کور / کیسه / ماشومه مينه

ماشومه مينه

پستكۍ لادوړاندي د پلار د خوب پر بستر غځېدلې وه او د سراى لرګيني ، زړې او نيمكښي دروازې ته يې سترګي نيولي وې كله كله به يې د سراى د بل اړخ د انګورو هغه يواځني تاك ته وكتل چي د سراى لوړ دېوال د اوولسمي شپې سپوږمۍ د پلوشو څخه په خپل سيوري پټ كړى وو ، وبه ډارېدله او په خپل ذهن كي به يې د پېريانو ډول ډول انځورونه جوړ كړه او بيا به يې په بېړه او تلوسه ددروازې لور ته مخ ور واړاوه .
د پستكۍ مشر ورور چي نه كلن وو د پلار سره يو ځاى د ماخستن لمانځه د ادا كولو له پاره مسجد ته تللى وو ، كوچنى درې كلن ورور يې يوه شېبه وړاندي ويده سوى وو او مور يې د سراى په بل سر كي پر جوړي سوي دوكانچې په لمانځه بوخته وه .
پستكۍ لا هغه مهال خپلي مور ته ويلي وه چي نن شپه مي له پلار سره يو ځاى ويدېږم كله چي يې مور د ډوډۍ تر خوړلو وړاندي د هغې د پلار د جامو په كتولو بوخته وه او هغې ته يې ويلي وه چي پلار دي سبا له خيره ځي .
د پستكۍ پلار توريالى يو بېوزله او غريب سړى وو ، هغه به هر وخت د خوارۍ او مزدورۍ له پاره نورو سيمو ته په مياشتو مياشتو سفرونه كول .
پستكۍ اوس د شپږو كالو وه ايله اوس په دې پوهېدلې وه چي پلار يې هم د كور يو غړى دى ، وړاندي خو يې داسي انګېرله چي د هغه كور كوم بل ځاى دي او يواځي د هغوى په كور كي د څو شپو تېرولو له پاره مېلمه وي .
ددروازې د كړپ سره پستكۍ جګه كښېناسته او ساه پكښي وچلېده .
پستكۍ : راغلې پلارجانه ؟
توريالى : هو لوري ! ته زماپه بستر كي ؟
پستكۍ :هو پلار جانه نن درته كيسې كوم .
د خپل پلار سره داسي جوخته پرېوته چي خپله سينه يې دهغه له سينې سره و نښلول ، خپل دواړه لاسونه يې د هغه تر غاړي راتاو كړه او خپل وريښمين باړخو يې د هغه پر وچو شونډو ور كښېښود د پلار عاطفه پر جوش راغله او څو پرله پسې مچكي يې ځني واخستې .
پستكۍ : پلاره ! تر سهاره به نه ويدېږو او يو بل ته به كيسې كوو .
توريالى : په خندا ! ولي لوري تاته خوب نه در ځي ؟
پستكۍ : ته شبا جې بيامي رايادېژې .
پلار يې خبري ته خوله جوړول چي دروازه و ټكېده ، خپل سر يې د پستكۍ د لاسونو له منځه راويوست او دروازې ته ورغى .
د كلي دوكاندار ( هټيوال ) اسد وو خپل پور يې غوښت چي هغوى به ور څخه هر څه د كور له پاره په پور راوړل خو د تېري يوې مياشتي يې يو غران هم نه وو وركړى .
توريالي ورته ننواتي او زارۍ وكړې دا ځل چي له سفره راستون سم تر ټولو لمړى به ستا پور ادا كوم تر څو چي توريالي اسد راضي كاوه او مخه ښه يې ور سره كول څه وخت تېر سوى وو .
توريالى په بېړه د خوب ځاى ته راغى كه ګوري چي پر پستكۍ خوب خپلي پستې وزري غوړولي دي او په خواږه خوب ويده ده .
سهار وختي توريالى د لمانځه تر ادا كولو وروسته راغى ، پستكۍ هم هغسي ويده وه لكه اوس چي هم هغه ګړى وي او د پلار وراتګ ته تلوسه لري .
يوه شېبه ورته ولاړ وو او د تېري شپې خبري يې په دماغ كي د ازانګې په څېر په بيابيا راګرځېدې ( ته شبا جې بيا مي رايادېژې )
ور كښته سو يوه نرمه مچكه يې ځني واخسته ، خپله غوټه يې وږې ته پورته كړه او له كوره ووت .

پاى