نورګل خپلې په ټوټه تړلې څپلۍ په پښو کړې او د پلار په لور روان شو. هغه ډیر ستړی بریښیده. ټوله ورځ د لاسي ګاډی له چلولو سره ېې تاندلاسونه تڼاکې وو، خو له دې سره سره ډیر خوښ وو چې له پلار سره ېې د ژوند په مخته بیولو کښې لومړنۍ مرسته کړې وه.
د نورګل پلار هم له کور څخه د راوړې ډوډی دسمال په جیب کښې کیښوده، نورګل ېې له لاسه ونیو او له کارځای څخه ووتل. کلې ته په لار کښې یو څو هټۍ وې، دوی هلته ورسیدل. پلار ېې غږ وکړ:
نورګله ته کرار کرار درځه. زه به له هټۍ څخه د کور لپاره څه ناڅه واخلم وروسته درځم.
نورګل له هټیو څخه ډیر نه وو لرې شوی، چې ناڅاپه دریو پټ مخو وسله والو چې په موټرسیکلونو سپاره وو دده مخه ونیوله. نورګل پوه نه شو، خو وسله والو ورته په موټر سیکل د سپریدو وویل. دنورګل سترګې یې وتړلې او له څه ناڅه یو ساعت مزل وروسته یوه داسې ځای ته ورسیدل، چې نورګل تر اوسه نه وو لیدلی.
نورګل یې له موټرسیکل څخه ښکته کړ او همالته پرې د وهلو پیل وشو. نورګل تر ډیرو ډبولو وروسته بیهوښه شو، خو کله چې بیرته په هوښ راغی، ځان ېې په یوه نیمه ورانه خونه کښې بند وموند.
د خونې له کوچني سوري ښکاریدله چې شپه شوې ده. هغه د ډیرو وهلو او لوږې له لاسه خپل ځواک بایللی وو. په تپه تیاره کښې ېې شاوخوا وکتل خو څه ېې تر سترګو نه شول. وویرید او سر ېې په دواړو لاسونو کښې پټ کړ.
ویره ېې ورو ورو زیاتیده او په دې نه پوهید چې په څه ګناه دلته راوړل شوی دی. هغه په همدې ویره او سوچونو کښې خوب یووړ.
سهار شوی وو، چې د خونې ددروازې خلاصیدو او د رڼا وړانګو د نورګل سترګې رڼې کړې. یو کس چې ټوپک ېې لاس کښې وو خونې ته ورننووت او په لوړ غږ ېې وویل:
د کافر بچیه، پاڅه نور به نو د کافرانو له مزدوری خلاص شې!
نورګل پاڅید وسله وال کس له شا نه د دروازې لور ته ټیل واهه. د باندې درې څلور نور وسله وال هم ولاړ وو، او نورګل ته يي موسکل.
نورګل ته ېې په ځمکه د کښینستو وویل. نورګل کیناست. وسله وال کس ېې تړلې مټې ورخلاصې کړې او له ځمکې نه ېې پورته کړ. یو بل وسله وال چې له نورو یو څه مشر ښکاریده نورګل ته وویل:
ورځه خو چې نور په دولت کښې کار ونه کړې ځه کورته ولاړ شه.
نورګل په زړه کښې خوښي احساس کړه او ټیټ سر په ویره ویره په لار روان شو. لا څو ګامه وړاندې نه وو تللی چې ټک شو. نورګل اخ وکړ او پریووت. له دې سره نورو ډیرو ګولیو د هغه بدن سوری سوری کړ.
یوه ورځ وروسته په کلي کښې دا خبر خپره شوه چې دیارلس کلن نورګل له محکمې وروسته وژل شوی دی. د نورګل پلار هم چې د زوی په لټون پسې وتلی وو د همداسې یوې بلې ډلې ښکار شوی وو. دکلې ملا پښې سپکې کړې وی او دا خبرېې کړې وه چې د نورګل په مړي د جنازې لمونځ نه کیږي. نور کلیوال هم په یو نه یوه کار پسې له کلي د باندې تللي وو. د نورګل مور دخپل یکي یوازیني زوی سر په غیږ کښې ایښی وو او په چیغو چیغو ېې ژړل. خو څوک نه وو چې د جنازې لمونځ پرې وکړي…