درنو هیوادوالو، معزوزو کورنیو، د پوهنې د کاروان لارویانو، ګرانو ښوونکو او زده کوونکو!
تر ټولو د مخه د پوهنې د لوی کاروان په استازیتوب تاسو قدرمنو ته د نیکمرغه کوچني اختر د رارسیدو په مناسبت مبارکي وایم. لوی خدای دې وکړي چې دغه اختر ټول افغان ولس او اسلامي امت ته د خوښۍ، خوشحالۍ، نیکمرغۍ او سولې اختر وي او د همدې مبارک مناسبت له برکته په افغانستان کې سراسري سوله، امن، خوښي او خوشحالي حاکمه شي. همدارنګه لوی خدای دې ستاسو عباتونه، دعاګانې او روژې په خپل دربار کې قبولې کړي.
کوچنی اختر د مسلمانانو په ژوند، هڅو، نیکو اعمالو، روښانه تصمیم نیولو او هلو ځلو کې یو مثبت بدلون راولي او هغه ژمنه پياوړې کوي چې مومن انسان یې د نیکو اعمالو د زیاتوالي په لړ کې له خپل خدای سره لري. همدارنګه کوچنی اختر د مسلمانانو د یووالي او له یو بل سره د همدردۍ د څرګندولو یو ښه مثال دی چې دغه ستر امت ته په برخه شوی دی.
د ګران هیواد زده کوونکو ته ښايي چې د دې مبارک مناسبت په ورځو کې د خوشحالۍ تر څنګ د درسونو تکرار ته هم پاملرنه وکړي او هغه کورنۍ وظیفې په ښه شکل سر ته ورسوي چې په خپلو ټولګیو کې ورته سپارل شوې او له دغه لوی فرصت څخه زیاته ګټه پورته کړي.
په آخر کې یو ځل بیا تاسو ته د نیکمرغه کوچني اختر مبارکي وایم او د لوی خدای (ج) له دربار څخه هیله من یم چې دغه ورځې مو په خوښۍ او خوشحالۍ سره تیرې شي. کوچنی اختر مو مبارک شه.
فاروق وردګ – د پوهنې وزیر
د خوست ویب پاڼې په استازیتوب – رحيم خان خوستی
تاسو قدرمنو ته د نیکمرغه کوچني اختر د رارسیدو په مناسبت مبارکي وایم. لوی خدای دې وکړي چې دغه اختر ټول افغان ولس او اسلامي امت ته د خوښۍ، خوشحالۍ، نیکمرغۍ او سولې اختر وي او د همدې مبارک مناسبت له برکته په افغانستان کې سراسري سوله، امن، خوښي او خوشحالي حاکمه شي. همدارنګه لوی خدای دې ستاسو ..عباتونه، دعاګانې او روژې په خپل دربار کې قبولې کړي .
د خوست ویب پاڼې اداره
2010-09-08 ستره محکمه : سبا (پنجشنبه) د روژې دېرشمه ورځ ده
2010-09-08 د افغانستان د اسلامي دولت د جمهورئيس د مبارکۍ پيغام
2010-09-08 د کوچنی اختر په مناسبت د ملا محمد عمر او انجينر حکمتيار پیغامونه
د کو چني اختر په ویاړ – ولی محمد نورزی
دکوچني اختر نیک مرغي ورځی او دافغا نانو دګړکیچونو او کورنيو جګړو کر غیړنی ناورین او نا خوالی دسولي او امنیت د هیلو او امیدونود کمزوری کاروان هڅی خپل ۳۷ کلن تلین ته ورسیدی ولی د جګړی اوورور وژنی نغرۍ لا هم هغسی تود او ګرم دی .
کوم وخت چه سردار محمد داؤد خان د سر طان په میاشت کی په ۱۹۷۳ کال کی د خپل د تره زوی اعلیحضرت محمد ظا هر شاه د ۴۰ کلنی میراثی پا چا هی د سلطنت دوره د یوی کوچنی کودتاه په واسطه ړنګه کړه نو بیا دلته د افغان ولس دغم او ویر لړی را شروع شوه . دهغه وخت نه تر اوسه پوری پوره ۳۷ کا له پوره شول. ولی ددی مظلوم او بیچاره ولس کړاوونه ، نا خوالی ،او ناوړو ناندریو او غمونو ته چه غوږ ونه نیوی او ددی مسلمان او غیرتمند ولس د تیر لرغون تاریخ د بریاوو او سرښندني سره سره ددوی پر زخمی پر هار چاهم د ملهمو پتری و نه موښلاوه، ولی ددوی راتلونکی او روښانه لوی تاریخ د یو غټ ګواښ سره مخا مخ شو. په دغه ۳۷ کاله کی افغانانو د علم اوفکر خاوندان، تنکی ځوانان ، پیغلی نجونی مور او پلار ، وړونو اوخویندو اود خپلو کورنیو ډیرغړی چه شمیر یې میلیونونو ته رسیږی له لاسه ورکړه او نن هم دغم او ویر پرټغر باندی ناست دی، مګر د سولی، نیکمرغی، آرامه هوا او فضا ددی ویاړلی ملت په نصیب نشوه اولا نورهم ددی بد مرغی جګړی اورونه د کلی نه نیولی بیا تر ولسوالیواو ولایتونود غټو ښارونو پوری راورسیدل ، مګر دجګړی او جنګ په ټپه درول او دسولی فضا راوستل ددی با تور اوغیرت اولس ار مان ته هیچا څه ونکړه او نه هم هیڅوک ددوی په غم او ویر کی د خپل ځان سره دا توان او طاقت وینی چه ډیر ژربه داد سولی کاروان راروان وی او هر څه به ژر حل او فصل شی مګر ددی هیلو پاک ارمان ته هیچا د عمل جا مه ور وانه اغوسته اودا لړی له هغسی روانه ده .
ګرانو لوستونکو:
سبا د کوچنی اختر لمړی ورځ ده. ددی ورځی په ویاړ غواړم ځنی یا دونه او دودونه را په زړه کړم چه هغه وخت مونږڅرنګه د اختر ورځی نما نځلی اوددی ورځو خوشالی څومره په زړه پوری وی او دهیلواو امیدونونه ډکی وی .
لمړی دروژی د مبارکی میاشتی وروستي او دتراویح په آخرنی شپه د ما خستن د لمانځه د اداکولو وروسته زاړه اوځوانان ټوله و مسجد شریف ته را تلل او ملا صا حب به اوږدی اوږدی دعا ګانی کولی او خلکو به ټولو په یوه اواز ورته د امین ناری وهلی، وروسته به دکلی خلکو په دغه شپه وچه میوه( نکل، ممیز، توری او ژړی وڅکۍ، کشمش او نخود) د ځان سره راوړله او بیا به يې هغه ټوله سره ګډکړل او دلاسو په غبرګو به یې دهر چا و لمن ته ور ډالی کړه او پرټولو حا ضرینوبه یې وویشلی هر چا به د خوشالی احساس کاوی چه روژه او تراویح خلاصی شوی اود اختر ورځ راورسیده نورنو میلی او چړچی شروع کیږی .
دمسجد څخه وروسته په ټول خلک خپلو کوروته ولاړل په کورکی به مورجانی وختی لا نکریزی خښتې کړی وی، او دکورنۍ د ځنی غړو لاسونه به یې په نکریزو کی ور وتړل تر څو چه سهارشی. سهار وختی به ټولو نوی جا می وا غوستی د نوی پټو، خولۍ او لنګوټی سره به د مسجد شریف خواته تشریف راوړی او ملا صاحب به په دغه ورځ خپل دزړه غرس په ویناوو او نصیحتونو باندی سو ړکړی ملا صاحب به هم خپل دسپین سان نوی کالی اغوستی وه،ږیره او دسر اوږده ویښتان به یې په شړ شمو غوړیو غوړ کړی وه. د لمرد وړانګی د را خوته نه وروسته به هر چا چه د کوره څخه لا مخکی پا خه شوی شیر برنج، اوخوږی پخی کړی وریجی اونور خواږه شیان به یې مسجد ته راوړی وو. د ملا صاچب ددعا وروسته به هغه ټولو په ګډه سره خوړل او دلته به دهر یوه د کور د شیر برنج او وریجو صفتونه کیدل چه دچا د کور خواړه یعنی وریجی او شیربرنج ډیر خواږه او مزه داره دی .په دغه ورځ ټول مرور کسان سره پخلاشول او دکینی او عیناد حالت ته به یې د پای ټکی کښیښاوی .
.ددی مراسمو وروسته به هر یوخپل کورته ولاړی تر ټولو دمخه به نیکه او انا ته که چیری ژوندی او موجود وه د اخترمبارکی ور کوله او وروسته به هلکانو ومورجانی او خویندوته او نجونو به بیا پلار جان او وړونو ته داختر مبارکی ویلی د خوشالی اوخندآ څپی هری خواته خپری وی.
دیوه او دوه سا عتونو وروسته به د کلی خلک دعید ګاه د لمانځه د اداکولو لپاره دولسوالی او ولایت و لوی مسجدو ته تشریف یووړی ، هلته به بیا لوی مولوی صاحب په لوړ اواز سره د اختر په باره کی ښی ښی خبری بیا نولی او خلکو به غوږ پر غوږ ورته ناست وو. داختر د عید ګاه د لما نځه د اداکولو وروسته به غټ مولوی صاحب عمومی دعا وکړه او په دعا کی به یې د پا چا نوم او دهغه دسلطنت د ټنګیدولپاره دعاوی کولی. ددی مرا سمو د پوره کولو وروسته به ټول خلک وا پس د کورو خواته را غلل .
کوم وخت چه به ټول کورته را ورسیدل بیا به پلارجان او دکور مشر وکشرانوته د اختر د مبارکی لپاره نقدی پیسی ور کولی چه کشران به ددی پیسو لپاره پوره یو کال انتظار وه.
وروسته به د ګا ونډیو کلیو خلک نژدی دوستان او خپلوان یو اوبل ته د اختر دورځی په منا سبت مبارکی ورکولی او دیو اوبل کوروته به ور تلل په کورونو که به د میلمنو لپاره رقم رقم خواږه شیان لکه کلچی، پتاسی، کیک، جلبی، نکل، بادام، چار مغز، پلمیټ، شربت او نور خواږه شیان د هرچا د هر کلی لپاره په هر کور کی په پطنوس او مجموکی علیهده او جلا جلا پراته وه او هر چا به د دغه میوو څخه خوند او لذت اخستی. دچای او چلم لپاره به هم موقع برابره وه .
د غرمی وروسته به دکلیو خلک د سا تیری میدان ته را ووتل چا به هګی جنګولی او نوروبه بیا دغیږی لپاره تیاری نیولو ته انتظار وه او ځنو به بیا ډبره( تیګه)غورځوله. چه په همدی تر تیب سره به داختر لمړی ورځ د ماښام د لمانځه د اداکولو پوری روانه وه. وروسته بیا ټوله کورونو ته ولاړل.
دهر چا کره به د خپلوانو او دوستانو لخواه څوک میلما نه راغلی وو. اود خبرو اترو بانډار به خورا ګرم او په زړه پوری وو. داختر دوهمه او دریمه ورځ به د کلی ښځی په یوه مخصوص ځای کی سره را ټولیدلی او دبدلو او اتڼونو په واسطه به یې د اختر ورځی په خرپ او شړپ نمانځلی او ددغو ورځو پوره در ناوی به کاوه، تر څو داورځی په خوشالی سره تیری کړی.
نارینه به د موټر، موتر سایکل ، پلی او نورو نقلیه وسایلو په واسطه د ولسوالی او ولایت مقام ته تلل او هلته به هم په زړه پوری میلی او چړچی روانی وی تر څوچه داختر دا نیک مرغی ورځی په خوشالی او ارامی سره تیری کړی ، کله کله به د آسونو د منډو ننداره جوړه شوه او کله بیا دنورو حیواناتو په ذریعه رقم رقم لوبی روانی وی چه لیدل یې خورا دلچسپ وه او دلیدلو په تما شا ارزیدلی .
ګرانو دوستانو:
د ګوچنی اختر ورځ زمونږ په مذهب او کلتورکی د خوښی او خوشالی ورځ ده .خوآیا کله هم مونږ نن سبا زمونږ په ګران هیواد افغا نستان کی دغه نیک مرغه ورځ دهغوی میندو، خویندو کورنیو سره ځان شریک ګڼلي دی .چه نن ددی ورځی د خوشالی او خندآ پرځای د ډیرو په ستونی کی ژړاوی او سلګی وینو او کله هم د هغو یتیمانو او کونډو د همدردی او غمشریکی احساس را په زړه کیږی چه دی کرغیړن او ناولی جنګ ددی کورنیو څخه پلاراو مور، خوراو ورور او دکورنۍ نور غړی د تل لپاره جلا کړل او ددوی دا خوشالی او نیک مرغی یې ور نیمګړی کړی دی. .
نوراځی چه د خپلو انسانی، اخلاقی،وجدانی او دینی وجیبی د مسؤلیت پر بنسټ د خپلی مینی او مهر بانی لاسونه سره ور کړو تر څو هغوی هم د تنهایې احساس ونکړی او ددوی په دغه خوښیواو خوشالی کی ځان ورسره شریک کړو اوپه یوه آواز د لوی څښتن تعا لی څخه وغواړو تر څو دا ګران افغا نستان نور د خپلواو پردیو غلیمانو د ښکار څخه خلاص شی. او دنیک مرغه کو چنی اختر ورځ دغم او ماتم داوښکو پر ځای د خندا او خوشالی هیلی را پیدا شی او دا خاوره د تل لپاره د سولی، رفاه او آرامی هوا او فضا منځ ته راولی ،په دی هیله چه دایمی سوله او امنیت ټینګ سی او زمونږ د افغا نانو دا د ۳۷ کلن کړاونو او بد بختیو پر ځای خوښی ورور ولی او نیک مرغی راشی اوپه همدی ملی احساس پا کو هیلو خپل پاتی ژوند ته د ښکلا او خوند رنګ ورګړو. ددی هیلی په پوره کیدو سره زه هم تا سو ټولو ته د زړه له کومی ددی نیک مرغه کو چنی اختر په منا سبت مبارکی وایم. خوشالی او بر یالیتوب می غواړم.
ولی محمد نورزی
اختره – هلمند شيرزاد
اختره مونږ نه خوشحالي مه غواړه
لاســــــونه سره نوي کالي مه غواړه
دلته د هر چا په کور غــــــــــم پرېوتی
په چــــا هم تندر په چا بـــــــــم پرېوتی
آ لوړ منار زمــــونږ د چــــــــم پرېوتی
اوس نو اتڼ زمونږ مستي مه غواړه
اختره مونږ نه خوشحالي مه غواړه
لاســـــــونه سره نوي کالي مه غواړه
ډېـــــرو غمو مونږ نه خندا هېره کـــړه
دی بېوسو مونږ نه موسکا هېره کړه
مونږ يې راتلو ته ستا تابيا هېره کړه
ددې مجبور کلي دوستــي مه غواړه
اختره مونږ نه خوشحالې مه غواړه
لاســـــــونه سره نوي کالې مه غواړه
د خټو کــــور مې سېــــــــــلابونو وران کړ
څه زلــــــــزلو څه طـــــوفانونووران کــــــړ
ګــــودر چنــــــار مې راکټونو وران کــــړ
اوس ډېر غريب يمه خــــــاني مه غواړه
اختره مونږ نه خوشحالي مه غواړه
لاســـــــونه سره نوي کالي مه غواړه
ورشه مشران زمـــــــا بې صبره ښـــکاري
نن غـــلامـــان درته بې صـبره ښـــــکاري
دا خود خواهان درته بې صبره ښکاري
لــــه دې چاپړوسو نه راستي مـه غواړه
اختره مونږ نه خوشحالي مه غواړه
لاســـــــونه سره نوي کالي مه غواړه
(هلــمنده) اوس به څوک اختر ولمانځي
تشو لاســــــو خاورې په سر ولــــمانځي
ياپه کابل او يـــــا خـــــــيبر ولــــــــمانځي
تېر شه له مــــــــونږ نه شيريني مه غواړه
اختره مونږ نه خوشحالي مه غواړه
لاســـــــونه سره نوي کالي مه غواړه
Ghamjano aw de Zalemano shakanjee landee ghairatee Afghanano
KAMKAI AKHTAR MO MUBARAK SHA
شرنګ وېبپاڼه دکوچني اخترپه لومړۍ ورځ يوکلنه کېږي؟
ګراودوستانو،هيله ده چې روغ جوړاوپه ورځنيوچاروكې دتل په شان بريالي واوسئ.
Eid Mubarak!!! – Akhtar Mo Mubarak Shah!!!
شرنګ وېبپانه تېرکال دکوچني اخترپه لومړۍ ورځ پرليکه او دادی يوکلن منزل يې بشپړکړ، هيله ده چې په وېبپاڼه كې دمثبت بدلون په موخه خپل اندونه او وړانديزونه ددې وېبپانې دخپرونودمحتوا، ډيزاين او نورډول په اړه راسره شريك كړئ، باورلروچې ستاسو وړانديزونه او سلا مشورې به دوېبپاڼې په خپريزه محتوا اودنور ادلون بدلون په برخه كې له ښېګڼوڅخه ډك وي . ترڅووکولی شو راتلونکی کال هم دهېواد ددرنو ليکوالو، شاعرانواوپه ټوله کې دقلم دخاوندانوهيله پوره کړو.
تاسې زموتیریوکال څنګه ارزوﺉ؟
ستاسوهريوه اغلې اوښاغلي دښکليوبرېښلیکونواواندونوپه تمه …
h_aminzay@yahoo.com
خوشاله اوپه خپل کارونوکې تل بريالي اوسۍ.
ستاسوکشراوتاسې ورته ګران
انجينيرهمت الله امين زي
دشرنــــګ وېبپــاڼې چلوونكی
http://www.shrang.com
محترمو هیوادوالو ته اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته کوچنی اختر مو مبارک شه دروزی مبارکی تول عبادات مو د الله ج په دربار کی قبول اومقبول شه
د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت د ساپي د پښتو څېړنو د پراختيا مرکز پيغام!
پېښور: د نړۍ پتمنو مسلمانانو او په ځانګړي توګه افغانانو ته دنېکمرغه کوچني اختر مبارکي وړاندې کوو، لاس په دعا يو چې الله تعالى د مسلمانانو او په ځانګړې توګه د افغانانو د روژې عبادتونه قبول کړي وي،بلخوا دادعا هم کوو چې خداى تعالى دې په افغانستان کې تل پاتې سوله او سوکالي رامنځ ته کړي
د بختور اختر په مناسبت د اذاد افغانان د مشرتابه شورا پيغام
ګرانو هيوادوالو ،خويندو او ورونو
د روژي د بختور اختر په مناسبت زموږ نيکي هيلي او دره ناوي ومني ، اختر مو مبارک شه ، هره ورځ مو اختر او خوشالي وي ،پاک اله د روژي د اختر په برکت زموږ په هيواد افغانستان کي دي سوله او ثبات ټينک کړي ،نور نو زموږ د بيګناه هيوادوالو ويني تويي نشي ،زموږ خويندي دي کونډي نشي،اولادونه مو يتيمان او بي سرپرست پاتي نشي،هيوادوال مو د وطن پريښودو ته اړ نشي او هجرتونه ونکړي،اتفاق او ورورولي د بي اتفاقي او دښمني ځاي ونسي ،نيستي او فقر خپل لمنه ټوله کړي ، هستي او بډايتوب زموږ د هر افغان په نصيب شي،نور نو غريبان او ګدايګران زموړ د هيواد د کوڅو نه ټول شي ، هيريون او د مخدره وژونکي مواد استفاده او کارول پر ځاي کار،روغتيا او نيکمرغه ژوند زموږ د هر هيوادوال کوربه وي،
درنو هيوادوالو
افغانستان د هر پښتون،تاجک،هزاره،ازبک،پشه اي،بلوڅ،نورستاني ، قزلباش،ترکمن او نورو قومونو او قبايلو ګډ کور ، ټاټوبي او زانکو ده ، د تاريخ په اوږدو کي دغه ټول قومونه د نني افغاستان په ساتنه،دفاع او پرمختګ کي خاص رول لوبولي دي،موږ ټول د افغان او افغانستان په نوم وياړو ،راځي چه په ګډه سره دغه د نيکونو پاتي ميراث سرلوړي افغانستان د جوړولو لپاره سره لاسونه سره ورکړو ،
درنو هيوادوالو :سياسي ، ټولينيز او فرهنګي ټولنو،
ټول سياسي ، ټولنيز ، او فرهنګي ټولني د افغان او افغانستان بچيان او زموږ د هيواد پانګه ده ، ګوندونه او سياسي ټولني د هيواد د پرمختګ او ترقي لپاره ځانګړي پلانونه او برنامي لري ، موړ بايد يو د بل اهداف او پلانونه ښه وڅيړو او دره ناوي وکړو ،موږ حق نلرو چه ځان د افغانستان اصلي وارث اوبل دښمن او پردي وبولو ، ولي چه زموږ سياسي تاريخ دا په اثبات ورساوه چه هيڅ يو سياسي ګوند په يوازيتوب نشي کولاي د هيواد مشرتابه وکړي ، موږ بايد کوښښ وکړه چه يو بل ومنو او احترام وکړو ، بل څوک او يا بل سياسي جوړښت تور نکړو ،ځان سلامت او بل ملامت د هوښيارانو کار نده ،
ډير د تاسف وړ ده چه ځيني مشران او سياسي ډلي د افغانستان د سياسي تاريخ د نه درک کولو سره ډير زهرجن الفاظ د سياسي مخالفونو پر وړاندي کاروي ،لکه :کمونست ، کافر ، پاکستاني مزدور، غربي مزدور، روسي مزدور ، ايراني مزدور ، او نور نور …..
محترمو ورونو:زموږ سياسي تاريخ ښيي چه متاسفانه زموږ هيواد هيڅ کله هم داسي يو مشرتانه نه درلود چه ټول افغانانو په سر لاس کش کړي ، مينه او تودوخي ورکړي لکه يو پلار چه خپل اولادونه نازوي ،
موږ پدي باور يو چه د افغانستان اصلي ستونزه زموږ په اقتصادي او علمي کمزورتيا کي نغښتي دي ، که موږ په اقتصادي او علمي کچه لوړ وي نو اوسني ستونزي سره به لاس او ګريوان نه واي ،
نو راځي چه په ګډي سره د يو اذاد ، پر مختلي ، سرلوړي او دمو کراتيک اسلامي هيواد په جوړولو کي د لوي خدا ي نه مرسته وغواړو ،
په پاي کي مو يو ځل بيا اختر مو مبارک شه ، هره ورځ مو اختر وي ٠
اذاد افغانان
سلامونه او نیکی هیلی می وومنی ،
زه هم په خپل وار سره د کوچنې اختر موبارکې ټولو عزتمندو ،پتمندو،غیرتې او اسپځیلې مسلمانانو افغانانو خویندی او وروڼو ته زړه لۍ کومې وایم .
روږی ،نمانڅونه،تراویح مو د الله په دربار کی قبول شه .
الله تعالۍ ته سوال کوم چی زیاتی دی دغه جنګ جګړه، فسقو فساد،فقر،نفاق،له مونږ نه او له مونږدی حکومتونو نه لری کړی .
او یو اسپڅیلی اسلامی حکومت چی دی مونږ عزتمندو خویندو ورونو عزت ،پت،مال،بچیان په امن اوعزت کی وې . امین ثم امین
چي بيانه توره پورته سي،نه سرپه وينورنګ ســــــــــــي
باداره دغه جنګ ديدوطن آخريجنګســــــــــي
که زړونه سره يوکړواو لاسونه سره ورکــــــــــــــړو
داکانړي به لالونه سي،دابوټيبه لونګ ســـــــي
دروېش درانى
زما رفيع الله مندوخېل له خوادي ټول هيوادوال که په وطن کي اوکه په خارج کي د نېکمرغه عيد سعيد فطر توده مبارکي ومني .
څښتن دي ، په لراوبر پښتونخوا کي سوله او کراري رامينځته کړي .
د آغلې تورپېکۍتردا لاندېني نظم کوم بل ارزښتناک سوغات په واک کي نه لرم،
هيله ده چي په ډېر څه يې ومنۍ .
تورپیکی وايي!
قلـــــــم کاغذ واخلم !
ورته کښېنم
چه څه ولیکــــم تاته
زړه خبر شــــي
ستــرګي ووځي له کاسو نه
اوس به څه ولیکي خیال
ټول توري کړم راټـول
ټول ستوري کړم امـــــېل
ټوله ځمکه کړم راغونډه
ټول گلان له ذهنه تېر کړم
بیاهم پاتي شم نیمــــگړې
ځکه داسي تـــــــــــوري
چه یی تا ته اخترکي ډالـۍ کړم
پیدا نه کړ م !
صرف دومره شم وئيلي
چي
اختردي مبارک
Cell # 0092-300-3937628
rafiullah.mandokhail@gmail.com
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
ګرانو هېوادوالو، پتمنو مشرانو، علماء کرامو، مجاهدينو، سپين ږيرو، ځوانانو، روشنفکرانو، د ملکي، پوځي او امنيتي ادارو کارکوونکو او همکارانو!
درنو وروڼو او خويندو.
د نېکمرغه کوچني اختر د بختورو شپو او ورځو د رارسېدو له امله تاسو ټولو ګرانو هېوادوالو ته هر چيري چي ياست، د زړه له کومي مبارکي وړاندي کوم. او د نړی ټولو مسلمانانو ته (عِیْدٌ سَعِیْدٌ).
په درنښت
ستاسو ورور خیرګل افغان .
سلامونه
د نيكمرغه كوچنې اختــــــــــــر د رارسيدو په وياړ تاسو او ستاسو له لارې ستاسو عزتمنـــــــدو كورنيو ته د اختر مباركئ او نيكې هيــلې وړاندي كوم هيله لرم چې خوشاله او سوكاله اختر به ولــــــــــــرى.
په مينه اسدافغان خوست
عيد سعيد فطر شما و خانواده هاى مخترم تان تبريك باشد آرزوى عيد خوش و خندان و پر از صميمت براى همه تان دارم
اميد كه روزهاى عيد را بدون كدام خادثه سپرى نمايد.
با اخترام
اسدافغان ، خوست
Eid mubarak to all my muslim brothers and sisters hope this Eid will bring peace to the muslim world and put full stop to the innocent bloodshed.wish you all and your families a very happy and joyfull eid days
سلامونه
د نيكمرغه كوچنې اختــــــــــــر د رارسيدو په وياړ تاسو او ستاسو له لارې ستاسو عزتمنـــــــدو كورنيو ته د اختر مباركئ او نيكې هيــلې وړاندي كوم هيله لرم چې خوشاله او سوكاله اختر به ولــــــــــــرى.
په مينه اسدافغان خوست
عيد سعيد فطر شما و خانواده هاى مخترم تان تبريك باشد آرزوى عيد خوش و خندان و پر از صميمت براى همه تان دارم
اميد كه روزهاى عيد را بدون كدام خادثه سپرى نمايد.
با اخترام
اسدافغان ، خوست
Eid mubarak to all my muslim brothers and sisters hope this Eid will bring peace to the muslim world and put full stop to the innocent bloodshed.wish you all and your families a very happy and joyfull eid days
د کوچني اختر په مناسبت د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني پيغام
نيټه: ۱۸/٦/١٣٨٩ – ٩/٩/٢٠١٠
کابل – افغانستان
تر هر څه د مخه د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د مشرتابه پلاوي او ټولو غړو لخوا د کوچني اختر د رارسيدو په مناسبت د افغانستان ربړيدلي او غمجن ولس او د نړي په ګوټ ګوټ کې مسلمانانو ته مبارکي او ښه هيلي وړاندي کوم.
اختر مو مبارک سه
ګرانو هېوادوالو!
روژه د الله (ج) لخوا پر ټولو مسلمانانو باندي يوه داسي فريضه ده چې پکښي لوي حکمت نغښتي دي چې شته مندان او مالدار د بي وزلو او وږي انسانانو د حال او احوال څخه خبر دار سي او د هغوي سره مرسته او خواخوږي وکړي.
روژه سږ کال په افغانستان کې د يوي خوا د خارجي پوځونو د مردکو او بمبونو د باران او د بلي خوا د خداي (ج) د رحمت د باران څخه را پيښ سيلابونو له کبله زموږ ډېر هېوادوال او مسلمان وروڼه په پښتونخوا او بلوچستان کې شهيدان کړه چې همدي غميزي په دي اختر کې ډېري کورني د خوشحالي پر ځاي د غم پر کمبله کښينولي دي، دغو شهيدانو ته جنت الفردوس او د دوي کورنيو ته جميل صبر غواړم.
ګرانو هېوادوالو!
دري لسيزي کيږي چې د خارجيانو دمغرضو پلانونو له مخي په هېواد کې جنګ، جګړه او بي اتفاقي جريان لري، حالات د ښه والي پر ځاي د خرابيدو خوا ته روان دي.
الله پاک د قرآن مجيد په مبارک آيت کې واي چې " فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَصلِحوا ذاتَ بَينِكُم " ترجمه: "تاسو د الله پاک څخه وبيريږي او خپل منځي اړيکي سمي کړي".
د پورتني مبارک آيت پر اساس ټول افغانان بايد د جنګ د ختميدلو او د سولي په ټنګښت کې د يو بل په زغملو سره د خبرو او اترو لاره غوره کړي او د خارجيانو شوم او کرغيړن پلانونه په اوبو کې لاهو کړي.
راځي د کوچني اختر په مبارکو وروځو کې د خپلو اغيزو او اړيکو څخه په کار اخستلو سره د مفاهمي لپاره کار وکړو او خپله اسلامي فريضه پر ځاي کړو تر څو چې په هېواد کې تل پاتي سوله ټينګ، د بي وزلو افغانانو ويني تويدل بند او رښتني خپلواک او ولسواک نظام پراختيا وکړي.
په دي هيله چي هره ورځ مو اختر او اختر مو بختور
الحاج غرزي خواخوږی
د ټولني مشر
زما د لیرې وطن یاره
زما لیخوا نه تبریکې ومنه
دا ماتي ګوډي یو څو کرښي
خپل ښکلي حسن ته تسلې وګڼه
پوښتنه دا درنه کوم زه ګرانې
دیره خفه خو به نه وي
نوي جامي د اغوستلې که نه
ښکلې لاسونه د سره کړې که نه
د اختر رښتینې خوښي
درته راغلې که نه
دومره بختور نه یم چې تا په لاس کې ونیسم
او هغه شي درته واخلم چې ته یې غواړې
ځکه چې زه درنه ډیر لیرې یمه
او ته هم په نا اشنا ښار کې ژوند تیروي
چې ما تر اوسه حتی لیدلی نه ده
خو نن سبا زمانه ډیره مدرنه ښکارې
راته دا ستا د زړه سلام رسوي
درته زما د زړه پیغام رسوي
که ته لږ شاوخوا وګوري
ما به په خپلو سترګو ووینې ته
که کوم امر خدمت وي راته
بنده حاضیر دی ورته
چې رانه ونه شرمیږې
چې رانه ونه ویریږې
زما او ستا ریشته
د پاک الله د بنده ګۍ ریشته ده
د یوه ستوری
او سپوږمی ریشته ده
د یوه پښتون
او ملالۍ ریشته ده.
یوه بې خوابه لیوني
غلطی معاف کړه
مسافر
اختر مو مبارک شه
یو بې خوابه لیونی
دټول افغان وېبپاڼې ټولې مسوله ډلې ته دنېکمرغه کمکي اخترمبارکي وایم!
اوستاسوله لارې ټولوافغانانواودنړۍ ټولومسلمانانوته دنېکمرغه کمکي اخترمبارکي وایم لوی څښتن دې دا اختردټولوافغانانواودنړۍ دټولومسلمانانولپاره بختوروګرځوي.
دلراوبروېبپاڼې مسولې ډلې ته اوټول لراوبرپښتون اولس ته دنېکمرغه کمکي اخترمبارکي وایم!
لوی څښتن دې دا اختردټول پښتون لراوبرلپاره دخوښۍ اوسوکالۍ زیری وګرځوي.
السلام علیکم
ټولو هغه انډیوالانو،یارانو ، دوستانوته چي په انټرنټ خپل قیمتی وخت ضایع کوی دکوچنی اخترمبارکی وایم ، هیله روغ رمټ اوپه نس به ماړه یاست
، اوکه لادکرزی دحکومتی چارواکوپه ځیر له مړیدلووتلی یاست ،
چي امریکایان هرڅومره ډالر ورکړی ددوي خیټي لکه دملانصرالدین جوال نه ډکیږي ،
ستاسی یوڅه ګذاره شوی اوکه له اختره دغسی وږي اوتږی تیرسوی یاست ،
اختر
دازمالومړی اخترووچه بایدپه کابل ښار کې مې تیرکړی وای، تیراخترونه په کلي کښې ډیرپه خوښۍ تیریدل که به څوک هرڅومره غریب هم ووخوپه اخترکښې به یې هڅه کوله چه دادرې شپې په خوښۍ تیرې کړي که به په کوم کورکښې په تیرونژدې وختونوکښې دویرکومه پیښه شوې وه نو په اخترکښې به ټول خلک یوځل بیادخواخوږۍ لپاره ورتلل،همداشان به که ددووتنوترمنځ کومه ترینګلتیا پاته وه نوداخترپه ورځ به پخلاکیدل …په کورکښې تریوڅه خوږوخوړلووروسته ښارته ووتم،زماپه خیال کښې همغه دکلي خوشحاله اخترووچه دلته به هم وي…څوک به هګۍ جنګوي،څوک به په غوزانولوبه کوي اوڅوک به هم دخپلوخپلوانوکره داخترمبارکۍ لپاره ځي…خودباندې په وتلوسره له یوې هیښنده پیښې سره مخ شوم…دښاردلویې څلورلارې پرسرډله په خاورولړلي خلک په دې تمه ولاړووچه که څوک یې دمزدورۍ لپاره بوزي هاخواهغه بوټ ګڼډونکي هم خپله کوچنۍ هټۍ پرانستې وه…دقصاب پردوکان لاترنوروورځوډیرخلک راټول وو،لږوړاندې مې مخې ته یوکوچنی هلک اویوه ورسره کوچنۍ نجلۍ مخې ته ودریدل اودیوڅه ورکولوپه تمه یې کوچني لاسونه زماخواته رااوږده کړل…پوه نه شوم چه په مابه څه تیرشوي وی،په بیړه کورته ستون شوم اوله یوه نړۍ غمونو سره په فکرکښې ډوب شوم،باوروکړی چه دامې په ژوندکې یوه له ډیروترخوپیښواوناخوالوڅخه ده…اوس هم چه ملګري راته مخکې له مخکې داخترمبارکي راکوي اویاراته ډالۍ رالږي نوسترګوته مې همغه پیښه اواخترترسترګوسترګوکیږي اوځواب یې نه شم ورکولی…دټولې نړۍ مسلمانانوته په تیره بیاافغانانوته دنیکمرغیودبې شمیره کیدواوخوشحاله اخترپه هیله.
دلوي خداي(ج) په سپيڅلي نامه
دميني او اخلاص سلامونه د لراوبر ويب پاڼي وټولو کارکونکيو اوليدونکيوته وړاندی کوم وروسته له سلام دنړی وټولومسلمانانوته دنيک مرغه کوچنی اختر په رارسيدو مبارکی وايم خداي (ج) دی وکړی چه دا اختر له ځان سره صلح، آمنيت،ارامي او سوکالي راوړی تر څو زمونږ کړيدلی ملت په آرامه سي آمين ثم آمين.
فضل احمد
دلراوبرویبپاڼې درنوکارکوونکو،درنوکتونکواولراوبرټولوپښتنووروڼواوخویندوته دنېکمرغه کمکي اخترمبارکي وایم!
همداډول ټولوهغوښاغلواوآغلوپښتنووروڼواوخویندوته چې لګیادي دپښتوژبې لپاره چوپړوهي اوپه خاصه توګه په سویلي پښتونخواکوټه کې دپښتوادبي غورځنګ دروندمشرښاغلي محمدصادق ژړک ته دنیکمرغه اخترمبارکي وایم لوی څښتن دې دا اختردټول لراوبرپښتون دیووالي لامل وګرځوي.
اخترمومبارک شه!
ستاسودویبپاڼې له لارې خپلوګرانوملګروهریوه روزالدین خان خلجي اومحمدصادق خان شیري ته سلامونه اودکمکي اخترمبارکي وایم.
دزړه له کومی ټولو وطنوالو ته دنیکمرغه کوچنی اختر مبارکی وایم هر چیری چی یاست اختر مو نیکمرغه او هر ورځ مو داختر سه
دژوند په ټولو چارو کی کامیابی او سرلوړی اوسی
تاسو ته د کوچنی نیکمرغه اختر په مناسبت د زړه له کومی مبارکی وایم ،هیله لرم چه د کوچنی اختر نیکی ورځی ستاسو لپاره دخوشحالی نه ډکی ورځی وی.
زه د کوچنی اختر مبارکی خپلو ټولو مسلمانانو ورونو ته چی په هر ځای کی وی او په خاصه توګه خپلو پوښتنو ورونو او خویندو وړاندی کوم او یو پیفام خپلو ټولو پوښتنو ته ورکول غواړم هغه دا چی لږ خپل ځان ته وګورو او بیانورو ته چی مونږ څومره وروسته پاتی یو. راځۍ چی سره لاسونه ورکړو او د نورو سره ځان په قطار کی ودروو.
په احترام
احمد طارق نجیب کاموال