يو سړى د ويښتانو د سمبالښت لپاره نايي ته ورغى. د خبرو په ترڅ كې نايي له خپل ژوند څخه دې سړيه ته ګيله وكړه. دې سړي نايي ته وويل چې څيښتن ډير يادوه نو انشالله هره ستونزه به دي حل شي خداى ډيره مهربانه دى. نايي چې دلوي څيښتن په شتون يې عقيده كمزوري وه ، دې سړي ته وويل چې آيا خداى (ج) شته ؟! زه خو ووايم چې نشته ، هغه ځكه كه خداى (ج) شتون درلوداى او ستا په وينا مهربانه هم واى نو څنګه په دې نړۍ كې ډير وګړي ناروغه دي او ډير شمير خلك د ژوندانه لا بيلابيلو ستونزو سره لاس او ګريوان دي؟ سړى پوه شو چې نايي خو په كږو روان شوى نو يې ځواب ورنكړ او د ويښتانو له سمبالښت نه وروسته سړى په پټه خوله د نايي له دوكان څخه ووت.
كله چې دا سړى د نايي د دوكان مخې ته را ووت نو يې وليدل چې يو بل سړى په ببر سر او ككړو ويښتانو په سړك روان دى. سړى نايي ته بيرته را وګرځيد او ورته يي وويل : په دې ښار كې نايي نشته ! نايي په غوسه ورته وويل چې ولې زه بيكاره نايي درته ښكارم ؟ سړى وويل نه هغسي هم نده خو زه په دې عقيده يم چې په دې ښكار كې نايي نشته. نايي حيران شو ورته يي وويل چې په كوم دليل ته دا خبره كوې؟ سړي وويل چې كه چيرې په دې ښار كې نايي واى نو هغه سړى به داسي ببر سر او ككړ ويښتان نه ګرځيداى. نايي په ځواب كې وويل چې په دې كې خو زه پړ نه يم ، هغه خپله ماته مخه نه كوي او نه راځي ، زه خو دې ته اړ نه يم چې په هر چا پسې د هغه د ويښتانو د سمبالښت لپاره كور ته ورشم. سړى ورته وويل چې كه چيرې خلك تاته رانشي نو د ويښتانو حالت به يې تل همداسي خراپ وي نو همدارنګه كه چيرې مونږ خپل خداى په نورمال ډول ياد نه كړو نو همداسې به مو ژوند له ستونزو او كړاوونو ډك وي او دا په دې مانا نده چې ګواكې خداى (ج) نشته ، خداى (ج) شته خو مونږ يې په خپل وخت سره نه يادوو ځكه خو ژوند له كړاوونو ډك دى.