کور / خبرتیا او پيغامونه / د سولي د کمېسون ٦٨ کسيز ليست اعلان سو

د سولي د کمېسون ٦٨ کسيز ليست اعلان سو

د افغانستان ولسمشر تر ډېر انتظار وروسته د نن سهار له ژمني سره سم  چي د سواد د نړۍ والي ورځي په غونډه کي وکړه،  ماځيګر ته د سولي د کمېسون غړي اعلان کړل.
دغه ٦٨ کسيز ليست چي د ولسمشر حامد کرزي د وياند وحيد عمر له خوا مطبوعاتو ته اعلان سو، زياتره غړي يې يا پخواني جهادي مشران دي، چي په کلونو له طالبانو سره جنګېدلي او يا هم د حاکمي دولتي ادارې لوړ پوړي چارواکي دي، چي طالبان اوس هم ورسره جنګېږي.
په ليست کي پر ځينو قومي مشرانو سربېره اته تنې ښځي  او د طالبانو د واکمنۍ څو تنه مامورين هم شامل دي.
په ملګرو ملتونو کي د طالبانو استازى مولوي عبدالحکيم مجاهد او د طالبانو يو نظامي قومندان حاجي عبدالواحد (مشهور د باغران په رئيس) هغه پخواني طالب مامورين دي چي د هغوى د واکمنۍ پر مهال يې طالب مشرانو ته نظرونو ارزښت درلودئ.
ښايي د دې ليست پر ترکيب باندي د نظر خاوندان ډيري نيوکوي وکړي، ځکه درې مياشتي دمخه چي په کابل کي د سولي جرګه جوړه او برهان الدين رباني يې مشر وټاکل سو، پر ولسمشر کرزي  ډېري نيوکي کېدې چي نه به طالبان د رباني په مشرۍ جوړه سوې جرګه باندي باور وکړي او نه به هم له طالبانو سره د برهان الدين رباني زړه دښمني هغه دې ته پرېږدي چي په دې لاره کي مخلصانه هڅي وکړي. (د خبر پاى)

د کمېسون بشپړ ليست په لاندي ډول دئ، چي په قوسونو کي د خبر د ليکونکي له خوا د ځينو غړيو د بګراونډ په هکله هم لنډ معلومات ورسره يو ځاى سوي دي:

١ .   پروفيسور صبغت الله مجددي (د مشرانو جرګې اوسنى رئيس او د سولي د پخواني کمېسون مشر، چي طالبان د آى، ايس، آى ايجنټان بولي)
٢.   پروفيسور برهان الدين رباني (په ولسي جرګه کي وکيل، د جمعيت اسلامي ګوند مشر، او پر طالبانو د غتو، غتو (غټو، غټو) بمونو د غورځولو غوښتونکى)
٣.     پير سيد احمد گيلاني (د محاذ ملي ګوند مشر، د طالبانو پر مهال جلا وطنه)
٤.     شېخ اصف محسني  (د حرکت اسلامي ګوند مشر، د طالبانو پر مهال په اېران کي فراري)
٥.    پروفيسور عبدالرب رسول سياف (د اتحاد اسلامي مشر، د طالبانو سره مخالف، په ايکسپاير ولسي جرګه کي وکيل)
٦.   محمد محقق  (د وحدت د پاشل سوي ګوند د يوې څانګي مشر، د طالبانو پخوانى او اوسنى دښمن، چي اوس هم په زغرده له هغوى سره هر راز سوله ردوي)
٧.    سيد نورالله سادات (د لراوبر يوه لوستونکي ليکلي چي دا ښاغلى د دوستم د جنبش ګوند مشري کوي، په دې حساب نو دى د هغي ډلي مشر دئ چي په زرونو وسلې پر مځکه ايښي طالبان يې په کانټينرونو کي کباب کړل)
٨.   سيد منصور نادري (د کمونستانو د دورې د ملېشو پاته سونى، د کيان درې د اسماعيليه فرقې مشر، چي څو کاله له طالبانو سره وجنګېدئ)
٩.  حاجي سليمان ياري
١٠.   محمد اسماعيل خان (د اوبو او برېښنا اوسنى سرپرست وزير، د طالبانو کلک مخالف، چي د هغوى د واکمنۍ پر مهال په کندهار کي بندي وو)
١١.   ډاکټر فاروق وردګ (د پوهني اوسنى وزير، داسي ښکاري چي ولسمشر کرزى ډېر باور پر لري، ځکه د کرزي په هر کمېسون کي يې نوم شامل وي)
١٢.  پوهاند نعمت الله شهراني (د حج او اوقافو پخوانى وزير، پر کرزي ګرانښت يې له دې څخه معلومېږي چي يو وخت يې له ٢٥ وزارتونو څخه دوه شهراني کورنۍ ته په واک کي ورکړي وو، چي يو يې خپله او بل يې په زوى سمبالاوه) 
١٣.  مولوي ارسلا رحماني (د مشرانو جرګې غړى، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ارشاد او اوقافو وزير، چي نوم يې تازه له تور ليست څخه ايسته سو).
١٤.  مولوي پيرمحمد روحاني (د طالبانو پر مهال د کابل پوهنتون رئيس، اوس د ستري محکمې او د علماوو د شورا غړى)
١٥.  حاجي محمد نعيم کوچى (د طالبانو په واکمنۍ کي  نظامي قومندان او بيا د باګرام په زندان کي بندي، د احمدزيو د قبيلې يو مشر)
١٦.  حاجي دين محمد (د ننګرهار  او کابل  پخوانى والي، چي نه يې په ننګرهار کي يوه خښته پر بله کښېښوله او نه يې په کابل کي کومه توره وکړه)
١٧.  ملا تاج محمد مجاهد(د شمالي ټلوالي جنګسالار او کابل پخوانى والي)
١٨.   مولوي محمدشاه عادل
١٩.    حاجي فضل کريم ايماق
٢٠.   مولوي قيام الدين کشاف (ديني عالم، د ستري محکمې غړى او د علماوو د شورا رئيس)
٢١.   مولوي محي الدين بلوچ (له طالبانو فراري او د فراه پخوانى والي)
٢٢.   مولوي شفيع الله
٢٣.    عارف خان نورزى (د سرحدونو پخوانى وزير، د ولسي جرګې پخوانى مرستيال، چي يو وخت د نيويارک ټايمز له خوا د تارياکو په قاچاق کي په لاس لرلو تورن وو)
٢٤.    څارنوال محمود دقيق
٢٥.   مولوي عطالله لودين (د ولسي جرګې غړى)
٢٦.  وکيل انورخان اسحق زى
٢٧.    حسن تخاري
٢٨.    مولوي عبدالحکيم مجاهد (د طالبانو پر مهال په ملګرو ملتونو کي استازى، اوس پر کور ناست دئ ، خو طالبان وايي د کابل حکومت ته تسليم سوئ دئ)
٢٩.   اسدالله وفا(د کونړ او هلمند پخوانى والي، د فساد پر ضد د مبارزې او د شکايتونو د کمېسون مشر)
٣٩.    مولوي خدايداد
٣١.   قاضي محمد امين وقاد (د حکمتيار د حزب اسلامي پخوانى مرستيال، وروسته ځني جلا سو، د اساسي قانون د کمېسون غړى)
٣٢.    حبيب الله فوزي (د طالبانو پر مهال په سعودي عربستان کي سفير).
٣٣.  استاد محمد اکبري (د حزب وحدت ګوند د يوې څانګي مشر، د طالبانو پر مهال ور تسليم سو او د هغوى له خوا هم د واليتوب په چوکۍ نازل سوئ وو)
٣٤.  عبدالهادي ارغنديوال (د حکمتيار د ګوند پخوانى مالي مسئول، د کابل مېشتو حزبيانو مشر،  او د افغانستان د  اقتصاد وزير)
٣٥.   مولوي شهزاده شاهد (پخوانى جهادي او د کونړ قومي مشر)
٣٦.    محمد اسماعيل قاسميار (په ٢٠٠٢ کال د اضطراري لويي جرګې رئيس، چي ترڅټه له پښتنو سره په تعصب ککړ دئ)
٣٧.   اميرمحمد اغا (ويل کېږي چي د طالبانو له مشر ملامحمدعمر اخند سره قرابت لري).
٣٨.     فقير محمد خان
٣٩.     محمد يوسف واعظي
٤٠.     عبدالغني خان توخي
٤١.     شيرمحمد اخوندزاده (پخوانى جنګسالار، د هلمند پخوانى والي، د مشرانو جرګې غړى، چي د تارياکو په قاچاق کي له عارف خان نورزي او احمدولي کرزي سره يو ځاى د نيويارک ټايمز له خوا تورن سو).
٤٢.   حاجي امان الله اتمانزى
٤٣.   رئيس عبدالواحد باغراني (پخوانى جهادي او د طالبانو نظامي قومندان، چي په ٢٠٠٢ کال پر کور کښېناست)
٤٤.    خليفه قزل اياق
٤٥.   مولوي قلم الدين (دا خو به د طالبانو د امرباالمعروف د ادارې قلم الدين نه وي، چي د کابليانو لنډي ږيري به يې په پاج کتلې؟)
٤٦.   انجنير ابراهيم سپين زاده (د ملي امنيت د شورا غړى، چي يو څو ورځي يې د افغانستان د ملي امنيت د استخباراتي ادارې سرپرستي هم وکړه)
٤٧.   حاجي موسى خان هوتک (قومي مشر او د ولسي جرګې غړى، د طالبانو پر مهال د پلان وزارت مرستيال)
٤٨.   مولوي سالک زاده
٤٩.    سارا سرخابي
٥٠.     جميله حميدي
٥١.     حوا علم نورستاني
٥٢.     ناجيه زيوري
٥٣.     صديقه بلخي
٥٤.     گلهار جلال
٥٥.    ډاکټره گلالۍ نور صافى
٥٦.     قمر خوستۍ
٥٧.    عبدالحميد مبارز (د ژورناليستانو په خورا ډېرو اتحاديو کي د يوې رئيس، نوموتې فرهنګي څېره، خو چي متعصب نه واى)
٥٨.    صديق احمد عثماني
٥٩.    محترم مودودي
٦٠.     امين الدين مظفري
٦١.     سيد محمد امين طارق
٦٢.     وکيل بازمحمد خان زرمتى
٦٣.     عبدالخالق حسيني
٦٤.     حاجي محمد داود زاهديار
٦٥.     محمد هاشم فولاد (د افغان ملت ګوند او  ايکسپاير ولسي جرګې غړى)
٦٦.    مولوي جوره؟ که جوړه؟
٦٧.     حاجي شيرين خان نورزى
٦٨.    حاجي فضل کريم فضل (د يوازني پښتو (شمشاد تلوېزون) مشر خو به نه وي؟)

تبصره نسته

  1. دخبر لیکونکی څخه ډیره مننه چې تر خپله وسه یې هر یو معرفی کړی دی، خو زه هم ستاسو په اجازه غواړم دا لاندینی څو ټکی پکې ور اضافه کړم.
    ۱. مولوی پیرمحمد روحاني دطالبانو په دوران کې دکابل پوهنتون ریس، او اوس دسترې محکمې او علماو دشوری غړی.
    ۲. قاضی محمد امین وقاد دحزب اسلامی پخوانی مرستیال خو بیا ترې جداشو، دولسي جرګې غړی ندی، او همدارنګه داساسی قانون دکمسیون غړی و.
    ۳. سید نورالله سادات اوس دجنبش دګوند مشری په غاړه لري، که څه هم چې اصلي مشر خو یې پخپله دوستم دی خو لکه څنګه چې هغه یو بیسواده شخص دی نو ځکه په رسمی ډول یې ښاغلی سادات په هر ځای کې استازیتوب کوي.
    ۳. حاجی موسی هوتک دولسي جرګې غړی دی او هم قومی مشر دی.
    ۴. محمد اسماعیل قاسمیار دهرات شیعه دی او دبیړنی لویې جرګې مشر و.
    ۵. مولوی عطاء الله لودین دولسی جرګې غړی دی.
    ۶. حاجی نعیم کوچی دطالبانو په وخت کې نظامی قوماندان و خو دبامیانو والی نه و، دبامیانو والی له اوله تر آخره مولوی اسلام محمدی و چې بیا دکرزی په وخت کې دولسی جرګې غړی شو او ورپسې په کابل کې ووژل شو.

    مننه

  2. د سلمان یوسفی څخه ډیره مننه
    بس زه به دومره اووایم چی داجرګه/شورا به هم د تیر په څیر ناکامه شورا وی پدی چی ددی شورا ډیری غړی یی تعب لری او غټ خاینین دی.
    که کرزی صیب رښتیا سوله غواړی نو باید سپڅلی کسان شورا ته معرفی کړی.
    لکه مولوی متوکل، عبد اسلام ضعیف، استاد اسماعیل یون او داسی نور پوی خلک دمتعصبو پر ځای.

    مننه

  3. مننه یوسفی صاحب:
    زه هم ددی کمیسیون په غړیو خوښ نه یم.ځګه ځینی یی ښی څیری ندی.
    خو ښاغلی یوسفی صاحب تاسو هم ددوی د پیژندنی په اړه ټول ژورنالیستیک نورمونه تر پښو لاندی کړی.ویونکی فکر کوی چه تاسو جنګ کوی.
    مننه.

  4. د پتيالي صاحب د ژورناليستيکو اصولو نيوکه بېخي پر ځاى ده، خو فکر کوم د خبر د متن په پاى کي يې د (خبر پاى) کلمې ته نه دئ فکر سوئ. په دې حساب نو د خبر تر پاى وروسته چي څه ليکل سوي دي، هغه زما شخصي نظر دئ، او مهمه نه ده چي زه دي ځان بې طرفه پکښي وساتم.

  5. تر هرڅه د مخه د لراربر ويب سايټ ټولو لوستونکو ته سلامونه ډالي کوم.
    محترم ورونو که موږ او تاسي تعليم يافته خلګ په خپلو مشرانو پسي داسي خبري وکړو چه هغه په يوه نړيوال سايت کښي سپک کړو نو زموږ او ستاسي بد بختي ده او د بي تعليمه خلګو خو ګيله نسته محترم سليمان يوسفي تاسي خو يو ژورناليست ياست ژور ناليست يعني د ټولني ترجمان تاسي په خپله د تعصب خبره دلته ذکر کړيده چي دا پرتا ثبوت دي چه ته خپله هم د دري زبانو وړونو سره تعصب لري نو که چيري هر دري زبانه او يا يو مجاهد دا ستا ليکنه وګوري ستا څخه يي نفرت کيږي
    ته خپله فکر وکړه او تاريخ وګوره همدغه مجاهدين مشران وه چه افغانستان يي د ټوټه ټوټه کيدلو څخه خلاص کړ چه اوس به د افغانستان نوم هم نه واي دين يي درته ثابت وساتي چه اوس به افغانستان د اورپا په شان واي نو اوس هم همدا مشران کولاسي چه دي ستونزي ته د پاي ټکي کښيږدي دا کار په پتلون او نيکټايي نه سره شل کيږي او همدارنګه په يو داسي شخص چي ټول ژوند يي په خارج کښي تير کړي وي
    ګرانه سليمان جانه که خارجي لاس وهني نه وي همدا مشران د افغانستان وارثين دي او دا مشکل پاي ته رسولي شي

    په دناوي
    ستاسي ورور
    عزت الله سکندري
    هلمند افغانستان

  6. کوم مشران؟
    هغه مشران چې په يوه دين وو، د يوه الهي کتاب ايتونه به يې ويل، خو پر ٧ تنظيمونو سره ووېشل شول؟
    هغه مشران چې د يو نيم ميليون شهيدانو وينې يې تر خپلو څوکيو ځار کړې؟
    هغه مشران چې جوړ کابل يې لوټې، لوټې کړ؟
    هغه مشران چې د خلګو پر سرونو کې يې مېخونه ټکوهل، او مړې به يې رقصول؟
    هغه مشران چې د پښتون او هزاره، تاجک او هزاره او پښتون او ازبک په نامه يې دا شل کاله سره وجنګولو؟
    آيا دا اوسنۍ بد بختۍ د همدې پلورل شويو مشرانو او تش په نوم مسلمانانو له لاسه نه دې راپېښي؟
    آيا همدغه مشران نه وو؟ او اوس نه دي، چې د لوى تاجکستان، هزارستان او خراسان کبير په نوم نخشې يې جوړې کړې وې او د افغانستان د تجزيې پلانونه يې جوړول؟
    آيا دغه مشران مو اوس هم د کوچي او هزاره په نوم هر کال نه سره جنګوي؟
    اوس دې نو سکندري صيب ووايې چې دغه مشران رشتيا مسلمانان او مجاهدين دي؟ او که يې د خپلو شخصي ګټو په خاطر موږ افغانان دربدره کړو؟

  7. دکرزي دسولې دعالي شورا داعلانولوپه اړه داسلامي امارت غبرګون

    تیره ورځ دکابل دبیواکه ادارې له لوري دسولې دعالې شورا په نوم د۶۸ نفرو یونوم لړ اعلان شو

    اسلامي امارت په داسې حال کې چې په هیوادکې داسلامي نظام اود واقعي سولې دټینګښت لپاره يي مبارزه پیل کړې اوهغه ته دبشري ژوند دیوه مهم ضرورت په سترګه ګوري دکرزي ددغې شورا د اعلانولو په اړه خپل موقف په لاندې توګه څرګندوي:

    ۱ـ داچې نن دسولې اوامنیت ټینګښت په هیوادکې دافغانانو ترټولو اساسي غوښتنه ده په کارده ددغه حیاتي ضرورت دمنځته راتلو لپاره هغه لارې چارې وکارول شي چې عملي جنبه ولري نه داچې یواځې دافغانانودتیرایستلو اوداجنبي منافعودترلاسه كولو لپاره داسې طرحې هسي په نوم اعلان شي چې دهغوئ عملي کول ناشوني اویالاهم دافغانستان دغمیزې داوږدولوعامل ګرځي .

    ۲ـ په هیوادکې دسولې دټینګښت لپاره بایدپه هغوعواملو غوروشي چې دنا امنۍ اوټولې سیمې دبي ثباتۍ لامل ګرځیدلي دهماغو عواملو له لمنځه وړلو وروسته بیا په هیوادکې دسولې دتأمین په اړه اقدام وکړای شي

    ۳ـ دسولې اوروغې جوړې داصولو له مخې دسولې په پروسي کې باید داسې عناصر وکارول شي چې هغوئ دسولي په تقدس باورلري اوکله يي هم دبیګناه افغانانوپه ځورولوکې سهم نه وي اخیستی ،دافغانانودغمیزې اودافغانستان دتباهۍ څوکلن اوږدتاریخ ونه لري اوهغوئ افغانان دهیواد داشغال په شمول دټولو ستونزودتجربه شويو عاملینوپه توګه نه پیژني اواجنبي یرغلګروته په خدمت کولوکې سابقه ونه لري بلکې په هیوادکې دمخلصو مصلحینوپه نوم شهرت ولري اوهمدغه عناصر دسولې تأمین ته دافغانانو دیوه اساسي ضرورت په سترګه وګوري نه دبهرنیانوله لوري دیوه فرمایشي دستورپه حیث .

    ۴ – داچي په هیواد کې تر یونیم لک زیات بهرني مسلح یر غلګر شتون لري ځمکني او هوا یې ځواکونه داشغالګرو تر قوماندي لاندي هره ورځ په خپل سردلسګونو افغانانو نه دژوندحق اخلي اودکرزی بې واکه اداره دیوه ډیر واړه کار دکولواونه کولو اختیار هم نلري نوڅنګه به یې په دا ډول فیصلو او نما یشي شوراګانو باور وشي او څرنګه به وکړای شي چي دبهرنیانو له مشوري او اجازي پرته دي کوم عمل تر سره کړی .

    ۵ـ دماتې خوړلیو امریکایانو له لوري ددغې تش په نوم دسولې عالي شورااعلانول دشورویانودګوډاګي رژیم هغه اقدام ته ورته عمل دی چې دخپل شکست په مهال يي دافغانانودتیرایستلو اوخپلې ماتې دپټولو لپاره دملې روغې جوړې په نامه اعلان کړ.

    ۶ـ امریکایان غواړې دداسې نامشروعو پروسو په تشو اعلانولوسره دافغانانو اونړیوالو اذهان اغفال کړی اوهم په داډول کړنوسره یوداسي حرکت ښکاره کړي چي په ائتلاف کې دګډوهیوادونودپوځونو وتل تر یوه وخته وځنډوي اوبیا له همدې لارې د افغانستان اشغال اودافغانانو یر غمال نیوني ته دوام ورکړي.

    ۷ ـ دامریکایانو دتیرومکررو دسیسو په تعقیب ددغې شورا اعلانول دمجاهدینو دتسلیمي اویرغلګروته دوسلې تسلیمولو یوه بله ناشوني اوناکامه پروسه ده چې ترعملي کیدوله مخه يي دناکامي نښي څرګندې دي .

    ۸ـ یرغلګرامریکایان غواړي دداشاني غیرعملي پروسو په طرحه کولوسره داسلامي امارت له اساسي غوښتنې څخه چې له افغانستان څخه یې دهغوئ دوتلو په اړه کوي مخ واړوي .

    ۹ـ کوم وخت چې امریکایانو په افغانستان یرغل کاوه هغوئ کله هم له افغانانو سره دمذاکرې اوخبرولپاره دشوراپه نوم دداسې اوږده لیست داعلانولوضرورت نه حس کاوه اوس چې هغوئ دخپل ظالمانه عمل له ترخه مجازات سره مخ اوپه افغانستان کې يي په بشپړه توګه ماتې خوړلې مجاهدین هیڅ کله ددې ضرورت نه وینې چې دیرغلګرو له وتلوپه پرته دي دتش په نامه دسولې دشورا داعلانولو په پروسو قناعت وکړي .

    ۱۰ـ اسلامي امارت دامریکایانوله لوري دسولې دمشورتې جرګې ،دسولې دمذاکراتو اودسولې دعالي شورا په نوم ټولې بي ځایه اومکررې هڅې له دې امله مردودوې بولې چې هغه دسولې په ځای دجګړې داوږدیدو،دافغانستان داشغال ددوام اوپه افغانستان اوسیمه کې دبي ثباتي لامل ګرځي ، اسلامي امارت به دجګړې دعواملو ترختمدوپوري دټولو یرغلګرو اودهغوئ دملاتړوپه خلاف خپلي بر حقې مبارزې ته ادامه ورکوي اوددي قضیې دحل په واقعي لارو به غور او عمل کوي .

    والسلام

    دافغانستان اسلامي امارت

    20/10/1431 هـ – 29/9/2010

    دجنرال پترایوس دڅرګندونوپه اړه داسلامي امارت غبرګون

    په افغانستان کې دبهرنیویرغلګروځواکونوعمومي قومندان جنرال پترایوس ادعاکړې چې دطالبانو(اسلامي امارت) یوشمیر لوړپوړوچارواکو دکرزي له ادارې سره تماس نیولی.

    اسلامي امارت په داسې حال کې چې دپترایوس دغه ادعا مطلق دروغ بولي اوهغه په ټینګه ردوي داشانې بي اساسه ادعاګانې ددښمن دوارخطايي اودمجاهدینوپه مقابل کې دهغوئ دناکامي لامل بولي.

    دابه څرنګه امکان ولري چې اسلامي امارت په مکرره توګه دکابل دبیواکه ادارې هغه غوښتنې او وړاندیزونه چې دمذاکراتوترتیرایستونکې نامه لاندې يې هغوئ ته کړې په ټینګه ردې کړې او اوس بیا داسلامی امارت چارواکې په سري ډول له هماغه بیواکه اوګوډاګي حکومت سره تماسونه ټینګوي.

    حقیقت دادی چې امریکایان اودهغوئ اتلافیان په افغانستان کې دمجاهدینوپه مقابل کې نه څه لاسته راوړنې لري اونه نور داسې څه ورپاته دي چې دهغه په وسیله دنړیوالو اذهان مصروف کړي،ځکه هغوئ چې دمجاهدینو دکمزوري کولو اوله منځه وړلو لپاره کومې دسیسې په پام کې وي هغه يي ټولې عملې خو یوې یې هم څه ګټه ورته ونه رسوله.

    هغوئ دهمدې هدف لپاره په اصطلاح ملي مشورتي جرګه ،دکابل بیواکې ادارې ته دراتلونکوچارودسپارلوپه نوم دکابل کانفرانس، دسولي عالي شورا او پارلماني ټولټاکنوپه نوم وروستۍ ناکامې پروسې یوپه بل پسې وکارولې خودالله تعالی په نصرت هره یوه دمجاهدینوله لورې له بشپړې ناکامي سره مخ اویرغلګر دښمن ته تري هیڅ ګټه په لاس ورنه غله اوپه نتیجه کې ټول نړیوال ویني چې ددښمن له دغوټولوهلوځلو اودسیسوکارولوسره سره روان کال دیرغلګروپه خپل اعتراف دهغوئ لپاره ترټولوخونړی کال بلل شوی .

    دمجاهدینودغوپوځي بریاوو ددیرغلګردښمن په مورال ډیرمنفي تاثیرلرلای اودهغوئ ځواکونه یې له ویرې او وراخطايي سره مخ کړي ،همداراز دهغوئ یوشمیرایتلافیان له افغانستان څخه ووتل اویوډیرشمیرنوريي دوتلو لارې چارې لټوي.

    په دغو حساسوشرایطوکې مجاهدین غواړي چي خپل پروګرامونه لاچټک اومنظم کړی نه داچې د وراخطاجنرال پترایوس دادعاپه اساس دکابل له شړیدلې ګوډاګۍ ادارې سره تماسونه ټینګ کړي.

    اسلامي امارت په افغانستان کې دبهرنیویرغلګرو موجودیت دافغانستان دغمیزې اصلي لامل بولي اوپه خپل ټول توان ددې کوښښ کوي چې یرغلګران له افغانستان څخه وتلوته اړباسي.

    اسلامي امارت بیاهم دافغاني لانجې حل له افغانستان څخه دبهرنیویرغلګروپه ایستلوکې ویني نه دهغوئ له بیواکه ګوډاګیانوسره دپټوپټپټانو اوتماسونو په برقرارولوکې ،دجنرال پترایوس اویابل هرچاله لوري دهمدغوتماسونوبي سنده ډنډورې دماتې خوړلي دښمن دتبلیغاتي جګړې یوه بله ناکامه پروسه ده نه داسلامي امارت دبرلاسو مجاهدینو دقیادت غوښتنه اوفیصله.

    والسلام

    دافغانستان اسلامي امارت

    20/10/1431 هـ – 29/9/2010

  8. salamoona!
    za paqat da likonki pa hakla domra wayem che likana da har dowel osolo khilap da lomrai da zana likwal jor ka bia likani kawa dasi yew tarafa qazawatoona makawa da zana de da mula M umar wayend jor karai dai albata za pa hes yew gound pori ara nalaram kidaisi che Afghan da solo kamison pa sha pal wani si zaka nor no da jango na deer stara de ak da sta dowel likani we no bia hagha khu de khuday khair pesh kre …

  9. خداوند نیک کند این جرگه صلح را انتظار مردم بیچاره افغانستان به نا امیدی نزدیک است خداوند این مصلحین را به مرادشرعی برسانند وهم مردم را ازین مصیبت رهایی بخشد وهر کس که درین راه سنگ اندازی میکند خداوند انرا هدایت نکی کنند وخداوند توبه این مظلومین را قبول کند با احترام

  10. که طالبان نه وای نن به په افغانستان کښي اسلام، پښتو، او پښتون په ډیر بد حالت کښی وای.

  11. کوم چا چې د حق افقانستان په نوم خپل نظر ليکلی دی، دومره ورته وايم چې په دارنګه پاکو نومونو خپل دا ډو ل جاهلانه نظريات مه خپروه!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!

  12. د لراوبر ټولو لوستونکو ته سلامونه او نيکي هيلي وړاندي کوم،
    ريګين احمدزي صاحب ستاسي د احساساتي ليکني څخه مننه که چيري يو کس په ليکنه کښي دومره احساساتي سي نو معلومه خبره ده چي احساساتي ميزاج لري نو زه يواځي دومره وايم چي يو احساساتي ميزاج د ښه او بد ترمنځ توپير په يواځي سر نسي کولاي پکار ده چي د بل چا څخه مشوره واخلي،
    محترمو لوستونکو که موږ او تاسي تاريخ وګورو په افغانستان کښي کوم يو داسي نظام راغلي چي د ستايني وړ وي؟ هر يو نظام په خپل وار سره داسي کړني کړيدي چه د يادوني وړ نه دي.
    يواځي مجاهدينو ته کوته نيول صحي نه ده دا نظامي کودتاوي چي کيدلي راکيټونه څه کوي دا طياريو چي بمونه پر شاهي ماڼي غورځول داچي د رئس جمهور څخه نيولي بيا ټوله کابينه او کورني يي دا خاور لاندي سول دا د چا کړني دي،
    ښاغلي تر تيرو به تيريږو اوس چي ټول که مجاهدين دي که خلقيان که پرچميان تر يوه چتر لاندي ناست او په ګډه فيصلي کوي دا د خوښي ځاي دي خداي د توفيق وردګړي چي طالبان وروڼه هم راولي او تر همدغه چتر لاندي ورسره فيصلي وکړي او د يوه واحد افغانستان او يوه واحد نظام لپاره کار وکړي.

    من الله توفيق

  13. يوسفي صيب مننه چه له يو شمير وطن پلورو وګړو نه دي پرده پورته كړې ده .
    زما په ناقص فكر تركومه چه زه پرې پوهيږم داټول هغه غړي دي چه جناب كرزي يې په لومړي سركي دبشر ضد جناياتوكي دلاس لرلو په اړه محكمې ته راكشول غوښتل ،خو اوس چه اوبه ترورخ تيري شوي دي ګمان نه كوم چه ددغه كسانو ګمارل او يوه نمايشي جرګه جوړول به كومه پايله ولري
    او بل داچه داهغه كسان دي چه څو كاله مخكي يي په خپل منځي اختلافاتو كي دزرګونو مسلمانانو ويني وبهولې نو اوس به څنګه سره جوړ شي ؟
    نو نتيجه داراوځي چه جناب محترم كرزي صيب هسي بي ګټي دماغ پرې خوړلي ،اوداجرګه په سلو كي يو فيصدهم ګټه نه لري
    مننه
    عابرزابلوال

  14. ټولولوستونکوته خپل احترامات وړاندې کوم !
    څرنګ چې پورته لیکل شوې څيرې ډيرې مشهورې اوهرافغان ته مانوسه دي نوزه يې له معرفي کولوتيريږم ؛خودومره بايد ووايم چې داټول هغه کسان دي چې په آګاهانه يا غيرآګاهانه شکل دخارجي استعمارلپاره لاس په کارشوي اوسره له ټولوښواوبدوپخوانيوکارناموفعلا دهيوادداشغال سره موافق خلک د ي چې داسې جرمونه دملت اوخدای په وړاندې دقبول وړندي دوي سره له دې چې علم ،پوه،تجربه اوقومي شهرت اورسوخ به لري خومتآسفانه چې دبلعم ابن باعورا په موقف کې قرارلري ځکه هغه هم دمال ،دولت،اوښځې لپاره سره له دې چې عالم اوبزرګ وه دموسی عليه السلام په ضددښېراکولواراده وکړه نوانجام يې داشوچې دخدای(ج) لخوادولايت مرتبه ترې واخيستل شوه اوابداً په الهي غضب اخته شو نوزموږدغه پخواني مشران هم پخواچې هرڅه وه ،وه به خوپه ښکاره دخارجي يرغلګروپه ګټه ورځنې کاراخيستل کيږي چې دملت غرور،اسلامي احکام اودافغاني رواياتوپه بنا هيڅ تمه نه ترې کيږي ، دوی به هلته دخپل ملت ملاتړاواعتماد له ځانه سره لرلای وای چې دامريکايانو اولاس پوڅوسره دی په اصطلاح سولې پرځای يې دخارجيانوڅخه دخپل هېواد دآزادۍ لپاره ملي اجماع ياکمېسيون جوړکړای وای .!!!!!!!؟؟؟؟؟؟؟.

  15. salaam to all Afghans who are trying to bring peace to Afghanistan, and all those who live there in Afghanistan and around the world,
    how much is I know this people they will never try for peace, and this people are already rejected by the Afghan people even those who are not fighting with the Government, the can mnot even out of the kabul city how they are going to talk with the Taliban to convince them to accept the peace process I think this a another plot aginst helpless pashtoons by the Qazelbash Karzai
    regards.

  16. شعر (وطن ته خطاب)

    كه قبرستان له دشمنانو مي باربار نه كرلي كرانه وطنه بيا افغان نه يمه
    كه د جواني تولي مستى مي درنه زار نه كرلي بيا المسى دأحمد خان نه يمه

    ماته راكري د زانكو كي موري دشهامت او دغيرت درسونه
    را يادول د اللهو كي موري دابدالي اوميرويس خان يادونه
    كه موحوانى درته منصورغوندي به دارنه كرلي بيا دخبل بلارنيكه نشان نه يمه
    كه قبرستان له دشمنانو مي باربار نه كرلي كرانه وطنه بيا افغان نه يمه
    كه د حواني تولي مستى مي درنه زار نه كرلي بيا المسى دأحمد خان نه يمه

    كرانه بتنك غوندي لوكى دشمه خو به تاريخ د تورداغ نه لكوم
    يوه لوخره سبيلنى دشمه خوستا به خاوره اغياركله بريردم
    كه مي تاريخ د اتلانو ته يادكار نه كرلي بيا به كامل به سبين قرأن نه يمه
    كه قبرستان له دشمنانو مي باربار نه كرلي كرانه وطنه بيا افغان نه يمه
    كه د حواني تولي مستى مي درنه زار نه كرلي بيا المسى دأحمد خان نه يمه

    دشرميدلي ميكناتن بجيو كاروان مو بيا به كوم تكل راغلي
    أي دمازغو خخه خالي كوبريو لكه جه بيا مو وي اجل راغلي
    كه دبرون غونجي له بخو نه مي كدار نه كرلي نو بيابه حوي داكبر خان نه يمه
    كه قبرستان له دشمنانو مي باربار نه كرلي كرانه وطنه بيا افغان نه يمه
    كه د حواني تولي مستى مي درنه زار نه كرلي بيا المسى دأحمد خان نه يمه

    راشه ملكرى مي دسبين كاروان شه ايوبي بريرده دغفلت خوبونه
    لر دسر سكته به دخبل كريوان شه خنكه دهيركرل دغيرت درسونه
    كه مي داتوري شبي به تاباندي سهارنه كرلي بيابه مظبوط به خبل ايمان نه يمه
    كه قبرستان له دشمنانو مي باربار نه كرلي كرانه وطنه بيا افغان نه يمه
    كه د حواني تولي مستى مي درنه زار نه كرلي بيا المسى دأحمد خان نه يمه

  17. شعر (وطن ته خطاب)

    طرز:
    شعر (وطن ته خطاب)

  18. شعر

    دغربي وحشيانوجور دي قطا رونه بيا دجابه كري تالا كلي كورونه
    دبابا أدي ناري شوي كومي خواته
    شول وركد بري لنده غروسره فوجونه بيا دجابه كري تالا كلي كورونه
    هلا وير او غوغا جوره شوله خدايه
    خه به دزو كي شي سوي فريادونه بيا دجابه كري تالا كلي كورونه
    د بتمنو باحجابه تور سريو
    راته داري يي به سبيو اندامونه بيا دجابه كري تالا كلي كورونه
    زماوروره ستا ايمان يقين شوو خنكه
    بستري دملا زره كره له مزلونه بيا دجابه كري تالا كلي كورونه
    ماته أمر (فاقتلوه)جه وي جرته
    ته تر اوسه كري دعوت او تر غيبونه بيا دجابه كري تالا كلي كورونه
    شيخه ته خو هم لزبام به دي حال وكره
    بس د نه دي به تياره قالنكونه بيا دجابه كري تالا كلي كورونه
    أي زما د درس ملكريه تور ياليه
    نور د بس كره مدرسي او كتابونه بيا دجابه كري تالا كلي كورونه
    أي زما دعقيدي شريكو ورونو
    راحي جور كرو به كافرو تورتمونه بيا دجابه كري تالا كلي كورونه
    (أيوبي)وخت دميدان دي قلم كيزده
    نه خلاصيزي تش به دارنكه شعرونه بيا دجابه كري تالا كلي كورونه

    طرز: خبلو خلكو خبل اولس ته درمان نه يم : خلكه حوي دبروني قهرمان نه يم
    دبردو به رضا حْم حْني داريزم
    خبلو خلكو خبل اولس ته درمان نه يم : خلكه حوي دبروني قهرمان نه يم

  19. سلامونه ټولو پښتنوورونو
    یوه خبره کوم که چرته طالیبان نه ویی
    نو تا او ستا خاندان به ده ایران په ژبه
    خبریی کولیی او ده پختون خوا ورونو به ده
    پنجهاب په ژبه ستاسو مطلب دا دیی چی´،،،،،،،،،،،،،،،،،،،

  20. داټوله دهغه فراریانو ډله ده کوم چی دطالبانو لخواتښتیدلی او ځینویی مخکی دغربیانو سپی په غرب کښی پریولل او ځینی یی اوس په افغانستان کی غلامی کوی ددی حقیقت دروښانه کول ددغه لست دلیدلونه وروسته هرچاته معلومیږی نورنو که څوک په دی نظرنیوکه وکړی هغه به هم ددوی له ډلی وی.