د غره په څوکه د سپينې رڼا يو داسې غنډوسکی پروت دی چې رڼا يي د روغو خلکو سره سره ړندو ته هم ښکاري. څوک يي د تياره کوټو د ګوټونو نه ننداره کوي او څوک ورته د جنون د غرونو څوکو ته ختلي دي. دغه غنډوسکی د هر چا دی خو د هيچا هم نه دی . دعوه ګير او تماشګير يي ډير دي خو پټ او خوږ لذت يي د شمار کسانو ته ايله محسوس شوی دی . ځينې ځينې د رڼا ددې غنډوسکي د پاسه ناست دي خو د فکرونو سيمې ي تياره تياره دي او ځنو له يي د بندو کوټو په تياره ګوټونو کې په زړونو کې د رڼا منارې ودرولي دي .
که ووايو چې دا غنډوسکی مجسم دی نو دروغ دي او که ووايو چې مجسم نه دی نو هم دروغ دي .لکه دې جذبې له به څه نوم ورکوې چې يوه تږې خارونۍ په خپله وړه مخوکه کې خپلو سرګوډانو بچو له د اوبو څو څاڅکي خوندي ساتلي وي .او خپل وچ حلق[تالو] پرې لوندول ورته خيانت ښکاري .
تورۍ د توت د څټې په خوا کې راوټوکيده د توت تنې له يي غاړه ورکړه او د توت په څانګو کې يي ساه ورکړه,
هغه له يي ريښمين ورڼی په خوشالئ خوشالئ راوړو او هغه يي د لټې په څادرګي کې نغښتلی چينجو ته پريښودو
ده ته ګوره ، د هر غاښ د لاندې يي د بل ژوندي لاښ پروت دی او د خولې په هر وږم کې د خپلو جوړو کړو اصولو بد بوی لري.
ماما چې د شليدلي څادر په يو ګوټ پورې د ګوړې چکئ او په بل ګوټ پورې د پياز غوټه تړلې ده ليوني ته يي د خوږ ژوند او تريخ مرګ پوسټر په ملا ښکاره شو .
اوس وايه ، چې د وينا قدرت دې نه لرلو نو د اوريدلو د طاقت دې ګټه نه شوه اخستلی او چې د وئينا قدرت لرې نو د اوريدلو خبرو تل ته نه شې کوزيدی .
دا مقيم رښتيا په دې مقام بوج دی
[دا جنت،دا دوزخ / يو خواهش،بل لګام]