دَ هابیل او د قابیل دومره زیات بچیان ؟
له خواږه خوبه راپاسېدو سم دستي د سپین ږیري آدم له خولې دا خبره ځکه ناڅاپه ووته چې دهغه د سترګو وړاندې هر لور انسانان او تش انسانان ؤ چې ښکارېدل ـ
چرته دا هر څه خو د هغه د نظر دهوکه یا خوب نه دی چې یې ویني ؟
په زړه کې یې راپورته شوی دا سوچ یقیني کولو دپاره بیرته سترګې ښې وموږلې او بیا یې زړه ومنلو چې هو، هغه ټول انسانان دي چې د ده د سترګو د نظر تر ورستي ټاکه پوري ژوندسري ښکاره کېږي ـ شکر دی خدایه … داسې یې ویلو سره سم په سترګو کې د خوشالۍ اوښکې راماتې شولې او د یو څو لمحو دپاره له خیاله د خپلې نیازبینې ماینې اغلې حوا په وړاندې ځان ولاړ محسوس کړو .
ماته ویل بي بي جانې ! چې زموږ خاندان به له دوؤ څخه څلور اوله څلورو څخه د اتهو په شمېر زیاتېږي ؟
بي بي حوا چې له اوله د دې دومره زیاتو لمسیانو په لیدلو خوشاله وه د آدم په دې خبره وموسېدله او اوس به یې لا څو درانه تورې د خپل عزتمن سړي د خبرو سره په اثباتي ویاړتړلو چې ناببره ځینې تناوزمه ژغونه چې د اسرافیل تر شپېلۍ هم هیبتناکه ول د زاړه آدم د سوچ سلسله وشلوله او هغه خپل ځان یو ځل بیرته په کړوړونو لمسیانو کې ولاړ ولیدو ـ خو دې ځل یې موسکا په شونډو باندې په دې یخه شوې وه چې هغه څه ویني چې د ده له شمېره وتې نازولي لمسیان په خپلواوږو باندي داسې عجیبه غوندي لنډي ښکرور او غاښور ساداره اخیستي د ده په لور راروان دي چې بڼو یې د هیڅ یو مخلوق سره هم سمون نه خوړلو.
دا څوک دي چې زما نازولې لمسیان یې داسې ګرانوي؟
په مزغو باندې زور اچولو پرته چې هم د سپین ږیري آدم سوال و ځواب ته نه ورسېدو، نو یې په لمسیانو باندې ږغ وکړو
دا تاسو څوک په اوږو باندی بار لرئ چې خلې یې له خنداګانو نه ورټولېږي ؟
په ځای دستر نیکه د خبرې ځواب ورکولو ، ټولو انسانانو په یوه صلاح داسې چیغې کړې چې ویرجنې غوغا یې د هغو لنډکیانو د خنداګانو سره په ګډه آسمان په سر واخیستو ، خو داسې یو هم نه ؤ چې ژبه یې ژغولې وای ـ زاړه آدم چې دا حال ولیدو، نو له ډېره غمه په ځان کې دننه ماتېدو راماتېدو ته وجوړېدو ـ
آخیر کیسه څه ده؟
سپین ږیري آدم غوښتلو چې ځان پرې خبر کړي ، نو ځکه دوه ګامه ور مخته شو او اوس به یې تپوس ورڅخه کولو چې ابلیس یې مخې ته دنګ ودرېدو او په فاتحانه غاوري موسکا یې و زاړه آدم ته وویل :
اې له خاورو جوړ آدمه !! وګوره د خپل نسل وحشر نشر ته … ته په داسې انساني نسل ویاړېدې هان … وایه؟؟
او چې د آدم له خوا ځواب نه شو وربیا، نو مخته یې داسې خبره جاري وساتله ،یاد دي شي آدمه ! زما دغه کست ؤ که یَه ، چې زه او زما نازولي لمسیان به ستا اولاده دغه رنګه مریان جوړوي لکه دا اوس چې یې په خپلو سترګو وینې ؟
او دومره ویلو ورسته یې خوله خندا ته بیرته له دغه رنګه تکراري خبرې سره ګنډلې جوړه کړه …
زه په خپل کست پوره ووتم ، ها ها ها … زه په خپل کست پوره ووتم .
سپین ږیری آدم چې سر یې له ډېره شرمه کوُز نیولې ؤ د ابلیس په داسې خبرو بالا آسمان ته په کتو داسې بوخت شو، لکه هغه چې د نورو فرښتو په وړاندي هغه مکالمه بیرته ورپه یادوي چې د ده او د ابلیس تر منځه په لومړي ځل شوې وه ، نو ځکه یې سر له افسوسه یوې بلې خواته وښورولو، خو ابلیس ؤ چې د ویاړ پسخوندي خنداګانې یې نه تم کېدلې او بیا بیا یې دا خبره کوله چې زه له اوره جوړ یمه او ته له دې سپرې خاورې، چې زما د عاجزه دُښمنو اوبو د زور توان هم نه شي سهلای ـ چرته بیا زما د لمبوسوځونکی تودښت؟
لاکن آدم ؤ، چې که یې څه هم سترګې ورسره نه شولې څلور کولای خو دا یې هم نه غوښتلو چې د بابای آدم په څیر د الله د ناښکاره فرښتو په ګواهي کې دانسان افضلیت ، انساني اشرفیت او د انسانیت د عظمت سرکوزي دشېطان لعین په وړاندې تسلیم کړي ، نو ځکه د څه سوچ کولو ورسته د لوی الله په حضور کې له نمناکو سترګو سره داسې په سجده پرېوتو، لکه د حساب تر ورځې چې به بیا سر راپورته نه کړي.