنتد. بگونه مثال همینکه از هر یک قوم کشور نام برده خود معنای اینرا میدهد که میخواهد اقوام را بالای هم برانگیزد که انشاالله موفق نخواهد شد.تشکر و مننه گرانو هیواد والو .
هغه کس چه دا رپوت لیکلی هغه خپله دیر یو متعصب سری دی و تل پر همداسی شیان باندی بوخت دی و ددی نوم هم عطاوالله جوادی دی و ددی فیسبوک هم دا ده . http://www.facebook.com/ataullah.jawadi
هغه کس چه دا رپوت لیکلی هغه خپله دیر یو متعصب سری دی و تل پر همداسی شیان باندی بوخت دی و ددی نوم هم عطاوالله جوادی دی و ددی فیسبوک هم دا ده . http://www.facebook.com/ataullah.jawadi
منافق و تفرقه انګیز همینجا هستی که بجای افغانی افغانستانی را نوشته کرده ای
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاتوه!
د ټولو نه مخکی دا یادول ضروری بولم چی زه په خپله یو پښتون یم او زه د هر چا نه زیات د پښتنو خواخوږی او همکار یم خو مونږی او تاسی باید پر حقیقت سترګی پټی نکړو ځکه چی د پښتون،تاجک او یا ازبک نه مخکی مونږ او تاسی ټول افغانان یو .
نوموړی لیکنه چی زمونږ د کوم ورور (ولسمل) لخوا شوی وه په هغه کی قومیت ډیر په نظر کی نیول شویدی او که حقیقت ته ځیر شو دا ټوله غلطی د پښتنو ځوانانو ده او خصوصا په اوس وخت کښی پښتانه ځوانان ویده دی او هغوی باید را ویښ شی .
او که د افغانستان ملی اردو ته ځیر شو د پښنو ځوانانو شمیر ډیر پکښی کم دی او که د دولت کلیدی پوسټونو ته ځیر شو د پښتنو شمیر ډبر پکښی کم دی او د ولسی جرګی په انتخاباتو کښی د غزنی د ولایت څخه یو پښتون هم ندی بریالی شوی .
نو لدی امله مونږ او تاسی که پښتانه ، که ازبک ، که تاجک، که هزاره یو ټول باید خپل د ملک په ابادولو کښی لاسونه سره یو کړو .
نو که مونږ او تاسی غواړو چی خپل ملک اباد کړو نو باید قوم ،قوم بازی او نفاق خپل له منځه لیری کړو او همدغه د پرمختللو هیوادونو یو راز دی چی ددوی په منځ کښی قوم او قومبازی نشته .
په پای کی د یو سوکاله ، سرلوړی، متحد او ازاد افغانستان په هیله .
حاجی محمد
کندهار ، افغانستان
از نظر من واژه افغانستانی خیلی وسیعتر بوده و میتواند همه اقوام کشور را پوشش مساویانه دهد ، نه واژه "افغان" . بخاطریکه این واژه "افغان" تنها مربوط پشتون ها میشود درحالیکه سایر اقوام نقش عمده و اساسی ر در کشور بازی مکنید و بیش از 65 در صد کشور را دیگر اقوام تشکیل میدهند. و همچنان بسیاری از کشور ها همین پسوند "ی" نسبی ویا توصیفی را در اخیر اسم کشورشان اضافه کرده که بیانگر شهروند بودن همان کشور رانشان میدهد . مثلا پاکستانی ، ایرانی ، امریکایی ، هندی ، فرانسوی و غیره . پس دلیل کسانیکه با واژه " افغانستی
مخالفت میکنند چه است و لطف منطقی و خردمندانه جواب بدهند و امیدوارم که عاری از احساسات و تعصبات باشد . تشکر. البته من به تایید از ان دوست که واژه " افغانستان " را که جامع ترین است حمایت خودرا عرض نمودم . تشکر .
از نظر من واژه" افغانستانی" خیلی وسیعتر بوده و میتواند همه اقوام کشور را پوشش مساویانه دهد ، نه واژه "افغان" . بخاطریکه این واژه "افغان" تنها مربوط پشتون ها میشود درحالیکه سایر اقوام نقش عمده و اساسی ر در کشور بازی میکنند و بیش از% 65 کشور را دیگر اقوام تشکیل میدهند. و همچنان بسیاری از کشور ها همین پسوند "ی" نسبی ویا توصیفی را در اخیر اسم کشورشان اضافه کرده که بیانگر شهروند بودن همان کشور رانشان میدهد . مثلا پاکستانی ، ایرانی ، امریکایی ، هندی ، فرانسوی و غیره . پس دلیل کسانیکه با واژه " افغانستی
مخالفت میکنند چه است و لطف منطقی و خردمندانه جواب بدهند و امیدوارم که عاری از احساسات و تعصبات باشد . تشکر. البته من به تایید از ان دوست که واژه " افغانستانی " را که جامع ترین است حمایت خودرا عرض نمودم . تشکر .
حقیقت ،حقیقت وي او دا ټولو ته مالومه ده چې په افغانستان کې پښتانه څومره دي او نور ټبرونه ،په حقیقت کې دې ورور دپښتنو سلنه تر ۶۵ اوړي او نور ټبرونه له ۳۵ لا کم دي ،چې دا یو منلی حقیقت دی .
بله دا چې افغانستان او افغانی دا دواړه نومونه اساس لري او بل هرڅه چې څوک وایي دا دهغوی لیونتوب او جنون دی . افغانستان دپښتنو هیواد و ،دی او ویې به . دا دزمرو او اتلانو کور دی نه د لاسپوڅو او بل لاسي کینولي خلکو .
رښتیا ویونکی ،چې په حقیقت کې دی ددې عکس نوم لري او ورسره ښایي ، نه پوهیږم چې په رښتیا وینا ولې دومره دردیدلی . ولې یې دومره زور درکړی . ستا له دې تبصرې دا مالومیږي ،چې ترټولو متعصب او ملت پاله کس یې ځکه ،چې دحق وینا په تا دومره بده ولګیږده .
حقیقت خو دا دی ،چې دا لیکنه دتېر کال لیکنې په بدل کې لیکل شوی ،تېر کال دې ته ورته لیکنه هم شوې وه . هغه لیکنه داسې وه ،چې دپخواني سفیر په اړه لیکل شوې وه ،چې هغه لیکنه هم د همدا ډول بورسونو دسمې نه ویشې په اړه لیکل شوې وه .
خو د هېښتیا خبر خو داده ،چې دی رښتیا ویونکي ورور هلته تر ټولو لویه تبصره لیکلې وه او دا یې تایید کړې وه او ویلي ول چې رښتیا دنورو په حق ظلم شوی ،خو دلته بیا ددې عکس خبر کوي ،چې دا له ورایه مالومیږي دی څومره متعصب او قوم پاله سړی دی .
سلامونه می ومنی
زما خو دانظر دی چی که تاجک یی که ازبک یی نو موژ تول افغانان یو او دا هیواد به دغو بی اتفاقی برباد سو نو باید تولو ته یو دول قدر ورکرو
وسلام
دلاندی کسانو نظر:
ابومحمد نورزی او ابوعمر نورزی
محمد اصغر او محمد اکبر
سلطان محمود او موسی خان
حبیب الله او کلا خان
ابوبکر او ابو علی
ای وروڼو پښتنو ولی په خپل منځ کی سره ګرفتاریی،لږ ځه شرم وکړي،تاسی خو دانور و ګوری او له هغو ځخه باید دعبرت در س واخلو.
سلام به همه آقای سفیر باید در یگان مدرسه و مسجد امام یا خطیب باشد نه سفارت چون از شرعیات فارغ شده نه از حقوق از کوچه ای دیپلوماسی تیر نشده عفت مجلس را هیچ گاه مراعات نکرده همیشه به دیگر اقوام اهانت کرده ماسیل قومی خود را پیش میبرد نه ملی گویا که سفارت تاجکستان باشد نه افغانی
سلامونه با توجه به راشد راستگو وظیفه ای تو چی است سکرتر اول یا دو یا که دریور سفارت چی کاره هستی تو یا جوکر سفیر یک شخص آشوبگر متعصب فاشیست هستی عیب است برای تو چون از پوهنحی شرعیات فارغ شدی ( باینده کویت )
سلام به همه تشکر از برادر که حقایق را بیان کرده واقعا جناب سفیر یک شخص متعصب است بارها به قوم پشتون ها اهانت کرده یک شخص بی سواد یاوه گو است
سلام ده تول افغانانوته دافغانستان سفیر متعصب او یو کمیونست سری ده
نور زی صاحب ته ښه وای خو هغوۍ ځان ته افغا نان نه وای افغانستانیان وای . د دې لپا ره چې واک ته یې ورسوي له هرچاسره لاس یوکوي
به زبان پارسی نوشته می کنم تا این خیانت کار قوم پرست بفهمد .
در دنیا یکه هر رد بد دو زدن است تقدیم اش میکنم
بعدا انقدر می ګویم اګر بدست من به اسد ۱۰۰۰ پارچه اش می کنم بعدا به سګ ها می اندازم اش
ګوش بدن اش توسط پلاس توته توته می کنم که بفهمد که خیانت و قوم پرستی چه قسم میشود
نوت: اګر هزاره ،پشتون، تاجک و غیره هستم یک افغان هستیم مانند وجود انسان که دست پای و غیره اندام دارد امیروز که این شخص این کار بد را کرده حتما به وجود ما هم درد رسیده مانند اګر یک دست انسان درد می کند حتما اندام های دیګری از وجود اش ضرر یا درد میکند
=== من این نفر را در جمله افغان حساب نمیکنم شاید یک خارجی باشد بخاطریکه این قسم کار یک افغانی نمیکند
212.154.154.214
212.154.154.214
اسدالله ، عصمت الله ، مايار ، وردګ او د حميدالله د نومونو کاروونکی وروره !
ښايي تاسو به له لراوبر سره تازه اشنا سوي ياست ، خو هيله ده د لراوبر له خدمتونو څخه ناوړه ګټه پورته نکړﺉ ، لکه دا ځل چي مو پوړنی پر مخ اچولی او د لراوبر له کړکۍ مو سپکي سپوري ليکلي دي ، لراوبر ددغسي نامردو له مخي د اړتيا پر مهال پوړنی ليري کولای سي .
په درناوي
د لراوبر تخنيکي مسول
212.154.154.214
212.154.154.214
212.154.154.214