کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / افغانستان یو نهء تجزیه کېدونکی هیواد ندی

افغانستان یو نهء تجزیه کېدونکی هیواد ندی

درنو لوستونکو او  د اند خاوندانو

تاسي ټول خبر یاست چې د افغانستان د تجزیې خبرې بیا تودې شوي او په ډیرو سیاسي او خبري وېبپاڼو کې په دې هکله خبرې ـ اترې روانې دي.
په دې کې شک نشته چې په افغانستان کې ډیر داسې ډلې او سیاسي جریانونه شته چې د افغانستان تجزیه او یا لږ تر لږه یو فدرالي دولت غواړي.
په افغانستان کې ډیر اقوام ژوند کوي چې د تاریخ په اوږدو کې یا د اشغال او یا د مهاجرت له لارې دلته مېشته شوي دي. خو بیا هم دا اقوام تر یوه حده یو له بله سره ګډ شوي. د بېلګۍ په توګه که په کندهار او ننګرهار کې دري ژبي، قزلباش او هزاره ژوند کوي، په شمالي او غربي برخو کې بیا پښتانه ژوند کوي او کابل خو غیر له دې هم د ټولو اقوامو کور دی.

 د تېرو زریزو، سلیزو او لسیزو په ترڅ کې دغه اقوامو سره خپلوۍ هم کړې، نو دا اقوام غیر له دې چې یو له بله سره ګاونډي دي یو څه خپلوۍ هم لري.
تر پرونه پورې خو زمونږه سیاستمدارانو دا ویلې چې د افغانستان اقوام مشترک تاریخ، مشترک دین او مشترکې اقتصادي ګټې لري چې دا ټکي د یو ملت د جوړولو له پاره کفایت کوي. خو نن د ډیریو اقوامو له پاره مشترک تاریخ مهم ندی،  مشترک دین هم سیاسي شوی او هر څوګ یې د خپلو ګټو له پاره کاروي، او مشترکې اقتصادي ؛ټې هم یواځې پښتنو، هزاره او یا شاید نورستانیانو ته په زړه پورې وي. ځکه د افغانستان شمالي برخې جنوبي او مشرقي ته اړتیا نلري. په شمال کې هم طبعي ځېرمې ډېرې دي او هم پراخې شنې مځکې لري. خو برعکس په مشرقي او جنوبي کې غیر له اسلام نه مونږ بل هېڅ نلرو او اسلام خو هغه دنیا به مونږ ته وبخښي، خو په دې دنیا کې مونږ ته څه نشي راکولی.

ځنې لیکوالان د ملي احساساتو تر اغېزې دا چیغې وهي چې افغانستان څوک نشي تجزیه کولی، خو که مونږه دې مسالې سره واقعبینانه برخورد وکړو، ښکاري چې که د پښتنو په منځ کې د ډیورنډ کرښه دوه ورونه سره بېلولی شي، نو داسې یوه بله مصنوي کرښه کولی شي چې د افغانستان لږکۍ قومونه د پښتنو نه بېل کړي.

د افغانستان تجزیه په افغانستان کې ځنو ډلو ته لکه شمالي ټلواله، په سیمه کې ټولو ګاونډي هیوادونو ته او د نړۍ په کچه هغه هیوادونو ته چې په دې سیمه کې سیاسي او اقتصادي ګټې لري، ګټور تمامېږي. ځکه د افغانستان په تجزیې سره پښتانه ضعیفېږي او په دې سیمه کې خو هېڅوګ یو پیاوړی پښتون قوم نغواړي.
 یو پیاوړی افغانستان کولی شي چې په تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان کې اسلامي بنیادګرايي تقویه کړي ، پاکستان بېثباته کړي ، د ایران د کلتوري ښکېلاک مخه ونیسي او د هند سمندر ته د منځنۍ اسیا د طبعي ځېرمو په ترانسپورت کې  د حق العبور اندازه په خپله وټاکي او یا یې ترانسپورت بند کړي، چې دا به بیا د امریکا او اروپا په ګټه نه وي.

په دې کې شک نشته چې په افغانستان کې ډیرو ښکېلاګرو ځواکونو ماته خوړلې. خو دا باید هم له هیره ونباسو چې ښکېلاګرو تر وتلو وروسته بېثباتي، نفاق او اسلامي بیاد ګرايي په میراث پرېیښې ده.

که انګرېزان مات شول، خو د ډیورند د کرښې تر څنګ یې امان الله خان په حبیب الله کلکاني والوزولو. که روسان مات شول، خو د تجزیه طلبو له ملاتړ نه یې لاس لنډ نکړ. همداسې امریکا هم پوهـ شوې چې په افغانستان کې دوامداره جګړه نشي تمویلولی او یوه نه یوه ورځ باید له دې ځایه لاړ شي. نو مخکې له دې چې په افغانستان کې ناکامه شي او د نړۍ په کچه وشرمېږي، کولی شي چې تجزیه طلبې ګټې تقویه کړي  او د افغانستان د تجزیې شرایط برابر کړي. ځکه د یو واحد هیواد کنترول نسبت د یو ټوټې ـ ټوټې هیواد تر کنترولو سخت کار دی.

د افغانستان راتلونکې مغشوشه او مشکوکه ده، ځکه چې د پښتنو دریځ مالوم ندی چې دوۍ څه غواړي. په افغانستان کې د لږکیو دریځ مالوم دی او دوۍ د نړیوالې ټولنې ملاتړ هم لري.

په نړۍ کې پښتانه  په اسلامي بیادګرايي نومیالي شوي دي او د دوۍ سیمه د اسلامي تروریزم ځانګو بلل کېږي. ټول په دې پوهېږي چې پښتانه او د دوۍ سیمې د لویدیځ او ختیځ امنیت ته لوی ګواښ دی او په افغانستان کې لږکۍ قومونه د پښتني اسلامي بیادګرايي قرباني دي.
 که چېرې د افغانستان په یوې برخه کې د لږکیو لخوا د کوم خپلواک دولت اعلان وشي، نو د ګاونډیو هیوادونو تر څنګ به  ډیر نور هیوادونه هم دوۍ په رسمیت وپېژني. ځکه افغانستان هم تجزیه طلب اقوام په رسمیت پېژندلي او تازه بېلګه یې هم کوسوفو ده چې د سربیا نه بېل شول او تر بل هر چا د افغانستان دولت دوۍ په رسمیت وپېژندل.

خلص دا چې افغانستان یو نه تجزیه کېدونکی هیواد ندی، ځکه له یوې خوا په افغانستان کې یو واحد ملت وجود نلري، له بلې خوا افغانستان اشغال دی او واک یې د پردیو په لاس کې دی او غیر له پښتنو نه بل هېڅوګ د افغانستان په موجودیت خوشحاله ندي او پښتانه خو وروسته د امریکې له یرغل نه کمزوري کړل شوي دي او که چېرې افغانستان تجزیه شي او تجزیه شوې برخې د ګاونډیانو او د ځنې نړیوالو ځواکونو لخوا په رسمیت وپېژندل شي، بیا نو……

په درناوۍ او درنښت

تبصره نسته

  1. ګران کوشان صیب
    ډیر ډاډ خو ښه کار نه دی؛ خو د افغانستان د تجزيې امکان په څو دلیلونو ممکن نه دی :
    ۱. د افغانستان دوه لوی قامونه پښتانه او تاجک تجزیه نه غواړي؛ ځکه دواړو ته په تاوان ده؛ که په شمال کې څومره پښتانه پاتې کیږي؛ په جنوب کې په همدغه تناسب تاجکان پاتې کیږي؛ له بلې خوا بارز سیاسي او اقتصادي تاجکان تر سالنګ دې خوا ته دي. حتي مارشال فهیم د تجزیې لپاره د امریکایانو یو بیړنی وړاندیز رد کړی او ورته ویلي یې و چې کابل د هغه، نورو افغانانو او پښتنو شریک کور دی؛ هغه له پښتنو سره په مشرۍ مقابله کوي، په تجزیه کې یې تاوان دی؛ د شمال ترکمن، ایماق او هزاره هم تجزیه نه غواړي. دوستم په باب داسې اوازې شته چې ده امریکایانو ته څو ځل د افغانستان دتجریې وړاندیز کړی؛ خو نه دی بریالی شوی: ځکه هغه یې یوازې نه شي کولای.
    ۲. امریکاته د افغانستان تجزیه په تاوان ده. هغه د ایران او روس او چین مقابلې ته د یوه جنګیالي ملت ملګرتوب ته اړ دی؛ او ملګری د پښتون نه بل څوک نه شي کیدای: اخر به له پښتنو سره جوړه کوي؛
    ۳. د تجزیې په صورت کې پاکستان هم د تجزیې پر لور ځې او ایران هم د بلوچانو د بیلتون له ګواښ سره مخ کیږي؛ نو دوی هم خاصه دلچسپي نه لري؛ د افغانستان بې ثباتي او کمزوري غواړي؛ خو په تجزیه کې یې خیر نشته؛
    ۴. که افغانستان او پاکستان تجزیه کیږي؛ نو دا به په قومي بنسټونو وي: طبعا پنجاب به له هندي پنجاب سره د قومیت پر بنسټ د یوځای کیدو هڅه کوي؛ په دې صورت کې به هند او چین دوه لوی حریفان ښکر په ښکر او سره مخامخ شي ؛ چې هند کله هم دغسې نه غواړي؛
    نو پدې حساب سره له دې چې پښتانه باید په هره طریقه چې وي له نړۍ او نړۍ به پښتنو سره ځان په خبره پوه کړي چې د دې ورانیو او بربادیو مخه ونیول شي،
    افغانان باد ددې وړتیا پیدا کړي چې پخپلو کې د وروۍ او له نورو سره د ګاونډتوب او نړیوالتوب اصول پلي کړای شي؛
    په هر حال باید لوی الله ته دعا وکړو چې ګران هیواد او په پکې پراته ولسونه ټول په خپل آمان کې وساتي،
    آمین

  2. ښاغلی شینوارې

    ستاسي دلایل قناعتبخشه دي او تر یو ځایه یې زه تاېید کوم.

    ستاسي له دلایلو دا ښکاري چې امریکا زمونږ د هیواد نه د یو نظامي اډې په توګه زمونږ د ګاونډیانو په وړاندې ګټه پورته کوي. او یا په بل عبارت یې چې ووایم، مونږه د امریکې له خوا د خپلو ګاونډیانو په وړاندې استعمالېږو.

    همدا په خپله د دې سبب ګرځي چې زمونږ ګاونډیان د افغانستان په نهء شتون خوشحاله دي او کومې ډلې چې د افغانستان تجزیه غواړي د همدې ګاونډیانو لخوا تمویلېږي. د دې معنا دا ده چې د افغانستان لانجه یو نهء ختمېدونکي لانجه ده.
    له بلې خوا زما په خیال خو امریکا هېڅکله یو بپاوړی افغانستان نغواړي، ځکه یو پیاوړی افغانستان کولی شي چې په سیمه کې خودمختارانه عمل وکړي او دا کار هېڅکله د امریکې په ګټه نده.
    دا چې تاجکان د افغانستان تجزیه نغواړي، زه ورته د شک په سترګه ګورم، ځکه تاجکان د افغانستان په موجودیت ځکه خوشحاله دي چې د دوۍ اقتصادي توکي د پښتنو له سیمو هند او پاکستان ته د خرڅلاوو له پاره تللی شي. خو که افغانستان تجزیه شي، نو شمالي افغانستان کولی شي چې د بدخشان له لارې هند، پاکستان او چین سره خپل اقتصادي اړیکې ټینګې وساتي.

    البته ستاسي دا خبره چې د افغانستان تجزیه یواځې د اذهانو د مغشوشولو له پاره مطرح کېږي چې د حیاتي مسالو نه لرې پآتې وي، د منلو وړ ده.

    په درناوۍ او درنښت

  3. د خليج به يوه خبر بانه كي ديوه فرانسوي تابعيت بوهاند له قوله راغلي دي جه افغانستان دامبراتوريو قبرستان دي . ريشتيا ده جه افغانستان دتاريخ به اوزدو كي د زياتو ياغي او ناماتيدونكو قوتونو سره مخ شويده خو به نتيجه كي نه داي مات شوي دي بلكه توتي توتي شويدي او د جهان سره دسياليو غورزيدلي دي. زه دلاراوبر دمسؤلينو هيله كوم جه دا خبر به سرخط كي راولي مننه (لاراوبر) عبدالرشيد ايوبي

  4. Wrono awe khwaindo ,Asalamoalaikom
    Razey Che khpel watan de Tajziay sekha wozghoro.
    Da pe hagha sorat momken wee chi mong pokhtane ka de lar wee awe ka de bar sara yaw motey shoo.Razey chi khpel dost awe dukhman wopejano.Awe razey chi dasy yaw medya ra mainz ta kro chi de wahdat per bonyad zmong woles ta pe Jwandy awe mostaqeema toga woghagegoo.
    wasalam

  5. معلومیږی لیکوال یو نامسلمان دی چی وایی : (د افغانستان) په مشرقي او جنوبي کې غیر له اسلام نه مونږ بل هېڅ نلرو او اسلام خو هغه دنیا به مونږ ته وبخښي، خو په دې دنیا کې مونږ ته څه نشي راکولی
    جواب: اسلام دافغانستان د ملی وحدت او دفاع بنیادی رمز دی. اسلام ددی ملت روح روان ده. هر قدرت چی غوښتی دی چی افغانستان اشغال او یا کمزوره کړی، نو لومړی یی پر دین ګزار کړی او ددغه رمز د کمزورولو په لټه کی شویدی..
    معلومیږی لیکوال غیرپښتون هم دی چی غواړی د پښتون له سنګره پر پښتنو ګوزار وګړی. د اکثرو پښتنو فرهنګی پوهه دومره نده چی وپوهیږی چی میډیا (ویبپاڼه) یو سنګر دی چی باید د ملت د علیا ګټو په خدمت کی استعمال شی. هغوی د بیان تر ازادۍ لاندی هرڅه خپروی که احیانا دملی ګټو پخلاف هم وی. ښاغلی کوشان وایی: په دې سیمه کې خو هېڅوګ یو پیاوړی پښتون قوم نغواړي. یو پیاوړی افغانستان کولی شي چې په تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان کې اسلامي بنیادګرايي تقویه کړی. …….. په نړۍ کې پښتانه په اسلامي بیادګرايي نومیالي شوي دي او د دوۍ سیمه د اسلامي تروریزم ځانګو بلل کېږي. ټول په دې پوهېږي چې پښتانه او د دوۍ سیمې د لویدیځ او ختیځ امنیت ته لوی ګواښ دی او په افغانستان کې لږکۍ قومونه د پښتني اسلامي بنیادګرايي قرباني دي.
    جواب: د افغانستان ګاونډیان مسلمانان دی او دلته د اسلام د صدرو مسئله بالکل مطرح نده. افغانستان د خپل پیدایښت راهیسی داسی یو هیواد پاته شویدی چی څوک یی ندی تهدید کړی. داسلام د صدرو مسئله او په اصطلاح خطرات یی امریکایانو د شوروی تر سقوط ورسته د خپل یوقطبی استعماری نقشی د عملی کولو لپاره د پردی او بهانی په شکل راپورته کړیده. او ګوډاګیان یی همدا ډنډوری وهی چی د کوشانی په قول له پښتنو څخه ګاونډیانو ته خطر دی، پښتانه د تروریزم زانګو ده، پښتانه پر لږکیو ظلم کوی. پښتانه دا دیرش کاله کیږی خپله د مختلفو ډولونو تروریزم قربانی دی؛ په سره اور کی ولاړ دی او ارام ته ضرورت لری. خو ددوی زړونه اوس هم یخ ندی.
    ښاغلی کوشان وایی: د افغانستان راتلونکې مغشوشه او مشکوکه ده، ځکه چې د پښتنو دریځ مالوم ندی چې دوۍ څه غواړي. په افغانستان کې د لږکیو دریځ مالوم دی او دوۍ د نړیوالې ټولنې ملاتړ هم لري.
    جواب: بالکل برعکس، د پښتونو دریځ پوره معلوم او ډیر واضح دی. هیڅ پښتون د افغانستان تجزیه، اشغال او بده ورځ نه غواړی. هر پښتون غواړی د اقلیتونو سره په وروری ژوند وکړی. حتی د متعصب ربانی حکومت یی منلی وو خو چی مملکت تجزیه نشی.
    درناوی
    محی الدین تګابی

  6. سالامونه درنو لوستونکو،
    د پورتنې موظع په ارتیبات: زما په اند دا هسی دسیسې دی چې یوه پای ته رسی نو بله شروکیږې.امریکا و پاکیستان ته هرکال یومقدار پیسی د پاکیستان د عمران په نامه د پاکیستان و حکومت ته ورکوی. د لنډی ماظی په کتوسره پاکیستان ډیر ترفشارلاندی دې. یو خوا هغه پټ اعمال چی پاکیستان ترسره کول او لاهم ورپوری بوخت دی د ضمان په تیریدوسره د ویکیلیکس ،ژورنالیستانواو یا درونی اشخاصو په لاس برملا سول.دا پروسه به لاهم دوام ولرې.بله خوا طبیعی مصیبتونه دی چی دپاکیستان زړه (پنجاب) یې هم سخت وځپی. پاکیستان په منطقه کی د امریکا او اروپا یو منل سوی دوست پاته سوی دی.د افغانیستان پردغه هال پاته کیدل لکه څنګه چی د امریکا او اروپا پالیسی ده.د پاکیستان و همکاری ته ضرورت دی.او پاکیستان هغه وخت دغه همکاری و امریکا اودوستانو ته یې په ښه اخلاس کوی چی پاکیستان د امریکا او اروپا د هر ډول مرستو برخوردار وی.
    زما په نظر هغه خلګ چی وای چی بهرنیان دی اول د افغانیستان تاریخ ولولې بیا دی په افغانیستان کی عمل وکړې سم ندی. بهرنیان زموږ د بدن هر هډوکی ،هراندام ښه پیژنی اوچی ضرورت شی حطی دپوټکی د هرې لایې څخه کار اخلی .
    ارش

  7. ِډير په زړه پوري او ښکلئ ځواب دي شينواري صیب