((نو آخيري مصره دې داوى ، آخريې مه كړې ديارانو مجلسونه ! ))
هو! دادفضلو آكا په حجره كې دكلى دراټولوشويوځوانانو له خوا د (بابري) دكوزدى په وياړدخوشالۍ په محفل كې وروستۍ لنډۍ وه چې دعجب ګل له خولې مو واوريده !
دالله (ج) عجيبه غوندې نظام دى ، نه پوهيږم چې ولې يې دعجب ګل دخولې دې راو تلې لنډۍ ته ډير ژرد غوښتنې برعكس دعمل جامه ورواغوسته ؟ ، عجب ګل خو له الله (ج) نه سوال وكړ چې دځوانانو او يارانودمحفلونو او مجلسونو لړۍ دې دوام داره وساتي ،خودالله (ج) چې څنګه خوښه او رضايې وه هماغسې يې وكړل ، لا دلنډۍ دوهم پړاكي وروستۍ توريې دعجب ګل دخنداډكې خولى څخه نه ووراوتلى چې دفضلو آكا په حجره كې زورور درز شو ، د درز سره سم دحجرې په منځ كې لږيدلې ګيس مړ ( ګل ) شو حجره دتورولوخړوډكه شوه ، دلوی او ډاروونكى درز انګازې مو په غوږونوكې دتالندې بريښنا په څيروغړمبيدې ، تورو لوخړواوګردونو له امله دساه ايستل ګران شوي وو ، لږه شيبه وروسته مې خپل ښي اړخ ته نرى نرى زګېروۍ تر غوږوشو ، په حجره كې تپه تياره وه ، غوښتل مې چې دزګېروي كوونكي په لور وروخوزېږم ، خوهر څوچې مې دپورته كيدو وس او هڅه وكړه نه شوم پاڅيداى ، بس دهغه چا په څيروم چې په خوب كې (خپڅكې ) لاندې كړى وي ، نه مې ځان ښوروى شواو نه مې له ستونى آواز راويستی شو ، خو په زړه كې ډاډه وم ، په همدې هڅه كې وم چې دحجرې په بله څنډه كې چيرته چې بابرى اوعجب ګل څنګ په څنګ سره ناست وو او په خندا ډكه خوله يې سره ټپې ويشتې ، دفريادونواو ځګېرويو زوږ مې تر غوږو شو.
كراركرار په ځان وپوهېدم ، ټول وجود مې بې حركته و او ورو ورو مې په بدن كې د د رد احساس مخ په زياتيدو و، او په حجره كې دځګېرويو او تورو لوخړو لړۍ مخ په كراريدووه، دترهيدلې مر غى په څير مې يوې خوا او بلې خواته كتل او په ډير زحمت وتوانيدم چې ښی لاس مې وښوروم .
دحجرې په منځ كې حالاتو مې نا ببره له خولې دكوكو او فريادونوبړبوكۍ راو يسته اوورسره سم مې داګډوډ الفاظ دويرې او وحشت په نغاره كې وغږول :
هلىْ ، دخداى (ج) دپاره مرسته وكړىْ ، مرسته وكړىْ ، ټول تباه شو تباه !
لا مې دخولۍنه د زړه له تله دراوتونكو فريادونو لړۍ نه وه ختمه شوې چې ، حجرې ته ددريو خواوو نه دډېرو تېزو او سترګو برېښوونكو چراغو نو درلودونكي وسله وال سړي چې په ګردونو كې يې پيژند ګلوي ګرانه وه را ننوتل ، او دخپلو تورو ټوپكو شپيلۍ يې زما او زما تر څنګ په وينو لت پت يارانو په لورې ونيولې ، ما خپلې ستر ګې له ګردونو وځمبلې او دهغو تيزورڼا غورځوونكوچراغونو په ملتيا مې چې ددريو واړو برګو دريشيو اغوستونكو دخپلو سرونو په مخكې دټنډوپرسرټومبلي وو ، په حجره كې څو شيبې وړاندې ناست دكلي لس دولس ځوانان په وينو لت پت وليدل او دهغوى هغه شونډې چې څوشيبې وړاندې له خندا ډكې وې ، اوس له خاورو ډكې وليدې ، هغه لاسونه چې يوازې څوشيبې وړاندې يې دخپل يوه ملګري په خوشالې كې چک چكې (ټكې) پرې وهلې او س په سرو وينولړلې وو او هغه دنګې ځوانۍ چې څوشيبې وړاندې د بابري دكوزدې په وياړ په حجره كې دخوشالیْ نڅا كولې ، اوس اوس ونډۍ ونډۍ خورې ورې په وينو لړل بې روحه دحجرې دديوالو نو او لويدلو لرګيو لاندې پرتې وې !
ددريو تنووسله والو له جملې څخه ديو په ليدو مې داسې احساس كړه چې ګواكې خوب وينم ، اوكله چې مې دكور په انګړ كې دفضلو آكا دوهلو ټكولو او دهغه دكورنۍ دښځو او ماشومانوژړاګانې ترغوږوراورسيدې ، نو حال مې په بله شو ، لكه څوك چې له درانه خوبه راپاڅوې ، غوښتل مې چې له ځايه پاڅم خو يو لاس او يوه پښه مې ..، هو! يولاس او يوه پښه مې بې خوده وه !
كله چې مې له ځايه دخوځيدو هڅه وكړه نوددريو تنو څخه يو يې را ټوپ كړ او دتور ټوپك په كنداغ يې داسې كاري ګزار په سر راكړ چې له هرڅه بې خبره شوم او په غوږونو كې مې ددرزا پر ځاى يو لړ كړنګهار احساس كړ ! .
هو ! پوره اتلس ساعته بې هوښه او له هرڅه بې خبر وم ، خوهغوى چې په هوښ وو داسي چارې يې زمونږ په حق كې كړې وي چې نا چاره به شيطان هم لاس ترزنې ورته ناست وي!
كله چې مې سترګې وغړولې نو ځان مې دګڼ شمېر په كټونو كې ملاستو او ناستوناروغانوپه منځ كې وليده ، حيران وم ، باور مې نه كيده ، څلورو خواوته مې ناروغان، فريادونه ، ځګېروي او څوك هم دخپلو خيالونو په ټالو نوكې دزنګيدلو په حال كې وليدل .
دروغتون په لويه له بسترونو ډكې كوټې په بر سر كې يولوى تلويزيون چې ګمان كوم دناروغانو دفكراو پام بدلولو پخاطر به يې ايښى و په هغه كې يوې پيژندلې څيرې مې پام ځان ته ورواړاوه ، په داسې حال كې چې په ټول وجود كې مې ددرد احساس كاوه ، دسړي څېرې ته ځير شوم او دتلويزيون آواز ته مې غوږونه څك كړل ، سړى مې وپيژانده ! هغه فضلو آكا و ، په ځان كې مې دخوشالى څپې په خوريدو شوې او له ځانه سره مې وويل چې شكر دى هغه خو ژوندى دى ! خو كله چې مې دهغه په لاسونو كې زولنې وليدې او ورپسې مې خپل ځان وليده چې دځان مرګو بريد كوونكو په شان مې دچاوديدونكوتوكو ډك واسكټ اغوستى او زما دزړه يارانو عجب ګل ، غمى ، شاه مست ، بابري او نورو لس دولسو تنو جسدونو ترڅنګ ټپي پروت يم ، په سترګومې تياره شوه او يوازې مې په غوږونوكې دتلويزيون دوياند دې خبرې انګا زې وكړې چې :
درنو ليدونكو ! داهغه ترهګر دى چې په يوه كوركې يې دځانمرګو بريدونو لپاره ځانونه چمتو كول ، خو دوى په خپله دخپل شوم عمل ښكار شول ، او ديوتن دچاوديدونكي واسكټ دچولو له امله ددوى دولس تنه مړه او يو تن يې يولاس او يوه پښه له لاسه وركړل او په روغتون كې تر درملنې لاندې دى ، دكورڅښتن چې په وژل شويو كې دده زوى هم دى روغ نيول شوى او ګرويږنې ترې روانې دى .
هو ! ددي خبرو په اوريدو مې له خولې كوكارې ووتې او دروغتون ټول ناروغان او ډاكټران مې دځان په لورې ځير كړل ، بيا مې فريا د وكړ : دا هرڅه درواغ دي ، داهر څه درواغ دى ! مونږ دخپل ملګري دكوزدې په خوشالۍ محفل جوړ كړى و …. مونږ سره واسكټې نه وې ! داهرڅه درواغ دي…. ، فضلو آكا بې ګناه دى بې ګناه دى !
خو هغه غوږونه چې دبې وزله انسانانوفرياد يې اوريدلاى واى كاڼه وو ، هغه وجدان چې بيګناه او ګنهګاريې سره پرتله كړي واى مړو . . .
هو ! دادى اوس فضلو آكا دګوانتانامو په زندان كې ديونامعلوم قيد په تيرولو محكوم دى او زه په يوه پښه او لاس ګوډ دبل لاس ته محتاج او دفضلو آكا دولس كلن زوى او لس كلنې لور سره يې يوځاى دښار په واټو نوكې ديوي ګولۍ ډوډى دپيداكولو پخاطرهر كس او ناكس ته دسوال لاس غزوو ، دسوال لاس ! ….. او هغه څوك چې ددغې ترخي پيښې ترشايې لاس و دخوښيو ډك ژوند تيروي.
هو ! ښه يې پيژنم خو څه مې له وسه نه كيږي ، هغه دبر كلي دجعفر خان زوى مهمند دى چې په كمپاين كې له بهرنيانو سره ترجمان دى ، ترجمان ! .
دا هر څه ځكه وشول چې : مهمند دبهادرخان آكا لور دځان لپاره غوښته ،خوبادرخان آكا ورنه كړه او هغه يې دكوز كلي دفضلو آكا زوى بابري ته كوزده كړه ، ځكه خو هغه شپه مهمند دخپلو ملګرو په ملتيا له يارانو ډكې حجرې ته لاسي بم راوغورځاوه او دغه ناوړه پيښه يې رامنځ ته كړه ، او مونږ يې بيځايه او بې ګناه حكومت او رعيت ته بدنام كړو او نه شته هغه څوك چې دداشانې پيښو سپيناوى وكړى ! او خداى (ج) خبر چې دالړۍ به تركومې او تركله روانه وى ؟!
داچې تل غبرګې څپيړې زغمي څوك دى ؟
د احمـد ابدالـي زوى نوم يې افغـان دى!