کور / کیسه / شمع

شمع

د شپې څه د پاسه دوه نیمي بجې به وې چي و نیمه تیاره او تیتي رڼا ته د کتاب په لوستلو بوخت وم چي ناڅاپه خوب راباندي غلبه سو او سترګي مي پټي سوې.
خوب مي لیده چي یوه نرۍ سونګا مي تر غوږ سوه ښه مي غوږ ونیوی،هیڅ نه و،کوټه تشه وه ـ کرار مي وویل څوک یې؟؟!
یوه نري او ښکلي اواز جواب راکړ زه یم زه!
ومي پوښتل ته یعني څوک؟زه هیڅ نه وینم
جواب یې راکړ زه یم (شمع)!
ومي پوښتل اوه دا څنګه کېدای سي چي شمع خبري وکړي؟
جواب یې راکړ:ـ دا یو الهام دی ستا د پوهېدلو لپاره!
څه،زما د پوهېدني لپاره؟!
هو ستا د پوهېدني لپاره!
هغه څنګه؟
هغه داسي چي ته دا زما صورت وګوره څنګه اور پرې بلېږي او سوځل کېږي دا د څه لپاره؟!
ومي ویل:ـ دا د دې لپاره چي زه دي له رڼا څخه استفاده وکړم!
ویې ویل:- نو ستا څه ګټه ما ته رارسېږي؟
ومي ویل:ـ هیڅ بې له تاوانه!
ویې ویل هو!دا یو حقیقت دی چي زه سوځم او تاته رڼا درکوم خو ستا ماته هیڅ ګټه نه رارسېږي.زه بیا په دې باندي ویاړم چي خپل ځان وسوځم او نور راڅخه ګټه واخلي
او بله پر حقیقت ولاړه خبره دا ده چي ستا دغه ښکلی صورت چي ستا ستر ذات تاته درکړې دی باید بې ځایه استعمال نه سي.هو دا هم یو حقیقت دی چي ستا او د هر انسان ژوند لکه شمع داسي دی چي باید وسوځي او نورو ته ګټه ورسوي.
یوه ورځ د ادم علیه السلام شمع هم بله وه،د حوا،د نوح علیه السلام،د ابراهیم علیه السلام او په ترتیب سره د یو لک او څلرویشت زره زیات وکم پېغمبرانو او همدارنګه د یوه داسي ستر شخصیت د ژوند شمع هم بله وه چي الله جل جلاله دا ټوله نړۍ د ده له برکته خلق کړه.خو دا ټولي هغه شمعي وې چي د ځان لپاره یې هیڅ ونه کړه او نورو ته یې د خپلي رڼا په واسطه سیده او نېغه لار وښوده.
برعکس یو وخت د قارون،فرعون،شداد او په ترتیب سره د ابوجهل دا هم د ژوند یو قسم شمع وې چي بلي وې،خو لوی توپیر دا دی چي دغو د خپلي ځان غوښتني او ځان ځانۍ درس خلکو ته ورکاوه او د نورو د رڼاګانو څخه یې ګټه اخیسته.
ته باید زمری سې چي نور ستا د رڼا څخه ګټه واخلي او نه د شلي ګیدړي غوندي د نورو په طمعه پرېوزې.
(دا یو کیسه ده چي زه به یې تا ته وکړم)
یو وخت یو سوداګر خپل زوی راوغوښت او ورته ویې ویل زویه زه اوس سپين ږیری سوی یم غواړم چي زما سوداګري او کارونه ته پرمخ بوزې! خو لنډه دا چي سوداګر خپل زوی ته د سوداګرۍ سامان الات ور برابر کړ زوی یې یوه لیري ملک ته د تجارت لپاره واستاوه،سوداګر زوی ځي ـ ځي چي په یو ځنګله کي یې شپه سوه ـ شپه یې په یو ډول تېر کړه ـ سهار سو ـ راولاړ سو که ګوري یو شله ګیدړه پرته ده د سوداګر زوی له ځان سره فکر وکړ چي په دې تش تور ځنګله کي دا ګوډه ګیدړه څنګه وخت تېروي او رزق څنګه لاسته راوړي.چي ناڅاپه یې یو زمری ولید چي هوسۍ یې ښکار کړېده او رایې وړه له ګیدړي څخه لږ لیري یې په خوړلو شروع وکړه،د سوداګر زوی هم د بېري له وجي تر یوې غټي ډبري شا ته پټ سو زمري ځان موړ کړ او پاته ښکار یې پرېښود او پر خپله مخه لاړ.
شله ګیدړه کرارـ کرار پر سینه راوڅکېده د زمري په پاته سوي ښکار یې ځان ښه موړ کړ.
د سوداګر زوی فکر وکړ چي خدای جل جلاله څومره مهربانه ذات دی یوه شله ګیدړه چي څلور سره پښې یې ګوډي دي څنګه یې رزق ورورساوه او وږي یې پرېنښوده.نو زه به هم د لوږي نه مرم خدای جل جلاله هر وخت روزي رسان دی. بیرته د خپل کور په خوا راوګرځېد،کله چي کور ته راورسېد پلار یې پوښتنه ترې وکړه:ـ ولي تش لاس بیرته کور ته راغلې؟
د سوداګر زوی د زمري او شلي ګیدړي کیسه له سره تر پایه ورته تېره کړه او ورته ویې ویل چي الله روزي رسان دی له لوږي به نه مرو.
پلار ورته په جواب کي وویل بېشکه چي الله پاک روزي رسان دی او د لوږي نه مرو،خو زه غواړم چي د زمري په څېر سې چي نور یې ستا د لاسه وخوري نه د شلي ګیدړي په څېر چي د نورو په طمع کښېنې!
شمعي ډېري پخې او منطقي خبري کولې ما یې هم هره خبره د زړه په غوږونو اورېده او ورته غوږ غوږ وم.په پای کي شمعي دا هم وویل:ـ چي ستا رڼا په حقیقت کي د خدای جل جلاله عبادت، د هغه د غریبو او خوارو بنده ګانو لکه کونډي،یتیمانو سره مرسته کول او تر ټولو ستر خدمت د هیواد پالنه ده.
کاشکي نه وای راویښ سوی چي د شمعي یو یو نصیحت مي د زړه په غوږونو اورېدای،خو په دې وخت کي مي ناڅاپه سترګي روڼي سوې،که ګورم شمع ټوله سوځېدلې او یوازي یې پرځای لږ څه غوړ مواد پاته وه.

لعل محمد سباوون
لوی افغانستا کوټه