کور / کیسه / خپلواکی، قربانې غواړي

خپلواکی، قربانې غواړي

د زمری اته ویشتمه، د خپلواکی ورځی په ویاړ…

خدای دی وکړی چی ځوانان بیا غیرت وکړی او خپل وطن خپل کړی یا د جګړی له لاری او یا د سولی له لار…. خو زه که هرڅوک یم افغان یم خپل وطن غواړم او له تا یی غواړم. ودان او خپلواک یی غواړم


څلور مړی یی په یوه جګړه ایز زره پوښ کی اچولی وی او دوی یی د نظامی قواوو مرکز ته وړل چی په لاره کښی د سرک د خوا ماین پری وچاودید او دری نور عسکر یی چی په همدی زرهی وسیله کی د ناټو د قواوو مرکز ته تلل، ټپیان کړل هغه هم داسی ټپیان چی د ژوند او مرګ تر سرحد پوری.
الکسی چی په روسیه کی پیدا شوی امریکایی وو، یو له هغو ټپیانو څخه وو چی کله یی روغتون ته وړ نو په لاره کی یی هم ځان او هم خپل پلار ته ښکنځل کوول که څه هم چی دی په دی راضی نه وو چی افغانستان ته راشی خو پلار به یی ورته ډاډ ورکاو چی هیڅ خبره هم نه ده یو ځل که افغانستان ته لاړی نو بیا به درته هرڅه آسانه ښکاره شی. زه هم ډیر وخت په افغانستان کی ووم که څه هم چی د جګړی وخت وو، خو بیا هم موږ له یو بل سره ډیر نږدی وو.
که څه هم چی دوی روغتون ته ډیر نږدی شوی وو خو لا روغتون ته وو رسیدلی چی ددوی په کاروان بیا له لری د راکت په وسیله یرغل وشو او دی برید د دوی د کاروان یو بل موتر یی هم نیمه له مینځه یووړ چی پکښی دوه امریکاییان تپیان او یو بل مړ شو. له دی کاره سره د امریکاییانو یو چورلکه چی آپاچی یادیده، هم میدان ته ورسیده او له رسیدو سره یی په هاغه ځی چی ددوی په قواو تری ګذار شوی وو حمله وکړه او یو غټ بمب یی وغورځاو چی په ترڅ کښی یی دری څلور طالبان ټپی او مړه شوول. خو طالبان له دی کبله چی روغتون او کلینیک ته لاس رسی نه درلود په محلی او غیر صحی سامانونو خپل ټپونه وتړل او په منډه به له ځی نه لری شول او مړی یی په ځای پریښودل او د تیاری انتظار به یی ایست چی د تیاری په راتګ سره بیا دوی لاس په کار شول او مړی یو ځی ته ورسوول او بیا یی خاورو ته وسپارل
خو دا خاورو ته سپارل په پوره مذهبی طور طریقی هم نه وو اجرا شوی، کله به ددوی په ډلو کی پوره مولویان هم نه لیدل کیده. او کله به خو مړی وروسته له یوی مودی بیرته له خاورو وایستل شو او کوم بل ځی ته به نقل شول، دا ټول هاغه نا خوالی وی چی دواړه خواووی او د دواړو خواوو د مړو سره به کیدل او کله به خو مړی د جنګ په میدان کی تر ډیره وخته پاتی شوول او یا به د هوا دمرغانو ښکار شول.
***
که څه هم چی روسانو په دی ملک کی ډیر وخت تیر کړای وو، خو بیا هم کله چی د دوی د وتو وخت ورسید نو نور یی افغانستان له یاده ووت او هر هاغه وعدی یی چی د افغانستان له چارواکو سره کړی وی له یاده ووتی او تر څو چی کیدل نو غوښتل یی چی د افغانستان د نوم د اخیستو پرهیز وکړی او ځان له دی ټولو ناخوالو او هم د هغو له یاده لری وساتی. او انګریزانو هم په دی ملک کی پیړی تیری کړی خو لا تر اوسه یی هم خپل هغه ناکامی له هیره نه دی ایستی او تر اوسه هم ددی ملک تلوسه لری. ګاوندی هیوادونه که څه هم لا تر اوسه تلوسه لری چی دا ملک یی تر تاثیر لاندی وی، خو نه پوهیږی کومه لاره وټاکی او له چا ګټه واخلی
“د افغانستان د اسلامی آمارت استازی یم… غواړم له ما سره په احترام سلوک وشی”
دا هاغه خبره وه چی د طالبانو آخرین استازی په پاکستان کی د پاکستانی د دولت مامورینو ته په هغه وخت کی چی د طالبانو دولت سقوط وکړ کړی وو. له دی سره د پاکستان د دولت استازو غوښتل ووایی چی له تاسو عالی جناب سره به نور هاغسی سلوک نه کیږی لکه چی پخوا به کیده. که څه هم چی پاکستان او سعودی هغه هیوادونه وول چی د افغانستان د طالبانو د غورځنګ کلک پلویان وو، خو چی کله د ملګری ملتونو نوم په مینځ کی راغی نو نور بیا هیچا له طالبانو سره مرسته ونه کړه.
که څه هم چی د طالبانو مرکزونه د افغانستان او پاکستان په سرحدی سیمو کښی وول، خو بیا هم د افغانستان او پاکستان عادی خلک په دی نه پوهیدل چی د مثال په توګه د طالبانو مشر همدا اوس په کوم ځی کی اوسیږی.
کله به چی په یو ځی کښی ماین وچاودید او ددی کار عامل به یی طالبان بلل، خو طالبان به یا هیڅ له دی خبری خبر نه وول او یا به دا کار د یو نامعلوم ارګان یا ډلی له خوا کیدای چی پکښی به داسی خلکو لاس درلود چی چا به حتی تری د داسی یو کار هیله هم نه کوله.
خصوصاً پداسی یو حالت کی به چی هلته د ملکی خلکو ډیر تلفات لیدل کیده او یا به د عادی وګړو شتمنیو ته زیان رسیده نو پداسی حالت کښی به ټولو ښکیلو ډلو د مسوولیت له اخیستو ډډه کوله. او دا لا تر اوسه دوام لری. د سرک په غاړه کښی د یو ماین په چاودیدو ملکی وګړی مری خو د ماین خښوونکی معلوم نه وی. خدای دی خیر پیښ کړی او خدای دی موږ هم د مفاجاتو له مرګه وساتی
***
الکسی چی کله روغتون ته ورسید نو داسی یی ګمان کاوو چی له دی ځی به راساً جرمنی یا دوبی ته ویوړل شی، خو داسی ونه شوه او هغه له یوی اوږدی مودی لپاره په په افغانستان کښی پاتی شو او چی هرڅه به یی له دوستانو او داکترانو غوښتل خو چا به ورسره په وریت تندی حتی خبری هم نه کولی او کله به یی چی د هغی خبری اوریدی نو ځان به یی له قصده پداسی کارونو مشغول کړل چی تا به ویل یا یی غوږونه کانه دی او یا یی په غوږونو کښی پنبه ایښی ده. خو الکسی هیڅ ناامیده نه شو او هره ورځ به یی له داکترانو غوښتل چی دی بهر ته ولیږدوی.
یوه ورځ چی د ده لا پانسمان کوول لا نه وو پیل او یو نارینه نرس دده کوټی ته راغی ترڅو زخمونه یی پانسمان کړی نو ده تری راساً د خپل د تګ پوښتنه وکړه او داکتر هم چی اعصاب یی ښه نه وو په قار ورته وواییل
“څه خبره ده چی له هرچا غواړی تا بهر ته ولیږدوی؟ ”
“دا ځای امن نه دی ”
“نو څنګه به شی… یواځی ته انسان یی او یا موږ ټول انسانان یو؟ ”
” نه زما خو داسی مقصد نه وو.”
“نه نو ته غواړی له دی ملکه ژر تر ژره ووځی که ستا علاج په دی خاوره کی کیږی یا نه؟ ”
“هو زه ناروغ یم او نه غواړم نور په دی ملک کښی پاتی شم… پوه شوی که نه او که ما همداسی په دی روغتون کی وساتی نو یوه ورځ به ځان ووژنم ”
نرس د ناروغ دی خبری ته هیڅ ځواب نه درولو نو په بیړه یی د هغه ټپونه وتړل او له کوټی ووت.
د مازیګر وخت وو او لا لمر په ډوبیدو وو چی ناڅاپه له یو لری ځایه ددوی په کمپ څلور پنځه راکته ولګیدل او د هغو له جملی یو راکت په روغتون ولیګید او روغتون یی په ګرد او دوړو و پوښاو. د څو دقیقو تیریدو سره، چی کله د راکتونو ویشتل بند شول نو داکترانو او یو څو عسکرو سره یو ځای د روغتون دهلیز ته منډه کړه او په منډه سره یی راساً ځان د مریضانو خونی ته هلته چی الکسی بستر وو ورساو او هغه یی هلته په وینو لت پت کړل یوی نرسی چی له هغی سره یی دوستانه اړیکی درلودی د الکسی په وینو لت پت جسد په لیدو سره، په ژړا پیل وکړ او پرته له دی چی د نورو شته خلکو له احساساتو پوه وی په ژړا کی داسی وواییل
” نور نو بس دی… ترڅو به په دی ملک کی مرو… په خدای چی که ټوله دنیا دلته راولی تر څو یو تن ژوندی وی او ددوی خبره وانه اوری نو په دوی به غلبه لاس ته را نه وړی.”
یو چا له مینځه غږ کړ
“نو موږ څه کولای شو… موږ خو هم له شوقه نه یو راغلی… څوک له بی وزلی توبه راغلی او څوک بیا له ژونده بیزاره شوی چی دلته راغلی دی… څوک له شوقه دوزخ ته نه ځی ”
” له لوږی به مړه نه شی خو له مرمیو به بیرته ژوندی لاړ نه شی… دا زما وعده ده له تاسو سره.”

پای

مزارشریف، افغانستان
د زمری نه ویشتمه، ۱۳۸۹ کال