کور / خبرتیا او پيغامونه / د ځوان ليکوال محمدنعيم افغان سره د خواخوږي

د ځوان ليکوال محمدنعيم افغان سره د خواخوږي

دميدان ځوانانودټولنې خواخوږۍ پيغام


څومره ظالم يې مرګه دومره صبرهم نكوې
چې يې دزړه ناغوړېدلې هيلې وغــوړېږي


په دېرې خواشينۍ سره موخبرترلاسه كړچې دهېواد ځوان شاعر، ليکوال اوژورنالست،په هرات ولايت کې دسپينې ادې دادبي اوکاتوري ټولنې مرستيال اودهريرود مجلې مسوول چلوونکي محمدنعيم افغان والدصيب له  فاني نړۍ څخه سترګې پټې اودنيايي ژوندته يې دتل لپاره دپاى ټكى اېښی دی.


انالله وانا اليه راجعون


ارواښاددژوندتر وروستۍ شېبې پورې دخپلوخلکوپه خدمت کې پاتې شوی او دهغې ناروغۍ له امله چې ورپېښه شوې وه،نن جمعه دمبارکې جمعې دمياشتې پرلسمه دڅلورنوي کلونوپه عمردکوټې دچمن .په ښارکې ماذديګردڅلوروبجوپه شاوخواکې ځان حق ته سپارلی دی.


دميدان ځوانانودټولنيزې،ادبي اوكلتوري ټولنې مشرتابه په دغه سترويركې ځان ښاغلي افغان او ددوي له کورنۍ سره شريك بولي،ارواښاد ته دلوي خداى (ج) له دربارڅخه فردوس جنت او پاتې شونوته يې دجميل صبر غوښتنه کوي.


په خواخوږۍ


دميدان ځوانانودټولنيزې،ادبي اوكلتوري ټولنې مشر

تبصره نسته

  1. د ګران ملګري سره په غم كي شريك يو او با دار دي مرحوم ته جنت الفردوس ور نه نصيب كړي

    امين

  2. د ګران ملګرو محمدنعيم افغان او جبارفراز سره په غم كي شريك يو او با دار دي مرحومينو ته جنت الفردوس ور نه نصيب كړي او كورنۍ ته يې د زغم دوعا كوم

    امين

  3. زه هم دګران ملګري نعيم افغان سره دږوب دټولوشاعرانوپه نمائندګۍپه دغه غم کي شريک يم . غني باداردي ورته جنتونه ورکړي . اودکورنۍ غړي دي له نوره غمه خداي ج وساتي .

  4. له فرهنګپال اوهڅاند ورور محمد نعيم افغان سره د نظراباد علمي او کلتوري ټولنې خواخوږي
    کل نفس ذائقة الموت
    په ډېرې خواشينۍسره خبرشو چې دهېواد دتکړه فرهنګي او فرهنګپال، تاند ،هڅاند او تپاندشخص مجاهد ورور محمد نعيم افغان پلار په حق ورسېد .
    انا لله واانا اليه راجعون .
    ټول مرو خو درحمت ، مغفرت او ددوزخ له اور څخه دخلاصون پدې مبارکه مياشت کې چې ددوزخ دروازې پکې بندې او دجنت خلاصې دي دالله ج حضورته پداسې حال کې ديو مسلمان ورتلل چې روژه يې په خوله وي پخپله دنېکمرغۍ نښه ده .
    نظراباد علمي او کلتوري ټولنه له خپل دينداره او خاکساره ورورافغان صاحب سره ځان پدې وير کې شريک بولي .
    دالله ج له حضور څخه ارواښاد ته فردوس جنت او ورثه وو ته يې جميل صبر غواړي .

    محمدحسن حقيار
    د نظراباد علمي او کلتوري ټولنې مشر