لنډه كيسه – محمدظريف عنايت زى
هغه ورځ چي كله ښاري موټرته پورته شوم له لږشيبې وروسته يوسپين ږيری سړی چې تورزوړپټکی اوسپينې خيرنې جامې يې اغوستې اوسترګۍ (عينکې) يې په سترګووې موټرته راوخوت هغه د څلوروپنځو كلونو يوماشوم په غيږ كي و ماشوم روغ ښكاريده ما له ځان سره وويل دا غټ هلك ګوره چي دې سړي په سپينه ږيره په غيږ كي اخيستی دومره نازهم ښه نه وي بيا مې بيرته ځان ته ځواب ورکړ کيداي شي له ډيره ګرانښته يې په غيږکې اخيستی وي ځينې لمسي ډيرنازولي وي ، سپين ږيري سړي هلك له غيږي كوزكړ زماترڅنګ چوكۍ كي كښيناست، سوړاوسيلی يې له خولې وايست د پټكي په شمله يي د تندي خولې پاكې كړې او په سوچونو کې ډوب شو ،ډيرخواشينی ښكاريده په همدې وخت ماته مخامخ يوه بله چوكۍ هم تشه شوه ماشوم مي ترمټ ونيو او ورته ومي ويل کوچنيه دلته كښينه چوكۍ خالي ده وبه غورځيږي ،هغه راته ډيرپه ادب وويل مننه کوم مشر به دلته کښيني زه خوکوچنی يم دريږم . ماپه ځواب کې ورته وويل زوروره کښينه که څوک راوختل بيابه پاڅيږي ترهغه خوکښينه . د سرپه خوځولوسره په چوكۍ كښيناست اوماته يي يودوه ځله خپلي ښكلي مصومي سترګي راواړولي لكه چي په سترګوكي يي رانه مننه كوله ماشوم هم ډيرستری اوبې خوبه مالوميده سترګې يې سرې ښکاريدې لکه له ليري ځايه چې ښارته راغلی و له ځانه سره مي وويل راځه پوښتنه ترې وكړه دموټرپه مزل به هم لنډ شي او ددې سپين ږيري اوماشوم په حال به هم ځان خبرکړې ، سپين ږيري ته مي مخ ورواړاوه .
-اكا لكه چي له ليري ځايه ښارته راغلي ياست .
– هو همدااوس له كندهاره راوسيدو.
– دا دې لمسی دی خداي دې درته لوي كړي ډيرهوښيارهلك ښكاري.
سپين ږيري سوړاوسيلي وايست ، په سترګوكي يي اوښكي راتاو شوي اوراته وي ويل نه خواركی مي زوي دی .
ماغوښتل چې ټوکه ورسره وکړم او ورته ووايم اکا څومره په بوډاتوب کې کې دې اولاد راوړل پيل کړي ، دسپين ږيري له اوښكو ډكو سترګو خواشينی او دې ته اړ کړم چې تري وپوښتم.
– اکا ولې دومره خواشينی يې ناروغ يې او که بله کومه خبره ده .
– نه ماته خداي داسې غم راکړئ چې ځان يې راباندې هيرکړی، خداي تعالی دې بل مسلمان ترې وساتي .
– همدا يو زوي لرې که دې نور اولادونه هم شته .
– نه همدا يو زوي لرم کاشکي خداي نه واي راکړئ او بيا يې ستونی له غريوه ډک شو.
هغه دخپل زاړه پټكي په شمله اوښكې پاكې كړې مخ يې راواړاوه اووې ويل اوولس کاله مې د واده کيږي خو څلورکاله مخکې خداي زوي راکړ كاشكي خداي اولاد نه واي راكړى زماسوال يې نه واي قبول كړى ، زه هماغه شان بې اولاده واي نه پوهيږم چې خداي مې د كومې ګناه بدل رانه اخلي ما د اولاد سوال كاوه خواوس په خپل سوال اوغوښتنه پښيمانه يم.
زه هک پک شوم له ځان سره مې وويل دا سپينه ږيره يې ګوره اودا ناشکري يې ګوره د دې پرځاي چې د خداي په وركړي نعمت شكروباسي د نهيلۍ خبرې كوي ولې له خپل زوي څخه دومره نهيلى دى په همدې فكركې وم چې هغه خبرې پيل کړې لکه زما د زړه په خبره چې پوهيدلی وي د سوړ اوسيلي له ايستلو وروسته يې وويل : توبه مې ده خدايه ماهيڅ كله د خداي په وركړه ناشكري نه ده كړې په هرحال كې مې د خداي شكرپرځاي كړى موږدخداي ګنهګاربندګان يود لوي خداي هرامرموپه سرسترګومنلى خو…
د سپين ږيري ستونى له غيروه ډك اود خبروكولومزى ترې خطا شوپه سلګيوشواوله سترګويې اوښكې روانې اوپه ګيره كې يې د اوښكوڅاڅكي يوپربل پسې څوشيبې دمه كيدل اووروسته به لاندې راپريتول بيرته يې ځان راكابوكړاولږموسكى غوندې شوپه داسې حال كې چې اوښكې يې داځل په لمن پاكولې مخ يې راواړاوه او وې ويل زه هم لكه ليونى هرچاته د خپلو غمونو د سترخوان غوړوم وبخښه ستاسرمې هم په دردكړ زما اوس ماغزه خراب دى .
– نه اكا اوس خوبايدهرومرو د خپلې خواشينۍ او ژور خفګان لامل راته ووايې .
– ورکه وه يې خداي دې زما له حاله هرمسلمان وساتي زما د غمونودومره لوي پيټى دى چې بې له خدايه يې بل هيڅوك راسره نشي اوچتولاي .
ما بيا هم ټينګاروكړ.
– ورورکه خبره دا ده زوي مې اوس ايله د څلوركلونواودوومياشتوشوله يوه کال راهيسې ناروغ دی .
– خداي به يې ښه کړي هرڅوک همداسې نارغيږي ، ډاکتران څه وايي ناروغي يې څه ده .
– زوي مې داسې ناروغي لري چې د رغيدو نه دی .
– خداي لوي دی ښه به شي ، و دې نه ويل دا کومه داسې ناروغي ده چې درمل يې نشته .
په داسې حال کې چې له سترګو يې اوښکې روانې وې ماته يې مخ راواړاوه او وې ويل زوي مې سرطان دی سرطان څومره شتمني مې چې لرله ټوله مې پرې ولګوله په هرو پنځلسو ورځو کې يوځل وينه ورته بدلوم له شلو کلونو وروسته خداي زوي راکړهغه هم په داسې لاعلاجه ناروغۍ اخته شو خداي پوهيږي کار يې .
د1389 هجري لمريزکال وږي پنځه ويشتمه نيټه د سهارنهه بجې – کابل