صادق افغان
ليکوالي يوه ډېره درنه او سپيڅلې دنده او وظيفه ده، قلم د ليکوال هغه وسله او وسيله ده چې د ځينو زړونو ته لار پيدا کوي او ځينې نور بيا ليوني کوي او د جنون ترحد يې رسوي ځکه حقايق او رښتيا ويل تل ترخه وي دا د انساني نفس تفاضا هم ده چې څوک د ځان، فکر، عقيدې، لارې په اړه انتقاد او تنقيد نه مني نور په سفاهت، بې عقلۍ، حماقت متهموي خوکه همدغه حماقت له همدغه جنابه صادريږي بيا ورته توجيهات لټوي او عين الصواب يې گڼي زمونږ ډير داسې ليکوالان وروڼه شته چې قلمونه يې د خير لپاره نه خوځيږي ، که څوک پوښتنه وکړه چې خير څه دي او څرنگه ليکوال کولاى شي چې د خير لپاره خپل وخت خپل قلم خپله ليکنه وقف کړي؟! ځکه ليکل هم امانت دى او هم مسئوليت څه چې ليکو او څۀ وايو هم د الله جل جلاله پر وړاندې د هغې مسئوليت لرو او هم د مخلوق پر وړاندې ځواب ګويونو بيا بايد متوجه وو چې مونږ څه ليکو د څه لپاره يې ليکو آيا د ديني مسئوليت پر بناء که د ملي مسئوليت پراساس؟!
که پدې دوو لوړو مصلحتونو پوه نشو او ليکوالي موهم د همدغه دوو موخو لپاره نه وي نو بيا بهتره ده چې په کور کښينو لکه چې يوه ليکوال ورور ليکلي (چې ترکاڼي د بيزوکار ندى) مونږ وايو چې ليکوالي هم د هر چا او هر کجايي کار ندى، هم ايمان ته ضرورت لري او هم اخلاقي او هم اسلامي، ملي جرات ته، خو داسې جرات نه چې دکفارو، يهودو نصاراوو د خوښې لپاره پرخپلو اسلامي، ملي نواميسو حمله وکړو ترڅو د کفارو او امريکايانو لخوا د وقيح جرأت او له دين څخه د وتلو کريډت ترلاسه کړو دا کار افغان مرتد او له اسلام څخه وتلي شخص عبدالرحمن (پنجشيرى) هم کړى وو او همدا راز احمد کامبخش هم له اسلام څخه د وتلو په موخه کاذبانه شهرت ترلاسه کړ او دا ډول زلمى غوث هم په فارسي ژبه محرف قرآن وليکلو او د جهاد ايتونه يې غلط ترجمه کړل، ترڅو په اصطلاح د امريکايانو خلاف روان اسلامي جهاد متأثره شي خو د الله په فضل د دغه دريو مرتدينو څيرې مخکې لدې چې د دوى کړنې او ليکنې ځاى پيدا کړي رسوا شول د افغان ملت او اسلامي امت د نفرين سره مخ شول، دغه درې مرتدينو د څه لپاره ارتداد غوره کړ؟! زما په اند يوازې د دوو هدفونو لپاره يو دا چې ډير مال ترلاسه کړي او دوهم دا چې کاذبانه شهرت ترلاسه کړي دا دواړه هغوى ترلاسه کړل خو دين او ايمان يې له لاسه ورکړل تلپاتې ابدي ژوند يې په خپل لاس خراب کړ دنيا او اخرت يې تباه شول او دا پداسې وخت کې چې د دوى هېواد د همدغه صليبي کفارو تر مستقيم اشغال لاندې دي او د دوى وطنوال هره ورځ دامريکايي اشغالگرانو په لاس وژل کيږي او يا هم زندانونو ته د طالب، مجاهد، القاعده ترهگر او تروريست په نوم وړل کيږي، خو دوى د څو روپيو لپاره دا ډول ځينې تيروتلي غوليدلي، ماته خوړلي ليکوالان هم پدې هڅه او هاند کې دي چې د ډالرو د بوجيو خولې په ځان راخلاصي کړي او دغه ناولي متاع ترلاسه کړي او ددې ډالرو ترلاسه کولو لنډه لاره دا ده چې اسلام، مسلمانانو، مجاهدينو، د دين او وطن اسلامي او ملي جنگياليو ته سپک ويل په خپل اسلامي او ملي نواميسو خوله لگول ځان، ولس، اسلام، جهاد ته ښکنځل کول ځکه هر څه ته چې يهودان امريکايان بدوايي نو دغه ليکوالان يې په څو واره او څو چنده ترينه زيات ورته رد بد وايي، کله کله امريکايان هم تعجب کوي او وايي چې که مونږ اسلام ته بد نسبت کوو نو مونږ خو يهودان يو او له اسلام سره مو پخواني دښمني ده، خو دا ځينې افغانان چې ځان ته افغانان او مسلمانان هم وايي د څه لپاره خپل دين، خپلې عقيدې ته بد رد وايي؟ خو اوس امريکايانو ددې سوال ځواب موندلى او پوه شوي چې دا خلک (هغه افغانان چې خپل دين عقيدې ته) بدنسبت کوي هدف يې پيسې دي که نه نو څه سبب دى چې دوى د پلار نيکه او هغه دين چې ټولو آسماني کتابونو، آسماني اديانو تاييد او تصديق کړي ورته بد او رد ووايي، دا وجه ده چې اوس امريکايان چاته د ارتداد او مرتديدو لپاره ډالر نه ورکوي که نه ځينې داسې بيغرته تش په نامه افغانان پيدا کيږي چې د يوه ډالر لپاره يهودي څه چې هندو کيږي هم، دا سبب دى چې زمونږ پښتو ژبي او هم دري ژبي ته منسوب ليکوالان په ډير شد او مد کافرانه او ملحدانه، ترانې زمزمه کوي او دا ډول کړنه د بيان د آزادي برخه گڼي خپل دين خپلې اسلامي عقيدې بد وايي او حتى العياذب الله تردې هم پورته ځي، ولې ددې ټولو ناکردو او ټولو نادودو سره سره ورته د ځمکې او آسمان خالق او مالک صبر کوي، مهلت ورکوي، گوندي توبه وکاږي او له جهنم نه نجات پيدا کړي خو متأسفانه چې ځينې دغه څيرې په خپل غرور او کبر کې مخ په وړاندې ځي، پرځاى د دې چې بالفور توبه وکړي، داسې معلوميږي چې غواړي په کفر، ارتداد بې ايماني کې مړه شي.
لدغه ليکوالانو داسې هم شته چې تر پرونه يې د انگلس، مارکس لينن زړي ترانې ويلې خوله کوم وخته چې د کمونيزم لمر د افغان ننگيالي ولس د مجاهدينو په لاس ډوب شو همغه پروني کمونست بيا نن په ډېره سپين سترگۍ او بيغرتۍ د سپينۍ ماڼۍ په وړاندې جارو وهي پرون يې د الحاد کمونيزم لور او څتک ( داس و چکش) په غاړه کې اچولي وو او دليننگراد واټونه به يې پاکول نن چې د کمونيزم تغر ټول شوي او د تل لپاره په تاريخي مرگ او مير محکوم شوى همدغه بړيڅو ليکوالانو او پرونيوو کمونستانو نن تر هر چا دمخه يهودي صليب په غاړه کې اچولي او د امپرياليزم په چوپړ کې قرار لري هغه امپرياليزم چې دوى به ورته توره ارتجاع ويل او د څو سرمايه دارانو طبقاتي نظام به يې گاڼه، رښتيا هم چې څوک دين وه نلري هغه عقل هم نلري، ځکه دين د عقلانيت، تفکر، تدبر لورته بلنه ورکوي خو له دين اخواته هر څه يوازې او يوازې مادي بڼه لري چې د نس او فرج د شهواتو د اشباع لپاره کارول کيږي.
ولې بل خواه مونږ (مجاهدينو) پرون موهم کمونيزم غندلو او هغه مو غير عملي گاڼه، ځکه کمونيزم د ټولو انساني ښيگنړو که هغه د بيان آزادي وه، او که هغه سياسي او فکري کارونه وو او که هغه دين او دنيا وه له يوې مخې په ټکر کې وه، د انگلس، مارکس، لينن پوچې احمقانه نظريې اصلاً د حيواناتو د تطبيق نه هم ټيټې وي دا خو لا څه کوې چې د انسانانو د ژوند د سمون لپاره ورڅخه کار واخستل شي، روسي تروريستي کمونيزم او د ټولو په سر کې سټالين په زرگونو روسي ولسي خلک ووژل چې تاريخ کې د سټالين د جناياتو بيلگه ډېره کمه تر سترگو کيږي لکه څنګه چې په افغانستان کې د سټالين دوو وفادارو او نجيبو شاگردانو هر يو هېواد پلرونکي ډاکټر نجيب او وطن پلرونکي حفيظ الله (امين) په زرگونو افغانان پدې نامه ووژل چې يا خو اشرار (مجاهدين) دي او يا هم له اخوانيانو سره اړيکې لري نجيب چې د خاد د جهنمي دستگاه مشري يې کوله د کمونيزم د چوپړ پخاطر په زرګونو افغانان په ډير بيرحمانه ډول شهيدان کړل چې دلته يې د ټولو شواهدو د ذکر کولو مجال نشته، خو تاريخ شاهد دى چې جنايتکاران او مزدورن به خامخا له الهي عدل او قضا سره په ژوند او يا له مرګ وورسته مخامخ کيږي هلته به د ټولو جناياتو حساب کتاب ورکوي ولې بيا هم د افسوس خبره دا ده چې پخواني ماتې خوړلې کمونستان او بالخصوص ددې شړيدلي مسلک ليکوالان بيا هم خپل ماضي ته په حنين سره غواړي دا ځل د زاړه فرسوده زنگوهلي کمونيزم په فکر خوله امريکايي امپرياليستي کميس (قميص) څخه سر راوباسي دوى (کمونستان) غواړي له يوې خواتر ډېره حده دځان بقا تظمين کړي او له بلې خوا له ډالري بوجې څخه پرې ډالر وويشل شي دوى (کمونستانو) ته مهمه نده چې هر څه کيږي هغه به کيږي، که افغانان وژل کيږي، بنديانيږي کورونه يې تالاشي کيږي دا ټول مهم ندي مهمه داده چې د کمونيزم بچيان پيسې ترلاسه کړي او دا کار او سمهال افغان جنايتکارو کمونستانو کړي، چې دبيلگې په توگه دکمونيزم او کمونست رژيم پخواني د کورنيوو چارو وزير سيدمحمد گلابزوى ښودلي شو، گلابزوى چې ترپرونه يې حفيظ الله (امين) د C.I.A جاسوس گاڼه نن په خپله د C.I.A په چوپړ کې واقع دي، دې ته وايي د نربچي پرون ببربريتونه، اوږد څټ له سر نه تر غوږ پورې د لينن بچي نن په وړوکړيو بريتونو کله ږيره کموويښتانو د C.I.A او امپرياليزم لوى پلوي دى امريکايي امپرياليزم د خلکو (خلق) حکومت گڼي دي ته وايي فکري، عقيدوي تيروتنه، دې ته وايي دوه مخي، دې ته وايي غلامي دې ته وايي، وطن پلورل، ولې مونږ پرون هم مجاهدين وو او د اسلام په فکر عقيده، حکومت قانع وو او پدې لاره کې مو پوره درې لسيزې کمونيزم او ورسره امپرياليزم وډزاوو اونن هم همغه پروني ستاسو په اصطلاح (اشرار) مجاهدين يو او ستاسو د نويو بادارانو په اصطلاح (ترهگر) بيا هم مجاهدين يو مونږ خپل فکر خپله عقيده خپله روښانه، سپينه لاره بدله نکړه، که هر څه راباندې وشول د الله په فضل مونږ سره د ټولو مشکلاتو، نړيوالو توطيو پر وړاندې ثابت قدم پاته شو، پرون هم آزاد وو او نن هم پرون مو هم ستا باداران کمونستان غندل اونن هم ستا باداران امريکايان غندو نو آيا که رښتيا هم افغان يې او د پښتنې څخه پيدا يې نوته ووايه چې تا ولې دا هر څه بدل کړل پرون د لينن بچي وي نن بيا ولې د بوش بچي شوي؟! څه فکر کوي چې آيا افغانان احمقان دي د مزدور او خپلواک ترمنځ فرق نشي کولاى؟! بړيڅو پردي پالو ليکوالانو ته اخلاقاً او وجداناً پکار ده چې لږ په خپل گريوان کې سرښکته کړي چې آيا دوى (ليکوالان خو پردي پال) د خپل هېواد په خدمت کې دى که د امپرياليزم په خدمت کې؟! او دا ډېره بيغرتي ده چې څوک افغان ليکوال دا وخت او د امريکايي اشغال پرمهال هغه مجاهدين چې د همدغه اشغالگرانو پرخلاف په نره جنگيږي ورته څوک مذهبي ليونيان ووايي که دغه مزدور ليکوالان رښتيا هم ځانونه خپلواک بولي نو بيا دې نران شي او د غيرت ميدان ته دې راودانگي د اروپا په محلونو کې او دکابل په قصرونو کې ناست بلواکان او بړيڅو ليکوالانو ته شرم پکار دى چې د خپل وس او توانه اخوا ټوپونه وهي ميدان به دهغه چا وي چې نن د دين او وطن په لاره کې د سرونو قرباني ورکوي، د سرښندونکو مجاهدينو د سرلوړي په هيله.مذهبي ليونيان…
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه
dear writer you are really smart but you cant make difference between jews and christians that is one of our problem your are a good
example for your self americans are christians they are not jews so learn first teach second one
Salamona S A ,Sarloch Moradzoi ta monaseb zawab da zargar 100 wara da pakh 1 war .
salamona me womaney
Hameed Gul chi de Pakistan De Isl Pokhwanee mesher wo Nin wrazey pe dyr sarahat sara de amricanyano seha ghwaree chi de Pakistan awe de de Pe wasatat Talibano sara pe khabero kene.Ka mong de Hameed Gul dagha sargandaweney ta syr shoo no maloomeegee chi Pakistan ghwaree chi Afghanistan khpel syasee nefooz landi rawree.Pakistan ghwaree chi Afghanistan de ghulam shee awe he se chi woghwaree warsa wokree.Yaw bell khaber chi dyr Dardawonki de hagha da dey chi Hameed gul dyr pe saadageyo bayanawi Da dy:(Ka mong Afghanistan prenegdo chi De Karachiy de larey na khpel Tujaratee tokey wastawee no doy se kawoley shee) chi da mong tool Afghanano to de ghwor awe fikir khabera da.Wasalam.
بارک الله فیک