شین آسمان د ستورو نه ډک ځلیدو، هوا ډیره پاکه وه او یخ شمال هم لګیدو، د اوبو آواز رست تر غوږ کیدو، لرې لرې د موټرو یو یو ګروپ ځلیدو، خدای خبر چې څه پیښه وه، زما زړه ډیر نا تابه وو، همدې کښې مي فکر او سوچ وو چې اوس به یو خبر راځي، اوس به یو خبر راځي …. مګر د څه انتظار و زه هم نه پوهیدم؟
یو ناڅاپه غږ راباندې وشولو (په کومو سوچو کې ډوبه یی) دا مې د خور غږ وو، د وهم نه مې سترګې غټې غټې وختلې،
ما ورنه وپوښتل: څه کیسه ده چې چیغی وهې؟
واه واه زما خبری خلاصی شولی او تا یوه هم نه اوریدلی ده او وایی چی چیغی وهم؛
له ځان نه وشرمیدم چې دا چیرې ورکه یم؛ نا وخته دی، ځه چې ویدې شو؛ همدې ویلو سره دواړه مخ په کوټه روانې شولو، بیرون یخې هوا له وجې مو په بړستن کی ځانونه ښه وپیچل ، هغه ویده شوله، خو زه په دې فکر کې تر سهار پورې وښه پاتې شولم
دا ژوند یعنی څه؟
مور، پلار وروزلو، خور، ورو سره عادت شولو، هر څه چې مناسب و زده مو کړل، د ژوند لاره مو پیل کړې نه ده چی دا ټکه را شېوه شوله… لور باید واده شی؛
مور، پلار، خور، ورو، ملګرې، زده کړه ټول به پریږدم او د بل د کور میلمنه کیړم به، هغه به څنګه کور وي؟ څنګه خلک به وي؟ هلته به زه څنګه ژوند کوم؟ دا لوڼی ولې د پردی کور وي؟
د وینه څه مانا لري؟ چې لور یا د پردي کور یا د نري ګور………….
شل رنګه فکرونه وو، ذهن یو څه، زړه بل څه او حالات بل څه وایي.
یا آلله ! څومره اوږده شپه ده، ولې نه لنډیږی، ولې……………….
سترګې به می پټی شوې وې کنه چی د سهار ړنا مې پر مخ ولګیده او را پاڅیدم، خو هیڅ شیمه مې ځان کې پاتې نه وه، دوې ورځې کیدې چې ډوډی مې نه وه خوړلې، سترګې مې هم د بې خوبۍ نه پړسیدلې وې، او رنګ مې هم ژړ اوښتی و.
د خندا سره مې د خور غږ تر غوږو شولو؛ پاڅه چې د کور ټول کار خلاص کړو چې هغه رېباران راځي او شېرېني دې وړي؛
د اورېدو سره مې تر سترګو ناڅاپه اوښکې خورې شولې او مخ مې پټ کړو، هېڅ مې اوښکې نه درېدې، ځان مې غلی نېولی وو داسې نېم ساعت به تېر و چې مور مې غږ وکړو؛ ډېوې! پاڅه چای تېار کړه، هله ژر کوه
نا هېلې پاڅېدم او ټول د کور کار مې کولو خو دغه ېوې خبرې داسې تاثر راباندې کړې وو لکه د پردي کور کار چې کوم،
چای تېار شولو، ټول را ټول شول، خو ما ځان په کار بوخت کړو. پلار مې وپوښتل ډېوه چای ته نه راځي؟ مور مې ځواب ورکړ؛ کله د سهار د چای عادت لري؛. ورو مې پکې غږ وکړو د بل په کور په دې دا نخرې نه چلېږي، که د سهار چای د وڅکلو خوښه دې، کنه تر ماسپښنه د لوږې نه مړه شه؛.
ېا الله !همدې ورځې لپاره د پېدا کړې ېو چې خپله دونېاګې پرېږدو د بل د ژوند لپاره.
دې نه خو مرګ ښه دې…
— —————————————————–
د کور کارونه ټول خلاص شول، د هرې جمعې په شان دا ځل هم ټوله کورنۍ په کور دا خو اول ځل لپاره د ټولو ناسته ېو ځاې بده راباندې ولګېده ولې چې دلېل ېې درلود
دروازه وټکېدله، ورو مې ورغلو او پلار پسې ېې غږ وکړو چې مېلمانه راغلل، مور مې دستي زه خپلې کوټې ته بوتلم او راته ېې ووېل چې لورې مخ او لاس دې ومېنځه او پاکې جامې دې واغونده چې مېلمانه ستا لېدلو ته راغلي، پلار خو دې پرون درته ووېل چې ډېر ښه خلک دې، ښه هسکه کورنې ده، هلک ماسټري کړې، غټ کاروبار لري او تا به ډېره خوشحاله وساتي، زمونږ د اوسني حالت نه دوی ډېر ښه دي او هر مور پلار همدا آرمان لري چې د لور ډولۍ ېې دخوښېو ډکه ېوې ښې کورنۍ ته لاړه شي، که دا خېښي وشي نو زمونږ د آرمان به پوره شي.
مور مې رانه لاړه او زه ېې پرښودلم، مخ او لاس مې ومېنځل او کالي مې واغوستل ټکری مې په سر کولو چې هغه مېلمنو نه ېې ېوه مشره ښځه زما د مور سره راغلله
د هر څه دومره زر زر کېدلو په لېدلو يې حېرانه پاتې وم.
پلار مې راسره خبره وکړه ېوې خوا ته زما بې وخته واده او بلې خوا ته د مور پلار آرمان…… په دې کشمکش او فکر کې وم چې هغه ښځې مې په سر لاس تېر کړو؛ الله دې هر آرمان پوره کړه ستا او د کورنۍ خوشحالي زمونږ خوشحالي ده.
او د مور سره مې بېرته هغه بلې کوټې ته لاړه او زه همدلته لکه بندي ناسته وم، نه پوهېدم چې څومره ساعت وروسته مې پلار راغلو او په سر لاس تېرولو سره ېې د خوشحاله ژوند دعا راته وکړه.
——————————————————–
په لنډو ورځو کې د واده مراسم شروع شول او هر څه د خپل وطن په دود او دستور وشول، لکه نورو ټولو غوندې زه هم د خپل کور نه پردۍ شولم او لاړم صرف د مور او پلار نصېحتونه او را ښودل شوې صحېح لاره راسره مل وه چې د نوي ژوند پلو ته مو اول قدم کښود.
په پوره اېماندارۍ سره مې د هر څه چې کېدل و منل او د ښه نېت له لوري مې مخ ته ژوند پېل کړو، دا کورنۍ زما د فکر پر خلاف ډېره هسکه او مېنه ناکه کورنۍ وه، زما ېې ډېر خېال ساتلو، هر ضرورت مې ېې پوره کولو، څه مې که نه و زده راښودل ېې، د خواښې مې د مور په شان چلند، هېڅ د تنهاېې احساس نه راکولو، زما د ژوند شرېک اباسېن چې نه ېې په ځوانې کې کمې شته او نه يې په ښو اخلاقو کې، ېا الله دا څنګه شېبه ده چې زما نه مې خپل کور هېروي……………….. اوس پوه شولم چې ژوند هېڅ کله هم بد نوې، مونږ انسانان ېې ښه او بد ګڼو.
د ژوند شېبې ښې روانې وې، د مور کور ته مې تلم چې په لاره کې مو ېو ناڅاپه موټر ټکر شولو، په هېڅ پوه نه شولم،
کله مې چې سترګې خلاصې کړې، هر اړخ راته سپېن تر سترګو کېدلو، لکه چې روغتون وو، ګورم چې کورنۍ مې ولاړه ده، هېڅ مې په ېاد نه دي، ټول شته خو اباسېن نشته، پوښته مې وکړه، خواښې مې ووېل چې بیړنی کار ېې وو، لاړو وظېفې ته ېې.
ورځ ماښام شوله زه هم لږ په هوښ کې شوې وم خو اباسېن مې ونه لېدلو،بېا مې پوښته وکړه، ویل ېې چې راځي زنګ ېې وهلي خو د ټولو رنګونه تښتېدلې غوندې وو. همدې وخت کې پوه نه شولم چې څه وشول…شاېد چې سهار وو سترګې مې خلاصې کړې خو تلاش ېې د اباسېن کولو بېا مې وپوښتل خو همغه ځواب وو چې راغلې وو ته وېده وې، بېرته لاړو وظېفې ته ېې، ماښام ته بېا راځې.
خو زما زړه ونه منله، دا څنګه چې زه وېښه شم او دی نوي، د پاڅېدو کوښښ مې وکړو، مګر ځان مې لکه مړ چې وې، هر څو مې چې کوښښ وکړو ناکامه شولم، خواښې مې په ژړا را نږدې شوله او را کښېنولم او په …. چېغو چېغو په ژړا شوله
پښې کې مې دمه نه وه، هېڅ نه ښورېدلې،دا څنګه پېښه، ځان راته نېمګړې معلوم شولو، په ژړاګانو ټول راټول شول ما هم خپل زړه خالې کړو، خپله نېمګړتېا خو مې په ځاې پاتې وه، څه خبره وم چې د خپلوانو دا اوښکې چې نه درېږې دا بل علت هم لري….
داسې ېو علت چې زما ټول ژوند ېې مات کړو، هغه څوک چې ما ټول ورته زړه نا زړه پرېښودل او خپل مې کړو
هغه څوک چې ماته ېې د ځان نه ډېره مېنه راکړې او زه ېې لکه خوب په سترګو کې ساتلم
هغه څوک چې زما د ژوند سهار او ماښام پرې ښاېسته وو
هغه زه نن ېوازې پرېښودلم او مونږ ټول ېې د غم په ټغر کېښنولو…
الله !
ېا الله ! زړه مې چوي
زړه مې چوي، زه دې ولې ددې ورځې لېدلو لپاره پرېښودم
کاش دا ټول ېو خوب وي، کاش آسماني غږ وشي چې دا ټول ېو خوب دی او هر څه سم شي…..
مګر دا خو ژوند دې داسې ونه شول
زه نېمګړې شوم، زما ژوند نېمګړې شو، زما دواړې کورنۍ نېمګړې شولې، زما اباسېن….