وايي چې په يوه کلي کې يوه نالوستى سړى اوسيده ،دغه سړي که څه هم ښوونيزې او روزنيزې زده کړې نه وې کړې ،خو ډير هوښيار اوچالاکه وه ،دپيسو کټلو او پيداکولو ډيرې لارې ورته معلومې وي ،تل به يې له خلکو سره دوکه اوفريب کاوه اوله دې لارې به يې ځانته يومړۍ ډوډۍ پيداکوله . هره ورځ به يې يونوى پلان جوړاوه ، يوه ورځ په زړه کې وروګرځيدل چې چيري لرې په يوه بله سيمه کې يو ښوونځى جوړ کړي او ددغې لارې يوڅه پيسې راپيداکړي ، همداسې يې وکړل په ديو کلي ترڅنګ يې يوه ستره لوحه ديوې ودانۍ پر مخ وځړوله ،يو څوغټ غټ کتابونه يې له بازاره راوړل ديوه ميز پر سر يې کېښودل ، يو سپين لنګوټى يې پرسر وتاړه ، دکلي اوسيدو نکو چې دښوونځي لوحه او دهغه سپين لنګوټى او دميز پرسر غټ غټ کتابونه وليدل ، ډير خوشاله شول خپل کوچنيان يې دزده کړې له پاره ښوونځي ته راوستل ، په څو ورځو کې په ښوونځې کې دکوچنيانو ګڼه ګوڼه جوړه شوه ، دښوونځي انګړ له کوچنيانو ډک شو.
هغه په يو کوچنى تختي ته ورجګ کړ ورته به يې وويل : وليکه هغه چې به څه وليکل يو بل به يې ورجګ کړ ورته به يې وويل داووايه ، په همدې ډول يو کوچني به ليکل کول اوبل به لوستل ،دزده کړې بهير په همدې ډول روان و.
يوه ورځ دمعمول په ډول دښوونځي په انګړ کې پر چوکۍ ناست وه ، چې له ښوونځي بهر يې يوه ښځه په داسې حال کې چې يو کاغز يې په لاس کې نيولى اودده پر لو ري راروانه ده وليده ، دى وپوهيده چې ښځې کوم ليک دلوستلو له پاره دده ته راوړى دى ، په ګړنديو قدمونو دښوونځي له انګړه راوته چې ښځه راورسيده ، ورڅخه يې وپوښتل چيرته ځې ؟ سړي ورته وويل : غواړم دماسپښين لمونځ اداکړم . ښځې ورته وويل لاوختي دي ،تر اوسه لا ماسپښين شوى نه دى، دغه ليک راته ولوله . سړى بې ځوابه شو ، ليک يې دښځې له لاسه واخيسته ،ښکته پورته يې ورته کتل ا وشونډي يې ښورولې ، کله به يې دلنګوټي په پڅکي خپلې سترګې ومښلې ،بيابه يې ليک ته ښکته پورته وکتل ، داچې دښځې ميړه مسافر وه او دا ليک يې دخپلې کورنۍ له پاره راليږلى وه،ښځى چې دده داحالات وليدل وارخطا شوه ، داسې يې وانګيرله چې ميړه يې مړ شوى او يا له کومې ستونزې سره مخ شوى دى ، اوداسړى نه غواړي ماله ريښتنې پېښې څخه خبره کړي .
ښځې وويل : اى سرداره ! که زما ميړه مړ شوى وي ماله يې ووايه . سړي سر وخوځاوه ،څه يې ونه ويل ، ښځې وويل که داسې وي زه خپل کالي له غمه څيري کړم ؟ سړي وويل څيري يې کړه . ښځې وويل خپل ځآن مړ کړم ؟ هغه ورته وويل مړ يې کړه .
ښځې ليک دسړي له لآسه وآخيسته ،په ژړآ ژړآ دخپل کور په لوري روآنه شوه ، آودخپلو کوچنيآنو سره يې په ژړآ پيل وکړ ،په ژړا اوفرياد يې ټول ګاونډي خبر شول ، يوه ګاونډي يې وپو ښتل دوى ولي ژاړي ؟ يو چا ورته وويل دميړه دمړيني احوال يې ورته رسيدلى دى، سړي وويل دادرواغ دي هغه تيره ورځ ماله يو ليک راليږلى وه ،هغه ليکلي ووچې روغ جوړ يم او کيداى شي لس ورځې وروسته کلي ته درشم .
بيا هغه ګاونډي وراغى ښځې ته يې وويل هغه ليک چيرته دى چې ستا دميړه دمرګ احوال پکې ليکل شوى دى ؟ ښځى ليک راوړه ګاونډي ته يې ورکړ ، هغه ليک ولوسته په ليک کې ليکل شوي وو: وروسته له سلامه ! زه ددې ليک ترليکلو پورې روغ جوړ اوخوشاله يم ،تاسې له پاره مې کالي اوکمربند دروليږل ،اوکيداى شي لس ورځې وروسته زه هم درشم .
دليک په لوست ژړاوې بس شو ټول خوشاله شول ، ښځې ليک واخيسته هغه نالو ستي سړي ته وراغله ، ورته يې وويل ستا په دې کې څه ګټه وه ، چې مونږ دې دومره وژړولو؟ بيا دګاونډي له خولې چې دخپل ميړه دروغتيا په اړه يې اوريدلي ووهغه ته وويل ، بيايې ورته وويل چې دايې هم ليکلي دي چې کالي او کمربند مې دروليږل اوکيداى شي لس ورځې وروسته زه هم درشم.
نالوستي سړي وويل : بي بي ! ته ريښتيا وايې،ته خپه نه شي ،زه هغه مهال ډير غمجن وم ، فکر مې يو بل ځاى کې وه ،ماچې کله کمربند په کاليو کې نغښتى وليده ، نوفکر مې وکړ چې ستا ميړه ګنې مړ شوى دى.