ځوان کرګدن(يوډول لوي ځنګلي څاروی) په ځنګل کښې يوازې روان وو، يوکوچنی مرغه چه په هماغه شااوکښې په الوت وو، هغه يي وليد اوپوښتنه يې ترې وکړه چه ولې يوازې روان دی؟
کرګدن ځواب ورکړ: ټول کرګدنان يوازې دي.
الوتونکي وويل: يعنې ته يوملګری هم نه لرې؟
کرګدن وويل: ملګری يعنې څه؟
الوتونکي وويل: ملګری يعنې هغه څوک چه ستاسره وګرځي، ستاهمغاړی وي اوستاسره مرسته وکړي.
کرګدن وويل: خوزه نشم کولای له چاسره ملګری شم.
الوتونکی: خويوڅه بايدوي، دبيلګې په ډول پوستکی موله کوچنيوخزندو ډک دی اوګرول غواړي بايديو څوک وي چه مرسته درسره وکړي.
– خوزه نه غواړم له چاسره ملګري وکړم، زماپوستکی ډيرکلک او مخ مې بدرنګ دی، ټول راته کلک پوستی وايي.
– ګرانه ملګريه! ملګرتوب په زړه پورې تړلی دی نه په پوستکي پورې.
– زړه!؟ زړه څه شی دی؟ زه خويوازی پوستکی اوښکرونه لرم.
– داشونې نه ده، ټول زړه لري.
– چيرې؟ کوم دی؟ زه خوخپل زړه نه وينم!
– داځکه چه ته ورڅخه کار نه اخلې نوهغه نه وينې، ولې زه باورلرم چه ته به تردې کلک پوستکي لاندې يو تاند زړه ولرې.
– نه زه تاند زړه نه لرم، زمازړه خامخاډير کلک دی!
– نه ته يوتانداوښکلی زړه لرې، ځکه ددې پرځای چه زماپه شان الوتونکی وويروې، ددې پرځای چه ترپښوېې لاندې کړې، ددې پرځای چه خوله وازه کړې اوهغه وخورې، له هغه سره خبرې کوې…
– دانوڅه مانا؟
– هغه وخت چه يو کلک پوستی کرګدن يوتاند زړه ولري، په دې معنی چه هغه کولای شي ملګرتوب وکړي کولای شي مينه وکړي.
– داته څه وايي زه نه پوهېږم؟
– لومړی پرېږده چه ستاپرشاکښېنم .
کرګدن څه ونه وويل، الوتونکی دکرګدن په شاکښېناست او کوچنۍ خزندې ېې دکرګدن له پوست نه پاکولې، کرګدن داسې احساس کړه لکه يوڅه ېې چه خوښ شوي وي خونه پوهېد چه څه به وي؟!
کرګدن وويل: داملګرتوب دی چه ته مې په شاپاته شې اوکوچنۍ خزندې وخورې؟
الوتونکي وويل: نه ددې نوم اړتياده، زه ستاسره مرسته کوم اوداچه ستااړتياپوره کيږي داپرتاښه لګي، خوملګرتوب تردې هم اړين دي.
کرګدن پوه نه شوچه الوتونکی څه وايي خوفکر ېې وکړ چه خامخاښه وايي.
داکيسه څواونۍ روانه وه اوکرګدن هره ورځ خوښي احساسوله.
يوه ورځ الوتونکي دکرګدن په شااوخواڅرخېده اوسندرې ېې ويلې، کرګدن کتل اوغوښتل ېې همداسې وګوري او وګوري، له ځانه سره ېې فکروکړچه دادنړۍ ترټولوښکلې ننداره ده اوداالوتونکی دنړی ترټولوښکلی الوتونکی اودی په خپله دنړي پرسرترټولوبختور کرګدن دی، له دې سره کرګدن احساس کړه چه کوم کوچنی اوښکلی شی ېې ترسترګوتوی شو، کرګدن ووېرېد اووېې ويل: الوتونکيه، الوتونکيه، زماګرنه الوتونکيه! مامې زړه وليد، هماغه تاند زړه چه تاويل، خوزړه مې له سترګو وڅڅېد، اوس څه وکړم؟
الوتونکی راوګرځېد اودکرګدن اوښکې ېې وليدې، راغی اودکرګدن پرشاکښېناست اووېې ويل:
مه خواشېنی کيږه ګرانه ملګريه، ته له دې تاندو زړونوڅخه ډېرلرې.
کرګدن وويل: داچه کرګدن خوښوي چه الوتونکی تماشاکړي اوکله ېې چه وينې نوزړه ېې له سترګوڅخه څاڅي داولې؟!
الوتونکي وويل: داځکه چه کرګدن هم کولای شي مينه وکړي.
کرګدن وويل: مين يعنې څوک؟
الوتونکي وويل: يعنې هغه څوک چه زړه ېې له سترګوڅخه څاڅي. کرګدن بياهم پوه نشو خوغوښتل ېې چه الوتونکی بياوالوزي، بياخبرې وکړي، بياسند رې وواېې اودی ېې ووينې اوبياېې هم زره له سترګوڅخه راوڅڅيږي…
په دې وخت کې ېې پام شوچه که همداسې ېې زړه له سترګوڅخه وڅاڅي نوهسې نه چه يوه ورځ خلاص نه شي، اوبياېې له ځانه سره وويل:
ماخوزړه نه درلود، خواوس چه الوتونکي زړه راکړپرېږده چه ټول زړه مې دده لپاره توی شي…