کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د اسماعيل خان او د انتخاباتو د کارکوونکي مکالمه دلته واورئ!

د اسماعيل خان او د انتخاباتو د کارکوونکي مکالمه دلته واورئ!

د لراوبر ويبپاڼي ته هغه تليفوني مکالمه رسېدلې چي  ويل کيږي د اوبو او برېښنيا د سرپرست وزير محمداسماعيل خان او د انتخاباتو د کمېسون د کارکوونکي عبدالرشيد راشد ترمنځ سوې ده.
اسماعيل خان له نوموړي سره د هغو کانديدانو په هکله ږغېږي چي ډيري رايي يې ګټلي دي، خو دى غواړي چي د هغوى پر ځاى خپل د خوښي کسان چي رايي يې نه دي وړي کامياب کړي.
د انتخاباتو د کمېسون کارکوونکى هم په ډېر ډاډ د اسماعيل خان د خوښي کسانو ليست اخلي او ژمنه ورسره کوي چي د ده د خوښي کسان به کامياب او نور به ناکام کړي، د دې خبرو په پاى کي د کمېسون کارکوونکى له اسماعيل خان سره ژمنه کوي چي وزارت ته نسي ورتلاى، د ورځي يې کور ته هم نه ورځي ځکه چي موټر يې تعقيبېږي، نو د شپې به يې کور ته ورسي او نوري خبري به مخامخ سره وکړي.
د افغانستان د انتخاباتو د کمېسون وياند ويلي چي د دې خبرو په هکله تحقيقات کوي، خو خپله اسماعيل خان په دې باب له خبرو څخه ډډه کوي.
بلي خوا ته په کابل کي د ناکامو پارلماني کانديدانو او په هرات کي د اسمعيل خان او برياليو کانديدانو پر ضدمظاهرو زور اخيستئ او له حکومت څخه غوښتنه کوي چي ټاکني له سره وکړي.
داسي راپورونه هم خپاره سوي چي د ولسي جرګې اوسني مشر يونس قانوني له ولسمشر کرزي څخه غوښتي چي تر بيا انتخاباتو پوري د اوسنۍ ولسي جرګې کاري دوره تمديد کړي.

درانه لوستونکي کولاى سي چي دا خبرې  واوري او په هکله يې د قلم د عفت په ساتلو سره خپل نظر د تبصرو په برخه کي څرګند کړي.




د ږغ اوريدلو ته دا ځای کليک کړﺉ


Click here to listen

تبصره نسته

  1. دلته خوهیڅ خبرې نسته نوبه تبصره وکړو
    په مننه
    توجه موغواړو