پېری، دېب او شاپېرۍ د سیمي او نړۍ د نورو هیوادونو د فوکلور په څېر، د پښتنو په فوکلور کی هم ډیره زیاته ونډه لري. د ډېر وړوکوالي څخه مشرانو د پېریانانو کیسې را ته کړي او له تاریکو ځایونو، د انځر له ونو، هدیرو او کنډوالو څخه یی، چی دوی به هم حتما پکښی بېرېدل، بېرولي یو. کله چی څوک په داسی ناروغي اخته سوی دی چی کورنۍ یی له قراینو سره نا بلده او طبیب او ډاکټر یی علاج ته عاجز سوي وي، نو یی خپلوانو، د کورنۍ یوه هوښیار سلاکار او د کلي ملا د ناروغی علت پیریانان بللي او علاج یی دم تعویذ او له تعویذ سره ملګري د توري چرګي او یا تور پسه حلالول ګڼلي دي. که ناروغ جوړ سو نو تعویذ خپل کار کړی دی. د ملاصاحب خولۍ په غوړیو کی سي او د ساده کلیوالو او ښاریانو لښکر ورباندي را مات سي. او که جوړ نه سو نو یا پیری او پیریانان دونه زورور دي چی تعویذ او د ملا وظیفې اغیزه نه ورباندي کوي او یا پیریانو ته دونه لوی تاوان رسیدلی دی چی د توري چرګي او تور پسه او حتی تور غوایی په وینو یی چاره نه کیږی. او یا قسمت خپل کار کړی دی او د ناروغ نصیب په جوړیدلو کی نسته.
خبره هغه وخت ډیره خرابه سي چی پیریانان کافران، په زیاته هندوان وي، او د ملاصاحب په زاریو، ننواتو او تعویذ کی ری ونه وهي او چی ملا صاحب هر څه د خدای او قرآن روی ورته شفیع کړي هغوی فکر خراب نه کړي. په دې صورت کی نو ملاصاحب د لښتو او شلاقو څخه کار اخلي، او په دې پلمه چی لښتي پر پیریانانو اوروي، کله کله ناروغ دونه ووهی چی تک شین یی کړي. طبیعی خبره ده چی لښتي او وهل ناروغ ته نور تاوان هم رسوي او تر بد یی بد ترکړي.
پېریان څشی دی
پېری یو ماورالطبیعه مخلوق دی چی د انسانانو سره په نیژدې ګاونډ کی ژوند کوي او له کوچني مېږي څخه نیولې تر توري پشو، تور مار، زمري او انسان پوری په هره بڼه کیدلای سي. د انسانانو څخه پټ اوسیږي او چی پخپله یی زړه ونه غواړي انسانان یی نه سي لیدلای.
په شرقي فوکلور، په تیره بیا د پښتنو په فوکلور کی پېری او شاپېری بالکل جلا مفاهیم دي او دوی دواړه د ژوند بیل بیل شرایط او محیط لری. پیریانان لویه پاچهي نه لری. زیاتره یوازي او کله کله د وړو ډلګیو په توګه ژوندی کوي. په کنډوالو، هدیرو، تاریکو ځایونو، د غرو په لمنو او د انځر له ونو سره نیژدې اوسیږی. د خلکو کورونو ته د توري پشو په بڼه ورځی. او دغه علت دی چی خلک پشو، او په تیره بیا توري پشو، ته د آزار ورکولو څخه ځانونه ژغوري. کله کله د شنو کوترو سېل جوړوي او د شپې په کارېزونو کی پټیږی او چی څوک یی د ښکارولو تکل وکړي نو کله کله یی مړی په هغه کاریز کی ومیندل سي.
پیری معمولا نارینه وي. په فوکلوري کیسو کی د ښخينه پېرۍ نوم چنداني نه اخیستل کیږی.که څه هم چی په ځینو شفاهی کیسو کی د پیریانانو د کورنۍ، ماشوم د زانګو او ګډو کورنیو اتڼونو او جشنونو خبری کیږی. خو له بنیادم سره د تماس په وخت کی ښځینه پیریانان چنداني رول نه لری. دغه راز نارینه پیریان، د شاپېریانو په خلاف چی د بنیادمانو سره د سوځنده میني او له کړاوونو ډک عاشقانه داستانونه جوړوي، د بنیادمانو له ښایستو نجونو او ښځو سره د مینی داستانونه نه لری. او که چیري پیریانو چی معمولا نارینه وي، پرښځی باندي کښېنی نو هغه زیاتره د آزار ورکولو او شکنجه کولو لپاره وي. له امکانه لیري خبره نه ده چی په پښتني فوکلور کی به ددغه راز کیسو د ایجادېدلو او ودي کولو مخه په لوی لاس نیوله سوې وي. ځکه چی پښتانه له خپلو ښایستو نجونو او میرمنو سره د پردیو مینه درلودل ډیر لوی شر م ګڼی، او پیریان ته اجازه نه ورکوي چی د دوی د ناموس پرلور سترګی کږې کړي. نیمبولال( د نامه څخه یی ښکاري چی هندو پیری به وو) د کشمیر د پیریانانو د پاچا زوی وو. د سوات د پاچا پر لور مین سو او هره شپه به په پټه د هغې د خوب خوني ته ورتلی او ټوله شپه به یی ورسره تیره کړه. مګر هغه د خپل دغه ناروا عمل ډیره سخته سزا ولیده. د سوات اخوند بهادر، چی پیریانان یی مسخر کړي وه، هغه په ګډوه کی واچاوه او ژوندی یی په اوبو کی وایشاوه.
داچي پیریانان ولي په تاریکو ځایونو، هدیرو او کنډوالو کی ژوند کوي او معمولا د شپې په تیارو کی راوزي، هغه د دوی خپل کار دی. خو کورني ژوند ته د تیارې څخه د وېری د ورننوتلو یو علت یی ښایی داوي چی مشرانو به خپل ماشومان او کشران تیاروته له تللو څخه ددې لپاره ډارول چی د مار او لړم له چیچلو او په تیاره او شپه کی د باندي له وتلو او د شپې او تیارې سره له ملګرو فسادونو څخه یی وساتي. بل علت یی ښایی پخپله د غلو، بدکارانو او داړه مارانو تبلیغ وي چی په تیارو کی به یی خپلی غلاوي پټولې او په هغو تیاره ځایونو کی به اوسیدل او پټېدل او عادي خلک به یی هغو ځایونو ته له تللو څخه بېرول. بل علت یی پخپله د تیارې او سکوت ویرونکې څېره ده چی د نامعلومو زمانو راهیسی انسانانو کرکه ورڅخه کړې ده او حتی د قرآن شریف د الفلق په سوره کی د تیارې او د هغې د خپریدلو له شر څخه امان غوښتل سوی دی. تر ټولو مهم علت یی دا دی چی تیاره د انسان تر ټولو لوی دفاعی قوت، چی سترګی دي، له کاره غورځوي او انسان هم د څرګند او هم د نامعلوم دښمن په مقابل کی په بشپړه توګه کمزوری کوي. ځکه نو انسان په طبیعی توګه له تیارې څخه وېرېږي او له تیارې سره د ملګرو نامعلومو ویرونکو موجوداتو نکلونه د تقریبا ټولی نړۍ فکلوري داستانونو او عنعناتو ته لاره پیداکوي.
پیریانان انسانانو ته معمولا بې موجبه په قار کیږي او د داسی غلطیو او عملونو پړه ورباندي اچوي چی په هغوی کی د انسانانو هیڅ ګناه نه وي. دوی د مثال په توګه، په لوی لاس، د کورونو په انګړونو، کنډوالو او یا لویو لارو کی د ماشوم زانګو دروي. طبیعی خبره ده چی انسانان نه د دوی د زانګو د لیدلو توان لري او نه یی د ماشوم ږغ او ژړا اوري او په ماشوم کی وخیژي. په دې کی البته د بنیادم غریب هیڅ ګناه نسته خو د پیریانانو منطق له انسانانو څخه توپیر لري او چی یو ځل په قار سي بیا نو د چا پر خبره او دلیل غوږ نه نیسی.
شاپیریاني
شاپېریاني، چی په فارسی ادبیاتو کی پري ورته ویل کیږی او په شاعرانه ژبه کی ډېره زیاته ښکلا په پری پیکر، پری وش او یا پری چهره افاده کیږی، د انسانانو سره نیژدې او یا په تاریکو او متروکو ځایونو، کنډوالو او د امبارونو پر کوټو ژوند نه کوي. هغوی له ښارونو څخه ډیر لیری، د غرونو او ځنګلونو په مابین کی په شاهی قصرونو او ښکلیو باغونو کی اوسېږي.
شاپیریاني کله کله کلیو او ښارونو ته راځی. ځینو انسانانو ته ځانونه ښیی او کله چی بنیادم ورته وګوري نو سمدستی ورباندي مین سي خو دا د یوې سپینی کوتري په څیر ورڅخه الوزي او دلته نو د سوځنده او تقریبا ناممکني مینی افسانه پیل سي. کله کله شاپیریاني د انسانانو ښارونو او کلیو ته ورځي او چی یو ښایسته ځوان یی خوښ سي نو بیا تقریبا هره شپه او یا کله کله په هفته کی یوه ټاکلې شپه ورته راځی او کرۍ شپه له خپل مین بنیادم سره تیروي.
څرنګه چی شاپیری نه سي کولای چی د ورځی په رڼا کی له خپل محبوب بنیادم سره وویني او خپل وخت ورسره تیر کړي نو هغه ځوان چی شاپیری ورباندي مینه سوې وي، هم د شپې د بېخوبیو او هم د ورځی د شاپیرۍ د بیلتون له لاسه کړیږی او ورځ په ورځ رنځوریږی. البته دا هغه شاپیری ده چی موږ د کلي کور په ورځنیو کیسو کی ورسره مخامخ کیږو.
کله چی ساده زلمي د شاپیریو دغه راز کیسی اوري نو پر هغه ځوان یی رخه راځی چی شاپیری ورباندی مینه سوې او د ځوان مور خو سوګندونه یادوي چی څو شپې پرله پسې یی د سر په سترګو لیدلی دي چی یوه ښځه په شرنګولو کالیو کی په نیمه شپه کی د دوی د کور دروازه پرانیستې ده، سیده د دې د ښایسته زوی د کوټې خواته ورغلې ده او کرۍ شپه یی له هغې سره د خپل زوی کټ کټ خندا اورېدلې ده. حتی څو ځله یی لیدلي دي چی شاپیری په هغه شپه کی بیرته د دوی له کور څخه وتلې ده.
خو هغه شاپیریاني چی په لویو فوکلوریکو نکلونو او د الف لیله په څیر افسانو کی ورسره مخامخ کیږو، هغوی زیاتره د غښتلیو او ضمنا ښایستو پهلوانانو سره د نکلونو په پای کی ودونه کوي او ګډ ژوند ورسره اختیاروي او حتی اولادونه یی ورڅخه پیداکیږی.
د فوکلور او افسانو په ډکشنري کی د شاپیری او پیریان دواړو لپاره د فیري Fairy کلمه کارول سوې ده. پیری هغه ماورالطبیعه Supernatural مخلوقات بلل کیږی چی معمولا په سترګو نه لیده کیږی. کله ډیر سخي او مرستندوی، کله شریر او خطرناک او کله کله له انسانانو سره ټوکي کوي او هسی آزار ورکوي. پر مځکه باندي له انسانانو سره په نیژدې تماس کی اوسي. پیری د اروپا او اسیا په فوکلوریکو نکلونو کی لیده کیږی خو د امریکا او افریقا په نکلونو کی چنداني نه تر سترګو کیږی. پیریانان معمولا ډیر واړه وي او زیاتره وختونه چی خولۍ پر سر کړي له سترګو نهامیږی. پیریانان معمولا زرغونه کالي اغوندي او کله کله خو یی پوست او ویښتان هم زرغونه وي. پیریانان ډیرلږ انسانانو ته تاوانونه رسوي او حتی کله چی د انسانانو ماشومان وتښتوي هم تکلیف نه ورکوي. خو که له پیریانو سره بد سلوک وسي بیا نو دوی هم ډیرسخت کسات اخلي.کورونه سوځی او حاصلات خرابوي، خو زیاتره وختونه له انسانانو سره مرستي کوي. غریبانو ته ډوډی او پیسې ورکوي، ماشومانو ته د لوبو سامانونه راوړي او د هغه جادو په خنثی کولو کی مرسته کوي چی جادوګرو بوډیانو Witches په خلکو کړي وي.
پیریانان د انسانانو په څیر پاچهی لري، خو پاچا یی معمولا ښځینه وي. د پیریانانو په مځکه کی نه زړېدل سته، نه مرګ سته، نه بدرنګه کیدل سته. وخت لکه د مړو په دنیا کی تېرېږی او خپل مفهوم له لاسه ورکوي. د آیرلینډ یو سړی د پیریانانو دنیا ته ورغلی وو، هلته یی نهه سوه کاله تیر کړي وه. ده فکر کاوه چی یوه شپه یی تیره کړې ده. دوی مرګ نه لري، مګر ماشومان زیږوی او کله کله خو د انسانانو ښځي د خپلو ماشومانو د روزلو لپاره غلا کوي. پیریانان په ښایستو محلونو کی ژوند کوي. لوښي او سامانونه یی د سرو زرو او سپینو زرو څخه جوړ سوي وي، ډېر ښه خواړه خوري او خپل زیاتره وخت په ساز او نڅا تیروي. د پیریانانو دنیا په عمومي صورت ددې دنیا جنت دی.۱
له دې څخه ښکاري چی د لویدیځی نړی پیریانان او شاپیریاني، چی غربیان دواړه په یوه نامه بولي، توپیر نه سره لری. البته په ختیځ فوکلور، په تیره بیا د پښتنو په فوکلور کی، چی شاپیری یادیږی معمولا د بنیادم سره د لېونۍ میني داستان هم ورسره تړلی وي. د بنیادم زړه ورڅخه یو سي او بیا نو د کوتری په څیر ورڅخه والوزي. پاچهي یی معمولا په کوه قاف او یا په چین کی وي او په زړه پوري خبره داده چی پربنیادم باندي عادي شاپیری هیڅ وخت نه مینه کیږی. هغه شاپېری چی د بنیادم سره مینه کوي، معمولا د شاپیریانو د باچا لور وي او تر هغې پوری رسېدل په هر منزل کی جلا جلا د سر سره د لوبو کولو په بیه وي. په پښتنی فوکلور کی د شاپیریو سره د مینی کولو تر ټولو مشهور نکل د سیف الملوک افسانه ده، چی د بدرۍ د تر لاسه کولو لپاره د اوسپني څپلی په پښو کی سولوي او لا د هغې قلا او پاچهی ته نه وي رسیدلی.
شاپیریاني معمولا ښځینه وي. نارینه شاپېری چندانی نه لیده کیږی. بشپړه پاچهي، چی کله کله یی د افرادو شمیر زرګونو ته رسیږی ، د همدغو ښایستو نجونو څخه جوړه وي، او معمولا ټولي پیغلاني وي. د پاچا له لور سره هر وخت یوه لویه ډله شاپیریانی الوزي او یا یی تخت د لویو دیوانو په اوږو کی په هوا ګرځي. شاپیریاني، د پیریانانو په خلاف، له انسانانو سره نیژدې ژوند نه کوي او پاچهي یی له انسانانو څخه دونه لیري وي چی که د کوم ملنګ دعا یا د یوه لوی دېب مرسته له چا سره ملګرې نه وي ور رسیدل غیر ممکن دي.
په الف لیله کی د حسن زرګر په نکل کی لولو چی هغه د خپلي شاپیری میرمني مینار سینا په تلاښ وزي او له هغو شاپیریانو څخه چی ده پخوا خویندي ورته ویلي دي مرسته غواړي. هغوی د خپل کاکا شیخ عبدالقدوس څخه مرسته ورته غواړي. هغه تر یوه ځایه ورسره ځی او بیا نو د خپل ورور شیخ عبدالرشید پته ورکوي. هغه یی په یوه کښتۍ کی یوه ټاپو ته لیږی چی ټوله په ښځو ساتله کیږی. څسن زرګر د دې ښځینه لښکر مشري ته دیری زاری کوي. د هغې زړه ورباندي سوځی او د واخ واخ ټاپو ته یی لیږي، چی ل دغه ځایه څخه اوه میاشتي فاصله لري. په مخ کی د مرغانو ټاپو ، ورپسې د وحشي حیوانانو ټاپو، وروسته د پیریانانو ټاپو او بالاخره د واخ واخ ټاپو ته رسیږی چی په ونو یی د انسانانو سرونه ځړیږی او چی لمر ورباندی را وخیژي ټول سرونه واخ واخ نارې وهي. حسن د دغي ښځي په مرسته تر دې ټولو خنډونو او ستونزو تیریږی. ځان د واخ واخ د ټاپو ملکې ته رسوي. هغه د ده د میرمني مینارسینا خور ده او نورالهدا نومیږی. د ده میرمن ورته راحاضروي، بندي کوی یی او د ده په مخ کی یی د سر په ویښتانو ځړوي. حسن سرګردانه ګرځی او بالاخره په یوه دښت کی د دوو هلکلنو څخه، چی جادوګر پلار یی تازه مړ دی،په چم او چالاکي د پیریانانو خولۍ او یو لرګی، چی اوه پاچهی پیریانان او دیوان یی تر فرمان لاندي دي، اخلي او په دغه تړګه خپله میرمن ژغوری او بیرته یی خپل د بنیادمو وطن ته رسوي.
یا مثلا د سیف الملوک په نکل کی موږ ګورو چی د پیریانانو د پاچا، چی شین پاچا نومیږي، او د القلزوم په قلا کی پاچهی کوي، زوی د سراندیب د پاچا لور دولت خاتون تښتولې ده او ورته وایی له هغه ځایه چی ته ما را تښتولې یې تر دغي قلا پوری د یوسل اوشلو کالو لار ده.
د ملی هینداري په لومړي ټوک کی، د زبزباني شاپیری په نکل کی یو دیب ، چی د نامعلوم علت له مخی یی ځان د موچي په بڼه جوړ کړی دی، ګوروان ته ، چی د زبزباني شاپیری د سر د غوړیو په پیدا کولو پسی یی پښې لڅی کړي دي، وایی چی زه د دوو سوو کالو یم او د دیارلسو کالو په مزله مځکه مي په تصرف کی ده خو د زبزباني شاپیری نوم می نه دی اوریدلی. د ده مشر ورور، چی د دریو سوو کالو دی او هغه هم د کشرورور له سیمی څخه باندي د دیارلسو کالو په مزله مځکه په تصرف کی لري هم زبزبانه شاپیری نه پیژني. دریم ورور یی د پنځو سوو کالو دی او شپږم ورور یی د شپږو سوو کالو دی، چی ښایی د خپلو وروڼو په اندازه مځکي په تصرف کی ولري. هغوی هم د زبزباني شاپیری نوم نه دی اوریدلی. البته څلورم ورور ګوروان ته وایی چی تر دغه غره هاخواته د شاپیریانو پاچهي ده. دوی پر موږ غښتلي دي. زه ور اوښتلای نه سم. وزر می سوځی. زه به دي تش تر غره ور واړوم او د غره له سره به دي ننداره کوم. که کومه سختي درباندي راغله او زما کومک په وس پوره وو مرسته به درسره وکړم.
داچي د زبزباني شاپیری نکل به له کومه ځایه راغلی او د پښتنو په فوکلوري نکلونو کی به ساتل سوی، سینه پرسینه سوی او پراخ سوی وي، سړی د ځینو نخښو څخه اټکل کولای سي چی دې نکل دغه اوسني شکل ته تر رسیدلو پوري په سیمه کی له قافلو او نکلچیانو سره سفرونه کړي دي. د مثال په توګه طوطي او مینا ، چی د نکل په سرکی له یوه بل سره د زبزباني شاپېرۍ د سرد غوړیو د کمال په باره کی خبری کوي او د نکل ټوله ماجرا د هغوی له دغو خبرو څخه پیل کیږی، زیاتره د هند د فوکلور او کلتور نمایندګي کوي. دېب او پری به له عربي نړی او ایران څخه راغلی وي او ساده ګوروان، چی د نکل قهرمان دی، د پښتنی کلتور او فوکلور نمایندګي کوي.
د پښتو په فوکلوري ادب کی ما د دې نکل بل شکل نه دی لیدلی او د سیمی په فوکلوري نکلونو کی می هم بل شکل په سترګه سوی نه دی نو سړی ویلای سی چی دا نکل به ښایی پخپله د پښتنو په سیمه کی زیږیدلی، سینه پر سینه سوی، ځینی شیان او وسایل به یی احتمالا له نورو کلتوري حوزو څخه اخیستي او بالاخره به د ملی هنیداري د نکلونو مجموعې ته رسېدلی وي. البته د دې نکل شاپیریاني هم د الف لیله د نکلونو په څیر ژوند لري. ټوله پاچهي د ښایستو نجونو څخه جوړه ده. تازه میوې د ژمی او اوړي په موسمونو کی پریماني دي. ټول ژوند یی په ښکلیو بنګلو او شنو باغونو کی تیریږی او هغه دیوان ورڅخه بیریږی چی هم په هوا ګرځیدلای سی، هم یی د دیارلسو کالو د مزله په اندازه مځکی په تصرف کی دي او هم ځانونه د انسانانو په بڼه کولای سی او په ښار کی د بنیادمو په منځ کی موچیګري کوي.
دېب یا دیو:
دېب یو خارق العاده مخلوق دی چی د سیمی په فوکلوري نکلونو کی ډیره زیاته ونډه ورکړه شوې ده. د نکلونو د قهرمانانو زور او زړه ورتوب معمولا د لویو دېوانو سره په جګړو کی ازمییل کیږی. او کله چی بیا د نکلونو قهرمانان د ځینو ناشونو کارونو سره مخامخ سي نو د هغو دیوانو له قدرت او زور څخه مرسته غواړي چی یا په یوه ډول د نکلونو د قهرمانانو سره ملګري سوي او یا د یوه پیر او ملنګ غوښتنی او دعا هغوی د نکلونو د قهرمانانو په خدمت کی درولی وي.
دېوان په لویو غرونو او د ښارونو څخه ډیر لیري په راخو دښتونو او ځنګلونو کی ژوند کوي. هر دیو ځانته بیل قلمرو لري. زور یی بې اندازې زیات . معمولا په هوا کیږی. زیاتره وختنونه د غوایی په څیری ښکرونه لري. په فوکلوری نکلونو کی ښځینه دېواني چنداني نه په سترګو کیږی او ماشوم دیوان خو هیڅ وخت نه وي. د دېبانو سره زیاتره وختونه مخ پر تندي جنګ ځکه ډیر ګران او حتی غیر ممکن وي چی هغوی ډیر غټ وي او په هیڅ توګه د بنیادم زور په رسیدلای نه سي. هغوی یوازي یا د شاپیریانو د پاچا تابع وي او یا د کوم مرموز څراغ او یا انګشتری، چی معمولا سلیمان پیغمر ته منسوبه وي، تابع وی. کله چی یو ځل دیب د چا تابع سي نو بیا د نکل تر پایه پوری پر یارانه باندي ډیر ټینګ وي او په هره تنګسه کی د نکلونو د قهرمانانو په درد خوري.
دېوان د شاپیریانو او پیریانانو په خلاف هیڅ ډول اجتماعی ژوند او د کورنی سسټم نه لری.دېوان ټول جلا جلا ژوند کوي او که په کوم نکل کی اوه دېبان سره وروڼه هم وي له یوه بل څخه د کلونو په فاصله ژوند کوي. دېوان معمولا غټ وي او عمرونه یی تر سل هااو کلونو پوری رسیږی. ماشوم دېب ځکه په نکلونو کی برخه نه لری چی په فوکلوري نکلونو کی دېب ته د یوه زورور موجود په حیث اړتیا وي، او که چیری ماشوم دېب ته اشاره کیږی نو باید چی ښځینه دېباني او د دېب کورنی هم ولرو. په داسی حال کی چی د دېب کورنی د نکل د اوزار په ډولپه هیڅ ځای کی په درد نه خوري.
دېب معمولا ډیر سخت بدرنګه وي. تورمخ، پنډ شونډان، اوږده غاښونه، ژړي سترګي او ښکرونه لری. وجود یی دونه غټ وي چی اوږې یی په هیڅ ډول درانه بار نه درنیږي. د ځینو طلسماتو، لکه د سلیمان پیغمبر انګشتری او یا کوم زلړه زنګ وهلي څراغ په مقابل کی دونه کمزوری وی چی مالک ته یی د مریی په څیر تسلیم وي. خو د خپل ټول زور او طاقت سره هیڅ وخت د یوه کمزوري بنیادم څخه، چی ده ته هر ډول غیر ممکن او سخت کارونه ورسپاري، د هغي انګشتری او یا څراغ د پټولو کوښښ نه کوی چی د ده د غلامی اساسی علت دی او هسی بیځایه یی له ده څخه بې تنخوا مزدور جوړ کړی دی. ګواکي د خپل ټول او زور او طاقت سره ډیر سخت بی عقل دی چی خپل ځان یی په لوی لاس مرییتوب ته سپارلی دی.
داسي ښکاري چی د دېوانو او شاپیریانو په ارتباط فوکلوري نکلونو کی عقل او ښایست ته پر زور باندي ترجیح ورکړه سوې ده. د دېوانو د زور اندازه نه لګوله کیږی. په یوه شپه کی ښارونه ابادولای او بیرته چپه کولای سی، مګر د هوښیار بنیادم غلام وي او د ښایستو شاپیریانو مرییتوپ او حتی تورو ته یی غاړه ایښې وي.
يوه په زړه پوری خبره لا داده چی ددې دومره لوی وجود او بدي قسافې سره سره پر یوې نازکي شاپیری مین وي خو د دې ښایستو او کمزورو موجوداتو په مقابل کی دونه کمزوری وي چی کوښښ کوي هیڅ وخت ورسره مخامخ نه سي او د هغوی د اوسیدلو ځای یا باغ حرم څخه خان لیری ساتي. حتی وایی چی تر دغه غره ها خواته د شاپیریانو پاچهی ده زه ور تیریدلای نه سم وزر مي سوځي.
موږ ګورو چی د « انارژړان سیب خندان» په نکل کی، چی د ګلخنداني شاپیری خور، چی د شاپیریانو پاچا ده ، په دې خبره سی چی د شپږمیاشتني خوب په وخت کی یی یو آدم زاد خوني ته ور ننوتلی دی. له دې سره یی خپل دستمال بدل کړی او پر مخ یی مچ کړې ده او لا یی د انار ژړان سیب خندان له وني څخه یو ښاخ هم پرې کړی او ورسره وړی دی. نو تر هر څه مخکی خپل پیره دار دېبان را غواړي او ټول وژني. د ېبان د یوې شاپېری حکم ته دومره تسلیم دي چی د ځان څخه دفاع او اعتراض قدر هم نه کوي۲
څرنګه چی دېب د ډیر زیات زور او قوت ښکارندوی دی او یوازي د سیف الملوک، رستم او امیر حمزه په څیر غښتلي او نه ماتېدونکي قهرمانان له هغوی سره مقابله کولای سي او حتی په جنګ کی یی ماتوي او وژنی یی نو معمولا د نارینه په شکل څرګندېږي. البته په ملی هینداره کی دوه ځله له ښځینه دېبانو سره مخامخ کیږو خو هغوی د زور او قوت ښکارندوی نه دي بلکه له نارینه دېبانو څخه د یوه بنیادم د پاره د مرستي غوښتلو وسیلې دي. نور نو د سیمی په فوکلوري نکلونو کی د ښځینه دېبانو درک نه لګیږی.
نوشیروان پاچا، د خپل شیطان او نمک حرام وزیر په ټونګ ، خپل وفادار نورکر شاتر حسن ته امر کوي چی به یوه هفته کی پر یوه دښت باندي یو لوی ښار ورته جوړ کړي کنه وژنی یی. شاتر حسن د یوه غیبی سپین ږیري په مرسته هغه ښار جوړوی. وروسته وزیر پاچا نوشیروان ته وایی چی شاترحسن باید د خندا او ژړا درختي درته راوړي. شاتر حسن د غیبي سپین ږیري څخه مرسته غواړي او هغه خپله لکړه ورکوي او ورته وایی چی پر دې لکړه سپور سه او یوه ځنګله ته به ورسېږې چی هلته یوه دېبه ده او په پښه کی یی یو لوی مونډه مات سوی دی . ته به هغه مونډه د هغې له پښې څخه را وباسې او هغه به مرسته درسره وکړي. ۳
د انار ژړان سیب خندان په نکل کی ملنګ هغه شهزاده ته، چی د دغي وني په پیدا کولو پسی روان سوی دی، پر یوې دېبي باندي خط ورکوي او پر هغې باندي له دغه شهزاده سره د مرستي کولو سپارښتنه کوي. ۴
که څه هم چی نکلونه دوه دي، خو په دواړو کی ماموریت یو دی او مطلب یی د ژړونکي او خندونکي وني پیداکول دي. نو ځکه ښایی په دواړو صورتونو کی له ملنګ او دېبي څخه کار اخیستل سوی وي. نور نو په عمومي صورت دېب نارینه وی. زور ته یی حد او اندازه نه وي او د نورو پیریانانو په ډول خپل شکل او بڼې ته په خپله خوښه تغیر ورکولای سي.
دېب له فارسي فوکلور څخه تر پښتو فوکلور پوري:
دېب یا دېو د پښتنو فوکلوری ادبیاتو ته له فارسي ادب څخه راغلی دی. البته پخپله په فارسی ادب کی هم د څو مرحلو له تیرولو څخه وروسته په هغه مفهوم استعمال سوی دی چی د پښتنو په فوکلوري نکلونو او اولسی محاوره کی برخه ورکړه سوې ده. له زردشت څخه مخکي زړه فارسي کی دیو د شریر په معنی نه دی استعمال سوی بلکه د هند د ویدی سرودونو او ادبیاتو په څیر د روښانونکي او د ستایلو وړ موجود بلل کیږی. او هغو کتابونو چی لا هم پر خپلو هندو آریایی عقایدو ټینګ وه دیوان یی مقدس او د ستاینی وړ موجودات بلل. ۵
خو ایران ته د زردشت د راتللو څخه وروسته دیو، د پخوا په خلاف، د ګمراهی او دروغو د خدای په مفهوم استعمال سو. د مثال په توګه زردشت خپلو پیروانو ته وایی هغه دین چی ما درته راوړی دی هغه د خلکو د ټولو طبقاتو د پاره دی. هغه هم زما د پیروانو او هم د دیسوسینا د پاره لارښود دی. مزدا اهورا، هغه یوازینی خدای غواړي چی د پاکی او ریشتیا قانون وچلیږی. د دیوانو پرستش سمه لاره نه ده او له دروغو او بدی پرته بله نتیجه نه لري. ۶ کله چی په اوستا کی د زرشت سرودونو لولو نو ګورو چی زردشتی ادبیات بیا هم دیو د اوسنی فارسي ژبی د ادبیاتو په معنی نه استعمالوي بلکه له دیوانو څخه یی مراد بت پرستان او هغه کسان دي چی د یوه خدای عبادت نه کوي. ۷
په اویستا کی د زردشت د دې سرود او وینا سره مخامخ کیږو چی وایی په قیامت ایمان لرم او په دې عقیده یم چی د ثواب جزا او د ثواب سزا به ورکوله کیږی. د جنت او دوږخ پر هستی ایمان لرم او په دې عقیده یم چی اهریمن او دیوان به نیستي کیږی. د خیر قواوي سپینتامینو به بریالی کیږی او ټول دیوان به دوږخ ته ځی ۸
بل ځای هوم، چی د زردشت په اویستا کی د ویدي سرودونو د سوما ځای نیسی، د زردشت ته وایی ته اې پاک او درست کار زردشتهو چی د دیوپرستی پر ضد او د اهورا به دین یی. ته چي د بور وشسپ له خاندانه یی او د لومړي ځل لپاره دي د ایران پر مځکه په ورځ کی څلور لمونځونه کول رواج کړل او بیا دي په لوړ آواز هغه وویل چی نو هغه د دې سبب سول چی ټول هغه کسان چی د بدۍ ښوونه یی کوله او ټول هغه انسانان چی به اصل کی دیوان وه او د مځکی پر مخ ازاد ګرځیدل پټ سول. ۹
په اویستا کی لولو چی د لمر پر شاوخوا باندي زر کمانی دي او چی غشی ورڅخه وار سي نو په فوق العاده سرعت د هدف پر لور حرکت کوی او ډیر دیوان وژني. دا غشي د ګوربت په بڼو ښکلي سوي وي. تر دې بهتر غشي نه سي جوړیدلای او دا ټول د دیوانو او دیو پرستانو پر تنو لګیږی. ۱۰
ایران ته د اسلام له راتګ سره په پهلوي ژبه کی د نورو مفاهیمو د تغیر تر څنګ د دیو مفهوم یو ځل بیا تغیر وکړ او د عربي ژبي د الف لیله و لیله د نکلونو په تعقیب یوه ویرونکې څېره غوره یی کړه. نور نو دیو د شر اوبت پرستی ګمراه کونکې قوه نه ده چی انسانان د نیکی له لاري څخه اړوي بلکه یو غټ موجود دی چی د انسان په شکل جوړ سوی دی خو ډیر سخت بدرنګه دی او زیاتره وختونه ډیر لوی لوی ښکرونه او لوی غاښونه لري. د انسانانو غوښی خوري او د زور اندازه یی نه لګیږی.
د فارسي په ادبیاتو کی یو له هغو تر ټولو پخوانیو متونو څخه چی موږ له دیو سره مخامخ کیږو، د فردوسي شهنامه ده. د ایران پاچا کیخسرو رستم ته فرمان لیږی چی سمدستي له زابلستان څخه حرکت وکړي او د هغه لوی ځناور چاره وکړي چی په دښت کی آسونه او پسونه څیري او خوري او هیڅ چاره یی نه کیږی. موږ ګورو چی د فردوسي په شهنامه کی د اکوان په نوم دغه دېو د یوه لوی آس او یا یوه بل ځناور شکل لري. خو کله چی رستم ورسره مخامخ کیږی نو هغه د باد په څیر چټک دی او د رستم د غشیو او تورو ګوزارونه اغېزه نه ورباندي کوي. د رستم د ستړي کولو لپاره له سترګو نهامېږي. او کله چی په دښت کی ستړی سوی او تږی رستم په خواږه خوب ویدیږی نو اکوان حمله ورباندی کوی. په همدغه متن کی ګورو چی اکوان دېب رستم هواته پورته کوي او غواړي پر مځکه یی وغورځوي او هډونه یی ورمات کړي. ګواکي اکوان دېب دوې پښې او دوه لاسونه لري او له رستم سره خبري لا هم کوي. البته د شاهنامې څخه وروسته فارسي ادبیاتو کی دېب کرار کرار د یوه بدرنګه او فوق العاده لوی بنیادم شکل اخلي ، خو زیاتره وختونه ښکرونه لري. د پښتو فوکلوري ادب ته یی زیاتره دغه شکل ننوتلی دی، او دغه دېب دی چی د شاپېریو تختونه په هوا ګرځوي.
دېب له لوېدیځ فوکلور څخه تر پښتو پوری:
په لویدیځ فوکلور کی د دېب لپاره د Giant کلمه کارول کیږی او موږ ګورو چی له دغه مفهوم سره ایسکیمویان او د شمالی امریکا سور پوستکي اشنا دي. د هغوی په فوکلوری نکلونو او افسانو کی ديب ته ډیره زیاته اشاره سوې ده خو په هغو افسانو کی کله د انسان، کله د حیوان او کله هم د یوه لوی مرغه په شکل وي. په شمالی امریکا کی د هغه لوی مرغه په باب ډیری زیاتی افسانې راغلي دی چی ماشومان به یی د یوه لوړ غره سرته خیژول او خوړل. او دغه راز د هغه دېب کیسی ډیری سوی دي چی د خپلو قربانیانو په وینو ګوزاره کوي. ۱۱
لکه څرنګه چی د اژدها فوکلوري نکلونه له لویدیځ نه تر ختیځ پوري، په تقریبا ټولي نړی کي، عام دي او داسي ښکاری چی هر اولس د خپل زورور او تېري کونکي ګاونډي په مقابل کی خپله کیسه او خپل اژدها ایجاد کړی او ترسیم کړی دی دغه راز دیو او پیری هم کله کله د خاصو علتونو په اساس فوکلور ته ننوتلي او وروسته یی په همدغه فوکلور کی د بیلو بیلو اهدافو او مفاهیمو د افاده کېدلو لپاره خپلو شکلونو ته تغیر ورکړی دی.
داچي دېبان ټول بدرنګه، غټ غټ موجودات دي او د شاپیریانو تختونه پر اوږو وړي. زما په عقیده زیاتره به هغو تورپوستو خواجه ګانو او غلامانو ته اشاره وي چی د پاچاهانو د حرم ساتنه به یی کوله چی کله کله به یی د ښځو او ښایستو مینځیانو شمیر تر زرو هم واوښتی. شاپیریاني د حرم مېرمني دي چی پرته له خوړلو، چښلو، نڅېدلو او لمبیدلو بل کار نه لري. دا میرمني ځکه تل ځواناني وي چی پاچاهانو په خپل حرم کی زړې ښځی نه پرېښودلې او هر وخت به یی پر ځای باندي نوي او ښایستې میرمني راتللې.
خواجه ګان، چی زیاتره په تورپوستي غلامان او یا ترکي غلامان وه، او د تور او سپین دېب نومونه هم ښایی په دغه ارتباط منځته راغلي وي ، ددغو ښایستو باغونو او قصرونو ساتنه کوي او نور نو حرم ته نیژدې کېدلای نه سي. څرنګه چی ددغه راز حرمونو، چي په فوکلور کی باغ ارم ورته ویل کیږی، د ساتلو لپاره مینځیاني او ماشوم غلامان نه سي ګومارل کیدلای نو ځکه په نکلونو کی دېبان معمولا نارینه او په وجود ډیر غټ وي.
خواجه ګان یا خصی غلامان زیاتره له نورو هیوادونو څخه راوړل کیدل او په بازارونو کی سودا کیدل. څرنګه چی دوی پخپله نه واده کولای سوای او نه یی مور او پلار چاته معلوم وه نو ځکه په نکلونو کی د هغوی میندي او پلرونه نسته او کله چی د باغ ارم سره د دیبانو یادونه کیږی نو یوازي نارینه دیبان دي، چی د نکلونو له قهرمانانو سره مټی آزمېیی. دغه راز څرنګه چی په پخوانیو زمانو کی غټو پهلوانانو او جنګی قوماندانانو د اوسپني د خول پرسر ښکرونه درلودل او د توري په مقابل کی یی د سپر کار ورڅخه اخیستی نو ځکه په ډیرو نکلونو کی دېبان د غوایی په څېر ښکرونه لري.
په هر صورت، دېب د امریکا څخه نیولې تر اروپا او اسیایی هیوادونو پوري، تقریبا د هر هیواد او اولس په افسانو کی ځای لري. دیبان په ټولو نکلونو کی د شهزاده ګانو او پهلوانانو په مقابل کی کمزوري وي او که له هغوی سره دښمنی او مقابلې ته دوام ورکړي بالاخره وژل کیږی. یوازي هغه دیبان په نکل کی ژوند کولای او نیکمرغه کیدلای سی چی د انسان سره ملګری او هغه ته ترپایه پوری وفادار پاته سي.
ماخذونه
۱ Dictionary of Folklore, Mythology p 363
۲ ملی هینداره مخ ۳۴۲
۳ هغه کتاب مخ ۳۲۴
۴ هغه کتاب مخ ۳۳۶
۵ اوستا مخ ۱۱۸
۶ هغه کتاب هغه مخ
۷ ګات های زردشت جلد اول مخ ۸۱
۸ اوستا مخ ۵۳۸
۹ هغه کتاب ۴۵۶
۱۰ هغه کتاب مخ ۳۸۶
۱۱ Dictionary of Folklore and Mythology p 453