يادښت: ممبيي د هندي سينما يا باليووډ مرکز دى. دغه ښار له ځمکني پلوه د هند له نورو ښارونو وړوکى دى خو دنفوس له حسابه تر نورو لوى دى .په دې ښار کې کابو شل ميلونه انسانان ژوند کوي چې په دې کې سلګونه زره له فلمي نړۍ سره تړاو لري . د هرې جمعې په ورځ له معمول سره سم ، يو، دوه يا درې فلمونه په سينماګانو کې نندارې ته وړاندې کېږي. د فلم کتل ددې ځاى دخلکو لپاره يوه ستره تفرېح ده .
باندره ددې ښار يوه لويه برخه ده چې د ممبيي مرکز نه ورته په ښاري اورګاډي کې پينځلس دقيقيې مزل دى.د باندره يوې برخې ته ((پېل هل )) وايي . دلته دهندي سينما د پخوانيو فلمي ستورو کورونه دي.د هندي سينما د دوو پښتنو ستوريو امجد خان او مدهوباله قبرونه هم د پېل هل په هديره کې دي . همدارنګه دوتلي فلمي ستوري يوسف خان( دليپ کمار ) کور اوس هم دلته دى . د پېل هل په (نرګس دت )واټ باندې د سپينو مرمرو څخه جوړشوى يوکور (بوسکيانه ) نومېږي . داد هندي سينما دوتلي شاعر، ليکوال او ډايرکتر( ګلزار) کور دى.همدارنګه ښاغلى ګلزار د وتلۍ فلمي ستورې (راکهي ) خاوند او فلمي ډايرکترې( ميګنا) پلار هم دى.
له ګلزار سره مې په لومړي ځل په نوي ډيلي کې دسارک دادابياتو د فستيوال پر مهال وليدل.زه چې په تېر جون کې ممببي ته تللى وم نو ګلزار خپل کورته وروغوښتم.
ګلزار خپل کور ډېر په لوړ ذوق جوړ کړى دى . دناستې خونه يې يوې ښکلې هنري سټوډيو ته ورته ده. يو لورته کتابونه ، بل لور ته ورکړل شوي ايوارډونه او مډالونه او په د يوالونو باندې هنري انځورونه اوانتيک توکي.په ايوارډونو کې دوه ايوارډه داسې دي چې نړيوال ارزښت لري چې يو يې ( اوسکار ) او بل يې ( ګريمي ) . ګلزار يوازيني هندي شاعر دى چې د( جى هو) سندرې( چې په سلم ډاک ميليونر فلم کې اې اې رحمن ويلې ) له لارې يې دغه نړيوالې جايزې ترلاسه کړې دي.
نوموړي دميرزا غالب دسريال تر څنګ په لسګونه هندي فلمونه ليکلي او جوړ کړي دي او ددې ترڅنګ يې سلګونه سندرې اوغزلې د فلمونو اوسندرغاړو لپاره ليکلي دي چې زياتره يې دخلکو له خوا ډېرې خوښې شوې دي. زما او دده ترمنځ ډېرۍ خبرې د افغانستان د ستر ناورين او تراژيدۍ په اړه وې.
ما چې ورته دښاغلي( نجيب منلي ) انګليسي ته د ژباړل شويو پښتو شعرونو ټولګه ډالۍ کړه نو هغه راته وويل چې ده هم دافغانستان تراژيدۍ په اړه يې يوڅو شعرونه اويوه لنډه کيسه ليکلې ده.ما ورته وويل چې که کومه کاپي يې لرې نو زه غواړم چې په پښتو يې وژباړم او تر لوستونکو يې ورسوم. نو درنو لوستونکو دا تاسې او دښاغلي ګلزار څو شعرونه او لنډه کيسه.
ليکوال له ګلزار سره
دګلزار څو شعرونه:
انځور
دلمر تته رڼا کې
د يو ړنګ شوي کور
پر ديوالونو ناست دي
يو څو افغان ماشومان
دامريکا دهنري مجلې
دپښتۍ دغه انځور
اوس هم ښکارېږي ژوندى
نري نري ترې پورته کېږي لوګي
افسانه
(( تر دې دنګو غرو هم لوړه
تکه توره يوه لوخړه
داسمان په لورشېوه شوه
د چترۍ په څېر خپره شوه
وواته دبم سينې نه
کندهار باندې خپره شوه
لاندې مځکه سره لمبه شوه
رڼا ورځ تپه تياره شوه
د ښار ډېر خلک يې مړه کړل
ښار نه جوړه هديره شوه ))
په راتلونکې زمانه کې
ماشومانو ته په شپه کې
اناګانې به دظلم نمونه ګڼي داپېښه
ماشومان به افسانه ګڼي دا پېښه
ماشومان به ټول ويده شي
په سبا به ترې نه جوړه افسانه شي .
ترخې دواګانې
نورد مېرمنې فکر مه کوه پلار جانه
هغه دخوب ګولۍ نور مه راوړه ته
هغه ترخه دارو يې هم ختم شول
نورد مېرمنې فکر مه کوه پلار جانه
ها چې دشپې به ډارېدله هر وخت
چې پر اسمان به يې روانه کېږدۍ وليدله
هغې به چيغې کړې بيا
((هلئ راووځئ چې کور ړنګېږي))
نورد مېرمنې فکر مه کوه پلار جانه
نور په هغې باندې سر نه تاوېږي
هغه د تېرې پنجشنبې په ورځې
په کور راوختل يوڅو ټانکونه
په هديره کې زيات شول څو قبرونه
نورد مېرمنې فکر مه کوه پلار جانه
هغه دخوب ګولۍ نور مه راوړه ته
هغه ترخه دارو يې هم ختم شول
د تيږو زمانه ( لنډه کيسه)
ليکوال: ګلزار
ژباړونکى : محبوب الله خان
بم لرې غورځېدلى و خو د کور خاورين ديوالونه دې چاودنې ته ټينګ نه شول او په يوه شېبه کې د خاورو ډېرۍ شول. په همدې پېښه کې دهغه وړه خورهم دخاورو لاندې شوه. مشرې خور يې هغه پورته کړاو منډه يې کړه . پلار يې انا له لاسه ونيوه او په هغه صندوخچه کې چې هر وخت به تياره وه واچوله او په تېښته شو. دا مهال هغه دپينځو کلونو و.
نصير دپلار له غېږې ځمکې ته ټوپ کړ (( پلاره …. دلته …. هلته انګريزان دي!))
دهغه نظر ډېر تېزو. مخامخ په سړک باندې يو جيپ دمرميو له باران سره تېرشو.
مور يې هغه مچې کړ او په ژړه غوني غږ يې وويل (( بچي مې وساتلم.))
د نصير په سترګو کې عجبه ځلا وه لکه د زمري په سترګو کې چې وي . نصير اوس ورو، ورو دځنګل له ژوند سره عادي کېده . اوس يې کور هم له ياده وتلى و.
دوه دوه، درې درې مياشتې به له کوره بهر اوسېدل .کله کله کور ته تګ او څو مياشتې وروسته بيا تېښته. يوازې انا يې وه چې د کور په کوم ګوټ کې به پرته وه . هغه ايله د دريو کلونو و چې په لومړي ځل يې د طيارو او د بمونو دچاودنو غږونه اورېدلي وو. ټول کور يې خوځېده او دى دمور سينې پورې نښتې و . مور يې په يوه پلنه ټوټه کې تاو کړې او په سينې پورې تړلى و. مور يې په يوه لاس کې غوټه نيولې او په بل لاس کې دهغه وړه خور (بانو) وه . پلار يې يوه صندوخچه په تخرګ کې کلکه نيولې وه او په شونډو کې يې ورو- ورو څه شى ويل. پلار يې انا له لاسه نيولې په منډه له دروازې ويسته او ورته ويل يې (( ابۍ ، کوښښ وکړه، دخداى لمن ونيسه ، درځه چې مسجد ته ځو. ))
دنصير سترګې اوس هم ځلېدلې . هغه چې وليدل له اسمانه ستورې راپرېوځي او پر ځمکه اورونه شيندي نو په ذهن کې يې يو ماشومانه خيال تېر شو. (( خداى پاک نن ولې په قهر دى؟ …. او ولې موږ دومره ډاروي ؟))
د دريو کلونو عمر ډېر کم وي مګر دهغه سترګو ته هر څه لوى برېښېدل .
په مسجد کۍ دوينو بوى و،زخمي لاسونه ، اوږې او غاړې. سالم بنيادمان ډېر کم تر سترګو کېدل . د نصير لپاره اوس عادي ژوند همداسې و. په همدې کې يې سترګې پرانيستې او همدې کې لويېده.په ځمکه پرتووينو کې پښه وهل ورته داسې وو لکه دباران په اوبو کې پښه وهل. په مسجد کې دهغه غوږو ته ډېر نوي نومونه ورننوتل. دخپل قوم او خيل له نومونو سره اشنا و خو دانګرېز، امريکايي ، روسي ، فرنګي اوهلي کوپټر غوندې نومونه ورته نااشنا او دبل قوم برېـښېدل.
هغه داسې فکر کاوه چې دانومونه دکوم بل ځنګله يا دهغه ځاى دي چې هلي کوپټر ترې نه رالوزي او ددوى دکورونو دړنګولو لپاره اورني بمونه راوړي .
نصير تراوسه دخپلې خور مرګ نه وهېرکړى. په دې ورځو کې دوى د پښو کورونو ښار ته راغلي وو. هغه د پينځو کلونو و چې له پلاره يې دا پوښتنه يې وکړه.
_ چې کورونه رالوېږي نو موږ ولې په کورونو کې اوسېږو؟
_ زويه ! بېرون اور ورېږي که نه ؟ ګورې نه چې بمونه رالوېږي!
_ بمونه څوک راغورځوي؟
_ هغه انګرېزان چې په هلي کاپټرو کې راځي .
_ هغوي ولې بمونه راغورځوي ؟
_ زموږ دښمنان دي که نه؟
_ موږ هم دهغوي دښمنان يو؟
_ هو که نه !
يو نيم کال وروسته هغه بيا پوښتنه وکړه:
_موږ ولې دهغوى په غرونو بمونه نه شو غورځولى ؟
_ زويه ! له موږ سره هلي کوپټر نشته که نه!
_ نو موږ به بمونه څنګه غورځوو؟
_ فدايي شته که نه ، دهمدې لپاره خو فدايي ورليږي.
د هغه په دې خبره سر خلاص نه شو، خبرې ورته سختې شوې خو دفدايي دکليمې په اورېدو سره يې ذهن ته يو بل نوم هم ورننوته . د يو څو شېبو لپاره خو به چوپ شو خو په دې ځوابونو باندې يې زړه تسلې نه کوله . دنصير په ذهن کې به د مچيو په څېر سوالونه راپورته کېدل. اخر به بېرون ولاړ او په خپله لينده به بوخت شو. هغه ته اوس انا ډېره وريادېدله. څو مياشتې چې دوى دکندهار په يوه مسجد کې تېرې کړې وې نو هغې ورته ډېر نکلونه کړي وو. (( يو تور ديو ښاپېرۍ وتښتوله او هغه يې په لوړه مناره کې بنده کړه ، په يوه مناره کې به ديو اوسېده او په بله کې ښاپېرۍ.ديو د ښاپېرۍ وزرونه پرې کړي وو. منارې دومره لوړې وې چې ددنيا بنيادمان هلته نه شو ورپورته کېدلى . شهزاده هم نه شو ورپورته کېدلى ))
ناڅاپه دهغه له ذهن څخه يوه کليمه راووته او له ځان سره يې وويل(( فدايي يې څنګه نه ور لېږه ؟ )) هغه اوس دفدايي په مانا پوى شوى و. که انا يې ژوندۍ واى نو هغې به ورته ويلې واى. هغه له پلارنه دانا هم پوښتنه وکړه مګر هغه ورته وويل چې هغه خداى واخيسته .
دا نه وه مالومه چې دمسجد منارې لنډېدې او که دهغه قد لوړېده.د انا له غېږې به ښکته شو اود بوجې نه وتلي موږک په څېربه په زينو به دمسجد بام ته وخوت، له هغه ځايه به يې دټول ښار ننداره کوله. له هر ځايه به دودونه پورته کېدل. هغه به فکرکاوه چې ټول تنورونه دي او غوښې په کې پخېږي . نصير هلته ډېر ژر- ژر لويېده، څو ځله پرې جامې تنګې شوې او خداى خبر چې انا به يې له کوم ځايه اودچا کالي ورته راوړل .له همغې منارې نه هغه دټانګونو غرهار اورېدلى و چې له بازاره به تېرېدل نو ټوله ځمکه به ورسره خوځېده. په ذهن کې به يې ورتېر شول چې دانا په نکلونوچې داوسپنې کوم مرغان دي نو دا به هم هاغه وي چې مښوکې يې پورته نيولي دي او له خولې اورونه غورځوي .
يو ځل بيا حمله وشوه ، مسجد ټانکونو ماسيره کړ.او تر څو ورځو پورې دوى ګير وو. هره شپه به د تاخانې له لارې څو کسه د پسو نوپه څېر بهر وتل . نصير هم له مشرې خور اومورسره ووتل خو پلار اوانايې هم هلته پاتې شول . دغره شاته يو بل کلى و دخامو کورونو. په يوه لويه حوېلۍ کې څو کورنيو ته پنا ورکړل شوې وه. دلته د خلکو شور کم و. پلار به يې هم کله کله راتلو او بېرته تللو. يو ځل يې پلار ترډېرو ورځو پورې راونه ګرځېد.مور به يې هر وخت په سجده پرته وه، دعاګانې به يې کولې او سترګې به يې هروخت له اوښکو ډکې وې.
يوه ورځ چې نصير پرځمکه پروت و له موره وپوښتل :
– مورې څه دعا دې کوله؟
– زويه ! له خداى نه مې ستا دپلار ژوند غوښته .
هغه څو شېبې همداسې پروت و، داسمان په لور يې کتل ، بيايې له څه ځنډ وروسته وپوښتل : (( مورې ! خداى د چا په طرف دى ؟ زموږ په طرف ؟ که دهغوى په طرف ؟ )) چې شاته يې وکتل نو مور يې تللې وه . يوه شپه نصير خپله لينده په بډه ووهله ، په توره تياره کې له کوره ووته او دهماغې تاخانې له لارې مسجد ته ورسېد.هلته چې هغه کومه منظره وکته نو هک پک پاتې شو .مسجد له دننه ټول لوېدلى واو دخاورو په ډېرۍ بدل شوى و.کله چې يې سترګې له تيارې سره بلدې شوې نو د خاورو له ډېرۍ لاندې يې څوجسدونه هم وليدل . دمنارې لاره هم راړنګه شوې وه. چې سهار شو نوهغه راپورته شواود لويې دروازې په لوري راوان شو.څو نفر يې وليدل چې بېلونه په لاسونوکې وواو مخونه يې په څادرونو پټ وو. نصير پټ پټ بهر وواته خو چې هلته يې دخلکو ټولى وليده نو په ولاړه لارۍ ورننوت او يوکونج کې غلى شو . څو شېبې وروسته څو جسدونه هم لارۍ ته ورخطا شول . هغه فکر کاوه لکه دقصاب په دکان کې چې بند پاتې شوې وي. لارۍ روانه شوه او هغه هم هلته له ډاره خوب وړى و. ديوه غره په لمن کې لويې کندې ته لارې هر څه وروغورځول او بېرته روانه شوه. نصير هم له خوبه راويښ شو او په ژړا ژړا د مړو انسانانو دجسدونو له ډېرۍ نه راووت . پورته دتيږو لوى غر و.هغه په څلورې باندې غونډۍ ته پورته شو او يوه غار کې يې پنا واخيسته . له پورته يې لاندې هغې کندې ته کتل. تر ماښامه له جسدونو ډکه شوه او خاورې پرې واړول شوې .نصير په هغه شپه هلته پاتې شو. دشپې يې دانسانانو اوازونه هم اورېدل . ښايي شاوخوا په غارونو کې خلک اوسېدل .څو ځنګلې خرګوشان يې هم وليدل چې اخوا دې خوا يې منډې وهلې . نصير په پوړېدلو لاسونو يوتيږې را ټولې کړې . له بډې نه يې خپله لينده راويسته .يوه وړه تيږه يې راواخيسته او په لويه تيږه يې ووهله .دانا کيسه يې ورپه ياده شوه.(( په پخوا زمانه کې به انسانانو له تيږو نه وسلې جوړولې ، هغوى ښکار کاوه اوپه غارونو کې اوسېدل.له هغوقومونو سره به چې اور و نو دهغوي به درناوى کېده. هغوى به په ميدانونو کې اوسېدل او هرځاى ته به تلل او ملکونه به يې فتحه کول.))
نصير هم يوه وړه تيږه په لويه تيږه باندې وهله او دتيږې وسله يې تياروله .