په يوه ځنګله كې درې ونې وې، دوى خپل امېدونه يوې بلي ته سره ويل، چې لومړۍ ونې و ويل :
– زه اميد لرم، چې يوه ورځ به زه د خزانې صندوق يم، زه به له سرو زرو، سپينو زرو او قېمتي جواهرو ډك يم، زه به ښكلى شوى يم، هر څوك به زما ښايست ته ګوري .
دويمې ونې و ويل :
– يوه ورځ به زه هم يوه غټه بېړۍ يم، پاچا او ملكه به په بېړۍ كې د دنيا بل كونج ته يو سم، هر څوك به په ما كې زما د كلكي بدنې له امله خوندي وي .
په اخېر كې درېمې ونې و ويل :
– زه غواړم چې ښه غټه شم او په ځنګله كې تر ټولو جګه او سيده ونه شم، خلك به د غرو له څوكو ما ويني، او زما څانګو ته به ګوري، زما د درنو څانګو په اړه به فكر كوي، چې زه خداى ته څومره نژدې شوې يم، زه به ټول وخت تر ټولو لويه ونه يم، او خلك به ما يادوي .
څو كاله وروسته د دوى خوبونه رښتيا شول، د ځنګل وهونكو يوه ډله دوى ته راغله، كله چې يو ونه وهونكى لومړۍ ونې ته راغى ويې ويل :
– دا يوه ټينګه ونه راته ښكاري، زه به وكولاى شم چې د دې لرګي په تركاڼ وپلورم .
د ونې په ماتولو يې پيل وكړ، ونه په دې خوشحاله وه، هغه پوهېده چي تركاڼ به له ما څخه د خزانې لپاره صندوق جوړ كړي .
دويمي ونې ته ونه وهونكى ورغى ويې ويل :
– دا يوه ښه ټينګه ونه راته ښكاري ، زه به وكولاى شم چې دا ده بېړۍ جوړونكو په كارخانه وپلورم .
دويمه ونه خوشحاله وه، ځكه چې هغه خپل هدف ته وړل كېده، پوهېده چې يوه ستره بېړۍ ځني جوړېږي .
كله چې ونه وهونكى درېيمې ونې ته راغى، نو ونه ډېره پرېشانه وه، هغه پوهېده كه هغه دا ووهي د دې خوبونه به هيڅكله رښتيا نه شي، د ونه وهونكي وويل :
– زه له خپلي ونې څخه كومه خاص غوښتنه نه لرم، زه به دا ونه و وهم .
ونه چي يې ووهله لاندي راولوېده .
كله چې لومړۍ ونه تركاڼ ته ورسېده، هغه د څارويو لپاره اخور ځني جوړ كړ، بيا يې په غوجل كې كېښود او واښه يې په كې واچول، دا هغه څه نه و، چې دې يې د غوښتلو لپاره دعا كړې وه .
دويمه ونه چې و وهل شوه، د كبانو لپاره يوه كوچنۍ بېړۍ ورڅخه جوړه شوه، د هغې هغه امېدونه ورژېدل چې غوښتل يې يو غټه بېړۍ ورڅخه جوړه شي .
درېيمه ونه يې له وهلو وروسته همداسي په ځمكه پرېښوده .
له كلونو كلونو تېرېدو سره سم د ونو خپل امېدونه هېر شول .
يوه ورځ يو سړى او ښځه غوجل ته راغلل، د ښځي ماشوم پيدا شو، ماشوم يې د وښو په اخور كې كېښود، چې له لومړۍ ونې څخه جوړ شوى و، سړي غوښتل چې د همدې اخور څخه د ماشوم لپاره ځانګو جوړه كړي، ونه په دې كار سره خوشحاله شوه، پوه شوه چې د نړۍ د ټول وخت ستره خزانه يې په غېږه كې نېولې ده .
كلونه وروسته يوه ډله راغله هغه بېړۍ يې يو وړه چې له دويمي ونې څخه جوړه شوې وه، له دوى څخه يو تن ډېر ستړى شوى و، ولاړ ويده شو، كله چې دوى په اوبو كې روان وو، يو لوى توپان راغى، ونې فكر نه و كړى چې دا به دومره ټينګه وي چې خلك به له توپان څخه وژغوري، خلك ورغلل ويده كس يې راويښ كړ، هغه چي راويښ شو ودرېد وې ويل :
– سوله .
له دې ويلو سره سم توپان ودرېد، په دې وخت كې ونه وپوهېده چې په خپله كښتۍ كې د پاچاهانو پاچا سپور دى .
په اخېر كي يو تن راغلى او درېيمه ونه يې يو وړه، په كوڅه كې چي روان و خلكو ټوكې پرې كولې، څه وخت چي خپل تم ځاى ته ورسېد په ونه يې ميخونه ووهل، د غره پر سر يې د وچولو لپاره كېښوده، ونې دا احساس كړه چې هغه د غره پر سر ولاړه ده، څونه چي ممكنه وه هغومره خداى ته نزدې شوه،
له دې كيسې څخه موږ دا پند اخستلاى شو، كوم كار چي موږ كوو هغه نه كيږي، نو بايد پوه شو چي الله ج زموږ لپاره كوم تدبير لري، كه تاسي په هغه باندي اعتبار وكړئ، هغه به تاسي ته يوه ستر استعداد دركړي، هري ونې هغه څه تر لاسه كړه چې دوى غوښتل، په هغه ډول نه چي دوى يې تصور كړى و .
موږ نه پوهېږو چي خداى موږ ته څه تدبير لري، خو موږ تل په دې پوهېږو چي د هغه طريقه زموږ نه ده، خو د الله (ج) طريقي تل ښه وي .