کور / خبرتیا او پيغامونه / په کاناډا کي د مرحوم سيد عبدالاحمد نوربابا د فاتحې خبرتيا

په کاناډا کي د مرحوم سيد عبدالاحمد نوربابا د فاتحې خبرتيا


په کاناډا کې د مرحوم الحاج سيد عبدالاحمدنوربابا فاتحه د يک شنبې په ورځ د مارچ د مياشتې په شلمه (۲۰) نېټه د افغانانو په جومات کې د سهار له نهو بجو (۹:۰۰)تر یوولسو (۱۱:۰۰) بجو پورې اخیستل کېږي.


پته:


Ummah Nabawiah Mosque (Afghan Mosque) 
2074 Kippling Avenue 
Etobicoke, ON M9W 4J9 
Tel: (416) 748-8033


Sunday, March 20, 2011- From 9:00 AM to 11:00 AM.


د لراوبر ويبپاڼي اداره د ارواښاد له کورنۍ او دوستانو په ځانګړې توګه ډاکټر سيد نصير احمد او انجنير شېرشا ته د تسليت مراتب وړاندي کوي او د لوی خدای له دربار څخه ټولو ته د پراخ زغم او اوراښاد ته د مغفرت غوښتنه کوي . انا لله و انا الیه راجعون


په هالنډ کې مېشت ډاکتر سید نصیر احمد، ډاکټر سید نور احمد د MSH د ادارې کارکوونکی، په لندن کې مېشت انجینیر سید شیر احمد، په کاناډا کې مېشت اقتصاد پوه سید خلیل احمد، انجینیر سید شفیق احمد د افغانستان د سولې او دیموکراسۍ د بهیر کارکوونکی، اقتصاد پوه سید حسیب احمد د SMF ادارې کارکونکی او مرحوم سيد مجيب احمد زامن. پېداګوژېسته مېرمن هما، پېداګوژېسته مېرمن شيما، په امريکا کې مېشته اقتصاد پوهه مېرمن فريبا، په لندن کې مېشته مېرمن کينا او په کاناډا کې مېشته مينا لوڼي .


مل پاسوال سید عزیز احمد وردګ د پکتیا ولایت د امنیی پخوانی قوماندان ورور، ډګروال سید محمد نسیم د ملی دفاع وزارت کارکوونکی، د زراعت وزارت متقاعد مدیر سید عبدالصبور، متقاعد ډګروال سید عبدالرحمن، ډګروال سید میرهاشم د نظامی محکمې کارکوونکی، میر عبدالمالک هاشمی پخوا د ښوونې او روزنې په وزارت کې د پوهنې او لارښوونې مشاور، قاضی سید احمد شاه د وردګو ولایت پخوانی د سرې میاشتې رئیس او سید محمد امان د زراعت وزارت پخوانی کارکوونکی د تره زامن. 


متقاعد ډګروال سید عبدالوحید، انجینیر سید عبدالبصیر د تخنیکی مسلکی تعلیماتو انستیتیوت ادارې آمر، په کاناډا کې مېشت الحاج سيد عبدالحبيب، په جرمني کې مېشت انجينير سيد عبدالحميد، سید عبدالواحد د جمهوری ریاست کارکوونکی، په لندن کې مېشت حقوق پوه سيد فريد احمد او انجينير سيد نذير احمد، سیدعبدالحلیم زړګی، سید طاهر روحاني، سید مصطفی او سید مجتبی په لندن کې، سید مشتاق احمد د سوداګری د وزارت کارکوونکی، سید عبدالحکیم نوراني، سید عبدالقهار د سحر فلم رییس، سید عبدالشکور روحانی د وزارت داخلې د مالی ریاست مشاور، تورن سید عبدالنصیر، سيد منصور روحاني، سید جاوید اندیش د کاروان پوهنتون مؤسس، ډاکتر سید خالد د کاروان پوهنتون مرستیال، سید عبدالطارق، سيد شمس الرحمن رحماني  او ډاکتر نويد رحماني ورېرونه.


داکتر سید ابراهیم سلطانی، دګروال سید محمد اکبر د ریاست جمهوری کارکوونکی، سید عبدالملک د کابل پوهنتون د انجینیری پوهنځي کارکوونکی، سید عبدالفتاح، سید محمد الله، تورن سید عزیز الله د ۱۰۱ فرقې کارکوونکی، تورن سید عزیز الله د هوایي قواو د رئیس ارکان یاور، سید حبیب الله د پوهنې وزارت د امتحاناتو د تعلیمی نصاب آمر خورييونه .


په امريکا کې مېشت متقاعد ډګرمن سيد محمد عارف، په سکاتلند کې مېشت انجينير سيد محمد انور او په امريکا کې مېشت انجینیر سيد محمد اعظم د ترلې زامن او اوښيګان. متقاعد ډګروال سید عبدالستار، پوهنیار ډاکتر سید عبدالرحمن محسني د طب پوهنتون استاد دماما زامن.


پوهاند ډاکتر امیرګل میرزاد د کابل د پولتخنیک پوهنتون استاد، سید عبدالباقی ولی زی د لوړو زده کړو د امتحاناتو ریاست مالي او اداری مدیر، سید حمید الله د کاروان د پوهنتون تدریسی معاون، په امريکا کې مېشت سید عزیزالرحمن د آشنا تلویزیون کارکوونکی، ډګروال ګلا جان، ډګروال سید عادلشاه د ملی دفاع د  وزارت د لوجستیک ریاست کارکوونکی، الحاج انجینیر سید میرآقا حکمت او زبیح الله زومان.


څارمن سید عبدالرقیب د مواد مخدر د ریاست پخوانی کارکوونکی، سید محمد خالد، سید محمد فیصل، داکتر سید ایمل، انجینیر سید اجمل د MTN د شبکې کارکوونکی، سید اجمل، سید مشتاق احمد، سید حشمت، سید قیس، سید مصطفی، داکتر سید محمد عمر، سید اکبر، انجینیر سید حسیب الرحمن، ډګرمن سید عزت الله د ملی دفاع د وزارت کارکوونکی، په جرمني کې مېشت انجينير سید عبدالله ولی زی، سید عماد الله ولی زی د لویانو ښوونیزو زده کړو په کورس کې(ALC) لارښوونکی، په امريکا کې مېشت ډګرمن سيد حبيب الرحمن، په انګلستان کې مېشت سيد سيف الرحمن، سيد عبدالحکيم سادات او سید عبدالله روحانی د کاروان د پوهنتون د تکنالوژی د برخې آمر لمسیان.


د ارواښاد الحاج سیدعبدالاحمد نوربابا (بلبل) ژوندلیک


ارواښاد الحاج سیدعبدالاحمد (بلبل) نوربابا د سيد عبدالواحد زوی په ۱۳۱۲ کال کې د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د کفترې په کلي کې سترګې دې نړۍ ته پرانیستلې او د ۱۳۸۹ کال د کب د میاشتې په ۱۹ نېټه په کابل ښار کې په ناڅاپي ډول له دې نړۍ سترګې پټې کړلې. خدای دې رحم پرې وکړي او ودې يې بښي. له لوی څښتنه ورته د فردوس جنتونو تمه کوو.


نوموړي لومړنۍ او دیني زده کړې په خپل کور کې له پلاره ترلاسه کړې وې او د کلي په ښوونځي کې یې تر نهم ټولګي پورې درس لوستی و. وروسته له هغې يې د وروستيو درېيو کلونو د ښوونځي لوست په سامې بڼه د څو مياشتو په بهير کې تر سره کړی ؤ او وروسته له هغې يې د افغانستان د فارمسي لومړني ډاير شوي کورسونه تعقيب کړي و، چې دوا سازي يې هم يوه برخه وه. د عسکري په دوره کې يې د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې په دولتي درملتونونو کې کار کړی او وروسته يې د هېواد په ګڼو ولایتونو لکه: خوست، غزني، پکتیا، جوزجان او نورو کې د ديپو په درملتونونو کې د فارمسيست په توګه کار کړی دی.


نوربابا د ۱۳۴۳ لمريز کال په بهير کې د خپلې کورنۍ سره دافغانستان شمال جوزجان ولایت ته کډه وکړه او هلته یې له همغې مودې راهیسې ژوند کولو. په جورجان کې يې د لنډې مودې لپاره د شبرغان ښار د ملکې روغتون په درملتون کې خپله دنده تر سره کړې ده، چې بيا يې له دولتي دندې په خپله خوښه استعفا وکړه. په ۱۳۴۴ لمريز کال يې د شبرغان په ښار کې يو له لومړنيو شخصي درملتونونو د نوربابا په نامه جوړ کړ، چې د هغې له لارې یې د شبرغان ښار اوسېدونکو ته بې ساري خدمات ترسره کړي. بايد ياده شي، چې په افغانستان کې هغه مهال روغتيايي زده کړې ډېرو کمو خلکو درلودلې، خو نوربابا به د خلکو په تداوي کې په نېغه تشخيص، درملنه، د زخمونو پانسمان او حتی يو شمېر عملياتونه يې پخپله تر سره کول، نو پرته له دې چې د طب فاکولته ولولي د خلکو لخوا يې د ډاکتر لقب تر لاسه کړی و، چې د خپلې تجربې پر بنسټ يې له ډېرو ځوانو ډاکترانو سره مرسته هم کوله او پخپله يې د يو څانګپوه ډاکتر په کچه يې د خلکو تداوي تر سره کوله او د خپل استعداد سره يې سم د افغانستان د خاصو پرازيتي ناروغيو لپاره لکه: کالدانه، کوخک او داسې نورو ته يې درمل جوړ کړي ول، چې د دغو ناروغيو په درمل کې يې ښه نتيجه درلودله، چې ګڼشمېر خلک يې له دغو بدمرغيو ژغورلي دي. 


نوربابا د افغانستان په شمال او نورو سیمو کې د قومي نفوذ څښتن و او په تېره بیا په شبرغان ښار کې دی د پښتنو د قومي مشر په توګه یو ټولنیز شخصیت پاتې شوی، چې د سيمو خلکو به د «پدر افغانا» په لقب ياداوه. نوربابا هر کله د ټولو افغانانو د ښېرازۍ او پرمختګ لپاره په سیمه کې له حاکمو واکمنانو سره ډغرې وهلي او ډېر افغان بچي یې د ظلم له منګولو ژغورلي دي. ارواښاد نوربابا په شبرغان ښار کې ډېر ټولنيز خدمتونه تر سره کړي، چې د سيمې نه یوازې پښتانه بلکې ازبک، هزاره او تاجګ هم د ده ترشاه ولاړ و او نوربابا یې د یوه قومي مشر په توګه پېژانده، چې حتی په خپلو کورنیو چارو کې به يې له نوربابا مشورې غوښتلې او د نوربابا پریکړې ټولو ته د منلو وړ وې.


نوربابا د شبرغان ښار کې د اندخوی په بندر کې په يوه کنډواله د سيمې يو جامې جومات جوړ کړ، چې د سيمې خلک په کې د جماعت د لمانځه تر څنګ د خپلو ماشومانو د لوست او زده کړې لپاره یو مصؤن ځای ګڼي او هلته خپل ليک لوست تر سره کوي. په سيمه کې د څښاک د اوبو د لږوالي له کبله يې ګڼشمېر څاګانې په خپل لګښت جوړې کړې، چې دغه څاه ګانې ډېرې يخې او خوږې اوبه لري، چې د څښتن تعالی يو ځانګړی حکمت پکې پروت دی، چې په روژه کې د سيمې د خلکو تنده پرې ماته وي. همدا ډول يې د پلونو او پلچکونو په جوړولو کې يې تل خپلې مرستې نه دي سپمولې. د سيمې ډېرو جوماتونو ته يې فرشونه اخيستلي او د خيراتونو لپاره يې سمنګاني چودني لوی دېګونه هم اخيستي ول، چې په بېلابېلو جوماتونو کې وېشل شوي دي. په وروستيو ۳۰ کلونو کې يې له ګڼشمېر کونډو او یتيمانو سره مالي مرستې کولې. پرته له دې يې د هديرو لپاره سامانونه لکه: بیلونه، کولنګونه او همداسې نور کاري شیان اخيستي ول. نوربابا د ځانګړي ذهنيت خاوند ؤ او د خلکو د کارموندنې لپاره يې هر کله ډېرې هلې ځلې کولې. خپل کورونه يې ځينو خلکو ته په وړيا توګه د مېشتېدو لپاره ورکړي دي.


نوربابا له ښوونې اوروزنې سره خاصه مينه لرله تل به  يې د ديني کتابونو ترڅنګ نور پوهنيز کتابونه مطالعه کول او ټول ژوند یې په پوهه کې سرته رسولی وو او له علمي بحثه يې دېر خوند اخيستلو. د نوربابا ملګري زياتره د لوړو زده کړو خاوندان او د افغانستان لوړ پوړي چارواکي ول.  نوربابا  د خپل اولاد په روزنه کې هم ډېر زيار ګاللی او ټول اولادونه يې هم د لوړو زده کړو خاوندان دي. نوربابا د ۷۸ کلنی په عمر له فانی نړی نه سترګې پټې کړې او د پنجشنې په ورځ د ۱۳۸۹ کال د کب د میاشتې په ۱۹ نیټه په فاضل بیګ کې په خپل کور کې په حق ورسېد او د خواجه جمع ولی په هديره کې د خپل کشر شهيد زوی سيد مجيب احمد تر څنګ خاورو ته وسپارل شو. سره له دې چې ارواښاد الحاج یو ټولنیز او قومي شخصیت پاتې شوی، هېواد ته یې یوه پوهنيزه کورنۍ هم ډالۍ کړې. نوربابا اوه زامن او پنځه لوڼي درلودلې، چې ټول يې لوړې زده کړې لري او د افغانستان او نړۍ لپاره په خدمت لګیا دي. 


انا لله و انا الیه راجعون

تبصره نسته

  1. په خواشینۍ سره خبر شو چې ارواښاد سیدعبدالاحمد نوربابا په حق رسېدلی. خدا د دی وبښي او خدای د جنتونه ورته په نصیب کړي.
    ارواښاد سیدعبدالاحمد چې د سیدانو قومي مشر پاتې شوی او ددې قوم او ټولو پښتنو لپاره یې هر راز هلې ځلې کړې دي، زموږ او ټولو پښتنو لپاره یوه ستره ضایعه ده. موږ د الله (ج) له درباره ده ته جنت فردوس غواړو او د کورنۍ غړو ته یې د جمیل صبر غوښتونکي یو.
    په درنښت
    د سیدانو کلتوري ټولنه

  2. انا الله انا اليه راجعون
    د ستر څښتن عزوجل ( ج) د لوی درباره خدای بخښلي سيد عبدالا حمد نور بابا ته د مغفرت دعا کوم او لوی خداي ( ج ) دي ورته فردوس جنت تلپاته مکان وګرځوي . داکتر نصير احمد او د متوفی ټولو دوستانو ، خپلوانو او اړوندانو ته د الله پاکه د جميل صبر غوښتنه کوم . امين يارب العالمين
    الحکم الله
    باوري

  3. په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړچې د ډاکتر صاحب سید نصیر احمد پلار ارواښاد سیدعبدالاحمد نوربابا په حق رسېدلی
    زه ډاکتر صاحب او دهغه درني کورنۍ ته د زړه صبر او ګران پلار ته یې د الله (ج) نه دفردوس جنت غو ښتنه کوم،

    جمال کټوازی

  4. په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړچې د ډاکتر صاحب سید نصیر احمد پلار ارواښاد سیدعبدالاحمد نوربابا په حق رسېدلی
    زه ډاکتر صاحب او دهغه درني کورنۍ ته د زړه صبر او ګران پلار ته یې د الله (ج) نه دفردوس جنت غو ښتنه کوم

    جمال کټوازی

  5. په ډیره خواشینۍ خبرشوو چه په هالنډ هیوادکې دمیشت افغان علمی اوفرهنګی یاراوملګری ښاغلی ډاکټر نصیراحمد ارواښادپلار الحاج سیدعبدالاحمد نورباباد78 کالوپه عمردورپېښې ناروغۍ لامله دروان 1389 کال دکب دمیاشتی په 19مه نیټه لدې فانی دنیادابدلپاره سترګې پټې اوځان یی حق اوابدیت ته وسپاره. انالله وانالیه راجعون
    پدې وسیله دلوی خدای له درباره ارواښاد ته دفردوس جنت او دارواښاد نوربابادآغلې کورنۍ ټولوغړو، خپلوانواو دوستانوته دلوی صبردعا اوغوښتنه کوو. روح دې ښادوی
    ګران ورور ډاکټرصاحب نصیراحمد!
    په بلجیم هیواد کې دافغان کلتوری بهیر غړی اوپه نوموړی هیوادکې مېشت افغانان ستاسواوستاسودټولې کورنۍ سره پدې سترغم کې ځانونه شریک ګڼی.
    په درنښت
    دټولنې په استازیتوب
    پوهنیارسیدحضرت
    بروسل ښار- بلجیم