کور / سپورټي / د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ لوبډلي لومړۍ لوبه و بايلله

د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ لوبډلي لومړۍ لوبه و بايلله

بېګا شپه د افغانستان د ځوان کرکټ اکاډمۍ لوبډلي ته د پاکستان چورنګي الفتاح کرکټ کلب په درې ويکټو ماتي ورکړه.
د ځوان کرکټ اکاډمۍ لوبډلي پچه وګټله او توپ وهنه يې غوره کړه په شل اورنو کي د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۱۶ منډې جوړي کړې.
له لږي دمي وروسته د کورنګي الفتاح لوبډلي په توپ وهنه پيل وکړ او د ۱۹ اور په څلورم توپ يې ټاکل سوي هدف د ځوان افغان کرکټ اکادمۍ لوبډلي ته پوره کړ.
د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ لوبډلي د منډو شمېر پاڼه:
شپږيزي څلوريزي منډي توپونه لوبغاړي
۳ ۲۸ ۱۴ سميع الله شينواري
۰ ۱ خالق داد نوري
۱۳ ۱۶ شفيق الله شفيق
۱ ۲۲ ۲۱ محمد نبي عيسي خېل
۰ ۱ بادشاه حسين
۲۰ ۱۵ اصغر ستانکزي
۱۹ ۱۲ جاويد احمدي
۳ ۱۳ ۱۳ محمد شهزاد

د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ لوبډلي د توپ اچونې شمېر پاڼه:
ويکټې منډې اورونه لوبغاړي
۱ ۱۹ ۴ عبدالله مزاري
۲۱ ۳ خالق داد نوري
۴ ۲۰ ۴ شاپور ځدران
۱۲ ۳ محمد نبي عيسي خېل
۱ ۲۶ ۳.۴ حميد حسن
۱ ۱۹ ۳ سميع الله شينواري

د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ لوبډلي کپتان خالقداد نوري په بيګانۍ لوبه نيوکي لري او وايي(( د چورنګي الفتاح سره بايد بيګانۍ لوبه په ۱۱ بجې د شپې پيل سوې واى خو داسي ونه سول او لوبه يې په ۱ بجه د شپې پيل کړه، لوبه يې ځکه ناوخته پيل کړه چې تلويزيون د پاکستان د ملي لوبډلي لوبه په ژوندۍ بڼه د کرکټ مينوالو ته وړاندې کوله)).
همدارنګه خالقداد نوري په لوبڅارانو نيوکي وکړې چي د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ لوبډلي په خلاف يې پريکړي کولې، تر اوسه لا معلومه نه ده چې د ښاغلي نوري په لوبڅارانو نيوکي څومره حقيقت لري خو وايي(( لوبڅار زموږ د توپ اچونکو صحيح توپونه چې وايډ نه ول او وايډ به يې ورکول او د چورنګي الفتاح وايډ توپونه يې وايډ نه ورکول. نوري دا هم وايي چې د ځوان افغان لوبډلي د توپ اچونکو ۳ ويکټې چې بايد سوځيدلي يې ورکړي واي خو لوبڅار ورنکړې نو همد لامل سو چي لوبه د چورنګي الفتاح په ګټه تمامه سوه)).
د ځوان افغان کرکټ لوبډله نن شپه ۱۱ بجې په کراچۍ کي د ميلر جم خانې کرکټ کلب لوبډلي سره لوبه لري، په ميلر جم خانه کي د پاکستان د ملي لوبډلي لوبغاړي يونس خان،عبدالروف، فيروز خان او خالد لطيف هم لوبه کوي.
د رمضان کپ د اګست په ۲۰ نېټه پيل شوي د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ کلب پکي لومړۍ لوبه د چورنګي الفتاح په خلاف وبايلله او نن د اګست به ۲۸ نېټه د ميلر جم خانې کرکټ کلب سره د شپې په ۱۱ بجې سيالي لري.
د ځوان افغان کرکټ کلب دريمه لوبه به سبا شپه ۱۱ بجې د اګست په ۲۹ نېټه د ملک اټير کرکټ کلب سره وي.
د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ سره په دې سياليو کي د اوسنۍ ملي لوبډلي ۹ لوبغاړي او د ملي لوبډلي ۲ پخواني لوبغاړي هم لوبه کوي.
د ځوان افغان اکاډمۍ لخوا د رمضان کرکټ سياليو ته غوره شويې لوبډله په لاندې ډول ده:
۱- خالق داد نوري( کپتان)۲- اصغر ستانکزي۳- شهزاد محمدي۴- محمد نبي۵- شاپور ځدران ۶- حميد حسن۷- جاويد احمدي۸- عبدالله مزاري۹- سميع الله شينواري۱۰- بادشا حسين۱۱- خان محمد۱۲- جمعه ګل۱۳- شفيق الله۱۴- ايمل هوتک.
د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ لخوا د دې سياليو لپاره غوره شوي ادري ډله:
شفيق الله عصمت ستانکزي ( د لوبډلي مدير)اسد الله خان ( د لوبډلي روزونکي)حق داد نوري ( مرستيال روزونکي)حمزه لامع ( د همدې سفر مشر )کاظم بشير( د ځوان افغان د کرکټ د اکاډمۍ د ويب پاڼې مسؤل )
د ځوان کرکټ کرکټ اکاډمي په ۱۹۹۷ز کال کي جوړه شوي او په کورني کرکت کي يې په هيواد کي د کرکټ د پرمختګ لپاره ډېرې هلې ځلې کړي، د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ کرکټ کلب په ګاونډيو هيوادونو کي د کلب کرکټ په کچه پخوا هم لوبيدلي، هندوستان، سريلينکا او پاکستان ته يې سفرونه کړي چې د افغانستان په استازيتوب د کلبونو په کچه ښه ځليدلي کرکټ کلب دي. د ځوان کرکټ اکاډمۍ لوبډله د افغانستان کرکټ بورډ سره راجستر شوي اکاډمي دي په افغانستان کي د کرکټ د ودې، پرمختګ او د کرکټ اړوندو چارو ټول مسؤليتونه د افغانستان کرکټ بورډ په غاړه لري.

د کرکټ مينوال کولاي شي په لاندې رسنيو کي د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ د دې سياليو ژوندي حال تر لاسه کړي:
د جيو سوپر تلويزيون لخوا په ژوندۍ بڼه خپريږي.
شمشاد تلويزيون هم پتيلې چې د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ د لوبډلي حال په ژوندۍ بڼه د کرکټ مينوالو ته وړاندې کړي.
د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ د ويب پاڼې مسؤل هم هوډ کړي چې د کرکټ مينوالو ته نيغ په نيغه د ځوان افغان کرکټ اکاډومۍ لوبډلي د سياليو تازه حال د خپل ويب پاڼې له لارې وړاندې کړي.
www.ayccricket.com
نورو معلوماتو لپاره په دې شمېره له موږ سره اړيکي ټينګي کړئ: ۰۰۹۳۷۸۹۰۶۷۷۲۹

د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنيو څانګه
acb.media@afghancricket.af
afg.cricket.media@gmail.com

تبصره نسته

  1. كه اافغانان غواري جه كركت يي شي بايلي واري كبير خان د بيا بورد ته راولي وسلام عبدالرشيد

  2. د ښاغلي نوري په لوبڅارانو نيوکي پر ځای دي ځکه درې مقابل بېټسماینان باید اوټ قرار سوي وای مګر د امپایر فیصله درسته نه وه توپ وهونکي د تلویزیون پر صفحه واضع ښکارېدل چي د lbw یعنی ټوپ د بېټسمین پر پېډ برابر وکټونه وه.کله چي توپ وکټ ته مخامخ روان وي او پر پېډ ولګیږي پدې صورت کي لوبڅارونکي اوټ ورکوي،
    الله دي نن بریالي کړي د افغانستان د ځوان کرکټ اکاډمۍ لوبډلي ته پکار ده چي فلډینګ ته ډیره توجه ورکړي بالینګ ډیر اعلی دي

  3. salamoona tolo watanwalo ta wrandi kawam
    zama pa nazar ampire bayed da bal hewad na we na da pakistan na. manana
    kamyab de wi da afghanistan team