کور / خبرتیا او پيغامونه / د افغانستان د پوهنې د ډګر يوه بله ډېوه مړه شوه

د افغانستان د پوهنې د ډګر يوه بله ډېوه مړه شوه

زمانه راپسې توره په لاس ګرځي
لکه ما چې يې وي پلار نيکه وژلي


په ډېره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د ګوربت راډيو ټلوېزيون د مشر، ليکوال او خبريال محمدنبي ساحل د تره زوی سرمعلم محمدهاشم خان د تېرې چهارشنبې پر ورځ په کابل کې د يوې ترافيکي پېښې په پايله کې له دې نړۍ څخه تللی دی.


انالله و انا الیه راجعون


ارواښاد سرمعلم محمدهاشم خان تر دوو لسيزو زيات د هېواد د پوهنې په ډګر کې خولې توی کړې وې او د جګړه ځپلي افغانستان سلګونه بچي يې روزلي دي .
لوی خدای دې ارواښاد سرمعلم صاحب ته فردوس جنت او کورنۍ او خپلوانو ته يې د زړه صبر او نعم البدل ورکړي.
د فاتحې مراسم به يې ورسته تر سره کېږي چې تاسې ته بيا خبر درکړل شي .




د لراوبر ويبپاڼي اداره د خپل فرهنګي دوست نبي ساحل او ددوی د درنې کورنۍ ته د تسليت مراتب وړاندي کوي ، د ويبپاڼي همکاران له دوی سره ځانونه شريک ګڼي او د ارواښاد سرمعلم صاحب پاک روح ته د لوی خدای جل جلاله له دربار څخه د فردوس جنت ددعا تر څنګ ددوی ټولي کورنۍ او خواخوږو ته د زړه د صبر دعا کوي .

تبصره نسته

  1. ګران نبي ساحل صیب! الله ج دې پر ارواښاد سرمعلم صیب ورحمیږي او جنتونه دې یې نصیب شي.
    ما د غم پر دې ټغر له ځان سره ناست وګڼه ،لوی څښتن دې تا او ستاسې درنه کورنۍ له نورو غمونو په امان لري او د دغه ویرد زغملو وس دې درکړي.

  2. اللهم اغفره وارحمه ولا تعذبه وأدخله الجنة ونور قبره وعظم اجره وثقل ميزان حسناته وتجاوز عن سيئاته وأكرم نزله ووسع مدخله وأعطه دارا خيرا من داره وأهلا خيرا من أهله واغسل ذنبه بالثلج والبرد وارزقه شفاعة الحبيب محمد صلي الله عليه وسلم

  3. ګران نبي ساحل صیب!! الله ج دې بیا له هر ډول غم نه مونږ ټول افغانان وساتي او تاسو ته دې خدای ج ددې لوی غم د زغملو توان درکړي او دنوموړی مرحوم برکتونه دې خدای ج په تاسو واچوي.

    مرحوم سرمعلم صیب ته دې خدای ج د فردوس جنت نصیب کړي اروا دې ښاده وي
    انا للله وانا الیه راجعون

  4. خدای ج د وبښي او خدای د یې کورنۍ او دوستانو ته جمیل صبر ورکړي
    او خدای ج د یې له نور غم نه وساتي.

  5. خواږه ملګري ساحل صیب ته!
    ګرانه وروره پر خدای بښلې سرمعلم صیب هاشم خان باندې دې الله تعالی ورحمېږي، خدای پاک دې یې د جنت فردوس دنګې ماڼۍ په نصیب کړي، تاسي او ستاسي درنې کورنۍ ته د خدای پاک له مهربانه دربار څخه د زړه صبر غواړم، خدای پاک دې تاسي ژوندي او خوندي لري،

  6. ساحل صیب!
    ګرانه وروره پر خدای بښلې سرمعلم صیب هاشم خان باندې دې الله تعالی ورحمېږي، خدای پاک یې د جنت فردوس په نصیب کړي، تاسي او ستاسي درنې کورنۍ ته د خدای پاک له دربار څخه د زړه صبر غواړم،
    انا للله وانا الیه راجعون

  7. ګرانه وروره نبي جانه ! پر اروښاد سرمعلم صيب باندي دي خداي ورحميږي او اته واړه جنتونه يي په نصيب شه،تا او ستاسو درني کورنۍته د لوي خداي ج څخه د جميل صبر غوښتنه کووم او پدغه لوي غم کې موږ هم له ځان سره شريک وبولي.
    په درنښت

  8. انا لله ان الیه راجعون
    اروا ښاد سر معلم صاحب محمد هاشم خان چی زما استاد هم پاتی شوی خدای ج د قبر ورته د جنت د باغچو یوه باغچه وګرځوی او ساحل صاحب او نورو ټولو دوستانو ته د خدای ج جمیل صبر او نیک بدل ورکړی (آمین)

  9. gran nabi sahil sab Allah tallah di ustad wabakhshi tasi aw koraney tadi Lwey rab sabar dar ki

  10. اسلام علیکم ګرانو هیواد والو په کراچی کی هر ورځ بی ګناه افغانان وژل کیژی موږ دهیچا دخولی څه دا خبره نه ده اوریدلې چی دا ولی کیژی بایدحکومت او ټوله افغان اولس ده دی کلکه غندنه وکی

  11. په هر قوم کي په ژوندون قدرداني وي
    پښتانه چي کله مړه سي قدردان سي
    انالله وانا اليه راجعون
    خداي تعالي دي يي جنت فردوس ور په نصيب کړي

  12. په هر قوم کي په ژوندون قدرداني وي
    پښتانه چي کله مړه سي قدردان سي
    انالله وانا اليه راجعون
    خداي تعالي دي يي جنت فردوس ور په نصيب کړي

  13. ټولو درنو دوستانو سلامونه او نیکې پیرزوینې!
    له ټولو دوستانو څخه د زړه له تله مننه کوم چې زما سره پدغه غم کې شریک شول او پیغامونه يې پریښودل.
    ټول دوستان د خدای له غم نه لرې وساتي د ژوندانه په چارو کې ټولو ته بریا غواړم.
    نبی ساحل- کابل

  14. Dear Sahill : I know Him he was one of the beast and Respect full Teacher ,he Realy think about student and teacher's ,be coz he was Teacher Trainer. he always lead people to good path and had opposite Respect pleas Receive my condolence to his son's and to you too thanks
    sorry gay's i haven't add yet pasht in my computer sorry for that