ګران وطن افغانستان د دريو لسيزو په ستونزو، جنګونو، غربت او مهاجرت په دوران کی ډیر څه له لاسه ورکړه، همدا شان يي د علم د اسمان بی شماره ستوری په خپلو بدرنګو لوګیو کی پټ او ځلولو ته پری نښودل. نن زه تاسی ته د شاعرانو د ګل بڼ څخه یو داسی ستورۍ درپیژنم چی د هغه د پیژندلو لپاره ګر چی زه څومره هم وليکم بس نه دي.
ښاغلی مرحوم خان آغا شیرزاد د محمد حسین زوی چی د هميشه بهار ننګرهار ولايت د شیرزادو ولسوالي د قيلغو په کلی کی په ۱۳۳۴ هجری شمسی کال کی زيږدلی وو. خپله زدکړه یی د خوږياڼيوولسوالی د ملکيار هوتک په ښوونځی کی سر ته رسولی.
د ثور انقلاب په رامنځ ته کیدو سره دوه کاله د روسي يرغلګرو سره په ګرمه اسلامي او افغانی جذبه له ګران وطنه دفاع د نورو افغانانو په څير خپله وظیفه وګڼله او د خپل وس خدمتونه یی دریغ نه کړل. او بيایی اوسنی ګاونډی هيواد پاکستان ته د هجرت لاره خپله کړه. مرحوم خان آغا شيرزادد خوږ وطن په پریښودلو سره خپله وطنی، ملی او اسلامی احساس او جذبه هم له ځانه سره د هجرت ديار ته يوړه.
د مهاجرت په ستونزمن ژوند کی خپل هغه وطنی اواسلامی احساس او د مظلومو افغانانودغمونوډکو شپواوورځو انځور په ډيره مينه سره په شعرونو کی رابرسیره کړی .او په همدي امید چی ددغو شعرو په تحریر سره څه ناڅه د درديدلي ولس د زړه مرحم په خاطر د الله په وړاندی اوپه اسلامي شرعی او ملی وجیبه تر سره کړی وی.
شیرزاد وايي
د حال ويلو ځای می نشته …… د ګیلو ډک زړګي به تور لحد ته وړمه
د همدغو ناخوالو او بيوسيوله غمه ښاغلي شيرزاد د زړه له ناروغی له امله په ۱۳۸۸ کال د جدی په څلورمه نيټه له دی فانی نړۍ څخه سترګی پټی کړي. د ښاغلی شیرزاد د شعرونو لمړئ ټولکه ( پټ احساس ) چی د مرحوم د وفات کيدو وروسته د هغه د درندي کورنۍ په واسطه د هغه مينوالو ته له چاپه راوتلی ډالۍ کوي.
د شعرونو نمونه يي:
غزل
نژدی مه راځه ستومـــان یم د يار غــــــــمه
تاب می نشته په سوران یم د يار غـــــــــمه
دا می بس دی چی کوم ما باندی تيريږي
نه دا ستا دا امتحان یـــــــم د يار غـــــــــــمه
ړوند په سترګو شوم رڼا راته تياری دی
په تيارو لارو روان يــــــــم د يار غـــــــــمه
داسی سوی پيرزوینی په مــــــــــا مه کړه
بس دی سوی په نيران يــــــــــم د يار غمه
زه شيرزاد تنها د دومـــــــره غـــــمو نه يم
خالی پاتی په ميدان يم د يار غـــــــــــــــــمه
بل ځای وايی:
خـــــــــــدايه څنګه جهنم جهــــــــــان زماشو
شام مدام په اوښکو لوند ګريوان زما شو
څه د وخت تيارو ته ناست یم نه خلاصیږی
خوشحالی شوه د رقيب هجران زمـــــــا شو
هــــــــره ورځ باران د غم زمــــــا په کور وی
ليونۍ او جفاکـــــــار جانان زمـــــــــــــا شو
حکيمان می نا علاج دی په تشخيص کي
خدايه څنګه ناپيدا درمــــــــان زمـــــــــا شو
کاڼی بوټی می د مـــــــــلک په وینو سره دي
ای شيرزاده څه بدرنګ ګزران زمـــــــــــا شو
روح دی ښاد او ياد دی تل پاتی وی