( لنډه کيسه )
ليکواله : اجيت کور
ژباړن: محبوب الله خان
يادښت: اغلې اجيت کور د هندوستان نامتو کيسه ليکواله ده چې تر اوسه يې ترشلو زيات داستاني اثار خپاره شوي دي. هغه په اصل کې په پنجابي ژبه ليکل کوي خوپه هندي،اوردواو انګليسي ژبو يې هم زياتره کتابونه چاپ شوي دي. همدارنګه د نوموړې دکيسو پربنسټ ځينې فلمونه او ډرامي هم جوړې شوې دي. دهغې د ژوند او هنر په بيلابيلو اړخونو باندې تراوسه ٥٣ تنو د دکتورا تېزسونه ليکلي دي او ددې ترڅنګ دهند بيلابيلو ادارو له خوا ورته لسوګونه ايوارډونه ورکړل شوي دي.
اغلې کور اوس مهال د سارک دادبياتو دبنسټ مشره ده او ددې تر څنګ يې د نجونو لپاره د ښکلو هنرونو يو اينسټيتوټ هم جوړ کړى دى چې بې پيسو زده کړه ورکوي. تېر ځل چې د سارک غونډې ته ورغلى وم نو د خپلو لنډوکيسو اوه کتابونه چې په اوردو ژبه کې چاپ شوي و راکړل. ګل بانو د نوموړې هغه کيسه ده چې په هندوستان کې د يوې پښتنې کورنى په اړه ده.
د خوش دل خان څوکيدار مېرمن ګل بانو ډېره ښايسته وه.په شاوخوا څو کليو کې بس همدا يوه وه چې خداى پاک پرې ښکلا لورولې وه.دنګه او سوچه پښتنه.مخ لکه دکوچو غونډارى. د بدن غړي لکه د ګلو څانګونه او ښايست د ښاپېريو د ملکې په څېر. لکه څنګه چې هره ښاپېرۍ کوم ديو د ډبرو په کلا کې بند ساتي نو همداسې خوش دل خان هم ګل بانو د خلکو له نظره پټه ساتلې وه. داسې خو ټول پښتانه خپلې مېرمنې د اوه کوټو تر شا پټې ساتي ، ګويا واده کړې يې نه وي بلکه په غنيمت کې يې نيولې يايې له کوم ځايه راپټه کړې وي. خو د خوش دل خان د مېرمن ګل بانو خو د کټ بازو هم چا ليدلى نه و. دپسرلي په موسم کې به دټول کلي ښځې په ګډه بازار ته دسودا اخيستو دپاره تللې. هرې مېرمنې به دغه ساعت ته په بې صبرۍ انتظار کولو. لکه مېلې ته چې روانې وي نو ځان به يې سينګار کړ،په بورقه کې به يې ځان پټ کړ او له کوره به ووتلې. د سر مېرمنې به ډول واهه اوډول دغږ د اورېدوسره به سړيو لاره چپوله. له کلي نه بهر به چې کله سړي نه ښکارېدل نو ښځو به خپل نقابونه پورته کړل او په نکريزو سرې پښې به د سپينو زرو دپازيبونو سره د ډول غږ ته داسې تاوېدې چې هر څوک به مستول. داسې برېـښېده چې د ستمګرې زمانې په رواجونوکې بنديوان د نڅا او خوښۍ شوق په زوره ددوى د پښو له دربا نه راوځي. دغه ډله به چې کومه خوا تلله نو د هر کلي ښځې به ورسره يوځاى کېدې خو کله به چې هغوى د خوش دل خان څوکيدار کلي مهاج خان کړۍ ته ورسېدې نو د ټولو په زړه کې به دا درد راپورته شو چې پر ګل بانو به دا ورځ څنګه تېرېږي. د کلې ټولې ښځې به له ډلې سره يو ځاى شوې مګر يوازې ګل بانو به کورکې بنديوانه پاتې وه.خوش دل خان هغې ته هېڅکله هم ښار ته د تلو اجازه نه ورکوله.ټولې ښځې به د خوش دل خان کور ته تللې . هغه زندان ته چې د ګل بانو دکور په څېرو. په انګړ کې به ټولې ښځې ونڅېدې ډول به يې ووهه او ددې سره به مڼې ،امرود ، کجورې،مميز او ګوړه وويشل شوه . ټولو به دا ميوې خوړلې او سندرې به يې ويلې. خو د ګل بانو د حالت د ليدو سره به دټولو پر زړونو د غم وريځې خورې شوې. داسې توره وريځ چې نه به راورېده او نه به يې رڼا ته لار ورکوله. د ډول له خاص غږ سره به سوزنده درد هم هرې خوا تللو. پښتنې مېرمنې به چې په نڅا شوې نو دغه درد به هم خپل وجود پيدا کاوه او هوا ته به پورته کېده.
د ګل بانواودهغې درد دهغه ستوري په څېرو چې په توره شپه کې خپله لاره ورکه کړي اود نورو ستورو سره په جنګېدو زره زره شي. د ښځو ډله به په خپله لاره ولاړه خو ګل بانوبه داسې احساس کاوه چې دهغې دژوند قيمتي ورېښمينې شېبې دګرمو ديوالونو په بټۍ خاورې کېږي. د خوش دل خان څوکيدار نژدې ملګرو به هغه ته ويل چې خپله ښځه له نورو مېرمنو سره پرېږدي چې بازار ته ولاړه شي مګر هغه به د هيچا نه منله . آن تر دې پورې چې خلکو به ورته ويل چې غواګانې او مېښې هم په ګله کې بهر ته وځي .خو په هغه دې خبرو هم هېڅ تاثير نه کاوه. هر وخت به چې دښځو ډله دهغه کورته ورتله نو هغه به دغوصې نه سور شو او له هر چا سره به په جنګ و. په ماشومانو به قهر شو او ګل بانو ته به يې داسې احساس ورکاوه چې دمېږي هومره ارزښت هم نه لرې او که خوش دل خان ورسره واده نه واى کړى نو هغې به څه کول . لوښي به يې ماتول او په هرڅه به يې خپله غوصه ويستله او داسې به يې ښوده لکه کومه غضبناکه تياره چې دهغه کورته راغلې وي. خو چې څو ورځې به تېرې شوې نو خوش دل خان غوصه به هم کمه شوه . ژوند به بېرته عادي حالت ته وګرځېده. داسې ژوند چې نه په کې کوم نوښت و او نه د نوښت امکان. ګل بانو د وخت غوښتنو بنديوانه کړې وه. هغې دغه بې رحمه او بې ژبې ديوالونه داسې قبول کړي وو لکه د وجود برخه يې چې وي. دخوش دل خان څوکيدار کورته له کلونو راهيسې د چندن په نامه يو سړي شودې راوړلې .دهغه سترګو به هر وخت په دې انګړ کې يو څه څارل مګر هغه هېڅکله هم ګل بانو نه وه ليدلې. يوه ورځ …. چندن دشودو کټوه په برنډه کې ايښې وه چې په انګړ کې ګل بانو تېره شوه. ګل بانو د چندن له راتګ نه خبره نه وه مګر چندن هغه وليده. هغه ټکان وخوړه . ځکه چې ګل بانو د هغه له اندازې نه زياته ښکلې وه.لکه قدرت چې هغه په خپل خاص لاس جوړه کړې وي او د هغې دحسن په جوړښت کې يې دسمندر داوبو مالګه،د شيدو پېروى او مڼو ګلابې رنګ کارولى وي. چندن د ګل بانو په ليدو دومره خوشاله شو لکه چا چې ټوله پاچايي وربخښلې وي. پس له دې به چې چندن هر ځاى کېښناست نود ګل بانو دحسن سيپتونه به يې کول : داسې څهره يې وه ، رفتار يې داسې و او وجود يې داسې و لکه دمرمرو شهکار مجسمه . چندن داسې احساس کاوه لکه دهغه دژوند توره شپه چې د هغې د حسن په رڼا روښانه شوې وي. هغه له ګل بانو سره مخامخ خبرې نه وې کړې او هغې خو لا چندن ليدلى هم نه و. خو چندن به کله کله داسې په خيالونو کې ډوب شو چې هر څه به ورته يو خوب ښکاره شو او دغه خوب اوس دهغه په فکر،وجود او روح کې ځاى نيولى و. دهغه سترګې اوس خوږې شوې وې او په همدغه خواږه نظر يې دنيا ته کتل. دغه زمکه او اسمان چې څو ميلونه کاله زاړه وو خو د هغه په نظر داهر څه اوس جوړشوي اويوازې دهغه په خاطر جوړشوي دي. يو طرف ته چندن و چې دخيالونو او خوبونو په نړۍ کې يې خوند اخيسته او بلې خواته خوش دل خان و چې دګل بانو اوږدمهاله وصال بې حسه کړى و اود هغه زړه ديو داسې کاڼي په څېر شوى وچې په اورغورځوونکې بريښنا کې سوزيدلى وي ، ارزښت يې له منځه تللى وي او د دنيا له هرډول خونده او محبت سره نا اشنا وي. خو يوه ورځ ګل بانو له دې کيسې نه خبره شوه . دهغې يوې بې باکه ملګرې ورته وويلې چې چندن يې دبدن دهر غړي صپتونه کوي او دلاسونو،زلفو او شونډو دښکلا قصيدې يې وايي. په بله ورځ چې چندن د شودو کټوه د ګل بانو دکور مخې ته کېښوده نو هغې د دروازۍ له سوري نه ورته وکتل او داسۍ احساس يې وکړ لکه څوک چې دشيدو پېروي دهغې په بدن باندې موخي. په لومړي ځل هغې له ژونده خوند اخيسته اود چندن مينه يې په زړه کې محسوس کړه. اوس هغه هم ډيره خوشاله وه او هر وخت به يې په شونډو سندرې وې او داځل چې دښځو ميله دهغې کورته راغله نو حالت بېخي بدل و. دګل بانو له وجود نه اوس وږمې ورېدې. داځل د کلي ښځې هم خوشاله وې او چندن هم د ژوند تر بل هر وخته خوښ و. ورو ورو د خوش دل خان غوږونو ته دا خبره ورسيده چې چندن په محفلونو کې دګل بانو دښکلا سيپتونه کوي. دپښتون وينه ګرمه شوه. د هغه سر وګرځيده او همداسې په قهر کورته ولاړ. ګل بانو د جامو په وينځلو لګياوه او له ځان سره يې کومه سندره زمزمه کوله. خوش دل خان چې هغه وليده نو سوباړې يې له لاسه واخيست او په غوسه يې ورته وويل ( ته نه پوهېږې چې سندرې ويل کفر دى؟) په همدې کې په هغې د سوباړي ګوزارونه وکړل. بيا يې له وېښتو ونيوله اوپه قهر يې وپوښتله ( ووايه چې دچندن خبره ريښتيا ده؟) ګل بانوغلې وه او نه پوهېده چې څرنګه هغه دخپل ژوند يوازينى ريښتونې خبره وکړي. خو خوش دل خان په دې باندې هم بسنه ونه کړه . هغه يې په څښېدو څښېدو د کوټې بام ته پورته کړه او له بامه يې لاندې وْغورځوله . د ګل بانو له خولې نه يوه چيغه ووته اوبس. د چيغې له اورېدو سره دکلي خلکو ورمنډه کړه. خوش دل خان چې له بامه وکتل چې ټول خلک د هغه ښځې ته ورګوري چې بې ستره پرته ده نو په منډه منډه لاندې راغى او په کوڅه کې پر ګل بانو باندې خپل څادر خور کړ.