په خواشینۍ سره موخبرترلاسه کړ چي د پښتو ژبي پيژندل سوئ شاعر او محقق لیکوال سعیدګوهر د دې نړۍ څخه دتل لپاره سترګي پټي کړې .
انالله واناالیه راجعون.
موږ د لراوبر د نوميا لي شاعر او ليکوال مړينه ستره ضايعه ګڼو او د لوى څښتن له دربار څخه هغه ته د فردوس جنت غوښتنه ،کورنۍ او دوستانو ته يې د لوی خدای ( ج ) له در باره څخه د جميل صبر غوښتنه كوو.
امين یارب العلمین
د بښتو ژبي تكړه او نوميا لۍ شاعر ،محقيق ،ليكوال سيعدګوهر صا حب د مړيني خبر مي وليد ډېر خپه شوو داد پښتو ژبي لپاره لويه پېښه ده چي دارنګه ستر ليكوال له فا ني دونيا سترګي پټوي، مرګ حق دى خو ځينه انسا نان د قام او ژبي د لپاره ګټور دي
بس دوعا ګاني كوو چي با دار دي جنت الفردوس ورنصيب كړي او كورنۍ ته او وروڼو محمود ايا د صاحب،ربنواز مايل صا حب سره پدې غم كې ورشريك يو
بشرمل ناصر
عبدالوياب بازيد
انجنير شهزاده عا صم
د پښتو ژبي وتلی شاعر سعید ګوهر په مړینه دPSDP دغمرازئ پیغام
په ډیره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ .چی د پښتو ژبي وتلې شاعر، ادیب، لیکوال او څیړونکی سعید ګوهر له دی فانی نړی نه د تل لپاره سترګی پټی کړی .
انا لله و انا اليه راجعون
ارواښاد سعید ګوهر دخپلي ژبي، او کولتور د پرمختیا اوبډایني لپاره نه ستړې کیدونکې هر اړخیزې هلې ځلې کړی او ګڼ شمیر کتابونه ئی مونږ ته راپاتی دی، چی د ده یاد به تل تازه ساتی او پښتون قام به دده خدمتونو ته تل په درنه سترګه ګوری.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند Pashtoons Social Democratic Party (PSDP) دارواښاد سعید ګوهر مړينه ټول پښتون قام ته لويه ضايعه بولی ، دارواښاد کورنئ، خپلوانو او دوستانو سره په دغه غم کې ځان شريک ګڼي .
جنت فردوس دی په نصیب شی.
په درناوی
نصیر ستوری
د محترم سعيد ګوهر پرمړينه د ويښ ليكوال ادبي ټولنې د خواشنۍ پيغام ـ
د ويښ ليكوال ادبي ټولنې ټول غړي سوهيلي پښتونخوا د ويلي شاعر او اديب پر ناببره مړينه باندي د خواشنۍ څرګندونه كوي ـ او د دۀ مړينه د پښتو ادب يو لوى زيان ګڼي ـ او د لوی خدای په دربار کښې د بخښنې دعا ورته كوي ـ اودمحترم ګوهر صيب له کورنۍ ، دوستانواو خپلو ټولو ادبي او کلتوري ملګرو سره په دغه غم کې ځانونه شريک بولو.
په ډېره خواشينۍ موخبرترلاسه کړ، چي دپښتوژبې سترشاعراوليکوال محترم سعيدګوهرله دې فاني نړۍ دتل لپاره وکوچېد . دږوب دخراسان ادبي کاروان ټولنې په شمول ټول شاعران اودادب مينه وال دارواښادله کورنۍ په تېره بياله محترم محمودايازسره په دغه غم کي برابرشريک دي . باداردي ارواښادته جنتونه ورپه نصيب کړي اوکورنۍ ته دي دصبراوزغم توان ورپه برخه کړي .