هرکله چی پښتنو کی ځیرک ،پوه اواتل پیدا شوی دی نو پر هغه یی د کفر ټاپه وهلی او د خپلی ټولنی څخه یی په لوی لاس ویستلی دی او یا یی وژلی دی.
دا پښتانه په خپله نه کوي دا د پښتنود دښمنانو په لمسه کیږي کله چی د پښتنو دښمنان په پښتنو کی رښتینی ځیرک،پوه او اتل وویني او هغوي په دی پوه شي چی دی په پښتنو کی بدلون راولي په هغه لومړی د کفر ټاپه لګوي او نورو ته وایی چی دده خبرو ته هیڅ پام ورنکړی او بیا هغه انسان ډیر مایوسه کیږي د خپلی مبارزی لاس اخلي او یا د دښمن ښکار کیږي.
دا تورونه یو اندازه پښتانه په سیالی هم کوي چی خپل ځان دنورو پوه وښایی دا ډول پښتانه خپلی پښی پر خپله ماتوي.
بله ډله پښتانه نه په کفر پوهیږي نه په اسلام خو د کفر ټاپه یی تر ټولو په لاس کی مخکی نیولي وي او په نه خبره ووایی چی دا کافر دی او ټاپه ورته په تندي ووهي وایی چی دا لمونځ نه کوي او روژه نه نیسي دهغه دتکلیف او نضر نه به ناخبر وي خو تور پری لګوي لکه دهغه پر ځای چی ده ته عذاب ورکول کیږي دا ډول پښتانه په خپله ګټه او تاوان نه پوهیږي.
که پخپله نه پوهیږو راځی د پرمخ تللو هیوادو یی زده کړو چی هغوي دا ډول تورونه په خپلوخلکو لګوي که نه.
تر څو چی ټول پښتانه سره یو نه شي که مسلمان وي که کافروي او که هندووي تر هغی به ددوي قوم او هیواد جوړ نه شي.
اګست ۲۰۱۰