د روتشيلد ويولون (د آنتون چيخوف يوه شاهکار لنډه کيسه) –
د يوه کلي غوندې وړوکى ښار و، چې نژدې ټول اوسېدونکي يې سپين ږيري او تر وخت تېر خلک وو، خو دومره لږ به مړه کېدل چې بېخي د خواشينۍ خبره وه. د ښار د زندان او روغتون به هم کله-کله تابوت ته اړتيا پيدا کېده. لنډه دا چې د کسب او کار هېڅ مزه نه وه، بېخي په ټپه ولاړ و. که ياکُف ايوانُف د دې واړه ښار پر ځاى په کوم لوى ښار کې کار کولاى، نو له شک پرته چې لکپتي کېده به، خپل ځاني کور به يې لرلاى او ياکُف ماتوويچ به بلل کېداى. خو په هغه واړه ښار کې يوازې په ياکُف مشهور و او په کلي-کوڅه کې يې هم _ګوره له څه وجې_ د (برنزا) لقب وړى و. ياکُف د يوه ساده بزګر په څېر د غريبۍ ژوند درلود: زاړه وړوکي کور يې يوازه يوه خونه درلوده، چې پخپله ده او مارفا له بخارۍ، دوه کسيز کټ، د ترکاڼۍ له مېز او نور ټول هست و نيست سره پکې ژوند کاوه.
ده خورا کلک تابوتونه جوړول. د سارايي او کليوالي خلکو تابوتونه به يې د خپل بدن او خپلې ونې په اندازه نيول او په دې اړه هېڅکله هم تېر نه وتى. ځکه سره له دې چې د عمر اويا کلونه يې اوښتل، په درست ښار کې _تر دې چې د ښار په زندان کې هم_ تر ده لوړونى او هډور سړى نه موندل کېده. خو د ښځو او نورو محترمو خلکو لپاره به يې تابوتونه د هغوى د خپلو اندازو له مخې جوړول او د هغوى د اندازو د نيولو لپاره به يې هم يو اوسپنيز نيم ګزى کاراوه. د ماشوم تابوت به يې په نه زړه مانه، دا ډول تابوت به يې له کومې اندازې پرته او د اړتيا له مخې جوړاوه او د هغه د بيې د معلومولو پر مهال به يې تل ويل:
_ ولا چې رښتيا ووايم، اصلاً نه غواړم په داسې وړو-وړو کارونو ځان بوخت کړم!
هغه د تابوت جوړونې پر کسب برسېره د ويولون ږغولو له لارې هم څه اندازه مالي لاسته راوړنه درلوده. د واړه ښار په ودونو کې به يې معمولاً يوه ډله يهودي سازنده رابلل کېدل. د دې ډلې مشر، چې يو مسګر و او موييسي ايليچ شاخکس نومېده، تل د ډلې نيمايي مالي لاسته راوړنه خپل جېب ته اچوله. دا چې ياکُف يو ښه ماهر ويولون ږغوونکى و او په ځانګړې توګه روسۍ سندرې او بدلې يې ډېرې ښه ويلاى شواى، نو شاخکس به کله-کله خپلې ډلې ته ورباله او په هر ځل به يې د مېلمنو له انعامونو پرته پنځوس کوپکه مزد هم ورکاوه. برنزا چې به کله په بانډارونو او ودونو کې د ويولون ږغولو لپاره کښېناسته نو تر هر څه لومړى به يې څېره په بنفش رنګه اوښتله او په خولو کې به ډوبېده. ځکه د تودوخې احساس به يې کاوه، د هوږې د بد بوى له امله به يې ساه بنده-بنده کېده، ويولون به يې چيغې وهلې، ښي غوږ ته به يې (کنترباس)غُر-غُر کاوه او کيڼ غوږ ته به يې شپېلۍ ږغېدله. شپېلۍ ږغوونکى يو ډنګر-نرى او د خړو وېښتانو لرونکى يهودي و، چې څېره يې ټوله له نازکو سرو او شنو رګونو څخه ډکه وه او زموږ د زمانې د مشهورې شتمنې کورنۍ يعنې (روتشيلد) نوم يې هم په ځان پورې تړلى و. دې پدرلعنته يهودي بيا هغه تر ټولو خوشحاله ترانې هم په غمګينو نغمو کې ويلې. د ياکُف له کوم خاص دليل پرته په زړه کې ورو-ورو له يهودانو او په ځانګړي ډول له روتشيلد څخه کرکه پيدا کېده، پلمې به يې ورته لټولې او څومره چې به يې وس و هغومره به يې بد-رد ورته ويل، ښکنځل به يې ورته کول او تر دې چې يو وخت خو بېخي نژدې و، چې خوار يهودي ته وهل-ټکول ورکړي. په هغه ورځ روتشيلد ځورېدلى و او له غوسې ډک کاته يې په ياکُف کې ګنډلي او ويلې يې وو:
_ که مې ستا د ذوق او هنر درناوى نه کولاى نو اوس به مې له دې کړکۍ څخه لاندې غورځولاى واى!
او وروسته يې ژړلي وو. نو همدا وجه وه چې برنزا به کله-کله او يوازې هغه مهال کنسرټ ته وربلل کېده، چې يهودي شپېلۍ ږغوونکى به نه و.
ياکُف به د هغو درنو زيانونو له امله، چې له ناچارۍ څخه يې بايد زغملي واى، تل په غوسه، ناآرام او بدچلند و. مثلاً که غواړي يا نه غواړي په کال کې بايد دوه سوه ورځې همداسې لاس تر زنې بېکاره کښېني او هېڅ شي ته لاس ورنه وړي. ځکه د يکشنبو او اخترونو په ورځو کې بايد کار ونه شي _ګناه لري_ دوشنبې ورځې خو هم داسې نفستنګې او غمېدونکې ورځې دي، چې د سړي هېڅ کار ته پکې زړه نه غواړي. نو چې رښتيا شي دا يو ډېر لوى زيان دى! او کله-کله هم داسې پېښه شي چې څوک خپل شوق يا واده ته سازنده هېڅ خبر نه کړي او يا شاخکس د شپېلۍ ږغوونکي له نه شتون سره-سره برنزا پروګرام ته ورونه غواړي. دا بيا يو بل لوى زيان دى! د ښار والي پوره دوه کاله پر له پسې ناروغ و او ورځ په ورځ پسې پېزى کېده. ياکُف په دې ټوله موده کې په خورا بېصبرۍ د هغه د مړينې انتظار کاوه، خو والي په دې نيت چې درملنه به يې وشي، د هېواد مرکز ته لاړ او له هغه ځايه برابر د هغې بلې نړۍ مېلمه شو. دا بيا د لسو روبلو يو بل زيان و؛ ځکه د والي لپاره يې هرومرو قېمتي تابوت له زرينو پوښونو سره جوړاوه. د دا ډول زيانونو غمونو به ډېر سخت ځوراوه _په تېره بيا په شپه کې_. په داسې حالاتو کې به يې بيا ويولون له ځان سره خپل د خوب کټ ته وړى او په داسې حال کې چې په دې ځوروونکو فکرونو کې به غرق و ترک و، ګوتې به يې د هغه پر تارونو خوځولې او له هغه څخه د راوتونکې ږغ له امله به يې، چې د شپې په تياره کې به سره پېچل کېده، ښه د آرامۍ احساس کاوه.
يو کال وړاندې د کال پينځمه مياشت وه چې مارفا ناڅاپه ناروغه شوه. خوارې سپين سرې به په خورا زحمت تنفس کاوه او تر معمول به يې زياتې اوبه څښلې. ځنګېدلې-ځنګېدلې به روانه وه او پر سترګو به يې توره شپه راتله. خو له دې سره-سره يې په دا سبا د کوټې بخارۍ روښانه کړه او تر دې چې اوبه يې لا هم راوچلولې. خو لمر لوېدو مهال ته له تګه ولوېده او تر بړستنو لاندې شوه. ياکُف په هغه ټوله ورځ په ويولون ږغولو بوخت و، خو د هوا په تياره کېدو يې خپله د زيانونو د ياداښت کتابچه ورواخيسته او د نفستنګۍ او خواشينۍ له مخې د خپلو کلنيو زيانونو په جمع کولو بوخت شو. د جمع حاصل يې تر (زرو) روبلو زيات راووت. د دومره ستر زيان په ليدو داسې په غوسه شو او دومره سره وخوټېده، چې د حساب آله يې په ځمکه وويشته او پښه يې په ډېر زور او غضب د کوټې په منځ کې له ځمکې سره وجنګوله. وروسته يې د حساب آله بېرته ورواخيسته او ګړى وروسته له خواشينۍ په ډک زړه او آسوېليو د خپلو زيانونو په حساب-کتاب بوخت شو. خولې پر بهېدلې او څېره يې تکه سره اوښتې وه. له ځان سره يې فکر وکړ، که يې دا زر روبله بانک ته ورکړي واى نو اوس خو به يې لږ تر لږه په هر کال کې څلوېښت روبله ورباندې ګټلاى. البته دا څلوېښت روبله يې هم پر کلنيو زيانونو پسې ورزيات کړل. لنډه دا چې هر لوري ته چې به يې مخ اړاوه له زيان پرته به يې څه لاس ته نه ورتلل! په همدې وخت کې مارفا ورږغ کړل:
_ ياکُفه، زه خو مرمه!
ياکُف يې خوا ته ورغى. د هغې څېره د تودې تبې له امله انار غوندې تکه سره اوښتې وه او د پخوا پر خلاف خوښه او نوراني ښکارېده. برنزا له دې امله، چې هغه به يې تل وېرېدلې، رنګ الوتې او خواشينې ليدله، لاس و پښې ورک کړل. هغه د ځکندن په حال کې ورته وايسېدله او له دې وجې يې د خوښۍ احساس کاوه، چې نور به له دې کوډلې، تابوتونو او پخپله د ياکُف له شره آزاده شي … بوډۍ ښځې سترګې د کوټې په چت کې ګڼدلې وې، شونډې يې خوځېدلې او نېکمرغۍ ورباندې داسې خپل وزر غوړولى و، لکه دا مرګى _دا مسيحا_ چې يې په خپلو سترګو ليده او ښه راغلى يې ورته وايه.
سپېدې وچاودلې او اُفُق د کوټې د کړکۍ تر شا ورو-ورو اور غوندې تک سور شو. ياکُف ته په داسې حال کې، چې خپلې بوډۍ مېرمنې ته يې کتل، ګوره له څه وجې ورياد شول چې تر دې دمه يې هغې ته حتى يو ځل هم ناز نه دى ورکړى، زړه يې نه دى ورباندې سوځلى او تر اوسه يې مازې يو ټيکرى هم پر سر نه دى وراچولى، له ودونو څخه يې هېڅکله ورته خوږې ډوډۍ نه دي راوړې او د دې ټولو پر ځاى يې تل د خپلو وررسېدلو (زيانونو) له امله رټلې ده، ښکنځل يې ورته کړي دي او په وارو-وارو ورباندې ببر شوى دى. که څه هم هېڅکله يې نه ده وهلې، خو يوازې يې ګواښونه کافي وو چې سپين سرې يې له وېرې او وحشته په رېږدېدو کړې واى. هو، هغه به خپله سپين سرې مېرمن سپما ته اړ ايستله، حتى د چايو له څښلو به يې هم منع کوله او مارفا خوارې به تل د چايو پر ځاى ايشېدلې اوبه څښلې. او اوس چې يې د مارفا خوشحاله او عجيبه څېره ليدله او په لامل يې پوهېده، نو په زړه کې يې د ناآرامۍ احساس کاوه.
د لمر په راختو يې سمدستي د ګاونډي بګۍ د څو ساعتونو لپاره واخيسته او مارفا يې روغتون ته پکې بوتله. په هغه ورځ ناروغان يو څه لږ وو، چې له همدې امله يې تر درې ساعته زيات انتظار ونه کړ. له دې وجې چې ډاکټر پخپله ناروغ او بستر و او پر ځاى يې مرستيال ماکسيم نيکلاييچ ناروغان کتل، ډېر سخت خوښ شو. ځکه په ښار کې ويل کېدل چې که څه هم د ډاکټر مرستيال شرابخور او غوسه ناک دى، خو بيا هم په درملنه کې پخپله تر ډاکټر ښه دى. کتنځي ته په ورننوتو يې ماکسيم نيکلاييچ ته وويل:
_سلام د زړه سره! … دا چې د هر مازې کار لپاره مو مزاحم کېږم شرمنده يم، خو دا … سياسره مې … وبخښئ، هغه د نن ورځې د خلکو خبره د ژوند ملګرې مې ناروغه شوې ده ….
د ډاکټر مرستيال د تندي ګونځې سره ټولې کړې او په داسې حال کې چې له غوږ سره نژدې يې د سر د بغل پر وېښتانو لاس تېراوه، د مارفا په معاينه کولو بوخت شو. ډنګره، وچه کلکه او پر ملا کړوپه سپين سرې پر کټ ناسته وه. که چا د بغل له لوري ورته کتلي واى نو په پرانيستې خوله او تېره پزه د يوې چرګې غوندې ښکارېده. د ډاکټر مرستيال تر شونډو لاندې وويل:
_ ښه … پوه شوم ….
وروسته يې ژوره ساه واخيسته او ويې ويل:
_ زکام ده، يا هم ښايي ملاريا شوې وي. په دې ورځو کې محرقه هم بېخي ډېره شوې ده … سړى څه ورسره کولاى شي! دا خو لا ښه ده سپين سرې ده، ښه ډېر ژوند به يې کړى وي … څو کلنه ده؟
_ راتلونکى کال يې اويايم دى.
_ نو چې داسې ده، ښه ډېر ژوند يې کړى دى … تر دې نو اضافه څه کوي ….
ياکُف د احترام او ادب له مخې وموسکل او ويې ويل:
_ هو، تاسو پوهېږئ … ښه مو وويل … ډېره مننه … خو ستاسو په اجازه بايد ووايم چې يوه خزنده لا هم غواړي چې ژوندۍ واوسي.
د ډاکټر مرستيال په يوه داسې لهجه، لکه د سپين سرې مرګ و ژوند چې يوازې په ده پورې تړلى وي، وويل:
_ ښايي همداسې وي … ښه ګرانه، يخ دسمال يې پر سر ورکښېږده او دغه ګولۍ په ورځ کې دوه ځله ورکړه، نور مو نو په مخه ښه، ورځ مو په خير!
ياکُف د ډاکټر د مرستيال له څېرې څخه پوه شو چې د مارفا حالت ډېر نازک دى او هېڅ ډول ګولۍ به يې ونه شي ژغورلاى. هغه پوه شو چې سپين سرې مېرمن به يې ډېر ژر _نن يا سبا_ مړه شي. نو يې د ډاکټر مرستيال ورو تر څنګل ونيوه او تر سترګې وهلو وروسته يې ترې وپوښتل:
_ماکسيم نيکلاييچه، ښه به دا وي چې يو څه وينه ترې وباسئ؟! ….
_ وخت نه لرم، وروره وخت نه لرم! سپين سرې دې تر لاسه نيسه، ځه بالا پر خپله لار! ….
ياکُف په زاريو او ننواتو وويل:
_ ډاکټر صاحب پر موږ رحم وکړئ، پخپله تر ما ښه پوهېږئ چې که ټمبه واى يا يې پر کُلمو درد واى نو بيا کېداى شواى چې په قطرو يا ګوليو جوړه شوې واى، خو دا ښځه اوس يخنۍ وهلې ده، نو څوک چې يخنۍ وهلى وي بايد تر هر څه وړاندې وينه ترې وايستل شي!
_خو د ډاکټر مرستيال بل ناروغ ته ورږغ کړل، او يوه کليواله ښځه له خپل واړه ماشوم سره کتنځي ته ورننوته. ماکسيم نيکلاييچ څېره تُروه کړه او ياکُف ته يې وويل:
_ځه نو بالا! … بېځايه رشادت مه کوه!
_ خو ډاکټر صاحب، مازې يو څاڅکى وينه ترې واخلئ، تر ابده به درته دعاوې کوم!
د ډاکټر مرستيال دا ځل له کنټروله ووت او چېغه يې کړه:
_که د نامي زوى يې نو بله خبره وکړه! … سپين سترګې! ….
ياکُف هم له کنټروله ووت، خو څه يې ونه ويل، مارفا يې تر مټ ونيوله او دباندې ووت. مازې يې په بګۍ کې د سپرېدو پر مهال له غوسې او ملنډو ډک کاته روغتون ته ځير کړل او ويې ويل:
_ دلته خو يې د ډاکټرانو پر ځاى ډمان راوستلي دي. که دې ناروغ يو شتمن سړى واى نو هرومرو به دې وينه ترې ايستلاى، خو اوس دې د يوه خوار-غريب يو څاڅکى وينه هم وانه خيستله. ظالمه، بې انصافه!
خپل کليوالي کور ته په رارسېدو مارفا لاس پر بخارۍ ونيوه او د لسو دقيقو لپاره هماغسې پر پښو ودرېده، فکر يې کاوه که پرېوزي نو ياکُف به بيا د خپلو زيانونو په اړه په خبرو ورته سر شي او له دې امله به بد-رد ورته ووايي چې مارفا ولې تل ويده وي او هېڅ شي ته لاس نه وروړي. خو ياکُف ته په داسې حال کې، چې خپل له غمه ډک نفستنګي کاته يې مېرمنې ته متوجه وو، ورياد شول چې سبا خو د (سپېڅلي ژان) او بله ورځ د (معجزه کوونکي نيکلاى) اختر دى، يکشنبه او ورپسې ورځ دوشنبه خو نو بيا بدشګونې او ټنبلې ورځې دي. نو چې داسې ده بايد پوره څلور ورځې لاس تر زنې کښېنې او هېڅ شي ته لاس ورنه وړي. حال دا چې مارفا په نن او سبا کې پر مړه کېدو ده، نو بايد همدا نن لاس په کار شي او تابوت جوړ کړي. اوسپنيز نيم ګزى يې ورواخيست، د سپين سرې مېرمنې پر لوري لاړ او د هغې د ونې اندازه يې واخيستله. وروسته مارفا ستوني ستخ په ځاى کې اوږده وغځېده او ياکُف پر ځيګر باندې تر صليب انځورولو وروسته په تابوت جوړولو بوخت شو.
همدا چې کار يې تمام کړ، سمدستي يې عينکې پر سترګو کړې او پخپله کتابچه کې يې وليکل: (د مارفا ايوانونا لپاره تابوت- دوه روبله او څلوېښت کوپکه.) او سوړ اسوېلى يې وايست. د هغه زړې مېرمنې مارفا په دې ټول وخت کې سترګې پټې کړې وې او اوږده غځېدلې وه، خو تر لمر لوېدو وروسته چې هوا تياره شوه خپل خاوند ته يې ورږغ کړل او په داسې حال کې چې له خوښيو ډکې سترګې يې ورته ځير کړې وې، ويې پوښتل:
_ ياکُفه، ستا ياد دي چې پينځوس کاله مخکې خداى يوه ښايسته لور راکړې وه … چې طلايي وېښتان يې وو، چې زه او ته به هره ورځ د سيند پر غاړه له ولې سره کښېناستلو … او سندرې به مو ويلې؟
وروسته يې ترخه موسکا وکړه او ويې ويل:
_ چې وروسته بيا زموږ هغه لور مړه شوه!
ياکُف چې هر څومره پر ياداښت زور واچاوه تر څو خپله لور يا وله په ياد راوړي، خو څه يې لاس ته ورنغلل، نو يې وويل:
_ زما خو څه نه رايادېږي … فکر کوم خوب به دې ليدلى وي.
وروسته کشيش راغى او مذهبي مراسم يې پر ځاى کړل. مارفا تر سپېده داغه تر شونډو لاندې نامفهومه کليمات زمزمه کول او آخر سهار وختي مړه شوه.
د ګاونډيانو سپين سرو غسل ورکړ او په کفن کې يې تر پېچلو وروسته په تابوت کې کښېښووله. ياکُف د دې لپاره چې د کشيش له پيسو څخه يې ځان ژغورلى وي، پخپله د تابوت سره ته ودرېد او مذهبي مراسم يې پر ځاى کړل. د قبر او قبر کيندلو پيسې يې هم ترې وانه خيستلې، ځکه د هدېرې ساتونکى د ياکُف (ديني پلار) و. څلورو کليوالي خلکو تابوت _د احترام له مخې، نه د پيسو د تر لاسه کولو له امله_ پر اوږو کړ او د هدېرې پر خوا روان شول. څو سپين سرې، دوه خواخوږي نارينه او څو سوالګر هم په تابوت پسې وو. لارويان به د تابوت په ليدو درېدل او په ډېر اخلاص به يې پر ځيګر صليب انځوراوه … ياکُف له دې امله خورا خوښ و، چې د ښخونې مراسم ښه ارزانه، په عزت او له کومې ستونزې پرته تر سره کېدل. کله چې يې لاس د وروستۍ وداع په نيت د مارفا پر تابوت راتېر کړ نو له ځان سره يې وويل: (څومره ښه تابوت!).
خو له هدېرې څخه د راستنېدو پر مهال ډېر سخت ناآرام او زړه تنګى شو. د ناروغۍ احساس يې کاوه: ضعف غوندې حالت يې خپل کړى و، په ډېر زحمت يې قدمونه اخيستل او ستونى يې وچ-وچ کېده، لکه تږى چې وي. تر ټولو بتره يې لا دا چې په وهمونو او خيالونو کې راښکېل شوى و. او يو ځل بيا يې ياد شول چې په ټول عمر کې يې پر مارفا هېڅ رحم نه و کړى او تر دې چې پر سر يې يو ځل هم د مينې لاس نه و ورتېر کړى. دا دوه پينځوس کاله وخت، چې دوى په خپل کليوالي کور کې تېر کړى و، ډېر په ځنډ تېر شوى و او هغه په دې ټوله اوږده موده کې هېڅکله د مارفا په فکر کې نه و شوى او تل يې د يوه سپي يا يوې پيشي په څېر چلند ورسره کړى و. خو مارفا به هره ورځ پخپله بخارۍ لګوله، له چينې څخه به يې اوبه راوړلې، په يوه بستر کې به ورسره ويدېدله، د کور ټول کارونه به يې کول، اخلى-پخلى به يې کاوه او کوم وخت چې به ياکُف د شپې له ودونو او بانډارونو څخه مست او بېحاله راستنېده نو مارفا به يې ويولون په ډېر ادب پر دېوال راځړاوه او پخپله به يې دى هم پر کټ ويده کاوه. او دا ټول کارونه يې له کومې غوسې پرته په ځپلې او رنځېدلې څېره تر سره کول.
په همدغه وخت کې يې روتشيلد مخې ته شين شو، هغه په داسې حال کې چې موسکا يې پر شونډو خوره وه، وويل:
_ کاکا جانه، چې رښتيا شي په تاسو پسې ګرځېدم. موييسي ايليچ سلامونه ويل او غوښتل يې چې همدا اوس دستي ورسره ووينئ!
ياکُف د هېڅ شي د اورېدلو حوصله نه درلوده، زړه يې غوښتل چې وژاړي. همداسې چې پر لارې روان و، ويې ويل:
_پرېمېږده!
روتشيلد قدمونه ګړندي کړل، ترې وړاندې شو او په ناآرامۍ يې وويل:
_ دا څنګه کېداى شي؟! موييسي ايليچ به هرومرو خپه شي! هغه غوښتل چې همدا اوس-اوس تشريف وروړئ!
د يهودي د خبرو کولو انداز، په زوره-زوره ساه ايستلو او د سترګو د رپولو ډول او د هغه د څېرې سرو ټپلو د ياکُف نفرت ډېر سخت راوپاراوه. د هغه له بالاپوښ ته ورته جامو، چې ځاى-ځاى يې تورې پينې هم درلودې، او نازک-پاسته بدن څخه يې کرکه راغله. چېغه يې کړه:
_ ولې لاس نه راڅخه اخلې، خر چټله؟! … پرېمېږده پر خپل حال!
روتشيلد هم په غوسه شو او د يهودانو په ځانګړې لهجه يې په لوړ ږغ ورته وويل:
_ ښاغلې، لطفاً آرام شئ، که نه نو اوس مو څپلۍ پر پښو دراصلوم!
ياکُف هم په موټو شويو لاسونو په چېغه يرغل ورباندې وکړ:
_ ورک کېږه خر حرامزاده! تاسو يهودانو خو بېخي ځمکه راباندې تنګه کړې ده!
روتشيلد، چې نژدې و له ډېرې وېرې مړ شي، همالته ځاى پر ځاى کښېناست او لاسونه يې د دفاع په ډول پر سر ونيول. وروسته اوچت شو او په ډېره منډه يې تېښته خپله کړه. هماغسې چې په ځغاسته و، لاسونه يې په هوا کې خوځول او ډنګره اوږده ملا يې تاو-تاو کېدله. د کوڅې هلکان د دې پېښې په ليدو خوښ شول او د (يهودى دى، يهودى دى!) په چېغو يې په روتشيلد پسې منډه واخيسته. سپي هم په دوى پسې په غپاوو په ځغاسته شول. يوه سړي په زوره وخندل او وروسته يې په خوله باندې شپېلکى وواهه، چې په دې سره سپيانو لا په غوسه پسې وغپل … او وروسته لکه يوه سپي چې روتشيلد وداړه، ځکه له هغه لوري يوه له درد او وېرې ډکه کرېږده واورېدل شوه.
ياکُف هماغسې روان و، له څړځايه تېر شو او له ښار څخه بهر يوې خوا ته بې هدفه رهي شو. د کوڅې هلکانو ورپسې چېغې وهلې: (برنزا! برنزا! …) آخر د سيند غاړې ته ورسېد. سيسيانو په خپلو زير او هيليو په خپلو ځانګړو ږغونو د سيند پر سر خورا په چټکۍ وزرونه ټپرول. د لمر وړانګو هر څه ټکورول او انعکاس يې داوبو پر سطحې د سړي سترګې برېښولې. ياکُف د سيند پر غاړه نرۍ کږه-وږه غځېدلې لار په خوله ورکړه او وړاندې لاړ. يوه پنډه سورمخې ښځه يې وليدله چې له لامبو څخه راروانه وه. له ځان سره يې فکر وکړ: (عجيبه ښځه ده! دې ته نو وايي د اوبو سپى!). د لامبو وهلو ځاى ته چې ورسېد، هلته يو څو هلکانو غوښې ټوټه-ټوټه کړې وې او چنګاښان يې په نيول. همدا چې سترګې يې پر ياکُف ونښتې په غوسه يې چېغې کړې: (برنزا دى! برنزا دى! …). دا هماغه لويه زړه (وله) ده چې اوس يې په تنه کې لوى سورى دى او مرغيو پکې ځالې جوړې کړې دي … او ناڅاپه يې هغه خپله د طلايي وېښتانو لرونکې ماشومه لور او د (ولې) ونه، چې مارفا يې يادونه کړې وه، ورپه زړه شوه. هو، دا بالکل هماغه وله ده، شنه، آرامه او له غمه پېزۍ … خوارکۍ څومره زړه شوې ده!
تر ولې لاندې کښېناست او تېر يادونه يې ورپه زړه کړل. د مخامخ ساحل پر ځاى، چې اوس د سېلاب په مخه نيوونکي بند باندې بدل شوى دى او پر هغه لوړه وچه تپه باندې، پخوا د ناجو او مجنون ونو ښه ګڼ ځنګلونه وو. خو اوس دا هېڅ هم نه وو، ټول ځاى صاف او تش ډاګ و. او د سيند پر هاغه مخامخ غاړه يوازې يو ښکلى ځوان مجنون _چې بېخي يوې ښکلې نجلۍ ته ورته و_ ليدل کېده، او د سيند پر سطحه باندې، چې پخوا به وړې-وړې کښتۍ پر ګرځېدې-راګرځېدې، اوس يوازې هيلۍ او سيسۍ کښته و پورته کېدې. داسې ورته ايسېدله لکه د پخوا په پرتله چې د سيسيو شمېر ډېر لږ شوى و. سترګې يې پټې کړې او د خيال په نړۍ کې يې سپين وزرې سيسۍ وليدې چې ډله-ډله الوتې.
ورته عجيبه وه چې ولې په دې څلوېښتو يا پينځوسو کلونو کې حتى يو ځل هم د سيند خوا ته نه و راغلى، که راغلى هم و نو ولې يې هېڅکله سيند ته توجه نه وه کړې. په حقيقت کې يې د ښار سيند تر يوې وړې ويالې لوى نه و، نو کولاى يې شواى چې کبان يې پکې نيولي واى او بيا يې پر دوکاندارانو، کارکوونکو او د اورګاډيو په تمځايونو کې پر رېړۍ والاوو او پلورونکو پلورلي او پيسې يې په بانک کې جمع کړي واي. کولاى يې شواى چې په يوه وړه بېړۍ کې کلي-کلي په ګرځېدلى واى او د ويولون ږغولو له لارې يې له خلکو څخه پيسې راټولې کړې واى. کولاى يې شواى چې په بېړيو کې يې بارکشي او مسافرۍ کړې واى _چې په هر لحاظ تر تابوت جوړولو ښه کار دى_ او بالآخره کولاى يې شواى، چې بتې يې روزلي واى او په ژمي کې يې د هغوى غوښې د ماسکو بازار ته د پلورلو لپاره ايستلي واى او هرومرو يې يوازې د بتو د غوښو لاسته راوړنه تر لسو روبلو اوښته. خو افسوس چې هغه له دې ټولو ګټو څخه ناخبره او غافل و. څه زيانونه! آه څومره تر حساب تېر زيانونه! او که يې دا ټول کارونه يو ځاى کولاى _هم يې کبان نيولاى، هم يې ويولون ږغولاى، هم يې وړه باروړونکې بېړۍ چلولاى او هم يې بتې روزلاى_ نو يقيناً چې اوس به د ډېرې زياتې پانګې څښتن واى! خو له دغو ټولو کارونو څخه يې يو هم حتى په خوب کې نه و کړى. ژوند او عمر يې بېځايه، بې ګټې او بې لذته تباه شوى و. اوس يې نو نور پښه د ګور پر غاړه وه. خپل تېر ژوند چې به يې کله په ذهن کې ورګرځاوه نو له وېروونکو زيانونو پرته _چې وېښتان به يې پر بدن سيخ درول_ نور هېڅ هم نه ليدل. رښتيا، ولې بشر داسې ژوند نه شي کولاى چې له دې ډول زيانونو سره مخ نه شي؟! او دا پوښتنه راولاړېږي چې ولې يې د مجنون او ناجو د ځنګل ونې وهلې دي؟ ولې له څړځايونو څخه ګټه نه اخيستل کېږي؟ ولې انسان داسې کارونه کوي چې بايد ويې نه کړي؟ ولې ده پخپله تل مارفا ته بدر-رد ويل، رټله يې او په ګواښونو يې ځوروله؟! او د دې ټولو شيانو پايله له زيانونو پرته بل څه نه وه! هغه هم څومره وېروونکي زيانونه! که کينې او نفرت وجود نه درلودلاى نو انسانانو کولاى شواى، چې له يو-بل څخه ګټه پورته کړي.
له هماغه غروبه يې بيا درسته شپه د خپلې وړې لور څېره سترګو ته دورې-هورې کېده او کبان، سرغوڅې بتې، مارفا _چې د بغل له لوري يوې تږې چرګې ته ورته وه_ او د روتشيلد رنګ الوتې او وېرېدلې څېره … او نور ډېر مخونه يې په ذهن کې ګرځېدل-راګرځېدل او د بېلابېلو زيانونو په اړه ږغېده. په پر له پسې ډول پر يوه او بل بغل واوښت-راووښت او نژدې پينځه ځله اوچت شو، ويولون يې وږغاوه.
په سبا ورځ په ډېر زحمت له ځايه پاڅېد او د روغتون پر لوري روان شو. هماغه د ډاکټر مرستيال د سړو اوبو د ټکور لارښوونه ورته وکړه او څه اندازه ګولۍ يې هم ورکړې. خو ياکُف د ماکسيم نيکلاييچ له څېرې او د ږغ له لهجې څخه پوه شو، چې نور يې نو کار تمام دى او هېڅ رنګه ګولۍ به يې ونه شي ژغورلاى. په لار کې د راستنېدو پر مهال له ځان سره تر فکر کولو وروسته پوهېده چې مرګ يې تر ژوند په ګټه دى. ځکه له هغه وروسته بيا اړ نه و چې وڅښي، وخوري، ماليې ورکړي، دا او هغه وځوروي. او دې حقيقت ته په پام سره يې د ګټو حساب تر آسمانونو ورته ښکاره شو، چې انسان يو کال نه، بلکې لسګونه، سلګونه او زرګونه کلونه په قبر کې ويدېږي خو يوه نيمکه يې هم نه خرڅېږي. لنډه دا چې ژوند معنا زيان او مرګ معنا ګټه. دا تصور البته پر ځاى او عادلانه او په عين حال کې ځوروونکى دى، ځکه همدغه عجيب نظم چې نوم يې ژوند دى، انسان ته يوازې يو ځل بخښل کېږي، نو بايد ولې خوشي، بې لذته او بېځايه تېر شي؟
پر خپلې مړينې هېڅ خواشينى نه و، خو همدا چې بېرته کور ته راستون شو او ويولون يې وليد نو زړه يې ډېر درد وکړ. خپل ويولون، چې تر مړينې وروسته يې يتيم او بې څښتنه کېده، له ځان سره قبر ته نه شواى وړلاى. د هغه پر سر به هم هغه څه راشي چې د ناجو او مجنون ونو پر ځنګلونو راغلي وو. زموږ په نړۍ کې هر څه له منځه ځي او له منځه به ځي! له کوټې څخه راووت، د وره په خوله کې کښېناست، ويولون يې ځيګر ته ورجوخت کړ او په داسې حال کې چې پر خپل بې حاصله، له زيانونو په ډک او تباه شوي ژوند کې يې فکر کاوه، په في البديهه ډول په ويولون ږغولو سر شو، او کومه نغمه چې يې له ويولونه راووته دومره غمجنه او ټکان ورکوونکې وه، چې بېخي يې له سترګو اوښکې روانې شوې. هر څومره چې به په فکر کې ډوبېده، نغمه به يې هغومره له درده ډکېده.
د وره ځنځير يو دوه ځله وشرنګېد او وروسته روتشيلد راڅرګند شو. نيمايي انګړ يې په زړورتيا او ډاډ وواهه خو همدا چې سترګې يې پر ياکُف ونښتې، ناڅاپه ځاى پر ځاى ودرېد او سره ټول غوندې شو. لاس يې _ته وا د وېرې له وجې_ داسې خوځاوه لکه غوښتل چې يې په خپلو ګوتو وخت بيان کړي. ياکُف په مهربانۍ ځان ته وروغوښت او ورته ويې ويل:
_ راشه، وېرېږه مه، کار نه درلرم!
روتشيلد په وېره او شک وړاندې ورغى او په دوه مترۍ کې ورته ودرېد. وروسته يې پخپله ځانګړې لهجه وويل:
_ وهئ مې مه! دا ځل هم موييسي ايليچ رالېږلى يم. ويل يې: (وېرېږه مه، يو ځل بيا ورشه ورته ووايه چې رانشې، زموږ کار نه سمېږي). په چهارشنبه يو واده دى، هلته ورځو … ښاغلى پووالف خپله لور يوه ښه سړي ته ورکوي …).
وروسته يې سترګې سره راټولې کړې او زياته يې کړه:
_ ډېر لوى واده ورباندې جوړوي!
ياکُف، چې ډېر په زحمت يې ساه ايستله او تنفس کوله، وويل:
_ زه نه شم درتللاى … ناآموزه يم!
او بيا يې ويولون ږغول پيل کړل. د اوښکو سېل يې له سترګو څخه روان شو او څاڅکى-څاڅکى يې پر ويولون وروبهېد. روتشيلد چې هغه ته ورنژدې شوى او لاسونه يې د چليپا په ډول په ځيګر نيولي وو، په ډېر دقت ورته غوږ-غوږ و. د څېرې حيرانۍ او وېرې يې خپل ځاى ورو-ورو غم او همدردۍ ته پرېښود، سترګې يې د هغه چا په څېر، چې نيمه ويښ او نيمه ويده وي، واړولې او تر شونډو لاندې يې وويل: (وواخ!) او د اوښکو لوى-لوى څاڅکي يې پر اننګيو ورغړېدل او پر شنه بالاپوښ ته ورته جامو يې وڅڅېدل.
ياکُف هغه ټوله ورځ په ځاى کې پروت و او نفستنګي يې کېدله. غروب مهال چې کله کشيش د وصيت اورېدنې لپاره ورته راغى نو ياکُف د خپلې حافظې نيلى وځغلاوه او يو ځل بيا يې د مارفا ځورېدلې څېره او د يهودي نهيلې کرېږه _په هغه ورځ چې سپي داړلى و_ په ذهن کې وروګرځوله او په کمزوري ږغ يې وويل:
_ ويولون مې روتشيلد ته ورکړئ!
کشيش ځواب ورکړ:
_ په سترګو، ډېر ښه!
او اوس ټول خلک په ښار کې له يوه او بله پوښتي: (روتشيلد دا دومره عجيب ويولون له کومه کړى دى؟! رانيولى يې دى، غلا کړى يې دى او که يې ګرو کړى دى؟) مودې-مودې کېږي چې روتشيلد اوس شپېلۍ ږغول پرې اېښي دي او يوازې ويولون ږغوي. خو کله چې هڅه کوي هغه نغمه وږغوي چې ياکُف د وروستي ځل لپاره په خپل کور کې ږغولې وه، نو ساز يې دومره غموونکى او له درده ډک شي چې د ټولو اوښکې راوخوټوي او پخپله دى هم وړاندې تر دې چې پيل کړې نغمه سر ته ورسوي، د سترګو تر پټولو وروسته مخ اړوي او وايي: (وواخ!). د هغه دا نوې نغمه دومره د ټولو خوښه شوې ده چې د دولت مامورين او د ښار شتمن خلک يې تل خپلو مېلمستياوو ته وربولي او اړباسي يې چې دا نغمه تر لس ځله هم ډېره وږغوي.