كه زه شاعر واي،مابه د انديښنو دبحر د تل نه دور او مرجان ايستلاي او د شعر د ليلا د زلفو په تارونو مي به مي اچولاي.
كه زه ليكوال واي،ما به د انساني ژوندانه دردونه،
حقيقت او واقيعتونه په بربنډه څيره ليكلاي او لوستلاي.
كه زه انځورګر واي،مابه د ښكلا دليلا دسباوون د
تجلا وړانګي په تاريكو ذهنيتوكي انځورولاي.
كه زه نغمه ږغونګۍ واي،ما به د خپلو انديښنو د زير و بم تارونو په پردو كي دسبا د ژوندانه د رازونو
زمزمي ږغولاي،خونه شاعر يم نه ليكوال،نه انځورګر
يم اونه نغمه ږغونكۍ،يوازي د روح بخښونكي زمزمي
د احساس څپه يم، چي په زرګونو هيلوسره د زړونو دردونه راسپړم.
هو:يوازي دلمر د وړانګو يو ناكراره زره يم چي غواړم په سړو زړونو كي د اور لمبي راپورته كړم
ترڅو انساني انديښني په زيږيدو او په توديدو سي.