کور / خبرتیا او پيغامونه / افغان دولت ، ډيورند کرښه او ستاسو نظر

افغان دولت ، ډيورند کرښه او ستاسو نظر


ولې دافغانستان پولې او سرحدونه نیمګړې پاتې دي ،ولې افغان دولت او بیا لوی پښتون قوم په دې اړوند غلي ناست دي .
کله چې د ډیورند کرښې  معامله په ۱۹۹۳ کې پای ته ورسیده ملګرو ملتونو هم خپل غوږونه کاڼه کړل او په دې اړوند یې هیڅ هم ونه ویل ،ملګري ملتونه په دې فکر و چې په هغه وخت کې په هیوادکې خپلمنځي جنګونه و ځکه دوﺉ غلي پاتې و.
خیرپه هر صورت تیر په هیر رابه شو اوسني او نني وخت ته ولې افغان دولت په دې هکله غلی ناست دی؟.
افغان دولت په دې ۸ کلونو کې په دې نه دی توانېدلی چې ځانله دا پوښتنه وکړي چې (ډیورند لاین باید له منځه ورک شي او د افغانستان پوله باید په نښه شي ).
ذهن ته خو دا پوښتنه پیدا کیږي چې ولې افغان دولت دا پوښتنه نه کوي ! او یا افغان دولت ددې پوښتنې توان او ځواک نه لري ! ددې پوښتنې تر شا داسې نور پټ رازونه دي چې ګوندې هغه به برالا شي او که څنګه ؟
افغان دولت په دې اړه خپل تصمیم نشي نیولای  او نه یې څه په وس کې دي که چېرې څه یې کولای شوای  په دې ۸ کلونو کې به یې کړي وای .
اوسنی دولت چې ددې پوښتنې صلاحیت نه لري  نو څرګنده ده چې دهیواد دتجزې مساله یو څه ناڅه خپله څیره مااو تاته ښي.
دا چې اوسنی افغانستان په منځ کې دوه کیږي او ټول ملت په دې هکله غلی ناست دی ، داچې شمالي ټلواله په ډالرو مسته شوې ده داچې پردي میلمانه اوس دهیواد کوربه شوي او شمالي ټلواله یې په عیش او نوش اموخته کړیده او ددې ټلوالې لپاره په هیواد کې کار کوي ، څرګنده ده چې دوﺉ هم دهغوﺉ لپاره کار کوي او دا ۴۰ هیوادونه ټول د افغانستان معدنونو ته غله دي .همدوﺉ یې نه غواړي چې دا هیواد دې پخپلو پښو ودریږي که داسې وشي نو دا به ددوﺉ لپاره دنکامۍ زیری وي.
داچې پردي وګړي زما دخاورې پوله نشي څرګندولې نو ولې همدغو پردیو زما خاوره د محدودو کلونو لپاره دبل چا په واک کې ورکړې وه ؟!
دا پوښتنه باید ټول پښتانه له ملګرو ملتو  نه  وکړي چې ولې لوی قوم په دوه برخو وویشل شو؟
ولې دافغانستان خاوره دې بل یوه هیواد ته ورکړي دوﺉ چې دا کار کړی اوس دې بیرته همدا پوله افغانستان پورې ونښلوي!
او اوس څه چې ۱۷ کاله وړاندې ددې خاورې نیټه پوره شوې وه  ولې له افغانستان سره نه نښلول کیږي ؟
ښکاره ده چې دا وګړي په دې خاوره کې خپل معیشت،عیش او نوش ګوري که نه والله که زما او ستا لپاره دوﺉ دلته راغلي وي !
 دیوه ازاد او بشپړ  افغانستان په هیله!

تبصره نسته

  1. دا باید ووایو چې هغه وخت کیدای شی چې د دیوریند کرښه ړنګه شي چې په خپله لومړی په افغانستان کې پښتانه سره یو شي او د یو قوت په توګه نور کوچنی ملیتونه په خپل محور راټول کړي. او په افغانستان کې یو ملي حکومت جوړ کړي.
    اوس په دی ټول ښه پوهیږی چې په دی هیواد کې داسې ډلې حاکمې دي چې د افغانستان د یووالی ساتلو په فکر کې نه دي . د داسې ادارې څخه د پخواني افغانستان د بیا یووالی له پاره د کار کولو توقع د ځان تیر ایستل دی
    دا ډول تحمیل شوی کرښی هغه مهال ړنګیږی چې اولسونه سره یو شي. که چیرې د کرښې دواړه خوا پښتانه سره اړیکي ټینګې کړی او یوه ملی اراده رامنځته کړي هلته دا کرښه په خپله ړنګیږي.
    نو تر ټولو باید لومړی د پښتانه په خپل منځ کې ملي یووالی ټینګ کړی. بیا د ملګرو ملتونو سازمان او د پنجاب اداره مجبور کیږی چې دافغانستان بیا یووالی ته غاړه کیږدي.
    او دا هغه مهال کیدای شي چې لومړی د پښتنو ملي جرګه جوړه شي او دا جرګه د یوه سیاسي جوړښت په توګه د پښتنو یووالی تامین کړی .
    باید وویل شي دپښتون اولس ملی خوځښت ته اړتیا ده او دا باید پیل شي.

  2. Salam grano ¨khearo waro sada awo takhauly Pashtano wrono!
    pashtane hamesh dee torre pe zor sara gattelewa awo hamesh dee zorkhabare kawi khope korke day lewage, nadany aw khpel bezaya goror lelasa khpel zan aw nor de dozakh pe lamboke swazawy. zanta atal kho de payso lekhatera low wor nar sheza yaw bel wazne aw pe arzana baee kharsawi. dada pashton woror me. wrono monga se khpl phisicy, siasi , iqtesady aow farhangi azady lasta rawro awo zanta hade aqal doday aw paky obe sarbana payda kray so bay be ghate khabare ba kawo aw worsara hamaghase jedy awo hokhyarana amal ba kawo. manan khay woky se khapa nasy.

  3. Asalamoalaikom,
    Einzorgul sahib deyra per zay khabera wokra.Ter so chi monga pakhtane yaw mote awe yaw awaz khpel haque de nareywalo sekha woneghwaro ,nor koma lara che doy bandy aghezman wee neshta.Sawal da paida keege chi bia pe Kho pe ratloonke wakhtoono ke da palma kho ne paida keege chi Panjabian de Zaman khabery ra ramainz ta kre awe wowayee chi taso da khabera wali pe kal 1993 ne wa kere.
    wasalam

  4. ګران ورور انځرګل ښه نظر ورکړې اول دافغانساتن اقتصاد،بډایه شي بیا قوی اردو ولرو ،امن او امان وی او کله دا مسله را یادول وي اوپه قانونی او بیرونی اداروسره ښه قوی اړیکه او همدارنګه پاکستان سره ددی په هکله باید هیڅ خبره نه وي ځکه دا د انګلستان ،هند او کابل ستونزه ده پاکستان ته تکلیف ندی ورکول په کار کله چه دا مشکلات حل شو اخیر کښې پاکستان ته زیرۍ ورکول په کار دي ،تر څو خپله پریکړه وکړي چه پاکستان کا مطلب کیا که لا اله نو بیا خو هند هم تری ښه شو چه اله ته قایل خلک خو پکی شته او که ځواب وایی چه لا اله الا الله نو بیا پاکستان لره غوره داده چه دافغانستان سره الحاق وکړي او داسلامی حکومت لپاره هڅو کښی شامل شي

  5. salam grana enzar gula
    grana ta tooley khabarey deery shaye khabarey karey dey khow che da afghanistan meely urdo khow jora aw yaw motay shay pa afghanistan ba baiya inshallah ha gha dey shahid daoud wakhat rashay che pa gawandayou heewadono ya har sa kawaley shawaya

  6. که د افغانستان دولت غواړی چی د دی ناورین نه افغانان راوباسی نو هدا یوه لار یی پاتی ده چی لار او بر افغان سره یو کړی په بین لمللی سطحه باید دا مسله راوچته کړی اوکه داسی ونه کړی نو تر ابده به افغان داسی د دوښمن د لاسه ځوریږی

  7. د دیورند د کرښې په هکله زه مختلف مواد را ټولوم او په فیس بوک کې مې یو پاڼه ورته خلاصه کړې، تاسې هلته د دیورند په هکله د مشهورو ورځپانو لکه نیو یارک ټایمز لینکونه هم خلاصولا شئ تر څو د دیورند د کرښې په هکله مربوطه مقالې په کې ولولئ.

    زما په اند پکار ده چې د اروپا په سطحه یو لوی کانفرانس جوړ شې، له ټولئ نړئ څخه پښتانه او نور پوهان راوغوښتل شي، تر څو خبره په نړئ کې ښه په زور کې نشر شي، او د نړیوالو توجه را جلب کړی.

    زما په نظر یا باید ټوله پښتونخو بیرته له افغانستان سره یوځای شی، او یا افغانستان ته په جنوب کې د بهر سره د سرحد پیدا کولو امکانات وڅیړل شی.

    https://login.facebook.com/home.php?sfrm

    Afghanistan Aryana

  8. Asalamoalaikom
    Zmong de watan awe zemong de watanwalo ghamizey awe karawona yawazi awe yawazi zmong Yawe wali kideay shee awe bass.Taso wogory chi pe osaney halato key Hatta zmong Ghreebkar awe zmong Tujaran Pakistan ta Baj warkawee ter so Khpel De ar Tokey De bahraney hiwadoono shkha Afghanistan ta woleegee.Matlab me da dey chi zmong de EQtisadee permakhtag depara de har Cha na ziat Panjabian Khand gerzidelee dee.Awe da khand Ba ter hala Patey wee chi Durand Afghanano ta wonesparel shee. Wasalm

  9. ګرا نو د ډيورند د کرښي مينه والو سلام
    د خپلواکۍ د لاس ته را وړل په عذر اوسوال په هغه او دغه بها نو او دليلونو سره نه کيږي تر څو جه د ډيورنډ د کرښي منحو سه څيره له منځه تللي نه وي نه په منطقه او نه په افغا نستا ن کي ارا مي را تلا ي شي فعلي نا خوالي په په ګرا ن افغا نستا ن کي يوا ځيني عا مل د ډيورنډ کرښه ده ده چه د بد بختو دپا ره هر رنګ علتونه زيګوي او بس

  10. Salam,
    de durandde manhusekarshe masala wale pa malgaro melatono ke Afghanan na matrah kawi?
    pa dranasht

  11. محترمولوستونكو ځماسلامونه اونيكي هيلي قبولي كړي
    ښاغلو اوآغلو هرانسان خپل نظروركوي چه چاڅه وكړل خوټولوخپل زورازمايلي دي
    دډيورنډ كرښه دانګريزانوپه لاس جوړه شوي چه ترڅوانګريزان ختم نه شي داكرښه به موجوده وي ځكه يواځي انګريزان دي چه دپاكستان حمايت كوي اودمظلوموافغانانوپه ضدباندي يي استعمالوي اومختلفي بهاني ورته لټوي ځكه په ټوله دنيا كښي صرف پاكستان دانګريزانو غلام هيواد پاتي ده
    ځما سره ډير دلايل دي خو……..
    وسلام

  12. دعبدالکریم په جواب کی

    عبدالکریم صاحب ستا دخبرو په جواب کي باید ووایم چی ته دکومي میلمستیا خبری کوي ایا یوڅوک په خپل کور کی میلمه وی، زه پوهیږم چی ته په یو بی کلتوره، بې تاریخه او دیو څو ملیانو اوشیطانانو څخه جوړ هیواد کی اوسیږی په هغه هیواد کی چی ددیرش میلونو پښتنو پرشتون سربیره بیا هم دوندی نر او پښتون نسو پیدا چی پښتو په مکتبونو کی یوه رسمی ژبه وګرځوی همدغه نشنلیان وه چی داکار یی وکړ پښتانه به یی دغه اقدام ترقیامته په خپلو زړونو کی وساتی. پاته سوه دپښتنو دذهنو خبره چی ستا په خبره داغربیانو اړولی دی، که دافغانانو ذهنونه بدلیدلای نو ستاسو دغه نااهله او ګمراه مولاناګانو به اړولی وای چی اته کاله یی پرافغانستان حکومت وکړ نوباید یادونه وکړم چی هرپښتون او هر افغان داسی فکر کوی:
    ۱:- پاکستان په سیمه کی داسلامی امت لپاره دانګریز په لاس جوړ سوی دوهم اسراییلی هیواد دی.
    ۲: – په اسلام کی دتفرقی اچولو، اسلام پرډلو ډلو ویشلو یو عمده مرکز دی.
    ۳: – په اسلامی هیوادونوکی داسلامی حکومتو دچپه کولو لپاره دغربیانو یوه مهمه اډه ده.
    ۴:- پاکستان دافغانستان طبیعی دښمن او دشیطان دوهم نوم دی.
    ۵:- دپاکستان شتون دافغانستان بربادی ده.
    ۶:- دبی کلتوره اوبی تاریخه پاکستان دجغرافیی ړنګول دنړی دمسلمانانو یو مسولیت دی. دسرلوړی افغانستان دابادی او دغربی ښکیلاکګرو او د ای ایس ای داجنټانو دبربادی په هیله.

  13. سلامونه اوپېرزويني :

    افغانستان نيولی دولت به هیڅکله ونه غواړي چي دډيورند دکرښي موضوع دي حل سي، په دې هکله باید خپله ولسونه پرېکړه وکړي، دبېلګي په توګه کندهار استازي دي دچمن داستازو سره خبري وکړي، دخوست او يا هم لوي پکتيا استازي دي دقبايلي اړوند سيمو سره خبري وکړي ، او دهغې نه وروسته دي خپله پرېکړه وکړي .

    موږ تباه کېږو، په دې ښه پوهېږو، ليکن دځان دژغورلو بيا هم يوه هڅه نه کوو ،داولي؟

  14. پښتانه او پښتونوالي یو بشري افت دی
    او اوس خو د نړۍ لپاره یوه نه پېژندونکې پدیده ده.دا افت د هغوی د تعلیم او زده کړې نه د لیرې پاتېکیدو نه راپیدا شوی دی.
    په دې روان کال کې اسرائیلي پوهانو پتېیلې ده ،چې دا پدیده وپېژني، وڅېړي او بیا د افت اعلاج وکړي.خو باور نلرم چې هغوی دې پدې ارزښتناک کار کې بریالي شي.
    ګرانو لوستونکواو زما پښتنو وړوڼو!
    تاسې یو وار بیا د خپل تاریخ پاڼې را واړوئ ، دا اوسنی دور ته وګورئ،چې زموږ د سترګو پر وړاندې تېریږي. لکه څرنګه چې وایي: که په تېر ښه پوهیدل او خبریدل غواړې، نو په اوس یې ښه ځان خبر کړه او ویې پېژنه.
    هر وخت چې ځینې د ګوتو په شمار ښاري پښتانه یا غیر پښتانه د بې سوادۍ، بې وزلۍ د له منځه وړلو په موخه راټوکیدلي او د یوه مترقي افغانستان يې غورځی کړی دی ، کلیوالي پښتانه راپورته شوي، د ښاري روڼ اندو مترقي غورځنګونه یې درولي او له منځه وړي دي.
    سره له دې چې موږ پښتانه ځانونو ته په آزادۍ مین ولس وایو، خو که پروني او نني تاریخ ته وګورو، زموږ غوندې مزدور ،غیرپرست او بیګانه پرست ولس د ځمکې پر سر نشته.او ددغې بېګانه پرستۍ په سیاسي ډرام کې خو بیا زموږه د کندهاري وروڼو ونډه تر ټولو زبردسته ده.
    راځئ چې ترخې خبرې سره وکړو او وګړیږو.پرونی شاه شجا او ننی کرزی او ملا عمر، یو یې د امریکا په غیږ کې ویده دی، او بل یې د پاکستان د ای اس ای په ځانګو کې زموږ د تاریخي غلیمانو خوبونه په رښتیا کوي، چې هغه دادی:
    مکتب وران کړه، پلونه او سرکونه لوټې کړه، نجونې او ښځې د زده کړې او کار نه منع کړه، روښانفکران، ډاکتران،ښوونکي ووژنه، په هېواد کې د منځ پېړیو رواجونه او د ځنګل قانون پلي کړه.
    سخت دریزه اسلام چې عربو را ته د سلګونه زره د پښتنو وینو په تویولو راډالۍ کړ، خپله همدې عربو پېرېښود یا د پرېښیدو پحال کې دی، خو موږ پښتنو ترې غېږه کلکه راتاو کړې ده او نه یې پرېږدو ،او وایو چې والله که پرې خو د ږدم!
    دا پداسې حال کې چې خپله په کامل ډول نه پوښیږو، چې دا اسلام څه شی دی، اصول یې څه دي،او د انسان د سوکالۍ لپاره څه شی رته راښیي؟
    موږه پښتنو هر څه ، د انساني ژوند ټوله شېرازه په پښتونوالۍ او بس پښتونوالۍ کې رانغښتې ده.چې بیا ځینې داسې مقررات او اصول لري، چې تمدن او متمدنې نړۍ ، اسلام سره، او دین سره هېڅ تړاو نلري .
    د یادولو وړ ده چې ووایم چې پښتنو د یو بل څیز نه هم هر څه صدقه او نذرنه کړي دي، هغه روپکۍ او لوټ دي. د دغو بدمرغو روپکیو لپاره پښتانه د ورور په مرۍ چاړه راکاږي.
    بل څیز قدرت،شان او شوکت دی،هو ددې لپاره خوهغوی د ورور د سترګو غوټکي راباسي.
    بل څیز د تعلیم او زده کړې نه تېښته. وګورئ د پکتیا، کندهار، ننګرهار، کنړ یا ټولټال پښتني مېشتې سیمو د تعلیم صورت حال . او بیا وګورئ د بدخشان، پروان، بلخ او یا نورو غیر پښتني میشتو قومونو د تعلیم صورت حال. جالبه خبره داده، چې په ۲۱ مه پېړۍ کې حتا زموږ ولسمشر نه پرېږدي، چې ښځه یې کار وکړي، په انتخاباتو کې چاته رایه ورکړي، او یا د کومې ژونالیستې سره لوڅ مخ عکس وباسي.
    که دا ټولې ترخې خبرې سره راغونډې کړم، نو دې نتیجې او پایلې ته رسېږو چې:
    – پښتانه قانون نه غواړي
    – پښتانه تعلیم نه خوښوي
    – پښتانه حکومت او دولت نه خوښوي
    – پښتانه ښځې ته د دویم یا دریم درجه انسان یا نیمه انسان په سترګه ګوري.
    – پښتانه ښځې یا لورګانې یوه بدبختي ګڼي.
    – پښتانه تمدن او مدرنیته نه خوښوي
    – پښتانه مرکزیت او د مرکزیت نه تيښته غوره ګڼي
    – پښتانه غچ اخیسته له بخښنې غوره ګڼي
    – پښتانه افراطګر دي او اعتدال نه مني، دا که اسلامي افراطګري وي یا سوسیالیستي- کمونیستي، او یا دیموکراسي افراطګري.
    – زما له نظره پښتنو ته دولت او حکومت ، او قانونیت نه دی پکار،هغوی باید د نورو نړیوالو نه چیرته لیرې په یو وحشتناک ځنګل کې لیرې دیسانت شي. د هوا له لارې ورته خواړه پراشوت شي، که دا کار مشکله شو،هغوی خو د ځان په غوښو خواړلو کې ماهران دي.
    او یا خو یو وار بیا داسې مترقي ولسي تندلاري غورځنګ ته اړتیا ده، چې په سر اهدافو کې یې دا وي:
    ۱/ په هېواد کې ټول غټ ملایان او طالبان، جهادي قوماندان او تالي څټ تش په نامه جهادي رهبران، جنګسالاران،د هېواد د شتمنیو چپاولګران ، د یوې ولسي محکمې له خوا آریانا ډګر ته راکش کړای شي،او په پڅه نه په تېره چاړه یو په بل پسې د اختر د پسونو په شان حلال شي.
    په درنښت

  15. My message to my Pakhtoon brothers who live under the rule of Panjabees
    Almighty Allah ask us muslims in jeneral to unite.It is really importan that we know how this unity is achievable.the unity of the muslims are possible only if we muslims know what is right and what is wrong.By this I mean In Islam allah subhanaho wa talla dont devide one nationality into two in order to creat a state that devision . Niether it is benefecial for the humanity at large in order to devide nations since it creates resentment and haterd.in my topic Pakistan is a great example .
    From the time Pakistan were carved out of the two nations (afghanistan and India),Although we muslims,we never realized what it means to creat a state in the land of others.Pashtoons are mainly suffered from this devision .Brothers ,sisters,family and relatives were devided to creat a state.Islam in his message ask for the unity of the whole muslim umma while Pakistan is on the contrary.It has devide us who are muslim and who have done nothing wrong aginst any one to be punished for.
    Europe is trying to unite and it has succeeded quite alot .theree are now many europian states that have open borders.For us muslims unfortunately this chance is not given to do so.Instead we see our survival in grabbing other land and property and call it our own one example of which is Pakistan.It has cut our arms and it has deprived us Pashtoons from one another so It fills it is own gread for power and whealth.In the end I just want to say that our unity is the only way we can get rid of Pakistani rule and unite our nations . wasalam.

  16. My message to my Pakhtoon brothers who live under the rule of Panjabees
    Almighty Allah ask us muslims in jeneral to unite.It is really important that we know how this unity is achievable.the unity of the muslims are possible only if we muslims know what is right and what is wrong.By this I mean In Islam allah subhanaho wa talla dont devide one nationality into two in order to creat a state . Niether it is benefecial for the humanity at large in order to devide nations since it creates resentment and haterd. In my topic Pakistan is a great example
    From the time Pakistan were carved out of the two nations (afghanistan and India),Although ,we are muslims,we never realized what it means to creat a state in the land of others.Pashtoons are mainly suffered from this devision .Brothers ,sisters,family and relatives were devided to creat a state.Islam in his message ask for the unity of the whole muslim umma while Pakistan is on the contrary. It has devided us Pashtoons who are muslim and who have done nothing wrong against any one to be Punished for. Europe is trying to unite and it has succeeded quite alot .there are now many europian states that have open borders.For us muslims unfortunately this chance is not given to do so.Instead we see our survival in grabbing others land and property and call it our own, one example of which is Pakistan.It has cut our arms and it has deprived us Pashtoons from one another ,so It fills it is own gread for power and whealth.In the end I just want to say that our unity is the only way we can get rid of Pakistani rule and unite our nations . wasalam

  17. د افغانستان د ستونځی او ناارامی یو لامل همدغه د ډیورین کرښه ده چی د پاکستان حکومت وخت په وخت سره په افغانستان کی د مختلفو لارو نا امنیو ته لمن وهی ترڅو افغانان په خپلو کی مصروف وساتی ترڅو دا فرصت پیدا نکړی چی د ډیورین کرښبی موضو ع را پورته کړی. تر هغی بوری چی افغانان په خپلو کی یو نه شی او د سر نه یی دا د غلامی هوا لری نه شی د دیورین د کرښی یادول یوه اشتباه او غټه تیروتنه ده. اوس خو مونږ دا دعوه کوو چی دا یو ه موقته او تپل شوی کرښه ده او کوم قانونی حیثیت هم نلری داسی ونه شی چی پاکستان رمونږ ددی کوزوری حالت نه به استفادی سره دغه کرښی ته رسمی بڼه ورکړی. لومړی باید په افغانستان کی داسی حالت جوړشی چی ټول هغه افغان مهاجر جی په پاکستان کی ډیری بدی ورځی اوشپی تیروی بیرته افغانستان ته راستانه شی او هم د کرښی هغی غاړی پښتانه ددی احساس وکړی چی د هغوی افغانستان سره یو ځای کیدل په د هغوی په ژوند کی مثبت بدلون راولی. به اوسنی وخت کی په کوزه بښتونخوا کی ډیری خلک په ځانګړی ډول ځوانان دی ته اماده نه دی چی له افغانستان سره یو ځای شی ځکه هغوی د سر په سترګو ګوری چی په افغانستان کی څه وشول او څه کیږی هغوی نه شی کولای چی خپل ارامه ژوند به جنګ پدل کړی. که چیرته په کوزه پښتونخوا کی ریفرنډم وشی نو په سلو کی اتیا به یی دی ته حاضر نه شی چی له افغانستان سره یو څای شی. ددی په ځای چی په دیورند کرښه خپله انرجی مصرف کړو ښه به دا وی چی خپل هغه افغانان چی د نورو له پاره شپی او ورځی منډی وهی را خپل کړو بیا نو مونږ کولای شو چی د نورو نه د خپل حق غوښتنه وکړو.

  18. salam pashtano wrono khalk 1 matal kawe
    che lanja de da qazi sara da no pisala pa cha
    kee da dewrn msala zamonga da pakistan sara na shta da agha cha sara da che da afghanistan
    madnona yee kharij ta wewral

  19. اصيل پښتون پښتونستان خوښوي
    چې پښتون نه وي پاکستان خوښوي

    (خداي بخښلي ملنګ جان رح)

  20. اصيل پښتون پښتونستان خوښوي
    چې پښتون نه وي پاکستان خوښوي

    خداي بخښلي ملنګ جان رح

  21. Salamona dostano awe watanwalo.
    De allah na taso tolota Sihat awe salamatia ghwarem.
    Wron,Pe osany halato ke pe reshtia chi mong Soley ta artia laro.Zema Matlab da dey chi Solaeez ghorzang ta ba dawam warkawo awe khpel Haque ba de Panjabiano sekha pe solaeeza dawel ghwaro .War sara warsar Da de har pokhtoon Masaooliat ganel keegee chi khpel Farhangee Mobarezey ta dawam warkree ter so zmong Pokhtane wrona chi De Panjabiano ter asar landi dee ,Khpel Tareekh na ba khabar osee.De Pakhton Qaam de Yaw wali Depara Qalam hom de se Kawole shee.Zeka no zema tama de Qalam khawendano sekha da dey chi Danena Pe Pakistan ki Yaw dasi Medya Jor kro ter so wokawley sho khpel wrono sara Ertibaat Qayem kroo.Wasalam.

  22. salamona stoman sab dyra kha mozo mo rakhysty kho dolat molat nashta pa chay many aw de daga dardydly malt poshtna da chan kway aos hag naran naday paty lak dwoot khan au amnulah khan doy kho de zana dywalona tawawy

  23. بشتو نستان دافغانستان خاوره ده او ټول بشتانه باید سره یو خای شی تړڅو یوستر فوت شی ږ اوپیا بحر ته لار بیدا کړی او خبل اقتصاد به بشو ودروی افتصاد دڼولوبدپختیو مورده وسلام

  24. دلر او بر ددرندې خپرونې عزتمنو کارکوونکواو عزتمنولوستونکوته درناوی او ښې چارې !
    ددیورندلین دناولې او تحمیلې کرښې په باب پوښتنه شوی وه ، چې ځینوبادرده اصیلو پښتنو(افغانانو) پرې خپل نظر او ددرد څرګند کړی او انشاالله ددې مسلې را برسیره کول هم دهر افغان دزړه آرمان دی ، او په ځانګړې توګه هغه پښتانه ( افغانان) چې څه ناڅه پښتنولې او افغانیت پیژنی او د تر یوې کچې په خپل تاریخ او افغانی دود دستور ( ملیت) او دافغانې ادې شیدې او د وطن دمور په قدر پوه وی اوله خپل پلار نیکه او د ښوونځې او پوهنځې له استاده یې دخپل بلرنی او مورنې ټاټوبې دتاریخ یو څه اوریدلی او لوستی وی ، نو ضرور به په دی پوه وی چې افغانان ( پښتانه ) دنړی دتمدن مخکښ او له همدې مقدسې خاوری نړۍ ته دتمدن نمونې تللی ، او نن نړۍ په دې قانع دی .
    را به شو دښاغلی سلام خان خبرې ته چې پښتا نه یې تر ورورستی بریده ټکولی ، او ټول د بدبختیو باریې په خپلو پښتنو ور بار کړی ، ظالم جانه لږ خوا وشا وګوره او خپل سر پر ګریوان کړه او له ځانه پو ختنه وکړه چې ایا ( سلام خانه ) تا خپلو عزیزانو ته څه کړی ؟ که څه د کړی او ستا عزیزانو نه دی منلی و ولې نه دی منلی ؟ او بل داچې ددین مو ضوع د مطرح کړی زمو نږ ولس ددین په څنک کې خپل منلی دودونه هم لری ، خو تا دا ندی ویلی چې کوم دین ؟ داخوانیانو که زمونږ دخپلو نیکونو را پاتی سنتی او میراثی خدایې دین ؟ سلام خانه پو هیږم بل درد لری ، کوښښ وکړه تاریخ او دپلار نیک اصیل دود دستور ته مراجعه وکړه هلته کوم منفی ټکی چې تا ارشاد کړی دا زمونږ د پښتنو په دود او سنت کې ځای نه لری ، پښتانه خپله خور ، مور ، میرمن ناموس او دتن جامه بولی او عزت ورته قایل دی ، داچې زه پوه نه شوم چې ته کوم پښتون یادوی ، وضاحت یې باید وکړی ، نه داچې پر پښتون ټول سپیڅلی ټبر پوری توله بلا وتړی او کیدای شی هغه د پاړسیبانو په خبره ( کاسه چینی که صدا میکند ، صدای صفت خود ادامیکند ) نو ر ( اګر درخانه کس است ………… ! ) سلام لالا که د دوباره د پر پښتنو لیکنه کوله حتما اودس تازه کړه ؟؟؟؟

  25. Asalamoalaikom brothers and sisters,
    ONE THING THAT I WANT TO BRING TO YOUR ATTENTION AND IT IS VERY IMPORTANT IS OUR DIVISION AND IT IS CONSEQUENCES WHICH IS VERY IMANENT AND DISASTAROUS
    SHOLAEESTS,SETAMEESTS,SAMAYEESTS AND THEIR SUPPORTERS WHICH ARE IRAN,RUSHIA,TAJIKITAN, THE OCUPATION FORCES AND PANJABEES ARE ALL TRYING TO WEAKEN US DEVIDE US ,AND GAIN THE MOST OUT OF ALL WHAT THEY ARE DOING .NOW IT IS UP TO US TO NOT LET THEM DO SO. HOW WE CAN DO THAT ? WE CAN DO IT BY PUTTING ASIDE ALL OUR MINOR DIFFRECES AND FIGHT AGAINST OUR BIG ENEMIES WHO WANT TO ANNAIHILATE US. WASALAM

  26. da zra la tala zama tolo pokhtano wrono ta kawam khodai de wake chi har chirta zawand kaye arama aw sokala de wesy za da yaw gharib pokhtoon po sefat yaw sa wayal ghuram da dairan line po hakla grano khowago pokhtano wrono da za chi sa guram da de khob leda de aw khoba kala ham na reshtia kige zaka chi mong da tole dunya 1000 kala shate yaw sok chi khaq ghore no da aghe dapara kawe ekstesad pakar de aw mong dodai po sawal paida ka wo no da dairen line daira loy khabara da da pokhtoon po zaba aw koltur bande po milarde ropai masraf shwe aw pokhtana ye tabah barbad kral aw wos da de tawan na lare chi khpal khaq tar lasa ke mong pokhtana awl bayad talim walaro chi da dunya sara siale wako bya khpal mokam ta warasego zamong da sar sarai angrez aw pakistane da mainza yawar aw la lagya da isi cia tabah kaye aw taso da dairan line khob wenye po drankhta wa salam

  27. شهيد صاحب نور ځدران

    د شهيد صاحب نور ځدران لنډه پيژندنه

    شهيد صاحب نور ځدران په کال ١٣٢١ ه ش کال د پکتيا ولايت د ګرده څپرې د تره خيلو په کلي کې په يوه روحاني کورني کی سترګې دنيا ته پرانستې ٠
    شهيد صاحب نور ځدران په کال ١٣٢٨ه ش کې د حرپي ښوونځي په لمړي ټولګي کې شامل او د دې ښونخي د فراغت ورسته بيا په کال ١٣٣٩ ه ش کې په حربي پوهنتون کې چې د کابل په بالاحصار کې يې موقعت درلو شامل شو ٠
    نموړی په کال ١٣٣٤ ه ش کې د حربی پوهنتون نه فارغ او د قلات په پلي غنډ کې په خدمت وګمارل شو ٠
    د قلات په پلي غنډ کې درې کاله خدمت وروسته د کابل د ريشخورو د کشف په اومه قطعه کې په دندې وګمارل شوچې پدې قطعه کې د جګړنی رتبې ورسيد ٠
    شهيد جګړن صاحب نور ځدران په اسلام مين او پدې لار کې يې خپل رښتينې مبارزه د خدا او د خيراو فلاح په لاره کې دمخلصو او په اسلام مينو مجاهدینو سره نژدې مرستندوی پاته شوی دی ٠
    شهيدجګړن صاحب نور ځدران چې د کشف دنده په غاړه لرله په
    ه ش ١٢ – ٦ – ١٣٥٧
    کال کې دشپې په ١٢ بجو کې د روسی بوډاګې نظاميانو له خوا د نورو مجاهدينو ورنو سره ونيول شو او د پلچرخې زندان ته يې تسليم کړ ٠
    دا د روژې ورستۍ او د اختر شپه وه چې اختر يې په غم بدل شو٠
    شهيدجګړن صاحب نور ځدران د اسلام د بقا لپاره د اسلامي انقلاب نيالګي په خپلو وينو خړوب کړل او نور مجاهدو ورونو ته يې ياد ګار پريښود چې هغوې هم دا نيالګي په خپلو وينو خړوب وساتي٠
    نوموړی د پلچرخی د جيل څخه د نورو مجاهدينو ورونو سره د شپې پليوګون ته ويوړل شو اوپه ډير مظلومانه ډول ووژل شو٠
    انا لله وانا اليه راجعو
    روح دې ښاد وې٠
    دنوموړی څخه درې ښځې او ٩ ماشومان پاته شول ٠
    شنې خازې مې چې په قبر وې ولاړې
    که غلام مړ وم راځۍ توکړۍ پرې لاړې

    چې په خپلو وينو نه يم لمبيدلی
    په ما مه پليدوۍ د جومات غاړې

    الحاج جنرال خان امير