متن : دازماپه ژوندکې یوعجبه ورځ وه چې زه خپل کلی ته تلم کلی ته ورننوتلم دکلی ماشومانوډیري خوشحالي کولي دکلی هلکانوراته ښه راغلاست وایه خوډیره ګرمي وه نوځکه مې دومره وخت دکلی دهلکانوسره تیرنه کړ.
کورته نه وم رسیدلی چې زموږدکلی ملک اویوڅوسپین ږیري سره مخامخ سوم په خوشحالی مې سلام وراچوي سلام نه وودیوماشین ټک وچې ماپروکړی هغه ستړیاوي چې مې داڅوکاله په دبل په وطن کې تیري کړي وي دخپل موراوکوچنی ورورلپاره په دې کلی کې یوازی زه وم نه مې قام وونه مې بل کوم څوک چې راسره ووبس په دې کلی کې مادوه کاله دکلی دملک دکورمزدوری وکړه دکلی دملک دکورکوچنیانوډیرنازولم خوماداهیله نه درلوده چې ماته به موردملک لورراغواړي زه په خواري پسی تللی وم زماموردکلی ملک ته په مرکه ورغلی وه خودکلی ملک زماموردکوره په زوره ایستلی وه اوورته ویلی یی وه ستایوبی کسه زوی بی قومه یوغریب اوبی عقل ته زه لورورکړم زمالورته به دپاچاهانودزامنومرکي کيږي موږچې خپلوسپوته زموږپاتي ډوډۍ ورکووهغه تاسي ته هم درکووزموږپه ډوډۍ موګوزاره ده .دکلی خلکوځېني خلاص کړم اودایی هم راته وویل چې ژربه ددې کلی څخه ورک کیږی .کورته ولاړم دکوردروازه مې وټکول ددروازي لخواڅخه ږغ وسوڅوک یی؟
زه یم مور!
م-وی زوی مې راغلی
دکوردروازه خلاصه سول مورپه غیږکې ټینګ ونیولم اوپرمخ یې مچ کړم مورمې په ژړاسول اووی ویل دکلی ملک خبرراکړی دی چې ددی کلی څخه به وځی په دې کلی کې ستاسولپاره نورځای نسته داسوپه دې کلی کې نه خپل سرای لری داسرای زمادی .موری څه درته ووایم دازموږپه قیسمت کې دغسی لیکل سوی ده خیردی موږبه ددې کلی څخه بارسوپه دې کلی کې ملک نورموږته ځای نه راکوي خدای ج مهربانه دی.ورځ تیره سول سهاروختی دکوردروازه وټکیدل دکلی یوهلک راته وی ویل لونګه راسه دکلی ملک مړسو
ولی ؟
ماښام دملک لوردیوسړی سره وتښتیدل اوپرملک باندی دزړه حمله راغله مړسو.
کورته ننوتلم مورته مې وویل دکلی ملک مړسوی دی
ولی ؟
لوریې دیوچاسره وتښتیدل نودملک صاحب زړه دریدی
مورمې وویل یالویه خدایه یوازی لوي ستاسره ښایې.