ژباړن: نجیب الله پیمان
کله چې د ښوونځي له دروازې نه راووتله خپل سپین ټیکری یې منظم کړ، په سترګو کې یې د اندیښنې او ویر څپې له ورایه تلې راتلې، له ښوونځي تر کوره لا دوه کوڅې پاتې وې، د پلار هغې خبرې یې لحظه په لحظه په ذهن کې دا انګازه کوله چې:
اوښځې دا جینۍ ښوونځي ته مه پرېږده، سپین سترګې کېږي.
خو موربه یې چې کله د خپلې لور معصومې او حق په جانب څېرې ته وکتل نو ځواب به یې ورکړ:
خیر دی سړیه! پرېږده چې درس ووايي او د ژوند په لارو چارو پوه شي، حالات ورځ تر بلې ښه کېږي.
جینۍ د هر ګام په اخیستو وروسته یو ځل په خپل لاس تړلی ساعت ته کتل، د ساعت عقربې د غرمې دولس بجې ښودلې او دا باید ژر کورته رسیدلې وای، ټول بدن یې ویرې او ترس په سر اخیستی وه، له ویرې یې یو خوا او بل خوا کتل، وینه یې په رګونو کې په خوټېدو وه، څومره چې د کور په لور نږدې کیده، د ښوونځي دانجونو ګڼه کوڼه کمېده او د پلار دې خبرې یې هم په ذهن کې تګ را تګ کاوه.
او ښځې! حالات ډېر خراب دي، ته نه پوهیږې.
کله چې به یې دا خبره په ذهن کې تېره شوه یو دم به په خپل ځای ودرېده له بدن نه به یې یخې خولې وبهېدې، یو ځل بیا هغه څلور لاري ته ورسیده خو نه پوهېده چې ځان بې تفاوت او عادي ونیسي اوکه عصباني او قهرجن، څلور لارې یواځنۍ سیمه وه چې باید په ویره کې ترې تیره شي.
د لمر ګرمو وړانګو یې د سر ماغذ ه په جوش راوستي وه، زړه یې درزیده، خوله یې وچه شوې وه، چې ناڅاپه یې اواز واوریده:
سلام!
له ځان سره یې وویل: اف… خدایه … بیا دا….
ځواب یې ورنکړپه لړزیدلو لاسونو یې د چرمي بکس په لاستي باندې خپل لاسونه ټینګ ونیول.
بیا یې هم هماغه اواز تر غوږ شو! نن باید زما لیک ولولې!
ناڅاپه یې مخ ته یو قات ـ قات کاغذ تر سترګو شو، په وجود یې لړزه ګډه شوه، خو هلک په خپله خبره ټینګار کاوه، خو جینۍ په شاوخوا چاپیریال کې پدې موخه سترګې غړولې هسې نه چا له هلک سره لیدلې وي.
بیا یې همغسې غږ تر غوږ شو.
ولې ویریږې؟
جینۍ ځواب ورنکړ هیڅکله یې هم تر دې وړاندې له دا ډول هلکانو سره سوال او ځواب نه وه کړی، د پلار خبرو یې په غوږ کې دا انګازه کوله.
حالات خراب دي!
تر کور پورې د تګ لاره یې سنجوله، سوچونو په سر واخیسته، د یوې داسې لارې په لټولو سرشوه، څو د هلک له منګولو ځان خلاص کړي. مګر هلک یې هره ګړۍ مخ ته درېده او دتګ مخه یې نیوله، سر یې د اسمان لورته ونیوه تر شونډو لاندې یې څه وویل، لمر په ډېره تندۍ ځلیده، ستوني کې یې ساه بنده بنده شوه، د څه ویلو توان یې نه درلوده ، زړه یې نه غوښته له هلک سره خبرې وکړي، په لومړي ځل یې په ډیره کرکه د هلک لورته مخ کړ او ورته وې ویل:
شرم وکړه!
په ټول توان یې دا خبره وکړه! او پدې سره ېې د سړک د غاړې له ویالې د تیریدو هڅه وکړه او غوښتل یې د سړک بلې غاړې ته واوړي، چې هلک یې د ټیکري پیڅکه ونیوله او ترې کش یې کړه، چې پدې سره د جینۍ سرلوڅ شو، نا څاپه یې په سترګو توره شپه شوه، لمر یې له سترګو پناه شو، اسمان بل ډول په نظر ورته او د هلک وحشیانه خبرې یې یو په بل پسې مخ ته درېدې!
\”خط مې ولوله، زه له تاسره مینه لرم، حالات خراب دي!\”
لاس او پښې یې بې وسۍ ونیولې، هڅه یې کوله د خپل سر وېښتان په دواړو لاسونو پټ کړي، داسې احساس یې کاوه چې ګوندې په سر یې چا یخې اوبه تویې کړې وي، خوپه غوږ کې یې دې خبرې هم انګازه کوله:
جینۍ ښوونځي ته مه پرېږده !
د هلک څیره هم الوتې وه، سترګو یې له ډیرې غوښې نه دود کاوه، لاندیني او پاسني غاښونه یې یو په بل باندې کلک نیولي وه او غږ یې د تندر په ځیر ګرخیدلی وه چې ویل یې :
وایم ولوله ….. خط مې ولوله ! او په لوړ اوازیې وخندل.
د پلار خبره یې هم غبرګه ورسره یاده شوه :
\” دا جینۍ ښوونځي ته مه پرېږده، سپین سترګې کېږي\”
پښه یې په لښتي کې وښوییده او په خود شوه، د اوښکو حلقو یې سترګې پوښلې وې، په بیړه یې د هلک د لاسه خپل پړونی واخیست اولکه هوسۍ چې د پړانګ له منګولو تښتیدلې وي په منډو شوه، ژړا یې لا پسې تونده شوه د هلک وحشیانه خندا یې لاهم په غوږونو کې انګازې کولې، تر پلونو لاندې یې ځمکه نه حس کوله، کله یې چې د خپل کور دروازه ولیده، د ارامتیا احساس یې وکړ، مګر زړه یې لاهم درزېده او له څان سره یې ویل چې:
سبابه څه کېږي؟