د لراوبر ادارې ته د هيواد دننه او بهر څخه په پرله پسې توګه پيغامونه راځي چي په ټولو کي د سرنوشت ورځپاڼي اسدالله وحيدي نيول کېدل غندل سوي او د نوموړي د ژر خلاصون غوښتنه سوې ده ، لراوبر په افغانستان کي د مطبوعاتو ازادۍ ته د احترام په خاطر د نوموړي نيول غندي او د خلاصون غوښتنه يې کوي .
نور پيغامونه او تبصرې :
د پكتياپريس كلب)PPC( د وحيدي نيول غندي!
د پكتيا دازادو ژورنالستانومركز)پكتياپريس كلب( په كابل كې د سرنوشت ورځپانې د مسول مدير اسدالله وحيدي نيول په كلكه غندي .او دا كار د بيان د ازادۍ په مرۍ پښه ايښودل بولي .
پكتيا پريس كلب دټولوازادو ژورنالستانوڅخه غوښتنه كوي چې د ښاغلي وحيدي له حقه په كلكه ننګه وكړي . او هغه چارواكي چې د حقيقت اوريدو زغم نه لري . د هغو په وړاندې كله هم غلي پاتې نشي.
نوبياهم له ټولوچارواكوغوښتنه كوو چې د ژورنالستانو په وړاندې خنډونه نه جوړوي اوڅومره چې ژركيږي اسدالله وحيدي خوشى كړي.
وحيدي باید ژر ترژره خوشې شي!
رفیع کلتوري او مدني ټولنه د لویې څارنوالۍ له خوا د سرنوشت ورځپاڼې د مسؤل مدیر ښاغلي وحيدي نیول کېدل په کلکه غندي او دا کار د رسنۍ د حاکم قانون څخه ښکاره سرغړونه ګڼي.
دا چې وحیدي د ډاکټرسپنتا او سیدمخدوم رهین په امر د لویې څارنوالۍ له خوا نیول کېږي دا د بیان د آزادۍ او ډیموکراسۍ په وړاندې لوی ګذار دی.
سرنوشت ورځپاڼه یوازینۍ پښتو ملي رسنۍ ده چې وخت په وخت یې د هېواد او سیمې په اړه کره او ریښتیني راپورونو خپاره کړي. د دوی د ځینو راپورونو پربنسټ هغه څېرې چې د هېواد ملي یووالي، ځمکنۍ بشپړتیا، ملي امنیت او قومي ورورولۍ ته ژمن نه دي برسېرنې شوي دي. نو ځکه دوی اوس غواړي په لوی لاس د دغه رسنۍ مخه ونیسي تر څو د نورو ملي دریځه رسنیو په مخ هم یوه څپیړه وي.
رفیع ټولنه په دې اند ده چې د سرنوشت ورځپاڼې د مسؤل مدیر نیول کېدل کوم قانون بنسټ نه لري یوازې د قومي او ژبني تعصب له مخې چې سپنتا او مخدوم یې لري هغه نیول شوی دی. نو ځکه دا خپل دین بولي چې د هغې په خوشې کېدو کې خپلې هلې ځلې وکړي تر څو د څو مشخصو څېرو د تعصب ښکار نه شي.
رفیع ټولنه په حکومت غږ کوي چې ژر ترژره دې د وحیدي په خوشې کېدو اقدام وکړي، که چېرې داسې ونه شول نو موږ به د خپلو غړو او نورو همغږو ټولنو سره مدني غوښتنو ته دوام ورکړو او لاریونونو ته به راووځو.
رفیع ټولنه په آزادو لیکوالو، رسنیو او ولس غږ کوي چې دوی دې هم زموږ سره په دغه مدني اعتراضونو کې برخه واخلي تر څو په راتلونکې کې هم د دغه شان غیرقانوني نیونو مخنیوی وشي.
په درنښت
د رفیع کلتوري او مدني ټولنې رهبري شورا
بلخ ادبي خوځښت د اسدالله وحيدي نيول غندي
احساس
د خپه كېدو ځاى دى، چې لا هم په افغان دولت كې داسې څېرې په دندو ګمارل شوي، چې د همدې دولت د بيان ازادۍ شعار تر پښو لاندې كوي.
د همداسې كسانو پر مټ د له كابله د خپرېدونكې ورځپاڼې مسوول مدير تكړه او ځوان ژورنالست اسدالله وحيدي د يكشنبې په ورځ په داسې حال كې د تورو تمبو شاته اچول كېږي، چې د همدې هېواد پلانې هوډ يې كړى و. نوموړي د خپلو كره اسنادو له مخې د امنيت په چارو كې د ولسمشر سلاكار وزير ښاغلي ډاكټردادفر سپنتا د ورور لخوا د جوړېدونكې هغې وسلوالې ډلې له جوړېدو څخه پرته پورته كړه، چې ډېر زيان به يې همدې دولت ته رسيد.
خو ښاغلي سپنتا په دې نوم د اطلاعات او فرهنګ وزارت په لاس دغه ځوان نيولى، چې دى د طاهري ورور نومول شوى دى، چې حقيقت هم همدا دى.
كه لږ فكر وكړو، نو هره ورځ بهرنۍ او كورنۍ رسنې په دې خبرې كوي، چې د كرزي ورور داسې او د كرزي ورور هاغسې؛ خو يوه ورځ هم ولسمشر كرزي دا ونه ويل، چې د ورور په ګناه يې دى ولې ورسره يادېږي.
نو په دې برخه كې له ښاغلي ولسمشر څخه هم هيله كوو، چې د سپنتا صيب غوږونه لږ ورخلاص كړي.
رسنې مجبوره دي، چې د پېښې په اړه د يو كس پوره پېژندنه ورسره ياده كړي.
بلخ ادبي خوځښت د ځوان خبريال وحيدي نيول غندي او له دولت څخه هيله كوي، چې د زر ترزره يې خوشې كړي.
همداراز په ټولو افغان خبريالانو غږ كوي، چې د ځوان نيول شوي بې ګناه خبريال د پېښې د سپيناوي او بېرته خوشې كېدو په برخه كې دې جدي هڅې وكړي.
زه هم په خپل وارسره په دې غميزه پېښه باندې سرې كوم اسدالله وحيدي خودافغان اولس غوښتنې پخپله ورځپاڼه كې په چاپ رسولې .زه دغه له تعصبه ډكه نيونه په كلكه غندم په هېواد كې داسې ورځ پاڼې درته په ګوته كولاى شم چې ټولې ليكنې يې په تعصب ولاړې دي هغه ولې چا يوه ورځ بندې نه كړې هغه متل دلته ښه دې تطبیق وړ دئ
چې وايي:خره ته مې زورنه رسي .خوكته يې په سټيووهم.مطیع الله نادري
په بلجیم کښي د افغان کلتوري بهیر غندنلیک
د ملي او نړیوالو رسنیو څخه مو خبر تر لاسه کړ چي د سرنوشت ملي خپروني مسول مدیر د یویشتمي پیړئ تنګ نظرو له خوا جیل ته اچول شوی دئ .
که په افغانستان کښي د بیان ازادۍ او د دیمکراسۍ اوسني حالت ته وګورو نو پوهیږو چي دا لمړنۍ خښته په تهداب کښي غلطه ایښودل کیږي . دا د دیموکراسۍ ظاهر زموږ د اوس او سبا له پاره ډیر زیانمن تمامیدلای شي . زموږ اوسني واکمن د دی پر ځای چي د نوي زیږیدلي دموکراسۍ او د رسنیو ازادۍ ته احترام وکړي او هغې ته وده ورکړي برعکس ، د ټولو اصولي ، قانوني او انساني ازادیو خنډ ګرځي . دا لار او چار زموږ ټولنه دیموکراتیک نظام ته نه بلکه دیکتاتور او د دګم نه ډک نظام ته ټیل وهي . په داسي کړنو اوسني واکمن خپل او د اولس پر پښه تیشه وهي . د بل لوري داسي کړني د دولت د واکمنو او اولس ترمنځ واټن نور هم زیاتولای شي .
بلجیم افغان کلتوري بهیر او بلجیم میشتي افغانان د افغان اداری واکمنو ته سپارښتنه کوي چي د تیرو ترخو تجربو څخه پند واخلي او افغان اولس د نړۍ د ازادو خلکو څخه جلا نه کړي او ژر تر ژره د سرنوشت خپروني مشر را خوشي کړي ، بخښنه تری وغوښتل شي او حیثیت یې اعاده کړي . نړۍ او نړیوال اوس د افغانستان واکمن ښه پیژني ، خو تر هغه چي ناوخته شوی نه دی د خپلو داسي ناوړه کړونو څخه لاس واخلي . دیموکراسۍ او ازدۍ ته خنډ نه بلکه ممد شي .
بلجیم کلتوري بهیر
مشرتابه جرګه
بروکسل 10.01.2011
ډیر خوشحاله شوم چی دسرنوشت ورځپاني مسؤل اسداله وحیدی ازاد شو،یوه هیله دټولو لیکوالانو ځخه ګوم چی په لیکنو کی دحوصلی او صبر ځخه کار واخلي،داسی باید ونه کړي چی په تلوار کی دیوی موضوع دځیړنو اوتشخیص پرته ځینی اشخاصو باندی له کرکی ډکی نیوکی وکړي،لکه ښاغلی بسمل چی تر اوبو وړاندی خپلی پيښی لو ځوې او نژدی وو چی پروند یی دجرمنی په بایرن ایالات کی جلا وطنه عبوری حکومت دکرزی پر ضد اعلان کړی وایی،اسد اله واحیدی یوه بهانه وو،بلکی ده بیاهم دپخوا په شان دکرزی پرضد په ډیره سپین سترګی نیوکی کړې دي او دهغه ودرانه شخصیت ته یی سپکاوی کړې دې.
رښتیاهم بسمل له ډیر تلوار اوبیړې ځه کار اخلی،او تل دخپل ځان ستاینه په خپله خوله کوې،توهین او بد ویل یی عادت ګرځیدلي دې،زه دجرمنی په منشن کی هستوګن یم،ولی زه خبر نه یم دا نه یوازی زه بلکی ډیر افغانان خبر نه دې ،بسمل زمونږ په نامه بیځایه اعلامیی پخش وې ،قدرمنو افغانانو دهسی دبسمل دخپلې ګیډې خبری دې،مونږ دمنشن افغانان په دی بیځایه پروپاګنډ یو کی داخل ما ګڼې،دلته نه کومه اتحادیه شته او نه کوم ضرورت شته،فقط یو ځو نفره پخوانی خلقیان او پرچمیان دخپل خوش ګذرانی اوخوشحالی په خاطر دا ناوړه اعلامیی پخشوې.
داسداله دخلاصون له امله ټولو دقلم خاوندانو ته دزړه له کومی مبارکی وړاندې کوم.
محمد امین بسمل لکه دګرمی مچ په هره کاسه کی تل بندوې،ودي ښاغلی ته زما وصیت دادې چه راشه له دغې بی هدفه لوړ غوښتنی ځخه تیر شه،خپل صفت په خپله مه کووه و نورو ته اجازت ورکړه چه ستا صفت وکړې،صالح محمد ستا هر ځه برملا کړل او دمهاجرو افغانانو له نامه دځان په نفع استفاده مه کووه.
چی خوب چهره های مخفی وبدنام کمونستان روز به روز افشاه میګردد.