سُنتـي اوس په غیرنارينه وواوغير مسلمانانوکې هم رواج دی خوموږ کې په سَنتي اوکليوالي دود د پېړيوراهیسې کېده.
هغه !لکه پخواهماغه پخوا چې زه څلورکلن وم . نن هم چې زما وروردڅلورنېمو کالو ؤموږخپل کورته رابللی ؤدمني تودې شپې دي خلک عمومًاپه بليو اودالانوکې اوسېږي خود کلا په انګړ کې هم شپه ښه تېريدای شي، ورځ ده موږ ټول ماشومان اوغټان سترګې په لاره په دالان کې ناست يوو هاغه دی هغه را ورسید لومړی یې له خندا څخه په ډکه خوله له ټولوسره ستړي مه شي وکړل بیایې شاوخواته سترګې وغړولې د دالان چت یې هم وکتـلې او له ځان سره موسکی غوندې شو.
شېبه پس په خپل ټاکل شوي ځای کېناست په ښي لاس يې د چپ ټـټـرپه سرد واسکټ دلانديني جیب څخه په تورو تېلو غوړ چرمي بکس راوايستـلو په بکس کې يوه دکړکي نېچه وه دنېچې يوه خوا تر بنده پورې دړه شوې وه خودوه پلې نه وه،بل شی د رمجرومې د صلاحي په څېرخوله صلاحي څخه درې چنده غټه اواوږده د ښوون د لرګي صلاحي،يوه تېره چاړه ، لږ څه سپين ټو کر،پنبه ، په ښيښه يي بوتل کې د کندهر ساخت ګل والا «واسلين»،ګوګرد،او د دواييٍ د جوړيدو مواد ؤداټول موږهغه وخت ولیدل چې ده! د خانک څنګ ته په خپل څادرکتارکېښودل.خټين خانک موږ مخکې ليدلی ؤچې د دالان په غولي کې دهغه نه لاندې په کڅوړه کې غـوځان اود پتا سوډک وريښمين دستمال ايښودل شوی ووموږ په هر څه پوهېدو،خوماشوم له هغه څه څخه چې چې اوس پېښېدونکي ؤخبرتيا نه درلوده،دشاوخواګاونډ اوچم کورونوهلکان اوکوچنۍ نجونې موږ کره راغلې وې زموږ ددېوال شريک ګاونډی ، زندی څلور نیم کلنه لور چې خپل ورورته يې ملا کړوپه نېولې وه اوهغه لکه شينی دتل په څير پرې نښتی ؤهم راغلې وه ټول د خنک خواته څيرؤټکی په ټکی يې دخليفه د کاربهير څاره سره له دومره ګڼې ګوڼې چوپتيا خپره وه.
هغه زمايوازيني ورورته غږ کړراشه بچيه! اولدې سره سم يې دخانک په لورد سراوڅپک په غورځولواشاره وکړه دخنک له پاسه يې د دکېناستلو بلنه ورکړه دلته کینه تاته بیا مېمې درکوم ښه!!
دکلي خليفه (سلماني) دکليوالي ژوند ډاکټـرؤ واړه جراحي کارونه، دښکراو کډو لګول،دغاښونو ایستل ، سـُنتي د بوغـموڅيرول د هّډوکوپرځای اوچجـه کول څارويو ته د دوايٍي جوړول او نور يې د دندې څخه ګڼـل ګېدل.
خليفه اوس خپل عملي کار داسې پيل کړ: ستاسو ټولو تر مخه مې دې ډېره حيا وي!سره له دې چې داد يوماشوم د سُـنتي خبره ده هغه هم د اسلامي شريعت د يو رکُن د پرځای کولودکار ټوګه او کيسه چې ډېری مسلمانان او هِـندوان ترې ناخبره دي، خومخکې له مخکې مافي او بخښنه غواړم!!
خلیفه د صلاحي تېره څوکه د ماشوم د«خوپه» په سرد پراته پوست په يوه څنډه ومنډ له،بيايې ګردچارپيره څوڅو ځلي ښي اوچپ ته داسې وڅرخوله لکه په هواکې چې څوک دلاس په حرکت افـُقي خیالي دايره رسمـوي، وروسته یې پوست د ځان په خوا کش- کش کړاوتر پوستکي لاندې نازکه څوکه يې بيرته په شا ټېله کړه اوکش شوی پوست يې د کړکي د نېچې په ترق کې کلک ونېوؤسمدواره يې د دالانه په چت کې د ستـنکې خولۍ ته وکتل اوويې ویل:آوهو! د دتـوتـکيوځاله اوبچي ؤګورﺉ!
دې خبرې سره ټولوراغلو ماشومانواواوسُـنتېدونکي هلک باس وکتلې، خلیفه په ټوله چالاکۍ دچړې خوله خلاصه کړه او پوست يې غوڅ کړ د مبارک مبارک په ويلو يې ژرژرد سوزيدلي نخي ټوکرتوده ايره دزردالو دترخو زړو سوزول شوی مغزپه واسلينو کې ليوړی کړ؛ په پرې شوي ټپ يې کېښود،پرې کړشوی پوست يې هم په هماغه تاويز ډوله کڅوړه کې واچوه ؤچې مخکې له مخکې په هغې کې د دروازې پوټکی،دسپـي سپَـل غوټه،خوساوزه،بادبرک،دګوچ تاراو اووه خڅلي اچول شوي ووله سپينې مشهدۍ روپۍ سره يې په مرغلين تار کې د کوچني په پښه کې واچول .
دماشوم له دواړو تخرګيولاندې يې خپلې منګولې ښخې کړې هغه يې لکه څکالی دخانک څخه پورته کړښي خواته يې په څلور قاطه بړستين تخت کېناؤخانک يې په بل مخ واړؤپه ټولو کوچنيانو اواوراغلو کسانويې چارمغزاوپتاسې ووېشلې خپله برخه يې په هماغه دسمال کې وتړله اوجيب ته يې کړه دکورنی هرغړي ته يې بېل بېل ګـُل اومبارکي ورکړه خپله کـُلانه او شکُرانه يې واخيسته او دپرهېزانې له ښودلو څخه وروسته لاړ…!
د ماشوم توب عجيب یاد وي دماشوم ماغـزه دسپين کاغذ په څېر دکرکې،غم او غوسې څخه پاک ويٍ د ژوند دهرې پېښې اوکار تمثيل او تقـليد پرته دښوونکي څخه کوي فطرتَـَايې دهرې پېښې ليدوته تلوسه وي خوله دې سره سره ښه او وړتحليل کولای نه شي دسُـنتي دمراسمو لومړی پړاوپای ته ورسيد دماشومانو خولې خوږې شوې په خوشحالۍ سره لاړل. دسُـنتي دجشن،ختم او خيرات…! دغرمې ډوډۍ،غوښې،شولې،دخلکو؛ګڼه ګوڼه اونوردکلي اوکوڅې دماشومانواو وړو لپاره زيات خوښوونکي اودپام وړؤګرځېدل دشپې له خوا سازاومېله، دسازاوسندرو په منځ کې دټوګواوټکالوځانګړی پروګرام ، بیا چوب بازي ټول دهېرې وړنه ؤپه دې شپه دکلا په انګړ کې د سازیانو له پاره ځای جوړ شوی ووغټان او مشران په کټو ناست ؤ کوچنيان په څپره او باموکې په پروړواوټانټـو سپاره ؤدکلي خليفه هم سندرې وکړې دده په آوازکې دنوروډېروسندرو ترڅنګ د نغارو په کړنګاکې دا سندره ښه لګېده:
زمـونږه کِسب چا ړه و بـياتـي ده * * نــن سُـنــتي ده نــن سُـنــتي ده
دسندرې همدغه برخه دماشومانوهم خوښېده ځکه لدې سره سم دکوروالا اوخپلوانوله خواپيسې شيندل کېدې دسازغږ دشپې په چوپتياکې دلاندې سین دڅپو له ښکالو سره ګډېده اوترلرې سيمو پورې رسېده؛سین هم خپله شوباده په کلي خپـره کړې وه چې زړونه يې په وجّـداو مستۍ راوستل.سازپه ټول خوند لکه دژوند خوږې شېبې پای ته ورسيد هرڅوک خپلو کورونو ته تلل نږدې ګاونډيان چې دخپلواولادونوسره راغلي وويويوپه خپله مخه لاړل زموږ دېوال شریک زنډی خان چې دمیرمن او بچيانو سره راغلی ؤترټولووروسته ولاړ.
زنډی دموټرومستري ؤدنېکواوښواخلاقود لرلو له کبله په ټول مالت کې په هرچاګران ؤ، ده په لږ ښه شان کورکې چې ګراج اووجره يې هم لرله ژوند کاوه ده یوفولکس واګون موټردرلوده، موټریې تل په غم اوښادۍ کې د خلکوپه خدمت کې ځغلاوه څرنګه چې دی خپله مستری ؤموټريې تل چالانولو ته تيار، سلف اوسوچ!
چا ويلي: شپـې ورځې به وي ياران به نه وي دا ژوند هم عجيبه نـنداره ده، ژوند لکه د ارهټ منګوټي شپه او ورځ يوه په بلې پسې راولي خو ډکې له ښاديواوغمونوڅـخه.
دمني مازيګر ؤپېغلواو ښځوهرماریګر له ګودر څخه منګي ډکول، څه ښه وخت ؤد چا منګی به چناري ؤدچاهم غمی داره سره او شنه! نجونې او ښځې به په مينه او ګـډې اوبو پسې تللې …
دزنډي لور په کور کې دخپل کوچني ورور سره پاتې وه په کور کې تېره چاړه پیدا کوي ،موريې چاقو تل په ساله کې ايښوده خوخدايزده چې نن څنګه ترې لاندې پاتې شوی ؤجلکۍ چاقو په لاس کې نيسي کله چړې ته ګوري او کله خپل کوچني ورورته ! د ذهن په انجړه تنيسته کې د سـُنتي د ورځې په پېښو ګډوډ ګـُذر کوي سمدلاسه دکوچني وروردسنـتېدونکي پوست پرځای ترپوستکي لاندې څوکه دخرب سره پرې کوي چې ماشوم د مرګ په حال کې په وينو کې ليت پیت په کوکارو ګوري له ډېرې وېرې او ترهې ځان پټوي…
زنـډی له کارڅخه له ډېرې ستومانۍ لکه رنډ ی ځنګېدلی راځي چې چاقواو ماشوم په وينو ککړ ګوري ټک د واره په هر څه پوهېږي په ډېره بيړه وروستۍ هڅه کوي ماشوم په غېږ کې اخلي روغتون ته دوړلو له پاره موټر چالانوي، دموټر په خېز سره د دوهم ځل له پاره چيغې او کوکارې اوري چې ګوري لوريې دموټرترټیرلاندې اوزوی يې د موټرپه سيټ کې خپلې ارواوې
حق تعالی ج ته سپارلې دي.سترګې ېې وينې نيسي هرڅه ورته مېږي مېږي ښکاري…
دې شيبه کې يې مېرمن منګی په اوږه چې له ډېرې ستړپا څخه ستمېده دکور په انګړ راننوزی ؛ زنډی هـغه يوازې په آوازپېژني؟ او دقهـر وار پرې کوي، دغه دغوسې ډک ګوزاريې په تسي برابرېږي چيغې او کوکارې لاپسې زياتېږي.
دټولنيزژوند بهير له پېښو او ستونزوډک وي خوپېښې دژوند ناخوالې اوتوپيرونه په ګوته کوي !؟
که دمور له بې پروايې وبولويا دلورله بېځايه تقـلید اويا د مېړه له بېړې اوغوسې څخه !خوکار له کار څخه تېرؤ.سبا درې غبرګې ځنازې دوه کوچنيان اويوه يې د مورله کورڅخه ووتلې
خو زنډي په ټول پاتې ژوند کې ددوی قبرونه ونه پېژنـد ل!؟ ځکه هغه حافظه له لاسه ورکړې، په کليوګرځي او دا بيت يې په مغزوکې انګازې کوي او تل يې له ځان سره زمزمه کوي:
نن سـُـــنتي ده + نن ســـــُنتي ده + نن سـُــــنتي ده
تل یې ځان په بد حال او جامې شــلېدلې وي سروکال يې دجاموتړانګې د درونټې شمال وهي.، دکلیوماشومان يې زوروي په کوڅوکې ورپسې ډلې ډلې منډې وهي او ورته وايې : « زنـډيه ماما زنډی د زانګي لکه رنډی !؟» خود مشرانو له خوا ورله په دېرو او وجروکې ځای او خواړه ورکول کېږي او ديو غم زپلي انسان په توګه يې درناوی کېږي.
زنـډی ! اوس دماشومانوله دې بيت څخه هيڅـکله نه زورېږي چې ورته وايي:
زنـډيه ماما! زنـډی دزانګي لکه زنـډی.