احتجاجليک
لکه څنگه چي دروان لمريز کال د وٍَِږي د مياشتي په ٢٧ مه نيټه په ټول افغانستان کي د ولسي جرگي ټاکني تر سره شوي سره له دي چي په دي ټاکنو کي يو لړامنيتي او تخنيکي ستونزي وي ولي د ټاکنو کميسيون دغه ټاکني بريالي اعلان کړي،داچه د افغانستان په بيلابيلو برخوکي ټاکني څه ډول ترسره شوي په دي ليک کي خبري پري نه کوؤ، موږ غواړو په دي ليک کي د غزني د پايلوپه اړه خپلي نيوکي تر چارواکو اونړيوالو ورسوو.
دا چي د غزني ولايت په ولسي جرگه کي يوولس استازي چي اته تنه يي نارينه او دري تنه يي ښځي دي، د ولسي جرگي په تيره دوره کي ددغو استازوله ډلي څخه شپږ تنه يي له پښتنو څخه وؤ چي دا ځل دادي پايلي اعلان شوي دي او په يوولس تنه استازوکي د پښتنو څخه کوم استازي نشته موږ بي له دي چي کوم تعصب وکړو په ولسي جرگه کي د پښتنو استازي غواړو هغه په دي معني چي په دي ولايت کي د پرتوپښتنو استازيتوب نومول شوي وکيلان نه شي کولاي، که چيري دغه پايلي د رسمي پايلوپه توگه ومنلي شي نوپه دغه نا ارام ولايت کي به د نا اراميوبل شوى اور نورهم گرم شي، او ددي ولايت اکثريت اوسيدونکي به ځان له دولت څخه پردي وگڼي چي د دولت اووګړو تر منځ به فاصله نوره هم زياته شي موږ په کلکه د ټاکنو له کميسيون او نړيوالو څارونکو څخه غوښتنه کوو چي په غزني ولايت کي د اعلان شوو پايلو په اړه زموږلاندي غوښتني ومني.
١- د پښتنو سيمو د کانديدانو هغه رايه چي په بيلابيلو نومونو قرنتين شوي دي بايد وشميرلي شي.
٢ – دغه پايلي به په دي ولايت کي د ميشتوقومونو تر منځ نوري ستونزي او شخړي را منځ ته کړي نو ددي شخرود مخنيوي لپاره دي دولتي چارواکي او نړيوال لازم تصميمونه ونيسي.
٣- که ددي کانديدانو ناکاميدل د درغليوله امله وي نو بيا د دومره پراخو درغليو په صورت کي بايد دوهم ځل ټاکني وشي.
٤- د افغانستان داسلامي دولت له جمهورريس څخه په ټينگه غوښتنه کوو چي ددي ټولني په وړاندي چوپه خوله پاته نه شي.
٥- د فيفا له خپلواکي اداري څخه غواړو چي په غزني ولايت کي د شوو ټاکنو په اړه څيړني وکړي او ددي ولايت اکثريت وګړو غوښتني په پام کي ونيسي.
٦- که پورته غوښتنو ته پاملرنه ونشي په ننگرهار پوهنتون کي د غزني ولايت د محصلينو ټولنه به ددي ولايت له خلکو اوپه نورو پوهنتونونوکي له شته محصلينو سره په يو غږ خپل اعتراض ته دوام ورکوي د غونډو، اعلاميو او خبري کانفرانسونو له لاري به خپلي غوښتني تر نړيوالو رسوي.
په درناوي
په ننگرهار پوهنتون کي د غزني
ولايت د محصلينو خپلواکه ټولنه
د لراوبر يادونه : له ټولو درنو لوستونکو هيله کېږي چي د تبصرې ليکلو پر وخت د قلم عفت وساتي !
ددې ولايت په ولايتي شورا کې يو شمېر مافيايي کړيو د اسدالله خالد په مشرۍ د خپلو شخصي ګټو ساتلو لپاره د پښتنو تر منځ بې اتفاقي اچولې او د غزني بېچاره ولس ورځ په ورځ د بربادۍ کندي ته ور ټېل وهي ، اوس دا چاره د کابل ادارې هم ترې زده کړه او په سيمه کي غير پښتانه ددوی له بې اتفاقۍ ناوړه ګټه پورته کوي .
da salam na rosta
khapakego ba na rono pakhtana che kam pa wake de hagha tol GHALA de
Hagha na os pakhton de aw na Afghan de aw na Musliman de
ALLAH MO LA DASE GHALONA KHLAS KRI
پښتانه د خدايي يو عريب او بيچاره قوم دي خوډير عيرتي قوم هم دي
او د پښتنومشران اوس په خداي،افعانيت اوانسانيت عقيده نلري لاکين په پيسوعقيده لري، نو ځکه ددوي د ولسي جرګي چوکي لا پخوا
د ايران د اخوندانو په پيسوافعاني اخوندانو ته رانيول شوي دي.
په احترام ت . خوګياڼي
ښاغلو او درنو وروڼو: سلامونه می ومنی.
زه نه پوهیږم چه ستاسو په شان د مظلومو کسانو غږ په داسی یو دولت کی چه خپله ولسمشر یی د ایران او د هغوی د کرغیړنو لاسپوڅو لاسپوڅۍ ده څوک واوری. له بلی خوا دا یو څو خرڅ شوی د طالب په نامه پښتانه چه په اصل کی د دا دواړه ډلی (د کرزی لاسپوڅی رژیم او د ملا عمر لاسپوڅی امارت) د پښتنو د جرړو د ایستلو لپاره ګومارل شوی دی. که راسره هم غږی نه یاست نو زه به مثالونه درکړم.
کرزی خو په خپله خوله ومنله چه د ایران څخه ورته یورو راځی. ولی او د څه دپاره ؟ که د دولت سره کومک وی ولی د افغانستان دولت او افغانستان بانک له لاری نه راځی؟ که شخصی د عمرزی او کرزی لپاره وی نو بیا خو هرڅوک پوهیږی چه د څه لپاره راځی.
د ملا عمر د پښتنو ضد مثال یی داده : که انتخابات ملا عمر ته د منلو وړ نه دی نو په ټول افغانستان کی باید نه وی. خو ولی داسی نه وه. د تاجکانو د اوسیدلو په هغو ځایونو کی چه طالبان برلاسی او هرکله د جنګ راپورونه تری راتلل خو د انتخاباتو په دوران کی هلته ارامی او ټولو خلکو رایی وکارولی لکه د بغلان بورکه او خوست ولسوالی ولی ددی خلاف په هغو ځایونو کی چه پښتانه اوسیږی او د انتخاباتو نه مخکی او وروسته ارامی وی د انتخاباتو په ورځ هغه نارامه وی لکه د بلخ ولایت بلخ ولسوالی ، د بغلان د پلخمری ولسوالی او مرکزی بغلان ولسوالی.
اخری نتیجه داده چه دادواړه د لستوڼی ماران دی. د پښتنو په نامه د پښتنو دښمنان.
د غزني د ولایت ویاړمنو پښتنو او هزاره ورونو ته!
اسلام علیکم
محترمو !
زه د یو افغان او یو پښتون په حیث دا خپل مسؤلیت ګڼم چي باید خپل نظر تاسی ته څرګند کړم.
زما په نظر دا د غزني د ولایت د غیرتمنو پښتنو او د هغوی د غیرتمنو مشرانو مسؤلیت دي چي دوی د ټاکنو په وخت کي دا فکر نه وه کړي چي که چیرته مونږ د ټاکنو مرکزونو ته ولاړ نشو او خپلو وکیلانو ته رايي ورنکړو نو مونږ به دغه ټاکني وبایلو.
هزاره قوم لویه کارنامه وکړله هغوي ټول په یوغږ د ټاکنو مرکزونو ته ولاړل او په ټول غزني کي د ۱۵ ولسوالیو څخه د 2 ولسوالۍ رایي زیاتي شوي .
هزاره ګانو خپلي ښځي ، خویندي ، میندي ، زاړه او ځوانان ټول وهڅول چي د ټاکنو مرکزونو ته ولاړ شي رایه ورکړي او خپل مسؤلیت اجراء کړي، خو په مقابل کي د پښتنو مشرانو او محترمو طالبانو هر پښتون ته اخطار ورکولو چي که چيری د رایو مرکزته ورغلۍ نو مونږ به تاسي ووژنو ، پښتنو به په خپلو کی وییل چي دا خو ډیره لویه بي غیرتي ده چي زه خپله ښځه، لور یا خور د ټاکنو مرکز ته ولیږم چي رایه ورکړي، طالب اخطار ورکولو که چیري تاسی رایه ورکړله او ګوته مو په رنګ شوه نو مونږ به ستاسي ګوته درپریکړو ،
د پښتنو کاندید ( نوم يي زما په یاد ندي) چي یوي ولسوالۍ ته د انتخاباتي کمپاین لپاره تللي ؤ هغه ووژل شو، خو هزاره ګانو خپلو کاندیدانو ته میلمستیاوي ورکولي د هغوي حمایت او ساتنه يي کوله، د پښتنو کاندید د غزني د ښار څخه بهرته نشو تللاي.
نو اوس تاسي محترم پښتانه فکر وکړۍ چي ایا دا د هزاره ګناه ده ، د محترم حامد کرزي ګناه ده او که د هغه غیرتي پښتون ګناه ده چي نه يي غوښتل چي څوک د رایو اچولو مرکز ته ورشي او رایه ورکړي.
محترمو پښتنو ورونو او خویندو !
اوس راځۍ چی خپل کوششونه جاري وساتو او د راتلونکي لپاره له ځان سره فکر وکړو چي دغه مونږ چي کوم کارونه شروع کړي دي دا د پښتون قوم په تاوان او د هزاره، تاجک ، ازبک او نورو په ګټه دي، نو ولي مونږ په خپله خپل ځان ته تاوان ورسوو او نورو ته ګټه.
د پښتنو مشرانو !
د خداي لپاره په دغي مظلوم ملت باندی رحم وکړۍ خپلي شخصي ګټي په ملي ګټو غوره مه ګڼۍ، د خداي په خاطر ملي ګټو ته پام وکړۍ، تاسي د غزني او د ټول افغانستان د پښتنو د کونډو او یتیمانو په خاطر د هغوي ملاتړ وکړۍ ، مه پریږدۍ چي نور زمونږ په منځونو کي بي اتفاقي خپره کړي او خپلي ګټي پکي ولټوي.
جنګ د پښتنو په سیمو کي په دواړو لورو کي د پښتنو بچیان وژل کیږي. هره ورځ کم تر کمه ۱۰ څخه تر ۲۰ پوري پښتانه ځوانان وژل کیږي، دا ولي دي پښتون څه ګناه کړي ده ، څوک يي وژني؟ خپل پښتون ورور يي وژني .
یو ورور يي طالب دي بل ورور يي د ملي اردو یا ملي پولیسو یو عسکر دي، دواړه یو د بل دښمنان دي. دا ولي؟
ولي خپل ورور وژنۍ ؟
د خداي لپاره دا کارونه بس کړۍ
د دي ټولو نتیجه همدا شوه چي له غزنی څخه یوولس تنه کاندیدان کامیاب دي خو ټول يي د هزاره له قوم څخه دي ځکه چي هغوي په خپلو کي اتفاق لري، یو د بل په ګټه خوشحالیږي، او همیشه غواړي یو له بل سره کمک وکړي.
د وردګو د ولایت په پنځو کامیابو کاندیدانو کي څلور هزاره ګان دي، یو يي پښتون دي .
په اخر کي د پښتنو مشرانو ته عذر او زارۍ کووم چي د خداي په خاطر سره یوشي او د مظلومو پښتنو لپاره کار وکړۍ.
هغه خبره رښتیا ده چي واي :
یو کیږو که نه ورکیږو.
په پښتنه مینه
نواب خان
جلال اباد
Le tolo makhke drano lostonko ta de zre le komi salamona wrandi kom
grano pukhtano hamisha aw pe har hokomat ke mong le khalko gele aw gozaro kawo aw hamisha le har cha na gelamand yew aw pe de bandi monga hes se ne sho haselawelai aw terso be le khalko gele kawo razi che pe khpla kar weko pe khplo ke lasona sara werkro aw yaw sahi rahbar zanta intikhab aw de hagha ter shah wedarego ne de KHARZI pe shan rahbar che hamisha ya de pakhtanoo pe zapelo ke mohem role lobawlai dai razi che sara keno de mene aw ekhlas lasona yaw bel ta werkro aw de de khwar aw gharib qawm de haqono pukhtena aw defa wekro pe gelo hes ne kege razi khpl bachi rona wrerona khpl aw khplawan de taleem pe karna sengar kro aw saba ta ye daghe khwar aw ghareb qawm aw de hewad de khadmat lepara wrandi kro.
Pe dranakht
زما په نظر دا ستونزه نه یوازې په غزني کي بلکه په ټولو پښتون مشتو ولایتونو کې ده. زه فکر کوم چې پښتانه باید تر ټولو دمخه له ځانه پوښتنه وکړي چې ولې یې په سیمو کې ټاکنې ترسره نه شوې یا هم ددرغلیو په ذریعه صندوقونه ډک شول. پښتانه خو پخپله نه غواړي چې په سیمه کې یې امنیت او آرامي راشی، بیا رغونه وشي، پروژې عملی شی، هلته دحکومت تسلط پیدا شي. دهزاره ګانو دې نوش جان شي، هغوی خو دټوپک او ډالرو په زور رایې ندی اخستې، بلکه دخپل اتفاق او اتحاد په نتیجه کې د قانوني رایو په زور راغلي دی. هیله چې پښتانه لومړی خپل مشکلات پخپله حل کړي بیا دې په نورو باندې انتقادونه وکړي.
هیوادوالو سلامونه می ومنی وخت خراب حالات خراب مشران خراب بس الله ج دی په تولو پشتانوباندی رحم وکری
Salamona
Hella da che tol ba rogh jor wai ,grano hewadwalo har cha de khpal zra baras istalai u sa ye likali ma wayal che za ba hum zan dar sara pa da mauzo ke sharik kram au bayad har afghan zan dar sara sharik kri ,da nan che har sa de pashton wror sara kigi da de mug khpala be itefaqi da bal his hilat na lari os hum nawakhta na dai sara u motai shai,hagha de pashto Matal ba mu awridalai wi ,che da khalqo zor de Khudai zor bawar wakra ka bia pa mug de hicha zor warasi da tol Afghan da yowali pa hella
د ښاعلي غزنی وال خبري پرځاي دي چی هزاره ګان اتفاق لري، خوبدبختانه زمونږ پښتانه دحکومت په ژبه نه پوهيږي، زمونږ حکومت انتخاباتي چاري دراډيو او تلويزيون له لاري په پردي خپره وي که تاسو خپلي دولتي او حکومتي ا داري وګوري ټول په فارسي ژبه خپلي چاري سرته رسوي دوي په دري ژبه هم نه پوهيږي او پښتو ژبه خو لا پرځاي پريږده،په حقيقت کي پښتانه د انتخاباتو څخه خبرهم ندي داځکه چي ديوي خوادپښتنو نمايندګان په حکومت کي ځاي دپخوا څخه نلري او که لري يي په مورني ژبه شرميږي اويا هيڅ نه پوهيږي دا ځکه چي اکثره پښتانه په خپلي مورني ژبه د تحصيل د زده کړو څخه محروم پاتي شوي دي، په داسي يو دولت کښي چي سړي په مورني ژبه د ليکلو او لوستلو حق نلري نو په دي ډول حکومت کښي کار کول هيڅ ګټه نلري.
د جلاآباد د ښار څخه محترم نواب خان ليکي چي پښتنو بايد په انتخاتو کښي اشتراک کړي واي………… د ظاهر بابا په وختونو کښي يوکال ډيره وچکالي راعلي وه او د افعانستان خلک د لوږي سره مخامخ شوي وه نو د ظاهر بابا بچيانو خپل پلار ته ويلي وه چي … آغجان چرا مردم کيک و کلچه نمي خورد. اوس نو بايد مونږ په خپله فکر وکړو چي دولت ولي پښتانه نشي پوهولي که د دولتي ادارو مشران په پښتو ژبه نه پوهيږي نو د پښتو ژبي ترجمانان دي پيداکړي او که دا هم نشي کولاي نو بيا دي پښتانه خپل آرام ژوند کولو ته پريږدي ،په مختليفو نمونو دي ورته دسيسي نه جوړوي ، د افعانستان په شمالي ولا يتونو او د ننگرهار ولايت د خوگياڼيوپه منطقه کښي څه پيښ شول او په داسي نورو ولايتونو کښي خلک ملامته دي او که د افعانستان دغه فاسيده ، بيواکه،علامه او فاشيستي اداره، او زمونږ محافظه کاره پښتانه د خپلو چوکيو د ساتلوپه خاطر ټولي گناهگاني په خپلو وروڼو، خويندو او ميندو ور اچوي اوهمدا علت دي چي پښتانه ورځ په ورځ بي ژبي کيږي ، ګونګي کيږي، بيواکه کيږي او آهسته آهسته به ورکيږي…………………راشي چه دغزني پښتانه وروڼه ملامت نکړو اوملامته د اخوندانو او پنجابيانو باندي خرڅه شوي او بي واکه اداره کړو.
په احترام ت.خوګياڼي
یوه د افسوس خبره
طالبه دا دې هم مبارک شه!
د خبرونو له مخې په غزني ولایت کې چې ډيری اوسيدونکي یی پښتانه دي، د ولسي جرګې په ټاکنو کې له دغه ولايت څخه ټول هزاره ګان ولسي جرګې ته بريالي شوي دي. چې د کاميابي ستر عامل يي ګران طالبان وو، چې په پښتني سيمو کې د ناامنيو او اخطارونو او ګواښونو له وجهې پښتانه پرينښودل چې رای ورکړي. چې په دې ډول ټول هزاره ورونه، د ايران اسلامي جمهوريت، شمال ټلواله، د ايساف قواوي، د هند جمهوريت د طالب ورونو څخه مننه کوي او په دې ډول کارونو کې يي د لا ډيرو برياوو غوښتونکي دي .
درنو افغانانو سلامونه
هرې ناروغی ته الله ج یو درمل خلق کړۍ او انسانان تل دا هڅه کوي چې د دغې ناروغۍ درمل تر لاسه کړي خو افغانان ډېرۍلا ویده دي او له بده مرغه کومه برخه چې ویښ شویي هغه ټول خرڅ شوي دي او صرف بیسې ټولوي
د بېلګی به توګه تاسو یو افغان راته وښیۍ چې اوس ددولت سره کار کوي اوخرڅ شوۍ نه وی ؟ تر څو چې افغانان یانې بښتانه ( دلته زمامقصد دا دۍ چې هغه څوک چې به افغانیت ویاړي هغه ټول افغانان دي ) به خبلو کړو کې بدلون رانه ولي یانې به یو بل باور وونه کړي او زړه وونه سوځي نو همدغه به مو تل حال وي ټولو ته او حتی افغانستان بلورونکو ته هم دا ښکاره ده چې ددې خاورې څخه داړتیابه وخت کې څوک دفاع کوي څوک مري او د چا وینه تويېږي ؟ څوک هجرت کوي ؟
ددولت مخالیفینو دا حق درلود چې ټولټاکنې تخریب کړي ځکه چې ۱ / صندوقونه هسې هم دافغانانو دمخالیفینو درایو څخه ډکېدل
۲ / کوم چې څو کاله مخکې ټاکل شوي ووه هغوۍ څه ووکړه
۳ /جیبونه یي ډک کړه خو خبلو افغانانو وروڼو ته یې یوه افغانې هم د اړتیا به وخت کې مصرف نه کړه
هېله ده چې افغان ملت سره یو شي او د افغانیوو دعبادت به ځاۍ دخداۍ عبادت او به خبل ملت باور ووکړي او به خبلو افغانانو زړه وسوځي لکه څنګه چې د افغانیت مخالیفین سره یو دي کم له کمه دا خو له دوۍ زده کولاۍ شوو.
د اسلام د اصولو سره سم هیڅکله یو مسلمان د غیر مسلم به مرسته د مسلمان سره نه جنګېږي او که جنګېږي نو دا کفر دۍ که دا کار ښاغلي رباني او یا کرزۍ او یا بل څوک کوي
دیوه ودان ، مسلمان او تاريخي لوۍ افغانستان به هیله
سبین جرمني څخه
طالبان او د اسلامي گوند غړي دې
د روان مقاومت لپاره يووالى څرگند کړي – اعلاميه.
يادداښت : دغه ليک د برېښنا ليک له لارې رارسيدلى، چې کټ مټ يې خپروو.
د افغانستان د نجات د جرګې لیک
دافغان پاڅون مشرانو ته
د وسله وال مقاومت منلو وروڼو!
د طالبانو د تحریک او د اسلامی ګوند غړیو ! اسلام علیکم!
ستاسې ټولو کړاوونه او سرښندنې ښيئ چې تاسې هر یو د هسک څښتن د رضا او د افغانستان د خپلواکۍ لپاره له خپل ځان نه تیر یاستئ . موږ هسک څښتن ته په زاري یو چې مسلمان او هیواد دوست افغان ملت ته دې وس ورکړي چې خپل رښتینې دوستان او غلیمان و پیژني. دغه شان موږ د هسک څښتن دربار ته لاسونه پورته کړي دي چې د مسلمان او هیواد دوست افغان ملت د رښتینو خاد مانو په زړونو کې دې د یووالي زړی وکري.
مسلمان او هیواد دوست افغان ملت هغومره چې ستاسې د هر یوه په سرښندنو پوهیږي، له هغې نه زیات ستاسې ټولو يو موټي کید لو ته اړتیا لري. ستاسې دهر یوه بری ستاسې ټولو په یووالي کې خوندي دی . باید یوبل په غیږ کې ونیسئ. موږ ډاډه یو چې تاسې به د پښتون-افغان-مسلمان په څیر د لاند ینۍ پښتو وینا سره اشنا یاستئ
که زه وایم چې زه یم او ته وایې چې زه یم، نه به زه یم نه به ته یې
که زه وایم چې ته یې او ته وایې چې ته یې، هم به زه یم هم به ته یې
د افغانستان د ژغورنې جرګه د افغانستان د خیر لپاره تاسې میـړو نو ته مشوره درکوي چې باید تاسې زر تر زره د پښتون-افغان-مسلمان وروڼو په څیر د خپل کلک اتحاد ګډه اعلامیه خپره کړئ، او په دې ډول د خپل هیواد د هر ډول لرې او نږدې غلیمانو دا کړنلاره شنډه کړئ چې په « ویې ویشه او واکمني پرې وکړه» باندې را څرخیږي.
ځان به ویښ کړو هرې خواته
هرې خواته رقیبان دي
یو په بل مو ســــــره وژني
وایي خپل یو غلیمان دي
(احمد شاه بابا) یا هغه ته منسوب شوی
د افغانستان د نجات جرګه ستاسې د کلک یووالي لپاره ستاسې منلو وروڼو ګډې اعلا میې ته سترګې په لار ده
وسله وال مقاومت د جګړی د لاری په کافی اندازه لاسته راوړنې لري . اوس د دی وخت رارسیدلی دی چې د ټوپک زور دې د سیاسی پوهی سره غبرګ شي او د قدرت له دریځ نه دې د حالاتو د بدلون سره چلن وشي . د همدی هدف لپاره د افغانستان د ژغورنې جرګه داسې سپا رښتنه کوی: په اوسنی حساس حالت کی چی د هیواد فزیکی شته والی تر سوال لاندی دی، باید وسله وال مقاومت د سوله ییز مقاومت مشورو ته زیاته پاملرنه وکړي او د جګړی او سولی په اړه پریکړه په ګډ دریځ ودروي.
په درنښت
د افغانستان د ژغورنې د جرګې اجرایًیه کمیټه
afghannj@gmail.com

خپروو.

سلا مونه لکه فه افغانانو باندې زلمونه زه په خپله ۱۶کاله عمر لرم دومره تجروبه نه لرم خو په افغانیستان مې زیات زړه خو ګیګې خوسوس په پشتنو ایا تا سو پو هیګې چې فه پشتون ولې دسې کیګې ایا فشتانه بې غیرته دې؟ نه هیچیر ته هم نه پشتوون ېو غیرتې قوم دې چې همیشه ېې خپلې وینې په ازا دې باندې تو ېې کړې بیا نو ولې په په لر او بر پشتنوو با ندې ظلم کګې زما په په اند لومړی خو مونږ صحی مشران نه لروو ټول دې پیسو خلک دې دې دغه کیسه تنا په غزنی کې نه ده پې وردکو کې ۷۵%نه زیات فشتانه دې خو په فارلمان کې له نیما ېی څخه زیات ازاره دې
grano wrono salam
da cha sakha gila ma kaway da khpal zan sakha gilay wakray chi mong na po intikhabato ki gadoon kawo aw da talim aw pishraft mukhalif yu wrono awal tool pashtana da de khpalo bazargano mulayano chi da bazi khariji hiwadono de istikhbarato lakhwa pri musalat shawi aw na ghwari chi poshtana po qudrat ki we aw pishraft wakri no wrono bas mong bayad da khpal zan sakha gila wakro na de intikhabato commision molamat da aw na kom bal sook zaka chi hagha po yaw itifaq rawowatal po intikhabato ki ye gaddon wakar os baryali shwal zama aw ta pashtana kho po korono ki nast wo raya ye wana chawala aw ya po mong bandi de musalat shawyo ghazab warta pri nashwo chi raya wachawo
grano wrono salam
da cha sakha gila ma kaway da khpal zan sakha gilay wakray chi mong na po intikhabato ki gadoon kawo aw da talim aw pishraft mukhalif yu wrono awal tool pashtana da de khpalo bazargano mulayano chi da bazi khariji hiwadono de istikhbarato lakhwa pri musalat shawi aw na ghwari chi poshtana po qudrat ki we aw pishraft wakri no wrono bas mong bayad da khpal zan sakha gila wakro na de intikhabato commision molamat da aw na kom bal sook zaka chi hagha po yaw itifaq rawowatal po intikhabato ki ye gaddon wakar os baryali shwal zama aw ta pashtana kho po korono ki nast wo raya ye wana chawala aw ya po mong bandi de musalat shawyo ghazab warta pri nashwo chi raya wachawo po Ghazni ki bazi noori Wolaswali ham shta chi noor qawmona paki osigi wali ye haghoy prishwal chi raya wachawi wali hagha Ghazni na da aya hagha Afghanistan na da chi halta ye cha ta de raye achawalo bandi sa wa na wayal os no tasi fikir wakray chi da sook de aw sa ghwari da de Angrizano yaw project da chi hadaf ye da pashtano khatmawal de
ګرانو ورونو سلامونه
پس له سلامه ماخو نيمه نيمه داليکني وکتلي
زه وايم ورونو بايد سه وکړو چې له دې مشکلاتونه پښتانه او افغانان راووځي؟ اي ورونو زه خو وايم چې دې طالبانو ورونو ته نور ونه ګورو چې دوي سه وايي بيابه نو ايله پښتانه پارلمان ته اوژوند په نورو چارو کې مخکې شي زمونږ پښتانو هغه پخواني مشران نشته چې په پښتنو ماشومانو تعليم وکړي له بلې خوا زمونږنورورونه پلونه مکتبونه نور وران نه کړي بيا به نو په افغانستان کې پښتانه ديو ې پښې ايښودلو ځاي پيد اکړي اوپه اخره له دې ورونو غوښتنه کوم چې چې په انګليسي باندي داليکل ونه کړي زه که په انګليسي څوک پوهيږي خو وبه يي لولي اوکه څوک نه پوهيږي نوبيا ؟؟؟؟؟؟؟
pashton baed awl p,khploke kene aw spengeri sarakene bea pa yawo kas mawafeqaokre che kanded shee padranawe . slab
زنداباد هزاره وروڼه.
هزاره وروڼو اساسي قانون ته احترام کری دی او خپل حق کارولی دی. هغوی په سیاسي رقابت کی پشتانه ته ماته ورکړی ده. هغوی قیادت او سیاسی شعور لري. پښتانه دا هیڅ هم نه لری. پشتانه لا هم فکر کوي ای ایس ای دي دوی دوست دی په داسی حال کی چی آی ایس ای د دوی مشران وژلي دي. پشتانه دوست دشمن نه پیژني. خپل ورورڼو ته دشمنانُ او پاکستانیان ته دوستان وایي.
Dear Editor
TOLAFGAHN
A.O.A
It is stated that Afghan Students Societ Akora Khattak is a society made by Afghan Students living in Akora Khattak, KHYBER PAKHTOONKHWA. Its main aim is to guide Afghan Students how to continue thier studies regarding thier problems. Furthermore it arranges educationala and health related workshops to inform Afghan youth.
In order to promote our services and spread our voice to other Afghans living all over the world, it is kindly requested to please direct us how to We Can send you the notifications,reports and many other topics related to our services. Please send me the guidelines.
Thankyou
Salah ud din MUMTAZ
President ASSA