کور / خبرتیا او پيغامونه / د ډاکټر همايون کامران د جنازې خبرتيا ، ژوند ليک او پيغامونه

د ډاکټر همايون کامران د جنازې خبرتيا ، ژوند ليک او پيغامونه

 په ډېره خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي په پوهنمل ډاکټر همايون کامران د تعليم او تربيې په چارو کي د کابل پوهنتون پخوانی مرستيال او د نوموړي پوهنتون د طبي برخي د عقلي او عصبي څانګي پخوانی شېف د سرطان ناروغۍ له کبله چي د تېرو اوو مياشتو راهيسې ورپېښه سوې وه د ۲۰۱۱ ز. کال د فبروري د مياشتي پر ۲۶ نېټه سهار پنځه کم اووه بجې د هالنډ د امرسفورټ په روغتون کي د شپېتو کلونو په عمر له دې پاني نړۍ نه سترګي پټي کړې . انالله و انا الیه راجعون


د ارواښاد دجنازې مراسم د مارچ پر دوهمه د چارشنبې په ورځ سهار يوولس نيمي بجې د هالنډ د اوتريخت په ښار کي پر ځای کيږي .


Woensdag 2 maart om 11:30uur

Ouwerkerk

Wezerdreef 11

 3562BC Utrecht

پوهنمل ډاکټر کامران پر وطن او ولس يو مين انسان او د ښو اخلاقو او تقوا خاوند و ، ارواښاد کامران د اروپا په طبي او علمي کړيو کي يوه پېژندل سوې څېره وه ، موږ خدای بخښلي ته د الله جل جلاله په دربار کي د مغفرت دعا کوو او پاتي کسانو ته يې د صبر او زغم غوښتنه کوو .


د خدای بخښلي ډاکټر همايون کامران لنډ ژوند ليک :


ارواښاد ډاکټر همايون کامرانارواښاد پوهنمل ډاکټر همايون کامران په ۱۳۳۰ هـ . ل .  ۱۹۵۰ ز کال په کابل ښار کي د پوهي او قلم په يوه کورنۍ دې دنيا ته سترګي پرانستې وې . پلار یې احمدجان کامران د وخت راډيو کابل د لومړنيو نطاقانو څخه و او د افغانستان په مطبوعاتي چارو کي يې خدمت کړی و .


ارواښاد ډاکټر کامران په ۱۳۴۸ ل.  ۱۹۶۸ ز کال د فولبرايټ د بورس په ګټه اخستني سره د بکلوريا بری ليک د امريکې د متحده ایالاتو د کليفورنيا د سان اندريس د ليسې څخه ترلاسه کړ ، په هماغه کال هيواد ته تر راستنېدو وروسته د حبيبې د ليسې څخه هم په لوړه درجه فارغ سو  .


ده په ۱۳۵۶ ل. ۱۹۷۷ ز. کال د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي څخه ډيپلوم ترلاسه کړ چي له همدې نېټې وروسته د تخار د ينګي کلا ولسوالۍ د روغتيايي مرکز د امر ، د شبرغان د روغتون دداخله ډاکټر او د ابچې د عامي روغتيا دامر په توګه دندي اجرا کړي دي .


ارواښاد ډاکټر کامران د ۱۳۶۲ ل. ۱۹۸۳ ز. کال د کابل طبي پوهنتون په علمي کدر کي ومنل سو او دلته يې د عقلي او عصبي د ډيپارټمنټ د شېف تر درجې ارتقا وکړه .
په ۱۹۸۹ ز. کال نوموړي امريکايي مريټس په دري ژبه وژباړه چي په دغه توګه يې د عصبي ناروغيو د تشخيص په برخه کي د سيټي سکين  CT scan  او ايکو ګرافي تيوريکي پوهه افغان ډاکټرانو او د طب زده کوونکو ته د لومړي ځل لپاره ور وپيژندله .


ارواښاد ډاکټر کامران د ۱۹۸۶ ز څخه تر ۱۹۸۹ ز . کال پوري لومړی د کابل پوهنتون د فرهنګي او ټولنيزو چارو مرستيال او بيا دښووني او روزني په چارو کي ددغه پوهنتون د مرستيال په توګه دندي ترسره کړي دي .
خدای بخښلی ډاکټر کامران په ۱۹۹۲ ز. کال وطن پرېښېدو ته اړ سو او په همدغه کال کي يې په ماسکو کي د کابل پوهنتون د يو شمېر استادانو په مرسته د افغانستان دمهاجرينو کمېټه جوړه کړه او وروسته يې په ماسکو کي د ملګرو ملتونو دکډوالو د نړيوال سازمان د مامور په توګه تر ۱۹۹۵ز . کال پوري دنده ترسره کړه .


په دغه موده کي دده په هڅه او هاند په زرګونو افغان مهاجرين په کمپونو کي ځای پر ځای سول او د روغتيا ، تعليم او د ژوندانه د اړتياو په برخه کي مرستي ورسره وسوې .


هالنډ ته د رسېدو څخه وروسته ارواښاد کامران په ۲۰۰۱ ز. کال بيرته خپل مسلک ته مخه کړه او ددې د پاره چي اروپايي وګړو ته د طبابت جوګه سي څلور کاله د هالنډ د لايډن په دولتي پوهنتون کي په زده کړو بوخت سو او په ۲۰۰۴ز. کال يې خپلي زده کړي په برياليتوب پای ته ورسولې او وروسته يې د هاګ ، روټردام او اوتريخت په مشهورو روغتونونو کي دندي ترسره کړي دي  نوموړي د خپل کار تر څنګ په ۲۰۰۹ ز. کال يې د معتادينو ددرملني په برخه کي هم خپل تخصص ترلاسه کړ .
ارواښاد هرکال په يوشمېر نړيوالو علمي غونډو کي ګډون کاوه چي کاري ژبي يې هالنډي او انګريزي وې ، د وطن ژبه پښتو او دري ته يې هم ډېر علمي اثار ژباړلي دي ، د خپل هيواد او کلتور سره د ميني پر اساس يې په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني د مشهورتي کميسون غړيتوب درلود او ددې ټولني په زياترو غونډو کي يې فعاله ونډه اخستله .نوموړی د ۲۰۱۱ ز.کال د فبروري پر ۲۶ په هالنډ کي د ورپېښي ناروغۍ له امله په حق ورسېد .


د لراوبر ويبپاڼي اداره د ارواښاد ډاکټر همايون کامران د مړيني له امله د زړه له کومي خواشيني څرګندوي ، د نوموړي کورنۍ او دوستانو ته د تسليت مراتب وړاندي کوي او د ارواښاد پاک روح ته د لوی خدای له درباره د مغفرت لاسونه پورته کوي .


د ارواښاد دجنازې مراسم د چارشنبې په ورځ  د مارچ پر لومړۍ نېټه د هالنډ د اوتريخت په ښار کي پر ځای کيږي چي وروسته به يې جنازه په افغانستان کي ددوی په پلرنۍ هديه کي خاوروته وسپارله سي .
روح يې ښاد او ياد یې تلپاته .

تبصره نسته

  1. انا الله انا اليه راجعون
    داکتر صاحب همايون کامران ته د الله رب العزت له درباره فردوس جنت غواړم. امين يا رب العالمين
    زه د خدای بخښلي کورنی دوستانو او ملګرو سره په دې ستر غم کي ځان شريک بولم مرحوم داکتر صاحب ته دي خدای فردوس جنت ور په برخه کړي او دوستانو ته يې د جميل صبر دعا کوم. الحکم ا لله
    باوري

  2. ددې خبر په لوستلو چي دکابل پوهنتون دطب پوهنځی تکړه اوفعال استاد ډاکتر صاحب همايون کامران دورپېښې ناروغۍ له ماله وفات سوډيرزيات خواشينی سوم . انا الله انا اليه راجعون
    ډاکتر صاحب زموږ دهيواديوتکړه روڼ اندی اودکابل پوهنتون رسېدلی استاداويوخواخوږی شخصيت وو. پسله هغه چي مرحوم ډاکترکامران دوطن پرېښېدوته مجبورسو،دمهاجرت په ستونزمونو شرايطوکي دمسکو په ښارکي دافغان کډوالولپاره دنړيوالوخيريه ټولنواوسازمانودمالي اومادي مرستودراجلبولوپه خاطر ديو شمېرنوروافغان دوستانوسره په مسکوکښي دافغان کډوالوټولنه جوړه اوددې ټولنې دمشرپه توگه ئې زموږ سره کارکاوه .ډاکتر صاحب ددې ټولنې دمشرتابه جرگې په کاروکښي شپه او ورځ په نه ستړې کېدونکې بڼه فعال گډون درلود .
    زه له مرحوم ډاکتر صاحب څخه ډيري ښې اوخوږې خاطرې لرم ،هغه دپراخې حوصلې خاوند،مهربانه اودښه شخصيت خاوند وو، تل ئې کوښښ کاوه چي دافغانانولپاره گټورتمام سي . لوي څښتن دي پرې ورحمېږي .
    زه پداسي حال کې چي دنوموړې مړينه دهيوادوالولپاره لويه ضايع بولم،دهغه دکورنۍ دغړو، دوستانو اوټولوعلاقمندانوسره ځان پدې لوي غم کي شريک بولم دلوي خداي ((ج)) له دربارنه ټولوته دزړه صبر او مرحوم ته فردوس جنت غواړم . امين يا رب العالمين
    روح دې ښاد اوياد دې ابدی وي

  3. انا الله انا اليه راجعون
    داکتر صاحب همايون کامران ته د الله رب العزت له درباره فردوس جنت غواړم. امين يا رب العالمين
    زه د خدای بخښلي کورنی دوستانو او ملګرو سره په دې ستر غم کي ځان شريک بولم مرحوم داکتر صاحب ته دي خدای فردوس جنت ور په برخه کړي او دوستانو ته يې د جميل صبر دعا کوم. الحکم ا لله
    باوري

  4. د داکتر صاحب کامران مړینه ډیره خواشینونکې پیښه ده او زه یی ډیر ودردولم ،دې دپوهې، ډیرعالی کرکتر اوشخصیت درلودونکی وو نو ځکه یی په ډیره لنډه موده کی زمونږ په زړونو کې ځای ونیوه ،نشتوالی یی کورنۍ ،دوستانو او وطن ته نه هیریدونکې او ستره ضایعه ده ،ټولو ته چې د غم او ویر په دی ټغر ناست دي ،به تیره د هغه درنې میرمنی او ټولې کورنۍ ته تسلیت وایو او هغه خدای بخښلی ته د مغفرت او جنت دعا کووپه درناوۍ زمری اوکورنۍ

  5. دیارانو کډی ګور ته وار په وارځی
    زه نه یوازی داچی ډاکټر صاحب همایون کامروان له نژدی نه پیژنم بلکی دلږ وخت له پاره می پر مسکو کی دافغانانو پر کومیټه له هغه ارواښاد سره یو ځای کار کړی دی ډاکټر صاحب دشخصیت اړخونه دومره ډیر دی چی پر هره خوا یی ډیر څه لیکل کیدلی شی ماسره په خپله دډاکټر صاحب دومره خا طری په زړه کی پرتی چی دهری یوی په رایادولو پرته له دی چی اوښکی توی کړم نور به څه وی
    کامران صاحب یولوی انسان یو ښه افغان یو ښه استاد يو ښه ملګری يو ښه دوست اویو ښه ډاکټر وو دداسی انسان مړینه په رښتیا هم نه جبره کیدونکی ده زه دهغه مړینه یوه لویه ضایعه بولم له کورنی سره یی په دغه دروند غم کی ځان شریک بولم دهغه روح ددعا لاسونه پورته او دکورنی غړو ته جمیل صبر غواړم

  6. د ډاکټر صیب همایون کامران د دې نړۍ څخه کوچیدل ابدي نړۍ ته د زړه له کومي خوابدی کړم . لوی او بخښونکۍ خدای دي ورته جنت فردوس حاصل کړي . زه د خدای بخښلي ډاکټر صیب کامران د کورنۍ سره په دی غم کښي ځان شریک ګڼم . د ډاکټر صیب کامران ښه خویونه او ملګرتوب به په یاد لرم . الله دي وبخښي . امین
    امین باوري له بلجیم څخه

  7. انا لله و انا الیه راجعون
    برای جناب داکتر صاحب بهشت برین را ارزو دارم و تاثرات عمیقم را خدمت خانم محترمشان دکتوره صاحب و باقی باز ماندگان متوفا ابراز داشته از خداوند برای شان صبر جمیل استدعا میکنم

    روح شان شاد باد

  8. ګران داکټرصیب همايون کامرن!
    د ستا په څېر خلکو ځای جنت دی، الله دې وروله.
    روح دې ښاد، لحد دې نرم او نوم دې تلپاتی اوسه.

  9. ګران داکټرصیب همايون کامران !
    د ستا په څېر خلکو ځای جنت دی، الله دې وروله ،
    روح دې ښاد، لحد دې نرم او نوم دې تلپاتی اوسه.

  10. د ډاکټر همایون کامران اروا دې ښاده وي .
    هغه په روسیه کې هغه وخت چې بې شمېره افغانان د تنظیمي جګړو له امله هلته مهاجر شوي وو ، له ډېرو افغانانو سره پراخه مرسته وکړه .
    هغه په روسیه کې د افغاني کتابونو او خپرونو دچاپ په کار کې خورا زیاته مرسته وکړه .
    ډاکټر کامران د افغانانو د یووالي په ستره چاره کې د زړه له کومې هلې ځلې وکړې .الله دې د همدغو نیکو اعمالو په برکت وبښي .
    محمد یوسف هېواددوست

  11. دخواشينۍ پيغام
    په ډير خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې ښاغلی پوهنمل ډاکټر همايون کامران د تعليم او تربيې په چارو کي د کابل پوهنتون پخوانی مرستيال او د نوموړي پوهنتون د طبي برخی د عقلي او عصبي څانګې پخوانی شېف د ور پيښی شوی ناروغی له عمله دفاني دونيا څخه يي سترګې پټی کړی ٠
    انالله و انا الیه راجعون
    په دغه دروند غم کې ځان د هغی کورنۍ سره شريک بولمه مرحوم ته جنت د فردوس او کورنۍ ته يي جميل صبر غواړمه

  12. د لوی څیښتن تعالی له دربار څخه ارواښاد ډاکتر صیب ته د فردوس جنت او درنې کورنۍ ته یې د جمیل صبر او عظیم اجر غوښتونکی یم. روح دې ښاده او یاد دې تلپاتي وي.

  13. انا الله انا الیه راجعون
    ډاکټر همایون کامران صاحب ته دخدای ج له درباره ورته فردوس جنت غواړم. او پاته کورنۍ او ملګرو سره به دی ستر غم کی ځان شریک ګڼم.
    روح ئی ښاد یاد ئی تل پاته وی.

  14. په ډیره خواشینۍ موخبرترلاسه کړ دهیوادرښتینی خدمتګار، ویاړلی اونومیالی افغان ،دکاراوزیارسمبول، دښوونې اوروزنې په برخه کې دکابل پوهنتون پخوانی مرستیال اوګران استاد ـ پوهنمل ډاکټر همایون کامران ـ د ورپیښې ناروغۍ لامله د 2011 کال دفبروری دمیاشتې په 26 مه لدې نړۍ دابد لپاره سترګې پټې اوځان یی حق اوابدیت ته وسپاره. انالله واناالیه راجعون
    که دګران استاد ژوندلیک ته وکتل شی نوله ورایه جوتیږی چه دانوم یوازې یوکس نه بلکه دافغانانولپاره یوپرله پسې ښوونځۍ اودښې زده کړې ، ښه فکراوښه اورغنده کاراوزیارروښانه نمونه اوسمبول بلل کېداۍ شی. استاددژوندحتی یوه ګړۍ هم بیغمه نه ووناست اوتل یی دافغان ولس دروښانولواودوی ته دچوپړلپاره له خپلوټولولاسرسیواو امکاناتوڅخه پرته له کوم امتیازه هلې ځلې کولې اونوریی هم وربلل. او استاددښه فکر او ښه چوپړغوره لاره هماغه دښه زده کړې اوښه کارلاره ګڼله. استاد هیڅکله هم نه افغانانوته په چوپړکې اونه هم له زده کړو ستړۍ شو چه لوی ثبوت یی دخپل عمر په یوپنځوس کلنۍ کې په اروپا یی پوهنتونو کې زده کړې اووروسته په روغتیایی غونډوکې ګډون اوپه اروپایی روغتونونو کې دندې او همدارنګه په هالنډ هیوادکې دافغان کلتوری ټولنې دمشورتی کمیسیون غړی پاته کیدل دی .
    په بلجیم هیواد کې افغان کلتوری بهیر پداسې حال کې چه ځان پدې لوی غم کې دټول افغان ولس سره شریک ګڼی ، دګران استاد ډاکټر همایون کامران مړینه دافغان ولس لپاره یوه لویه ضایعه بولی . دلوی او بخښونکی خدای له درباره نوموړی ته دفردوس جنت اودخدایبخښلی آغلې کورنۍ ، دوستانو اوټول افغان ولس ته دلوی صبرغوښتنه اودعا کوی .
    روح دې ښادوی
    یادونه: دټولنې دمشرتابه دپریکړې سره سم به دټولنې په استازیتوب له بلجیم هیواد څخه یوپلاوی دټولنې دمشرښاغلی امین باوری په مشرۍ په مراسموکې برخه واخلی.
    په درنښت
    په بلجیم هیوادکې افغان کلتوری بهیر
    دټولنې په استازیتوب
    پوهنیارسیدحضرت
    بروسل ښارـ بلجیم
    اړیکې: 0032497101683
    0032495614551

  15. ګران ویاړلي تکړه علمی شخصیت داکتر صاحب هما یون کامران چه د ور پیښي نا روغي له کبله یی د هجرت په تنګ چا پیر یال کي ددی فا ني نړۍ نه کوچ وکړي ،ډیر خواښیني او غمجن کړم.
    زه د خدای بخښلي درنی کورنۍ او نژدی دوستانو سره په دی غم کي خپل ځان شریک ګڼم او د تسلیت او خواخوږي مرا تب ور لیږم. خدای تعا لي مي د نورو غمونو څخه و ساتي. مر حوم داکتر صاحب ته د فردوس جنت او کورنۍ ته یی د صبر جمیل د عا کوم.
    ولی نورزی