د سولي په فضا کي ټولنه د ترقۍ او پر مختګ په لور ځي
اسلام د سول،ورورولۍ او همدردۍ دین دی او دا هم د پاخه یقین خبره ده چه افغانان تر هر چا زیات پر اسلام مین او د دفاع او خپراوي لپاره یې پېړۍ پېړۍ بې مثاله قربانۍ ورکړي. د دې لپاره چه زموږ د هیواد ټوله اولس د سولي ښه ژوند ولري د سولي د لاسته راوړلو په هیله باید ټوله یو د بله د دوستۍ او همکارۍ لاسونه سره ورکړۍ. ځکه سوله تر ټولو سپېڅلې او پاکه پدیده ده چي هر لوستی او نالوستی یې احساسولای سي، او د ځوان او بوډا،شتمن او نیستمن،ښایسته او بدرنګه،لوی او کوچني لپاره ده سوله د ښکلا او سپېڅلتیا یو سمبول دی. سوله دښمني او کینه پاکوي د ورورولۍ تخم پاشي او بل ناپوهي له منځه وړي او مدنیت رامنځته کوي.او په نتیجه کي یې ټول وګړي له رښتیني پوهي،برترۍ،مدنیت او ورورولۍ څخه برخمن کېږي او دا یوه مقدسه هستي ده. ولي دومره ښایسته ځواک او وړتوب چي ځای پر ځای یې کرامت او برکت موږ وینو چي په اصطلاح وچه لښته کږوي هغه سوله ده، سوله انسان د پوهۍ عرفان او تمدن سره اشنا کوي،د سولي په فضا کي وړوکي ماشومان غورځي،هوسېږي،نوي زلمیان په خورا ورین تندي د قدرت ښکلي مناظر ګوري، د شیرین وطن په ازادي فضا کي بوخت وي. سوله د انسان د ژوند اړتیا ده په سوله کي ماشومان ښوونځي ته، بزګران کروندو ته او کارګران کار ته په ډاډه زړه ځي. مګر په جنګ کي هغه وړوکي ماشومان د خپل قهرمان پلار د قبر تر څنګ د غم اوښکي د سترګو د سمندره لکه سپېڅلي مرغلري څڅوي. د جنګ په فضا کي وړوکي ماشومان مړژواندي وي،زلمیان په ګولیو ژوبل شوي وي،زړونه یې خوږمن وي،په جنګ کي تور وېښته په سپین او او توان په ناتواني بدلېږي،جنګ انسان تیارو او نامعلوم لوري ته بیایي، په جنګ کي د نفاق تخم شیندل کېږي او انجام یې یوازي او یوازي تباهي ده. د جګړي اور چي په کوم هیواد کي بل سي نو بیا ښارونه،اولسونه او کورونه له تورو ایرو سره برابر وي. دجګړې بل اورونه د سولي په سړو اوبو سره مړه کېږي. په سوله کي پلرونه د خپلو بچیانو پر سر لاس تېروي،مګر د جنګ په فضا کي د پلرونو زړونه د خفګان او تیارو څخه ډک وي.سوله تر جنګ ښه ده ځکه په سوله کي زامن خپل پلرونه خاورو ته سپاري مګر په جنګ کي پلرونه خپل زامن خاورو ته سپاري. که چیرته په یوه هیواد کي سوله نه وي نو په هغه هیواد کي د ژوند خبره ګرانه ده.ځکه چي سوله او جنګ دوه نه پخلاکېدونکي لوري دي نو خدای خبر چي افغانستان او افغان ملت به روغه او د عزت ورځ ویني. او زموږ د ټولو خواریو،بې عزتیو او تباهیو سرچینه له همدغه ټکي څخه راپیلېږي. نو اې سولي!ته اوس زموږ د سترګو د رڼا منبع یې او سر له اوسه څخه زموږ له سترګو څخه په درسته نړۍ کي یوازي ته ورکه سوې یې او زموږ سرګردانه سترګي اوس په درسته نړۍ کي یوازي تا پلټي.اې سولي!زه دي په وړاندي تسلیم یم او لاس پر نامه دي په مخ کي زنګون وهلی درېږم،په بڼو دي لاره جارو کوم او په اوښکو لار درته لندوم تر څو له ترټنو دي خلاص او له خوښیو دي برخمن سم. روح مي په هر ځای کي ستا په لټه کي دی او غمجن زړه مي په چیغو چیغو تاته نارې دروهي چي اې سولي!اې سولي او اې سولي!