یو ځل بیا پښتون متعصب، وحشي، ځنګلی په لقبونو ستایل کیږي .
ځکه چی د ټول ټاکنو د کمیسون ښاغلي او اغلي چارواکي ممنوع الخروج اعلان شویدي.
محکمه ویژه!!! خپل کار لکه چی تیز کړیدی.
زما په فیسبوک کی یو پیغام وو چی ویل یی معنوی را کمک کنید!!!
کله می چی پری کلیک کړ نو خبره هماغه زړه وه. کرزی خاین!!!، پښتون وحشی!!!، لوی څارانوال چرسي!!! او… ته د زړه له کومی کنځاوی شوی وی.
زه هم خبره نه شاربم، لنډوم یی:
ولسمشر کرزی د ملی مشارکت!!! د تعریف له مخی د ټول ټاکنو د کمیسون پخواني غړي لری د شمالی ټلوالی مولا معنوي یی په ځای نصب چی پدی سره یی یو ځل بیا خپل تعهدات له ټلوالی سره غښتلي او پیاوړي کړل. ده به فکر کاوه چی معنوي به واقعاُ دده په درد وخوري خو هغه هسی ونه خوت. معنوی د ټلوالی دنورو هغو غوندی دوکه باز، مداري او فراډی را څرګند شو. له ده سره دا ځل د کابل پوهنتون لُچک ضیا رفعت هم وو. فارموله دی چی حکومت و ښکنځه، انتفاد پری وکړه او حکومتي پوست خپل کړه.
د ټلوالی غړي تل حکومت بلک میل کوي. تیر ځل چی ډبل عبدالله ټاکنی و بایللی، نو زور یی راوړ چی ټول ټاکنی باید دویم رونډ ته لاړی شي، کنه ځمکه او اسمان به سره یوځای کړي. او د ګډوډیو مسولیت به هم د ملی مشارکت د تعریف ورکوونکی فیلسوف په غاړه وي. خو کله چی ټکنی دویم رونډ ته لاړی ډبل عبدالله … وویستله. دا ځل هم همداسی وشول. د خاینو پښتنو چارواکو، او د طالب د ویری پښتون ناکام شو. ښه مثال یی بیا هم غزنی دی. والی پښتون، امنیه قوماندان پښتون خو پښتانه ناکام. اخر تر کومه به مونږ مسولیت په نورو اچوو. د غزنی له رایو څخه ددفاع په موخه د پارلمان دغړو یو کمیسون جوړشو.
متعصب بهزاد په زغرده او نره په تلویزونو کی له فاسدو ټول ټاکنو دفاع وکړه.
کرزی د غزنی د رایو په اړه یوه پوچه خبره وکړه: په ټاکنو کی باید قومی تناسب په نظر کی ونیول شي.
د حیرانی ځای دی چی په دیموکراسۍ کی خو داسی نه وي. نو داخبره بیا څه مانا لري. هغه خلک چی تاسی ناکام کړي نو بیا
یی د څه لپاره دفاع کوۍ؟
ټلوالی بیا هم اخطارونه ورکړل که پارلمان افتتاح نشي، نو دوی به د حکومت خلاف پراخ کمپاین پیل او به یی ننګوي. کرزی د روسیی په سفر بوخت وو چی د غه پیغام یی تر غوږ شو چی: دواړه مرستیالان یی تیار دی چی په خپلو مبارکو لاسونو!!! پارلمان افتتاح کړي. دا د کرزی په خلاف یوه کودتا هم بللی شو.
کرزی صیب!! کابل ته راستون، د محاکمی ننګه یی وکړه، دپارلمان افتتاح یی وځنډوله، خو داسی ونه شول. دی بیا له ځنډه تیر پارلمان افتتاح او خبره یی په تاریخ کی ځای پر ځای شوه: باندنی فشارونه وو چی اړ شوو ولسی جرګه باید افتتاح شي.
زه حیران په دی یم چی ټلواله څومره زوروره دی د حکومت په ننګولو کی.
دوی خو طالب جان ددوی د ماسټر ماینډ!!! سپهسالار پُرافتخار اسلام!!! ملی اتل!!! امر صیب احمد شاه مسعود سره د خواجه بهاودین په سوړه منډلی وو نو بیا څه وشول چی دوی دومره ځواکمن دي؟
دوی چی دکوم څه په غورو بوخت دي په هغو کی دومره د کار نه دی ختلي نو اغایی کرزی ولی تری په ډار کی دی؟
زمونږ د لیسی سرمعلم به درسی مهال ویش کی د استادانو نومونه په پنسل لیکل. کله چی به هم کوم استاد نه وو او کوم بل استاد جی به حاضر وو نو د غیر حاضر نوم به حذف او د حاضر استاد نوم به په مهال ویش کی واچول شو. او مونږ ته به یی ویل مهال ویش تغیر خوړلی. دلته هم د شپی خبره تر سبا ایکسپایر کیږي. بیا وایی چی پالیسی تغیر کړی او نوی پالیسی بیا دا وایی.
په محکمه ویژه (ځانګړی محکمی) پوری ډیری هیلی نه تړو. دعا کوو چی د ملت په تول پوره وخیژي. خو د ټلوالی غړو ته د پاکستان د چوهدری شجاعت خبره چی اوس مهال یی پاکستانی چارواکو ته کړی وریادوم: دومره ظلم کوی چی سبا یی زور لرلی شی.
نو د ټلوالی ملایانو او بدمعاشانو: امریکایان به ووځی، تاسی به دلته یاست، لږ انسانیت نه کار واخلی هر څه خوری خو هر څه مه وایاست. مونږ نه وحشی یو، او نه هم د تمدن نه لری، خیر دی چی کاوبای لږ اغوندو.
درنو پښتنو: شیخ فریده، پټه خوله دی بهتری څخه راځی چی تیر شو. په فیسبوک او نورو ټولنیزو پاڼو کی یو شور او ځوږ جوړ کړو. او ددوی کنځاوو ته منطقي ځواب ورکړو.
نوټ: که غواړی معنوی را کمک کنید ولولی نو جاويدان سايټ ته مراجعه وکړی.
سلامونه ،
ستاسو احساسات او اندیښنې پرځای دي خو تر څو پورې چې پښتانه یوځل بیا دقدرت له زاویې دافغانستان سیاسي برخلیک ته داخل نشي نو نه له کرزي نه او نه له بل کوم چا چې اوس په اصطلاح په قدرت کې دي دپښتون په ګټه دکوم زړور اقدام تمه کیدای شي که څه هم بدبختانه موږ په نیژدې تیر وخت کې دپښتنو له حاکمیته هم ښه خاطره نلرو . په زاریو او دلایلو حق نه ترلاسه کیږي .