کور / کیسه / د ماشوم خیال

د ماشوم خیال

 (لنډه کيسه)
ارمان حقانيارد پرون په پرتله ، نن پدې ښارکې ژوند بل وړ ښکاري.خلک لږ نيولې غوندې دي. پرون لاچمنونه زرغو نه مالوميدل، خونن پرټول ښارد واوري نری سپين څادرغوړيدلی.د سرکا رې اضافه کارۍ په وجه کابو ماښام تیاره وه، چې کورته راغلم.زموږ  د انګړمخې ته بوټې او ګلان هم سپينې واوري پو ښلې وو. په ناستخونه کې تلوېزون لګيده. لوراو زوی مې دواړه په غولې  ورته په ګونډو دې او ستر ګې يې د تلويزون په پرده کې ښخې دي. ما ته يې نه دی را پام. هرڅه ته ډير په ځير ګوري.لږ تم سوم. د پخلنځي خواته می پام سو. د ډوډۍ خوړلو پر ميز بر سېره مې د چايو تر موز ولېد. ورځپاڼه  یی تر څنګ ایښې وه، یوه کوپ چای ته مې زړه ښه کړاوهلته کینستم.


ورځپا ڼه مي لټ پر لټ کړه، د سویډن د باچا په هکله يوچا لیکلې وچې: «په څلورکتابه ملامت دی.موږ کارکوو،خولې تویوو،دخپلې تنخاڅخه هره دریمه روپۍ دولت ته مالیه ورکوو.له هغه څخه بیا پوره یو سل او شل ملیونه با چا تا جلا کیږې. دی خو تر خولې خوټیږي. ځمکې،ځنګلونه،باغونه،هوټلونه،ماڼۍ لري؛ دا لري هغه لري. خو بیا يې هم خیرات ته سترګې نیولې دي.اوله خپله جيبه يوه یکۍ نه لګوې!»
یو څو کرښي لا پاتي وي چې زوی مي، ارمان را ناري کړې: اباجانه؛ خبرونه دي . غوښتل مې وروستۍ کرښي هم ولولم،بيا ورسم، چې بیا يې را غږکړل.داواري ډير جدې و. ویل یی په افغانستان کې بم چاودلی، او یو سویډنۍ “سولدات”(سرتیری) پکې مړ دی. د دي خبري له اوریدو سره سم راولاړ سوم. د تلویزون په څلو رم چینل کې داووبجو خبرونه پیل سوي وو.


یوه خبریال چې دمرمۍ ضد واسکټ یې اغوستۍ وو، په وارخطا یې د افغا نستان له شمال څخه مخامخ رپوټ وړاندي کا و،ویل یی:« د دولت وسلوال مخالفېن دافغا نستان شمال ته هم را غزیدلې دي.نن سهار د سمنګان وښار ته نږدې، دسړک دغاړي ماین په چا ودنه کې شاوخوا شل کسه عام افغانان مړه اوټپيان سول او زموږ يوه زړورسرتېري د سختو ټپو نوله امله، له غر مې وروسته دجرمنیانو په صحرایې روغتون کې ساه ورکړه. زموږ د سرتېرو روحې حالت ښه نه بریښې…»
په شمال کې ميشت سويډنې سرتېري، په تلویزونې رپوټ کې وېرجن ښکاريدل،خو قوماندان یی چې پلنګې دريشې یې په ځان  کې وه او دمرمې ضد سورور واسکټ یې برسيره ورباندې اغوستۍ وو، د دیپلومات په څېر خبريال ته ويل:« زموږ د پوځيانو مورال اوچت دی. د پیښې په وجه خواشینۍ یم. د دي هیواد په ختیځ، جنوب او جنوبغربې برخو کې داسي پیښي هره ورځ رامنځ ته کیږي، ولسې خلک او پوځيان پکې مرې.په دې ورځوکې پر موږ هم غلچکې بریدونه زیات سوې، له ځان سره به پام کوو.»
په تلویزون کې لویه ډنډوره وه.ډیرۍ سویډنیان ترلوتلې وو.له خپل وژل سوې عسکراودهغه له کورنۍ سره یی خواخوږې ښکاره کوله…، لیکن د افغانانو ومرګ ژوبلي ته د چا پام نه وو. یوه، نیم کس سياستوال خو لا په واز کومي ویل:« موږ پردۍ جګړي ته ور ښکيلوتې یو، له افغانانوپه تیروکې چا جګړه ګټلې، چې اوس یی موږ وګټو؟!»
ارمان مې په څنګ کې ناست و،هک پک یی د تلویزون پردې ته کتل. چې رپوټ خلاص سو، سوړ اسويلۍ یې وکیښ، ماته یی وکتل، پوه سوم چې کوم څه یی په زړه کې ورګرځي، سوکه یی وویل: یوه پوښتنه کولای سم؟  په زړه کې را تیر سوو چې ارومرو به خپله کلیزه رايادوي، ځکه په ورستیو کې اکثرأ دخپلې شپږکلنۍ د ډاليو په اړوند انديښنې يوه له بلې سره پېيې.  په مينه مي ورته وویل: خامخا یې کولای سې. سر یې زما پر ښۍاوږه کیښود، بیایې وویل: کوم واري چې زه او خور مې په یوڅه  سره اخته سو، نو تاسو یا مورجانه راته په غوسه سۍ ، وایا ست، اخته کیږی ولې؟ خبرې سره وکړۍ! دسر په اشاره مي ځواب ورکړ: هو زویه، همداسي دهً.
ارمان وويل: په افغانستان کې خلک مور او پلار نلرې چې ورته ووایی جګړه مه سره کوۍ، خبري سره وکړۍ؟
ـ درلوده یی، خوډيرپخوا مړه سویدې.کیدای سې اوس به یی هډوکې هم خاوري سوې وي!
ـ ښوونکی خو به لرې، هغه ولې څه نه ورته وایې؟
ـ هو ګرانه؛ ښوونکی لرې.خو څوک یی خبري ته غوږ نه نیسې، تر وس یی تیره ده!
ـ نو ښونکی ولې پولیس نه راغواړي، چې مرسته ورسره وکړې؟
ـ پولیس یی راغوښتې، خو په خبره نه سره پوهیږي.هغوی له زوره کار اخلې، افغانان زور نه منې او جګړه ور سره کوي.اوس پولیس افغانانو ته په غوسه دي اوافغانان پولیسو ته!
ـ نوکېدای سې پوليس یا خلک لېونېان سوې وې یا به ناروغه وې.
لږ مسک سوم. ډیر پام مې خبرونو ته وو، ورته ومي ویل: هو،څه خبره به خامخا وې!
ارمان پداسی حال کې چې دښې لاس دوې منځوۍ ګوتي یی په خپلوتورو ولولې وېښتانو کې ښورولې، لږوخت پټه خوله و،بیایې سر زما له او ږې پورته کړ،د ښې لاس پر یرغوې یې تکیه وکړه، داسې یې پورته راته وکتل، لکه چې کومه دحل لاره یې موندلې وي.وې ویل:
ـ ښونکۍ ولې ډاکټر نه ورته راغواړي؟
ـ ډاکټران یی په ناروغۍ نه پوهیږي، کوم یو که پوه هم سې، ناروغان یی درمل نه خورې،غورځوي یې.
 – ولې یې نه خورې؟
ـ  پدي خاطر چې، هغوی هم تا غوندي فکر کوې، چې ټولې دواوې تر خې دي، ډاکټران یې هسې غولوی، کیدای سې د درملو له خوړلو پرته روغ سې!
ارمان لږ وموسکيده ،بیرته یې زما پر اوږه سر کیښود. ښۍ پښه یې لږ وغځوله او د کیڼ لاس بټه ګوته یی دپورتنۍ زامي د مخې غاښ ته ورنژدې کړه، د بلې پوښتنې په لټه کې سو.
 زما کیڼ اړخ ته، خور يی( مينه) چې له دهً  کا بو دوه کاله مشره ده، ډډه لګولې وه اوله پیله یی غوږونه زموږ خبروته څک نیولې وو، خوسترګې یی په تلویزون کې وي،په تلوار سررا پورته کړ موږ دواړو ته یې وکتل او په نرۍ موسکا یې وو یل: زه چې ډاکټره سم، ورځم، درمل ورکوم … کیدای سي روغ سې!
۲۰۱۰/۱۱/۲۰