په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چي د لراوبر د همکار محمدنعيم حقمل مور بي بي پرون د اختر پر دريمه ورځ په حق رسېدلې او د ميدان وردګو ولايت په سيدآباد ولسوالي کي خاورو ته سپارل سوې ده.
دوستان دي خبر وي چي د ارواښادي فاتحه د چارشنبې په ورځ د غرمې له يوې نيمي بجې څخه تر درو نيمو بجو پوري د کابل ښار د پنځمي حوزې په کويتي جومات کي او د ښځو فاتحه د نوي ښار د ښځو د فاتحې په سالون کي اخيستل کېږي.
د لراوبر ويبپاڼي اداره د ټولو همکارانو په استازيتوب له ښاغلي حمقل سره خواخوږي څرګندوي، ارواښادي مور ته يې د پاک خداى له درباره جنتونه غواړي، اولادونو ته يې د جميل صبر غوښتنه کوي.
ښاغلي نعیم حقمل ته دخواخوږۍ پیغام :
تر خبریدو وروسته سخت خواشینی شوم چې دتکړه لیکوال ښاغلی محمد نعیم حقمل موربي بي له دې نړۍ څخه سترګي پټي کړي ، زه دخپل لوري ښاغلي حقمل صیب ته دپراخ زغم او مورجاني ته یې دفردوس جنت هیله لرم،
په درنښت
محمد شفیق همدرد
دننګرهار کلید راډیو مسول مدیر
انا الله وانا الیه الراجعون
الله باک دی دحقمل صاحب مور ته فردوس جنت ورکری اوخبله حقمل صاحب اودهغه دکورنی تولوغرو ته دجمیل صبر غوشتنه دالله تعالی له دربار خخه کوم
اودا لار دتولو مسلمانانوته الله باک د
انا الله وانا الیه الراجعون
محترم حقمل صاحب والیدی شریفی ته مو الله جنت فردوس ورپه نصیب کره الله پاک دی رحم پری وکری. او ستاسو ته د الله پاک اجر عظیم او صبر جمیل در کری
شاه محمود عابد غزنی